ويکيپېډيا:د امام حسین د قاتلانو برخلیک- د مختار پاڅون

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ- دا برخه د امام الهند؛ مولانا ابولکلام آزاد د ((انسانیت موت کې دراوزې پر)) له اردو کتابه ژباړه شوې ده.

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امام حسين د وژونکيو برخليک[1] سمول

       د حضرت امام حسين (رض) د شهادت خبر،چې حجاز ته ورسېد؛نو ټول حجاز له يزيده متنفر شواو د يو روايت له مخې، د حضرت عبدالله بن زبير ( رض) له سترګو اوښکې روانې  شوې او خلکو پرېکړه وکړه،څو يې د حسين (رض) د وينې غچ  اخستی نه وي يو به هم ارام نه کېني.

د مدينې د خلکو يو پلاوى حضرت امام زين العابدين(رض) ته ورغی او ورسره یې د بيعت کولوغوښتنه څرګنده کړه؛ خو د اهل بيتو د ټولوژنې له کبله، چې کوم حالات پرې تېر شوي وو،زړه يې مات او له دنيا  تور کړى و؛ځکه یې د بيعت له اخستو يې نمښته وکړه،بيا دغه نهيلى  پلاوى مکې ته ولاړ او حضرت ابن زبير (رض) ته ورغى  او له هغه سره یې  د بيعت  کولو اراده څرګنده کړه .

  يزيد هم غوښتي وو،چې ابن زبير( رض) دې بیعت ورسره وکړي يا دې په کربلا کې د حسين (رض) برخليک ته تيار شي.دا چې ابن زبير(رض) د يو فاسق په لاس بيعت کولو ته تيار نه و؛نوځکه یې د خپل خلافت په باب د بيعت اخستو پرېکړه وکړه او په دې بيعت کې د مکې اومدينې مشران هم شامل شول .

  د حضرت حسين (رض) د شهادت ترټولو زيات غم هغو خلکو ته و،چې امام ته يې پرله پورې ليکونه ليکلي وو او عراق ته يې د ورتلو بلنه  ورکړې وه؛خو د ابن زياد د ظلم ، تاوتريخوالي او د خپلې کمزورتيا له کبله یې د حضرت حسين (رض) مرسته ونه کړاى شوه،د حسين (رض) تر شهادت وروسته دا ټول خلک د((سليمان بن صرد)) په کور کې راټول شول . دا هماغه کور دى ،چې دغو خلکو پکې حضرت حسين (رض) ته ليکونه  ليکلي ول اوعراق ته يې د راتلو بلنه ورکړې وه.

  يو ځل بيا چې دا خلک په دې کور کې راټول شول؛نو د هر سړي سترګې له پښېمانۍ ټيټې وې.په دې غونډه کې  ټولو په خپله تېروتنه پښېماني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه،چې د حسين (رض) غچ مو اخستی نه وي؛نو ترهغې خوب او خندا راباندې حرامه ده.ځينو پکې  له احساساتو ډکې ويناوې هم وکړي ؛لکه(( مسيب بن نجبه)) وويل :

((موږ حضرت حسين(رض) ته عراق ته د راتلو بلنه ورکړې وه او د مرستې ژمنه مو ورسره کړې وه؛خو هغوى چې راغلل؛نو موږ خپله ژمنه پوره نه کړاى شوه.اوس که خداى او رسول يې له موږ ه ددې بې لوزۍ ځواب وغوښت ؛نو موږ به د خپلې بېګناهۍ په اړه څه وايو؟ اوس موږ ته ايکي يوه لار پاتې ده او هغه داچې کومو خلکو،چې د حسين (رض)  په وژنه کې برخه  اخستې وه؛ يو يې هم ژوندى پرېنږدو او يا خپل ځانونه بلهار کړو)) .[2]

 ټولو حاضرين د مسيب له خبرو سره يوه خوله شول او((سليمان بن صرد)) یې  خپل مشر وټاکه، تردې  وروسته سليمان هم له جوشه ډکه وينا وکړه :

(( موږ ټولو حضرت حسين (رض) ته سترګې نيولې وې ؛خو چې هغوى راغلل ؛نو موږ سترګې ترې واړولې.هغوى زموږ غوږونو ته خپل غږ رسولى و؛خو موږ هېڅ ځواب ور نه کړ، هغوى د ظالمانو او فاسقانو د نېزو او غشو له لاسه له موږ سره نزدې شهيدان شول او تر شهادت وروسته يې  جامې وويستل شوې، اوس د خداى سخت غضب راتلونکى دى؛نوځکه ژمنه  وکړئ ،څو غچ وانخلئ،له خپلو ښځو به لرې وسئ .قسم پر خداى،چې څو تاسو د حسين(رض) وژنکیو ته جزا ورنه کړئ يا خپل ځانونه بلهار نه کړئ،الله تعالى به درنه ناراض وي خپلې تورې تېرې کړئ،خپلې نېزې پاکې کړئ او د جنګ ټولې وزلې چمتو کړئ او چې درته غږ وشي ميدان ته راودانګئ ))[3]

  دې او دې ته ورته نورو ويناوو سملاسي په حاضرينو کې  هېښنده جذبه  پيدا کړه اوهغوى له يوې نوې ولولې سره کورونو ته ولاړل .تردې وروسته به ډېرې داسې غونډې کېدې،چې دغچ اخستو خوځښت یې پټ جاري ساته.په دې لړ کې  پر کوفې سربېره بصرې ، مدائن اوعراق ته يې هم سړي ولېږل او ځينو ته ليکونه هم وليکل شول.د يو ليک اقتباس دا دى :

(( موږ ابن رسول الله (ص) وباله؛خو چې راغى؛نو موږ يې هېڅ مرسته ونکړاى شوه.هغوى د بېرته تلو اراده څرګنده کړه؛خو اجازه ور نه کړاى شوه . هغوى ته له امان ورکولو هم انکار وکړاى شو. هغوى  وويل : ((پر خپل حال مې پرېږدئ )) خو دا خبره  یې هيچا وانه ورېده .بريد پرې وشو او شهيدان کړاى شول.بيا يې جامې وويستل شوې او بربنډ کړاى شول. پر دغو پېښو ترغور وروسته موږ په کلکه ننګېرو- احساسوو،چې ډېره لويه ګناه مو کړې،چې له مرستې  مو يې سترګې اړولې دي.ددې ګناه د کفارې اوس ايکي يوه لار ده اوهغه داچې اوس موږ د حسين (رض) قاتلان ووژنو او يا په خپله هم د حسين (رض) په شان مرګي ته ورغاړې ووځو. موږ ټول دې ته تيار يو. تاسو هم تيارى و کړئ او د ٦٥ هجري دربيع الثاني  په لومړۍ نېټه ((د نخيلې)) سيمې ته راشئ .)) [4]

  د دغو ليکونو له هرې خوا هرکلى وشو او په زرګونو خلکو د امام حسين د غچ اخستو ژمنه وکړه، بيا د ربيع الثاني پر لومړى دغچ ساعت هم راغى . د حسين (رض) په نوم بلهارېدونکې ډلې په نخيله کې راټولې شوې ،چې شمېر یې  څلور زره ( ٤٠٠٠ ) تنه وه تر هر څه مخکې  دا خلک د کربلا ميدان ته راغلل او د حضرت حسين (رض) پر مزار یې ماتم وکړاو يوه ورځ او يوه شپه یې په ژړا تېره کړه او د خپلو تېروتنو بښنه یې وغوښته ؛نو ځکه يې  تاريخ د  ((توابينو)) په نامه  يادوي .

تردې وروسته خلکو د شام خوا ته مخه کړه ،چې د حسين (رض)  د قتل له تر ټولو لويو مسؤولينو ابن زياد او يزيده غچ  واخلي .

  په شام کې د حکومت يو لوى لښکر،چې شمېر يې دولس زره ( ١٢٠٠٠ ) تنه وه او حسين بن نمير یې  سرلښکر و،د دې ډلې مقابله وکړه.دا مقابله تر درې ورځو روانه وه، په دويمه ورځ د حکومتي لښکر د مرستې لپاره د اتو زرو ( ٨٠٠٠ ) تنو شاميانو مرسته هم راورسېده ؛خو د حسين (رض) پلويانو په استقامت مقابله جاري وساتله.په دغه جنګ کې  ړومبى د غازيانو د لښکر سردار((سليمان بن صرد)) شهيد شو او په ځاى یې ((عبدالله بن سعد)) ته سرداري وسپارل شوه .بيا چې هغه هم شهيد شو؛نوعبدالله بن دال ، بېرغ  په لاس کې واخست او هغه هم شهيد شو. پر درېمه ورځ ماښام ،چې جنګ بند شو؛نو يو موټى غازيان پاتې شوي ول يا خوشهيدان شوي ول يا ټپيان داسې چې، ((توابينو))چې  د حسين (رض) د غچ اخستو کومه ژمنه  کړې وه، هغه پوره شوه او دا فيصله وشوه،چې د وروستي جنګ  لپاره نور لښکر راغونډول پکار دي؛ لکه  چې پاتې شوي غازيان د شپې په تياره کې  له ميدانه ووتل .

  په دې لړ کې دا هم ياد لرل پکار دي ،چې د حسين (رض) د غچ  د اخستو تر ټولو زيات زورور اواغېز من کوښښ ((مختار بن ابي عبيد ثقفي ))کړى و .

((مختار)) د کوفې رئيس و او د کوفې د والي او د رسول الله (ص) د يو صحابي نعمان بن  بشير(رض) زوم و . په پوهه، ځیرکتیا او تدبير کې د کوفې ډېر کم کسان له ((مختار)) سره برابر و .د مختار د ستریا تر ټولو لو‌ى دليل دا دى ،چې په همدوى د حسين له  قاتلانو عبرتناک غچ اخستل شوى و.

  په دې لړ کې که  ټولې تاريخي پېښې راټولې کړاى شي؛نو يو پېړکتاب  ترې جوړيږي؛ځکه زه له لنډو کار اخلم او د حسين (رض) د قاتلانو انجام په لنډو ټکيوکې  بيانوم :

  د امام حسين د قاتلانو په اړه  له تاريخه دا څرګندېږي،چې په هغوى کې  يو هم د خدای (ج) له عذابه  بچ نشو.ځينې ووژل شول او ځينې په داسې مصيبتونو کې راګېر شول ،چې مرګ ترې ډېر اسان دى .

  له ابن الجوزي زهري روايت دى،چې د حسين (رض) په وژونکیو کې يو هم له سزا بچ شوى نه و؛ځينو ته د مرګ سزا ورکړل شوه،ځينې ړانده شول او چې کوم  واکمن وه؛نو د واکمنۍ جنازه يې ووته .

ابن کثيرليکي  :   

(( د حضرت امام حسين (رض) تر شهادت وروسته ،چې کومې فتنې راولاړې شوې وې او کومې،چې په تاريخ کې راغلي، پکې  ډېرې سهي دي . د حسين (رض) په قاتلانو کې يو هم داسې نه و،چې په يو نه يوه عذاب اخته شوي نه وي،ځينې خلک په دردناکو عذابونو کې  راګېر شول او زياتره لېوني او مخبوط الحواس شول )) .

  د عبدالملک بن مروان په زمانه کې،چې ((مختار بن ابي عبيد ثقفي)) د کوفې حاکم مقرر شو؛نو هغوى د حسين (رض) له قاتلانو غچ واخست .مؤرخينو ليکلي ،چې هغه پر يوه ورځ د حسين(رض) دوه څلوېښت قاتلان ووژل،چې عمرو بن حجاج زبېري هم پکې  و. حضرت ابوالعباس د امويانو دوه اويا (٧٢) تنه مشران په يوه مېلمستيا کې راغونډ کړل ؛خو تر دې مخکې،چې په دسترخوان کېني د ابوالعباس په اشاره له ټولو څټونه غوڅ کړاى شول.بيا يې پر تنو دستر خوان وغوړول شو او ابوالعباس او ملګرو يې پرې مېلمستيا وخوړه.

  په دې هم چې د غچ اور مړ نشو؛نو عباسيانو حکم وکړ،چې :(( د اموي پاچايانو قبرونه دې وکيندل شي او ودې سوځول شي .د  يزيد بن معاويه او هشام بن عبدالملک تنې یې راوايستلې او وسوځول شوې بيا يې ايرې په تلو کې کېښوول شوې او پو کړاى شوې،چې د ظالمانو نوم نشان پاتې نشي .

له ابن جوزي روايت دى ،چې : (( يو سپين ږيرى،چې د حسين (رض) په وژنه کې  شريک و؛نو د غچ وخت چې راغى؛سملاسي ړوند شو.خلکو وپوښت،چې څنګه ړوند شوې ؟ځواب يې ورکړ : ((په خوب کې مې وليدل ،چې رسول الله (ص) لستوڼي  بډ وهلي او توره یې  په لاس کې نيولې او په مخکې  يې پر يوه فرش  د حسين (رض) د لسو قاتلاتو تنې پرتې دي . رسول الله (ص) ړومبى ورټلم، بيا یې زما په سترګو کې د حسين (رض) د وينې سلائي وګرځوله او چې سهار له خوبه راپاڅېدم؛نو ړوند وم )).کوم ملعون ،چې د حسين (رض) سر د خپل اس په ورمېږ کې ځوړند کړ‌ى و، مخ يې د تارکولو په شان تورشو ى و. خلکو وپوښت،چې ته خو په عربو کې  تر ټولو ښايسته او ښکلى سړى وې، دا څه درباندې وشو؟ ځواب يې  ورکړ، دوه کسان دي،چې زه یې له لاسونو نيولى يم او ساعت په ساعت مې د اور په لمبو کې  ورمنډي .لنډه داچې د څو ورځو په دننه کې دا ملعون هلاک شو .ابن جوزي له اسدي يو روايت نقل کړى،چې هغوى د يو سړي د مېلمستيا تابيا کړې وه؛ په مجلس کې  چا وويل:(( تر نهر خازر د دواړو ترمنځ مقابله وشوه او ابن زياد ماتې وخوړه او په ميدان کې د اشتر په لاس ووژل شو.په دې جګړه کې پر ابن زياد سربېره د شام نور مشران حصين بن نمير او شرجيل بن ذي الکلايم هم ووژل شول . بيا ابن اشتر د ابن زياد او د نورو شامي مشرانو سرونه د سوبې له زیري سره کوفې ته ولېږل او مختار دغه سرونه په((قصرالاماره)) کې په هغه ځاى کې کېښوول ،چې د حسين (رض) او ملګرو سرونه يې کېښوول شوي وو. بيا مختار د ابن زياد اوعمرو بن سعد سرونه امام زين العابدين ته ولېږل اوسرونه يې ،چې په مخکې کېښوول شول؛نو د شکرسجده يې وکړه او ويې ويل :(( دهغه خداى (ج) شکر،چې زما لپاره يې له دښمنانو غچ واخست)) .


  د غچ په دغه جنګ کې د اموي ټبر شپږلکه کسان خو يوازې د ((ابومسلم خراساني )) او د پوځ په لاس یې وژل شوي وه .

  د اموي کورنۍ مشران او په تېره د شامي کورنۍ يو يو کس ووژل شو .

پردې سربېره په عراق او شام کې هم داسې کوم کس بچ پاتې نشو ،چې د حسين (رض) پرخلاف یې  په جنګ کې برخه اخستې وه. پر هر چا به چې شک وکړاى شو؛نو په ډېرې ځورونې به ووژل شو.

  سنان بن انس حضرت امام حسين (رض) په نېزه ويشتى و او سر یې  ترې غوڅ کړى و او د سر په غوڅولو کې دومره ليونى شوى و،چې بل څوک یې د حسين (رض) تنې ته نږدې نه پرېښوول؛ هسې نه چې دا د سرغوڅولو اعزاز د بل چا په برخه شي.

  مختار ړومبى ددې ملعون سترګې وويستې،بيا یې د لاسونو نوکونه وويستل،بيا یې دواړه لاسونه ورمات کړل بيا یې د هغه له دواړو پتونو غوښې پرېکړې . بيا یې سنګسار کړ او په پاى کې یې  وسوځاوه .

  صرمله ،چې د حضرت علي اصغر (رض) مرۍ یې په خپل غشي سورۍ کړې وه،مختار ته چې راوستل شو؛نو مختار بې کابو شو او د هغه دواړه لاسونه یې ورپرې کړل . بيا یې حکم وکړ،چې ژوندى یې وسوځوئ .

  د حسين (رض) يو يو قاتل به د مختار په مخکې  وړاندې کړاى شو او په ډېرې ځورونې به ووژل شو .

  د حسين (رض) په قاتلانو کې،چې کوم تښتيدلي ول؛نو مختار يې کورونه وسوځول. په کوفه کې،چې د حسين (رض) له قاتلانو غچ واخستل شو؛نو د مختار عبيدالله بن زياد ته ورپام شو او ابراهيم بن اشتریې مقابلې ته ولېږه .

  د حسين (رض) دغه قاتلان له کوفې تښتېدلي ول؛خو د مختار کسانو را ايسار کړل او ويې وژل .

  هم دغه شان شمربن ذي الجوشن هم تښتېدلى و؛خو د مختارکسانو را ايسار کړ او ويې واژه اوتنه یې په سپو وشلوله،د يو بل روايت له مخې شمر بن ذي الجوشن د زيتون د تېلو په ديګ کې وريت کړاى شو.ټول نوکونه يې له بېخه ويستل شوي ول، پوټکى يې ايستل شوى و،په زهرو يې کولمې پرې کړاى شوې وې.ژبه ترې راکاږل شوې وه او مسخ کړاى شوې تنه يې  نندارې ته جامع جومات ته مخامخ ځوړنده کړاى شوې وه او په پاى کې  د اور په لمبو کې داسې سوزول شوى و،چې ايرې یې هم نه وې پاتې.

  د حسين (رض) يو يو قاتل به د مختار په مخکې وړاندې کړاى شو او په خورا ځورنې به ووژل شو.مختار به ځينې وسوځول د ځينو به یې پښې لاسونه ورپرې کړل او ځينې به یې په غشيو سوري سوري کړل.

  محمد بن اشعث له کوفې څخه قادسيې ته تښتېدلى و.بيا چې د مختار سړي ورپسې ولاړل ؛نو هغه د ښځو په جامو کې بصرې ته وتښتېد،خلکو یې کور ړومبى ولوټه او بيا  یې وسوځاوه  .

  مختار،عبد ابن اسد وپوښت‏ : (( تا پر حسين (رض) توره پورته  کړې وه ؟)).

ځواب یې ورکړ (( زه نوکر وم )).

-(( په  خېمو کې  دې اور لګولى و ؟)) .

-(( ما يوازې حکم عملي کړى و )) .

  مختار حکم وکړ، چې ړومبى  یې لاسونه اوپښې پرې کړئ بيا  یې ووژنئ؛لکه چې همدغه چلن ورسره وکړاى شو.  په ځينو روايتونو کې  دا هم راغلي،چې پښې اولاسونه ترې پرې کړاى  شول اوپرېښوول شو ،چې پخپله ومري .

مالک بن بشير د کربلا په لوټ کې  د حسين (رض) په توره قبضه کړې وه، د ده څټ د کوفې په بازار کې د خلکو په مخکې غوڅ کړاى شو،چې خلک ترې عبرت واخلي.

  نافع بن مالک د فرات اوبه بندې کړې وې . مختار پر هغه د خپلې ،  تورې اوبه وڅښلې، د يوې بوډۍ په اطلاع د حارث بن بشير او حارث بن نوفل څټونه هم غوڅ کړاى شول .

  خولي بن يزيد په بيت الخلا کې پټ شوى و؛خو د ښار کوټوال ونيو او مختار ته یې  ورساوه، خپله هغه ښځه هم ورسره وړاندې کړاى شوه ، چې د حسين (رض) پر شهادت یې  ګډا کړې وه. د خولي دويمې ښځې وويل:(( کوم وخت چې خولي د حسين (رض) سر خپل کور ته راووړ؛نو دغې بدبختې وويل،چې د ابوتراب د زوى سر پرېکړاى شو او اولاد یې په پړو وتړل او کوفې ته راوستل شو)) .

  مختار ددغې ښځې ژبه بهر راکاږله.د تنې غړي يې پرې کړل او چې بيا د خولي وار راغى؛نو منښته يې وکړه: (( کوم  وخت چې د حسين (رض) کېږدۍ وسوځول شوې؛نو هغه د حضرت سکينې (رض) له غوږونو والۍ راکاږلې .حضرت علي بن حسين (رض) ناروع پروت و،چې دهغه بستره یې بهر وغورځوله او د حضرت زينب (ض) له سره  يې څادر راکاږه)).

  مختار حکم وکړ ،چې پښې او لاسونه ترې پرې کړئ ،چې حکم عملي کړاى شو،بيا يې په چاړه ترې سترګې وايستلې او بدن يې  وسوځول شو.

  عمار،عثمان ، زياد بن ملک ، يزيد بن ضمير،اکبربن جمران،عبيد بن اسود،مره بن منقد ،زياد بن اقاد ،عمربن حجاج او نورو ته هم عبرت ناکې جزاګانې ورکړاى شوې؛د چا سترګې وويستل شوې؛د چا شونډې پرېکړاى شوې او په پاى کې  وسوځول شول .

  د ابن زياد د لښکر له مشرعمرو بن سعد سره هم د خولي بن يزيد په شان چلن وکړاى شو او زوى يې هم ورسره ووژل شو .  

  د حسين (رض) په وژنه کې،چې څوک شريک ول په همدې دنيا کې سزا ورکړه شوه.

  يو سړي وويل: (( دا خبره غلطه ده،چې د حسين (رض) په وژنه کې زه پخپله شريک وم )).بيا همدا راپاڅېد او د ډيوې د باتۍ په سمولو لګيا شو.ناڅاپي يې د ډيوې اور پر جامو ولګيد او لولپه يې کړ .

  سدي ليکلى،چې دا بدمرغه ما پخپله لیدلي،چې د فرات اوبه یې پر حسين (رض) بندې کړې وی.

  خداى(ج) ابدي تږی کړ.دم په دم به یې اوبه څښلې؛خو تنده یې نه ماتېده،ان،چې خېټه يې وچاودېده او هلاک شو)) .

  د يو روايت له مخې، د حضرت امام حسين(رض)  تر شهادت وروسته  يزيد يوازې دوه کاله او اته مياشتې او د بل روايت له مخې، درې کاله او اته مياشتې ژوندى و. بيا د شپږ دېرشو کالو په عمر ومړ.تر مرګ مخکې يې خپل زوى راوغوښت او ورته یې څه ويل غوښتل؛خو هغه ترې په دې وينا مخ وګرځاوه،چې : (( زما هغه سلطنت نه دى په کار ،چې بنسټ  یې  د رسول الله (ص) د اولاد په وينه ايښوول شوى دى)) .

هغه حکومت،چې بنسټ یې پر(( ظلم )) او "توکم پالۍ "ايښوول  شوى و.د خپل ظلم او توکمپالۍ له لاسه نېست ونابود شو او خداى جل جلاله هر هغه ظالم هلاک کړ،چې  د حسين (رض)‏د شهادت پر وخت د يزيد په ليکو کې  ولاړ وه او د حسين (رض) پر خلاف یې جنګ کړى و .


په بېلابېلو ځايونو کې پر امام حسين (رض) د پېغمبر اکرم ژړا سمول

١ _ د ام الفضل حديث : سمول

په مستدرک الصحيحين ،ابن عساکر تاريخ،خوارزمي مقتل او نورو سرچينو کې راغلي،چې (عبارت د صحيح مسلم دى) : د حارث له لور ام الفضله روايتوي،چې پېغمبراکرم ته ورغله،ويې ويل : رسول الله ! تېره شپه مې ناوړه خوب وليد! آنحضرت وويل: " څه دې ليدلي؟" ويې ويل : ډېر سخت دى؟ آنحضرت وويل : "څه دى؟" و يې ويل: ومې ليدل؛لکه چې ستا له بدنه يوه برخه بېله شوه او زما په لمن کې ولوېده! رسول اکرم وويل : ښه خوب دې ليدلى دى . فاطمه – انشاء الله – يو زوى زېږوي او ستا په لمن کې به وي .

[وايي:] تردې وروسته؛لکه چې څنګه پېغمبر اکرم ويلي،فاطمې حسين وزېږاوه او زما په لمن کې شو. يوه ورځ رسول اکرم ته ولاړم او حسين مې په لمن کې ورته کېښود،لږ وروسته يې پام رانه واوړېد،ناڅاپه مې وليدل،چې له سترګو يې اوښکې بهېږي! وايي. ورته مې وويل : نبي الله! مور و پلار مې درځار، څه درباندې وشو؟ ويې ويل: "جبراييل مې ليدو ته راغى، راته يې وويل:" چې دا زوى به دې امت مې ډېر ژړ ووژني." ومې ويل : همدا؟ ويې ويل: هو! جبراييل يې څه سره خاوره هم راکړه.

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري  او مسلم) له شرايطو  سره سم دى، خو راوړى يې نه دى . [5]

٢ _ د ام المؤمنين زينب بن جحش روايت : سمول

د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو سرچينو کې روايتوي، چې (عبارت د ابن عساکر له تاريخه په لنډو راخستل شوى دى) : زينب وايي: " په يو وخت کې رسول اکرم زما په خونه کې و او حسين نوې خاپوړې کولې او تر څارنې لاندې مې و، يوه شېبه ترې غافله شوم او رسول الله ته ورغی. آنحضرت وويل: "ازاد يې پرېږده" تردې چې وايي _ بيا يې د هغه لاس پورته کړ. پېغمبر اکرم، چې لمونځ وکړ،ورته مې وويل: رسول الله ! نن مې يو چار درنه وليد،چې کله مې هم ليدلى نه و؟ آنحضرت وويل: جبراييل راغى او خبر يې کړم، زما امت دا (زوى مې) وژني. ورته مې وويل : خاوره يې راوښييه او هغه راته سره خاروه راوړه.[6]

٣ _ د ام المؤمنين عايشي بي بي روايت : سمول

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل ، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له ابي سلمة بن عبدالرحمان (عبارت د خوارزمي دى) روايتوي : حضرت عايشه بي بي وايي: "رسول اکرم ،چې حسين پر خپل ورانه کېناوه، جبرائيل ورته راغى،ويې ويل: دا ستا زوى دى؟ آنحضرت وويل: هو! ويې ويل :خو امت به دې يې – تر تا وروسته – ډېر ژړ  ووژني. د پېغمبراکرم له سترګو اوښکې وبهېدې.جبراييل وويل: که غواړې هغه ځمکه دروښيم،چې پکې وژل کېږي . آنحضرت وويل: هو! جبراييل ورته د طف (کربلا)  سيمې خاوره وښووله .

په بل عبارت کې داسې دي:جبراييل په عراق  کې د طف سيمې لوري ته اشاره وکړه او سره ډولې خاوره يې راواخسته ،ور ويې ښووله،و يې ويل: " دا يې د وژنځي خاوره ده.[7]

نور روايتونه هم شته،چې پرښتې رسول اکرم د امام حسين له شهادته خبروي؛ لکه :

١ _ د ام المؤمنين ام سلمه روايت : سمول

په مستدرک الصحيحين ، د ابن سعد طبقاتو، ابن عساکرم تاريخ او نور کتابونو کې له راوي روايتوي ( عبارت د مستدرک دى) چې :

ام سلمه (رض) خبر کړم : " يوه شپه رسول اکرم ويده شواو لږ وروسته خپه راويښ شو بيا ويده شو او بيا تر لومړي حالته لږ ښه راويښ شو، بيا ويده شواو وروسته له خوبه راويښ او په لاس کې سره بخنه خاوره بويوله . ورته مې وويل: رسول الله! دا خاوره څه ده؟ راته يې وويل: " جبراييل خبر کړم،چې دا [حسين] د عراق په سيمه کې وژل کېږي . جبراييل ته مې وويل : هغه ځمکه چې پکې وژل کېږي راوښييه او دا خاوره د هغه ځاى ده." [8]

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (مسلم او بخاري) له شرايطو سره سم دى؛ خو په کتابونو کې يې راوړى نه دى .

٢ _ د حضرت انس بن مالک (رض) روايت : سمول

د امام احمد حنبل په مسند،د طبراني په المعجم الکبير او د ابن عساکر په تاريخ کې روايتوي (عبارت د امام احمد حنبل له مسنده دى) چې:

انس بن مالک وايي : د "قطر" په نامه يوې پرښتې له خپل پالونکي اجازه واخسته،چې د پېغمبراکرم ليدو ته راشي؛خداى اجازه ورکړه او د ام سلمه د نوبت پر ورځ ورته راغله.پېغمبر(ص) ام سلمې بي بي ته وويل :" پام،چې مجلس ته مو څوک رانشې" په هماغه حال کې،چې هغه پر وره ولاړه وه،ناڅاپه حسين بن علي راورسېد،ور يې پرانست او ننووت.  رسول اکرم په غېږ کې ونيو او ښکل يې کړ،پرښتې وويل : ډېر درته ګران دى؟ آنحضرت وويل؟ هو! پرښتې وويل : امت به دې ژر هغه ووژني! که غواړې وژنځې يې دروښيم؟ آنحضرت وويل: هو! وايي: پرښتې د وژنځي يو موټى خاوره راواخسته او آنحضرت ته يې وروښووله،وروسته يې لږ څه شګه يا سره خاوره راوړه.ام سلمې واخسته او په خپلو جامو کې يې کېښووله . ثابت د حديث راوي وايي: موږ پر هغه مهال وويل : دا کربلاه ده! [9]

پر "شهید" د ویر فلسفه سمول

اړینه ده،چې پر "شهید" د ویر پر فلسفه رڼا واچوو.[10]

زموږ په پېر کې ډېری خلک،ان ځینې مینه وال ځوانان هم د "امام حسين" پر وير نېوکې کوي او خپله زه هم ډېر ځل تر همدې ګوتنېونې لاندې راغلی یم.

ځینو په خپلو ویناوو کې په ډاګه دا کار ناسم ګڼلی او وايي،چې دا کار له شهادته د ناسمې اندنې - تفکر او ناسمې اخستنې زېږنده دی او پردې سربېره، ناوړه ټولنیزې اغېزې هم لري او د هغو ملتونو د وروستوالي،ځنډ او بې لارۍ لامل دی،چې په دې چارو روږدي دي.

یاد مې دي،چې محصل وم او د هغه وخت د مخور لیکوال " محمد مسعود"  کتاب مې لوسته،چې پر "امام حسين" ویر یې د "مسیح" له “شهادت”( البته په خپل اند يې) سره پرتله کړی و،چې د "مسیح" د “شهادت” پر ورځ جشن کوي،نه دا چې ورته ژاړي.

لیکلي یې و: (( وګورﺉ!یو ملت د "شهید" پر “شهادت” ویر کوي؛ځکه “شهادت” ته ماتې او داسې یو کار وايي،چې باید نه واى شوى او د خواشینۍ وړ یې ګني او بل ملت د "شهید" پر “شهادت” جشن نیسي؛ځکه بریا او د ویاړنې وړ يې ګڼي. هغه ملت،چې زر کاله د "شهید" پر “شهادت” ویر وکړي او چغې او سورې ووهي،خوار و ذلیل او له جګړې د تېښتې ملت به وي؛خو هغه ملت، چې دوه زره کاله یې د "شهید" پر “شهادت” جشن نیولی،هرو مرو به یو پیاوړى او سرښنده ملت وي.له شهادته د یو ملت اخستنه،ماتې ده او پر وړاندې یې غبرګون ویر،چغې او سورې دي او د هغې اخستنې او دې غبرګون پایله کمزوري،ذلت او غاړه اېښوونه ده؛خو د هغه بل ملت له شهیده اخستنه بریا او غبرګون یې جشن او خوشحالي ده او د اخستنې او غبرګون پایله يې د پیاوړتیا او هسکېدنې روحیه ده.)) دا د "محمد مسعود" نیوکې وې.

غواړم همدا مسئله وڅېړم او جوته کړم،چې اتفاقا دا قضیه اپوټه ده. د "شهید" پر “شهادت”جشن او خوشحالي د مسیحیت د وګړپالۍ له انده او پر "شهید" ویر د اسلام د ټولنپالۍ له انده راټوکېدلی دی.

که څه هم زه د عامو خلکو د عمل د توجیه یا مخونې په مقام کې نه یم،چې مخکې مې هم پرې نیوکه کړې.ومې ویل:ځینې خلک مو "امام حسين" ته د مظلوم په سترګه ګوري،چې وژنه یې یوازې د زړه سوي وړ ده او "امام حسين" باتور او د ستاینې وړ کار نه دى کړى.

زه دهغو سپارښتنو د آریزې فلسفې د راڅپړنې په مقام کې یم ،چې زموږ د مشرانو له خوا پر "شهید" د ویر په هکله راغلي او البته هغوی،چې اسلامي فرهنګ ژور پېژني،همدې فلسفې ته د پاملرنې له مخې،د "امام حسين" د ویر په مراسمو کې ګډون کوي.

نه پوهېږم،چې د "مسیح" د “شهادت” په نامه د جشن او خوشحالۍ مسئله له کوم وخته او چا رامنځ ته کړې؛خو پوهېږم،چې په اسلام کې پر "شهید" د ویر سپارښتنه شوې،لږه تر لږه په شیعه مذهب کې له مسلماتو شمېرل کېږي.

اوس د اصل مطلب شننې ته راځم. لومړی د مړینې او “شهادت” مسئاله باید له وګړیز اړخ و څېړو.

ایا مړینه "فی حد ذاته" وګړي ته مطلوب امر دی؟ بریا ده؟ ایا نور باید مړینه یې ورته بریا وګڼي او یو ډول اتلولي یې وګڼي؟

پوهېږم په نړۍ کۍ داسې ښوونځي ول او ښايي اوس هم وي،چې له هستۍ سره د انسان اړیکه  او په بل تعبیر له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني د اړیکې په څېر او له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي د اړیکې او له پنجرې سره د مرغۍ د اړېکې په څېر بولي. ددې ښوونځیو له نظره،مړینه خلاصېدل او ازادي ده او ځان وژنه روا ده. وايي:"ماني" چې د پېغمبرۍ ادعا کړې وه،د نظریه یې درلوده،چې د نظریې له مخې یې،مړینه يو مثبت ارزښت دی ،مړینه هر چا ته یو مطلوب چار دی،د هیچ چا مړینه خواشیني نه ده، له زندانه ازادي او له څاه راوتل او د پنجرې ماتېدنه خواشیني نه؛بلکې خوشحالي ده.

بله نظریه دا ده،چې مړینه،عدم او نیستي ده، بشپړ فنا ده،نشتوالی یا ((نابودي)) ده. اپوټه،چې ژوند، وجود او هستي ده، شته والى یا ((بود)) دی. څرګند او بلکې غریزي ده،چې هستي پر نېستۍ او شتوالی ((بود)) پر نشتوالي ((نابودي)) غوره دی.ژوند، چې په هر ډول وي او هر څه وي، تر مړینې غوره ده.

"مولانا" د " جالینوس" خبره را اخلي،چې ویلي یې و: ((ژوند په هر حال او هره بڼه تر مړینې غوره ګڼم،که څه هم د ژوند بڼه په دې پورې تړلې وي،چې د غاترې په ګېډه کې ووسم او سر مې ساه اخستنې ته د غاترې له لکۍ بهر راوتلى وي.))

ددې نظریې له مخې،د مرګ ارزښت سل په سلو کې منفي دی.

بله نظریه دا ده،چې مړینه نیستي او نابودي نه ده،له یوې نړۍ بلې ته تګ دی؛خو له نړۍ سره د انسان اړیکه او له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني ،له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي او له پنجرې سره د مرغۍ د اړیکې په څېر نه؛بلکې له ښوونځي سره د زده کوونکي او له پټي سره د بزګر د اړیکې په څېر ده.

دا سمه ده،چې زده کوونکی له کوره، معاشرته او ملګریو او هېواده لرې تللى او د ښوونځي په چاپېریال کې زده کړې کوي؛خو په ټولنه کې د نېکمرغه اوسېدانې یوازېنۍ لار، د ښوونځي له پېره بریالى راوتل دي او دا هم سمه ده،چې بزګر خپل کور او کورنى ژوند پرېښی او په پټي کې پر بزګرۍ بوخت دی؛خو په پټي کې کار یې د کورنۍ کلنی معیشت او د ژوند لګښت برابروي. له اخرت سره د دنيا او له بدن سره د روح اړیکه داشان ده.

هغه خلک،چې د نړۍ او انسان د اړیکو په هکله دا ډول "نړۍ لید" لري او خپل عمر یې په تباهۍ او سزا وړ چارو کې تېر کړی وي؛نو څرګنده ده،چې مړینه ورته خوښ او مطلوب چار نه دى او هیله یې هم نه کوي او ورته کرکجنه او وېرونکې هم ده. دوی له مړینې وېرېږي؛ځکه له ځان او خپلو کړنو وېرېږي.

که څوک دا ډول "نړۍ لید" ولري او عملا بریالی هم شي،د هغه زده کړیال په څېر دی،چې پرله پورې زده کړه یې کړې او د هغه بزګر په څېر دی،چې سخت زیار یې ګاللی.څرګنده ده، چې دا زده کوونکی به هېواد ته د بېرته ستنېدنې هیله لري او هېواد ،خپلوان او ملګري به یې یادېږي او همداراز هغه بزګر،چې د داسې ورځې په هیله دی،چې کار یې پای ته ورسي او یېبره - محصول کور ته یوسي. دا زده کوونکی سره له دې،چې د هېواد هیله پکې؛لکه د اور لمبې وهي ؛خو ورسره مبارزه کوي؛ځکه نه غواړي زده کړې یې نیمګړې پاتې شي او همداراز هغه بزګر کله هم خپل کار او دنده له هیلې نه بلهاروي.

"اولیاء الله" د هغه زده کوونکي په څېر بریالي دي،چې بلې نړۍ ته تګ (،چې نوم یې مړینه ده)، ورته یوه هیله ده، داسې هیله، چې یوه شېبه یې هم ارام نه پرېږدي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( که خدای ورته اجل نه و ټاکلی؛نو د ثوابونو له شوقه او د سزاګانو له وېرې به ارواح په بدن کې پاتې شوي نه وو.))

په عین حال کې "اولیاء الله" په مړینې پسې نه ځي؛ځکه د کار،کړنې او تکامل یوازېنۍ فرصت همدا څیز دی،چې د "عمر" نوم مو پرې اېښی دی او پوهېږي،چې څومره ډېر پاتې شي؛نو انساني کمالات په غوره توګه لاس ته راوړاى شي. په ټوليزه توګه، له مړینې سره مبارزه کوي او تل له خدایه د عمر د اوږدوالي دعا کوي.

ګورو ددې فکر له مخې، "اولیاء الله" ته د مړینې خوښي،مطلوب والی او هیله کول یې له مړینې سره د مبارزې او له خدایه د اوږد عمر له غوښتنې سره هیڅ ټکر نه لري.   

قرآن کریم یهودو ته وايي:(چې مدعي ول موږ "اولیاء الله" یو) که تاسې "اولیاء الله یئ، باید مړینه درته یو خوښ امر او هیله مو وي. بیا وايي:خو دوی کله هم د مړینې هیله نه کوي؛ځکه  کومې کړنې یې،چې مخکې لېږلي،دومره له تیري او جنایته ډک دي،چې پخپله پوهېږي، هغې نړۍ ته به پر څه ورننوځي. دا له دریېمې ډلې دي،چې ومو شمېرل.

"اولیاء الله"په دوو حالتونو او دووه ځایونو کې د اوږد عمر له غوښتنې ډډه کوي:یو دا چې وننګیري ،داسې حالت  لري،چې که نور څومره هم پاتې شي،په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې ډېر توفیق نشي تر لاسه کولای. اپوټه د تکامل پر ځای تناقض مومي. امام زین العابدین وايي: "خدایه داسې عمر راکړې،چې په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې دې تېر شي،که ژوند مې د شیطان څر ځای وي؛نو ژر تر ژره مې د ځان خوا ته بوځه."

دویم حالت،”شهادت” دی.اولیاء الله بې شرطه له خدایه “شهادت” غواړي؛ځکه “شهادت” دواړه ځانګړنې لري: هم عمل دی هم تکامل؛لکه څرنګه چې مو په نبوي حدیث کې رانقل کړل،چې د تکامل پر پوړۍ د نېکۍ د هرې کړنې له پاسه بله هم وي؛ خو بې له شهادته او له بل اړخ بلې نړۍ ته ورتګ دی،چې دا خوښ او مطلوب چار او د "اولیاء الله" هیله هم ده.

دا چې حضرت علي کرم الله وجهه ویني د “شهادت” مړینه یې په برخه شوې،له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاييږي.

حضرت علي،چې ټپي شو ويې ويل: (( پر خدای قسم!هیڅ مکروه د تمې خلاف چار راباندې نه دى پېښ شوی،هغه شوي،چې غوښتل مې،”شهادت”مې هیله وه،چې ورورسېدم. بېلګه مې دهغه کس ده،چې په تپه تیاره په دښته کې په اوبو پسې ګرځي او یو دم د اوبو څاه یا چینه پیدا کړي. بېلګه مې د هغه لټوونکي دی،چې خپل مطلوب ته رسېدلی وي.))

د روژې په نولسم ګهیځ،چې دښمن،حضرت علي کرم الله وجهه پر سر وواهه،لومړنۍ یا دويمه غونډله ،چې له خولې يې واورېدل شوه دا وه:

(( فُزتُ و ربّ الکعبه)) د کعبې پر خدای قسم، چې وژغورل شوم.

نو د اسلام له نظره،”شهادت” له وګړیز اړخ؛خپله "شهید" ته بریا ؛ بلکې ستره بریا،هیله او له ټولو ستره هیله ده.

"امام حسين" وویل: (( نیکه مې راته وویل،چې ته له خدای سره درجه لرې او بې شهادته به ور و نه رسې.))؛نو “شهادت” "امام حسين" ته ارتقاء او د تکامل تر ټولو لوړ پړاو دى.

تردې ځایه مو د مړینې او “شهادت” د مسئلې له وګړیز اړخه شننه وکړه،دې ځای ته راورسېدو،که مړینه د “شهادت” په بڼه وي؛ نو"شهید" ته په رښتیا یوه بریا ده،جشن او خوشحالي لري؛ځکه  "سید بن طاوس" وايي: (( که د ویر حکم راته نه و شوى؛نو ما به د امامانو د “شهادت” د ورځې جشن نمانځه.))

دلته موږ مسیحیت ته حق ورکوو،چې د مسیح د “شهادت” په نامه جشن ونیسي،چې دوی ګڼي "حضرت عیسی" عليه السلام "شهید" شوی.

اسلام په ډاګه "شهید" ته “شهادت” بریا ګڼي، نه بل څه؛خو د اسلام له نظره،هغه بل اړخ هم باید وڅېړل شي. د “شهادت” ټولنیز اړخ هم باید وڅېړل شي؛یعنې دا چې په ټولنې پورې هم تړاو لري او داسې څيز دى،چې په ځانګړو ځايو کې او په ځانګړو  پېښو پسې پېښېږي او په ځان پسې ځانګړې پېښې هم راولاړوي. د "شهید" په هکله،چې ټولنه کوم غبرګون ښيي،یوازې په "شهید" پورې اړه نه لري؛یعنې یوازې په دې پورې تړاو نه لري ،چې د "شهید" بریا یا ماتې په برخه شوې. د ټولنې غبرګون په دې پورې اړه لري،چې د ټولنې خلک د "شهید" او د "شهید" د جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري او د "شهید" د مخالفې جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري؟

له ټولنې سره یې د "شهید" اړیکه په دوه ډوله ده: یوه یې له خلکو سره ده. که ژوندی وای؛نو له شتونه به یې ګټه اخسته،چې اوس مهال ترې بې برخې دي او بله اړیکه یې له هغو سره ده،چې تباهۍ او فساد ته یې لار هواره کړې او "شهید" ورسره مبارزې ته راپاڅېدلی او په لاس يې "شهید" شوی دی.

څرګنده ده،چې د "شهید" د پلویانو له نظره،چې دده له ژونده له ګټنې بې برخې پاتې دي،دوی ته د "شهید" “شهادت” اغېزناک دی. هغه،چې د "شهید" پر “شهادت” ویر کوي،په حقیقت کې یو ډول پر ځان ژاړي او چغې وهي؛خو د هغې زمینې یا لارې چارې په هکله، چې د "شهید" “شهادت” په کې ترسره کېږي، د یو نامطلوب بهیر د شته والي له امله،”شهادت” یو مطلوب چار دی او د جراحۍ  د بریا عملیاتو په څېر دي،چې یو مطلوب چار دی او دا هله ترسره کېږي،که څوک ورته اړتیا ولري؛لکه اپنډیسایټس (د کولمو یو رنځ دی،چې سمدستي جراحۍ ته اړتیا لري) یا د معدې یا کولمو زخم ولري یا داسې نور؛خو که دا شان زمینه یا لاره چاره نه وي؛نو جراحي کول ناسم چار دى.

له ټولنیز اړخ،چې خلک باید د "شهید" له شهادته عبرت واخلي، دا دی،چې لومړی خو پرېنږدي داشان لارې چارې پیدا شي. له هغه مخې،چې دا ناورين د یو داسې چار په بڼه رامنځ ته کېږي،چې باید نه وای شوی او د خواشینۍ لامل ګرځي،چې دا اړخ د تیري په اتلانو او د "شهید" په قاتلانو پورې اړه لري؛ځکه چې د ټولنې وګړي پر داسې جنایتکارانو له اوړېدو ډډه وکړي؛لکه چې وینو، د "یزید" او "ابن زیاد"  او په شان یې نور نومونه داسې شوي،چې په عمل کې هر څوک ورسره له کوچنۍ ورته والي ډډه کوي.

بل عبرت،چې ټولنه یې باید واخلي،دا دی،چې بیا په ټولنه کې هم هغې لارې چارې پیدا کېږي،چې “شهادت” ایجابوي؛نو د "شهید" دا باتور عمل باید رابربنډ شي او دا چې په شهيد پورې تړاو لري او یو ځانخبری ، غوره شوی او پرې نه ورتپل شوی چار دی او د خلکو ننګېرنې - احساسات د "شهید" د شکل،رنګ او ننګېرنې - احساس په شان شي. دلته وايو،چې: پر "شهید" ویر په زړورتوب زېږنه کې یې ګډون او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او ښادۍ سره یې موافقت او په څپه کې یې یون دی؛باید ووینو،هغه جشنونه،خوشحالۍ،نڅاګانې،د شرابو څښل او بدمستۍ،چې د مسیحیانو په مذهبي جشنونو کې کېږي،ایا هم شکلي،هم رنګي او هم احساسي راوړي که ژړا؟

معمولا د ژړا په هکله تېروتنه کوي او انګېري،چې ژړا تل له یو ډول درد او خپګانه رامنځ ته شوې او په خپله ژړا نامطلوب چار دی. ژړا او خندا د انسان له ځانګړنو دي. نور څاروي خوند او کړاو لري،خوشحالي او خپګان لري؛خو ژړا او خندا نه لري. ژړا او خندا د انسان د سختو ننګېرنو ښکارندوی ده.څه چې ورته نن سبا(( ننګېرنې)) وايي، د انسان له ځانګړنو دي او ژړا او خندا د انسان د سختو ننګریزو حالاتو ښکارندوی ده.

خندا څو ډوله ده،چې نه  غواړم د ډول ویینې ته یې ورننوځم. ژړا هم څو ډوله ده. ژړا تل له زړه سوي او ولولو سره وي.د مینې او ولولې اوښکې ټول پېژنو. انسان د ژړا پر مهال، له بل هر حالته ځان هغه محبوب ته ورنژدې ننګیرو ،چې ورته ژاړي او په حقیقت کې هماغه حال دی،چې ځان له هغه سره یو لاس ګڼي. خندا او خوشحالي زياتره دنننى اړخ لري او ژړا زياتره له ځانه د بهر راوتنې،د ځانې هېرونې او له محبوب سره د یو کېدو اړخ لري؛نو خندا له دې نظره د "شهوت" په څېر ده،چې په ځان کې ننوتنه ده او ژړا د مینې په څېر ده،چې له ځانه بهر وتنه ده.

"امام حسين" د خپل شخصیت له امله او په اتلانه “شهادت” د میلیونو انسانانو د زړونو او ننګېرنو څښتن دی. که ديني مبلغين وکړای شي له دې سترې زېرمې له ستر "حسيني روح" سره د خلکو د ارواحو په یورنګولو،همډولۍ کولو او هم احساسولو کې په سمه توګه ګټنه وکړي؛نو نړۍ به اصلاح شي.

د "امام حسين" د پايښت راز دا دی،چې خوځښت یې له یوې خوا سولیز- منطقي دی،عقلي اړخ لري او د سول - منطق له خوا یې ملاتړ کېږي او بلخوا د ننګیرنو او عواطفو بيخ او تل ته یې لار موندلې ده. امامانو پر "امام حسين" د ویر خورا سپارښتنه کړې ده.

دا ژړا ګانې دي،چې د "امام حسين" خوځښت د خلکو د زړونو تل ته ورننباسي. بیا وایم: په دې شرط که ديني مبلغين پرې پوه شي،چې څرنګه ترې ګټنه وکړي.


[1] .دا برخه اخستل شوی ده له:مولاناابوالکلام آزاد"انسانيت موت کې دروازې پر" د ایوب صابري پښتو ژباړه.

[2] . (د طبري تاريخ ، اووم ټوک ، ٤٧ مخ.

[3] . (دطبري تاريخ 7 /٤٨ )

[4] . ( دطبرى تاريخ ، اووم ټوک ٤٩ مخ ).

[5] . مستدرک الصحيحين ٣/ ١٧٦ او لنډ يې په ١٧٩ مخ کې دى . ابن عساکر تاريخ ، ٦٣١ حديث . هيثمي، مجمع الزوايد ٩/١٧٩ . خوارزمي مقتل ١/١٥٩ -١٦٢ . ابن اثير ،تاريخ ٦/٢٣٠، ٨/١٩٩ . شجري امالي، ١٨٨ مخ . ابن صباغ مالکى فصول المهمة، ١٤٥مخ . روض النضير ١/٨٩ . صواعق المحرقه ١١٥مخ . کنزالعمال ٦/٢٢٣ پخوانى چاپ . الخصائص الکبرى ٢/١٢٥ . د اهل بيتو په ښوونځي کې يې په دې کتابونو کې وګورئ : مثير الاحزان ٨مخ . ابن طاووس، لهوف ٦ او ٧ مخونه .

[6] . ابن عساکر تاريخ، د امام حسين د حالاتو شرح ، ٦٢٩حديث . مجمع الزوايد ٩/١٨٨ . کنزالعمال ١٣/ ١١٢ . ابن کثير، تاريخ ٨/١٩٩ او د اهل بيتو د ښوونځي په کتابونو کې : شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٣ . مثير الاحزان ٧-١٠ مخونه . لهوف ٧-٩ مخونه.

[7] . ابن سعد طبقات ٢٦٩ حديث . ابن عساکر  تاريخ، ٦٢٧ حديث، د امام حسين د حالاتو شرح . خوارزمي مقتل ، ١/ ١٥٩ . مجمع الزوايد ٩/ ١٨٧ ، ١٨٨ . کنزالعمال ١٣/١٠٨، ٦/٢٢٣ . الصواعق المحرقه ١١٥مخ .خصائص السيوطي ٢/ ١٢٥، ١٢٦. غولي، حوهرة الکلام للقرة، ١١٧مخ، شيخ طوسي، امالي، ١/٣٢٥ . شجري، امالي، ١٧٧ مخ.

[8] . مستدرک الصحيحين ٤/ ٣٩٨ . طبراين المعجم الکبير، ٥٥حديث . ابن عساکر تاريخ ٦١٩ حديث . ابن سعد طبقات ، ٤٢-٤٤ مخونه، ٦٢٨ حديث . ذهبي تاريخ الاسلام، ٣/١١ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤-١٩٥ . خوارزمي مقتل ١/١٥٨-١٥٩ . محب الدين طبري، ذخائر العقبى ١٤٨ او ١٤٩ مخونه . ابن کثير تاريخ ٦/٢٣٠ . متقي کنزالعمال ١٦/٢٦٦ .

[9] . امام احمد حنبل،مسند ٣/ ٢٤٢ او ٢٦٥. ابن عساکر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح، ٦١٥ او ٦١٧  احاديث . طبراني معجم الکبير، ٤٧ حديث . خوارزمي مقتل ١/١٦٠ او ١٦٢ . ذهبي، تاريخ الاسلام ٣/ ١٠ . سير اعلام النبلا ٣/١٩٤ .ذخائر العقبى ١٤٦ او ١٤٧ مخونه . مجمع الزوايد ٩/١٨٧ او ١٩٠ . ابن کثير تاريخ، باب الاخبار بمقتل الحسين ٦/٢٢٩  چې عبارت يې داسې دى :  " موږ اورېدل،چې په کربلا کې وژل کېږي" .کنزالعمال ١٦/٢٦٦ . ابن حجر الصواعق المحرقه ١١٥مخ . ابن نعيم الدلايل ٣/٢٠٢ . الروض النضير ١/١٩٢ . قسطلاني،المواهب المدنية ٢/١٩٥. سيوطي خصايص ٢/٢٥ . ابوبکر هيثمي، مواردالضمان بزوائد صحيح ابن حبان ٥٥٤ مخ . د اهل بيتو په ښوونځي کې: شيخ طوسي امالي ١/٢٢١، چې عبارت يې داسې دى : " يوه له سترو پرښتو....."

[10] .دا برخه مو د استاد مرتضى مطهري د شهيد له کتابه رااخستې ده .