ويکيپېډيا:د امام حسين وګړه

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوشال خان خټک:

چې دوستي یې د سید نه وي په زړه کې سمول

دهغو سړیو تل خاورې په سر وي سمول

د امام حسين وګړه سمول

(لومړى)  د پېغمبر صلى الله عليه و آله زوى : سمول

رسول اكرم ويلي:

(الف). دواړه زامن، (حسن او حسين) مې د دنيا دوه وږمینې غونچې دي.

(ب). دا دواړه، زما او زما د لور زامن دي،خدايه! دوى او مينوال يې ښه وګڼه.

(ج). حسين زما څخه دى او زه له حسينه يم، خدايه! د چاچې حسين خوښېږي؛ نو ته يې ښه وګڼه .

(د). هر اولاد له خپله پلار نسب وړي؛ خو بې د فاطمې له اولاده، چې زه يې پلار يم. [1]

(حلية الاولياء :درېم ټوک،٢٠١ مخ) په خپل سند له جابر نه روايتوي : رسول الله (ص) حضرت علي ته وويل : سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ګلانو پلاره؛ستا ځان او زما د دوو ګلانو ځان؛ځکه ژر به دې دوه رکنه راونړېږي او خداى ته دې سپارم او د خداى رسول،چې له دنيا ولاړ، حضرت علي وويل : دا مې يو له دوو رکنو ځنې و،چې ونړېد او فاطمه،چې له دنيا ولاړه؛نو و يې ويل : دا مې دويم رکن و،چې ونړېد .

(خصايص نسايې :٣٧ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي : ډېرى پېښېدل،چې د خداى رسول ته به ورغلو؛نو حسنين به يې پر خېټه لوغړېدل او آنحضرت وايي : دا مې له دې امته دوه ګلان دي .

(کنزالعمال:شپږم ټوک،٢٢٠ مخ او اووم ټوک،١٠٩،١١٠ مخ او شپږم ټوک،٢٢١ مخ)، (کنوزالحقايق :١٦٥ مخ) (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨١ مخ) ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٥مخ)  او (رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) په دې باب راويتونو رانقل کړي،چې موږ يې په وروستي بسياينه کوو :

(رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) حضرت اسماء بنت عميس د رسول اکرم له لور فاطمې روايتوي،چې رسول الله مې کور ته راغى،و يې پوښتل : زامن مې چېرې دي؟ -يعنې حسن او حسين –ورته مې وويل : نن مو خواړه نه درلودل ،علي وويل،له کوره يې بهر بوځم،چې د خوړو په باب دې په ژړا و نه کړوي. رسول اکرم،چې دا واورېدل؛نو د علي په لټه کې بهر شو او د پلاني يهودي په پټيو کې يې وموند،چې مخې ته څو دانې کجورې پاتې وې؛رسول اکرم علي ته وويل : د هوا تر ګرمېدو له مخه ماشومان کور ته نه بوځې ؟ تر دې چې رسول اکرم يو ماشوم او علي بل په غېږ کې ونيو او کور ته راغلل .

(ذخاير العقبى :١٣٠ مخ) له حضرت ابن عباس نه روايتوي :يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې فاطمه په ژړا راغله،رسول الله ورته وويل : پلار دې در ځار ! ولې ژاړې ؟ ورته يې وويل : حسن او حسين له کوره ووتل او نه پوهېږم،چې شپه به چېرې تېروي. ويې ويل : مه ژاړه،چې خالق يې تر موږ پرې خورا لوراند دى او بيا يې خپل لاسونه پورته کړل، و يې ويل :پالونکيه ! دواړه روغ رمټ وساتې ! ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې جبراييل راغى، ويې ويل : محمده ! زامن دې د بني النجار د بڼ مخې ته ويده دي او خداى يې ساتلو ته يوه پرښته ګومارلې ده ،رسول اکرم له اصحابو سره راووت،چې د بني النجار بڼ ته راورسېد،و يې ليدل،چې ماشومانو يو بل ته په غاړه کې لاسونه اچولي او ويده دي او د خداى له لوري ګومارل شوې پرښتې ترې خپل يو وزر لاندې کړى او بل يې ورته سيورى کړى دى،رسول اکرم پرې بېواکه ځان ورواچاوه او ښکل يې کړل،چې ماشومان راويښ شول او بيا يې حسن په په ښۍ اوږه او حسين يې په کيڼه اوږه کېناوه  او روان شو .په لار کې ورته حضرت ابوبکر مخې ته راغى،و يې ويل : رسول الله ! يو ماشوم راکړئ !و يې ويل :نه ! دا دوه زامن مې ښه اوښ لري او دا دوه زامن يې ښه سپرلۍ دي او پلار يې تر دې دوو غوره دى، تر دې چې جومات ته راورسېدل،رسول الله ولاړ و او ماشومان يې پر اوږو وو او پر همدې حال يې مسلمانانو ته وويل : غواړئ،چې د پلار نيکه له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ټولو وويل : هو ! همدا حسن او حسين،چې نيکه يې د رسولانو خاتم او نيا يې خديجه د خويلد لور ده،چې د جنت د ښځو اغلې ده  او ايا غواړئ،چې د تره او ترور (عمه) له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ خلکو وويل : هو ! بيا هم همدا حسن او حسين دي،چې تره يې جعفر او ترور يې ام هاني ده

خلکو !غواړئ،چې د ترور (خاله) او  ماما له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ورته وويل شول : هو ! و يې ويل : بيا هم همدا حسن او حسين  دي؛ځکه ماما يې قاسم د خداى د استازي زوى او خاله يې زينب د خداى د رسول لور ده،بيا يې وويل : خداى پوهېږي،چې حسن او حسين،ترونه او ترورګانې او دوستان يې په جنت کې او دښمنان يې په اور کې دي .

(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٧ مخ) هم دې ورته کيسه راوړې ده .

(ذخائر القبى :١٣٠ او ١٣٢ مخونه) ،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او  (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) له رامهرمزي د امثال په کتاب کې او ابن عساکر او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٨١ مخ کې له حضرت عمر بن خطاب او کنزالعمال د اووم ټوک په ١٠٦ مخ کې (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) ،(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٧٠ مخ)، (اسدالغابه ،دويم ټوک،١٢ مخ)، (کنزالعمال :١٠٤ مخ او د هغه د وينا له مخې) ، (ابن عساکر او همداراز ترمذي؛صحيح : دويم ټوک،٣٠٨ مخ) او (ذخائر العقبى :١٣١ مخ) په دې باب راويتونه راوړي دي،چې راويانو يې ويلي دي،چې و مو ليدل،چې رسول الله (ص) حسنين پر خپلو اوږو سپاره کړي وو او د (هيثمي؛نهم ټوک١٨١ مخ) د روايت له مخې،حضرت عمر وايي : ما وويل : څومره ښه اوښ لرئ . رسول الله (ص) وويل :زه څومره ښه سپاره لرم .

(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي :له رسول الله (ص) سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛سجدې ته چې تله؛نو حسن او حسين به يې پر شا سپرېدل او چې راپورته کېده نو؛ دواړه به يې ارام پر ځمکه کېنول او بيا به جګېده او دا چار  په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې ورته وويل : رسول الله اجازه راکوئ،ماشومان يې مور ته بوځم؟ ويې ويل : نه ! ناڅاپه مې وليدل،چې برښنا راښکاره شوه او د خداى رسول وويل : ځئ ! مور ته ولاړ  شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه،چې کور ته ورسېدل . (دا حديث سم سند لري)

( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،٣١٦ مخ ) په خپل سند له منصور عباسي له عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي :زه او پلار مې عباس بن عبدالمطلب له پېغمبر سره ناست وو،چې  علي بن ابيطالب راننووت او سلام يې واچاوه؛رسول اکرم يې د سلام ځواب په خوشحالۍ او ورين تندي ورکړ،ورپاڅېد او ورسره يې ستړي مه شي وکړل او د دوو سترګو په منځ کې يې موچې کړ او خپل ښي لور ته يې کېناوه . عباس ورته وويل: رسول الله! دا درباندې ډېر ګران دى؟ رسول اکرم وويل : (( تره! پر خداى چې تر ما پر خداى ډېر ګران دى ! خداى د هر پېغمبر صلب په خپل صلب کې ايـښې وي او زما د ځوځات صلب يې په علي کې ايښې دى.))

دا عبارت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٨ مخ کې راوړى او ابوالخير حاکمي ته يې نسبت ورکړى دى او د دويم ټوک په ٢١٣ مخ کې يې هم راوړى او ابي الخير قزويني ته يې منسوب کړى،ابن حجر هم د صواعق په ٩٣ مخ کې نقل کړى او ابي الخير حاکمي او صاحب ( کنوز المطالب فى بنى ابيطالب ) ته يې منسوب کړى او ويلي يې دي : دويمي _؛يعنې د کنوزالمطالب د کتاب خاوند _دا زياتونه هم راوړى،چې قيامت شي؛نو هر چا ته به د مور په نوم غږ کېږي، چې بې پته نشي؛ځکه کېداى شي پلار يې هغه نه وي،چې خلک يې پرې پېژني_خو داچې _ علي بن ابيطالب او ځوځات يې _ چې د پلارونو نومونه به يې اخستل کېږي؛ځکه  زوکړه يې له حلالې بسترې او سمه ده.

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٧٢ مخ ) هم پورتنى عبارت له جابر بن عبدالله څخه او د کنزالعمال خاوند د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې او مناوي د فيض القدير د دويم ټوک په ٢٢٣ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ٧٤ مخ کې له جابر او خطيب له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

(دويم)  پېغمبر اکرم ته خورا ګران و سمول

پېغمبراكرم (ص) په خپله كورنۍ كې  له امام حسين سره ځانګړې مينه درلوده، له روڼي نه تر وروستي وخته، چې آنحضرت د امام حسين په باب څه ويناوې او كړه وړه كړي، ټولې يې له زوى سره د مينې ښووونكې دي.

البته څرګنده ده، چې دومره مينه مازې د پلارولۍ او زويولۍ په پولو كې نه وه؛ځكه پېغمبر اکرم الهي شخصيت و او په ټولو چارو كې منځلارى و؛بلكې موخه يې دا وه،چې پر مينې سربېره د حسين رضی الله عنه ستر شخصيت ته د " اسلامي امت" ورپام کړي .

پېغمبراكرم غوښتل ،چې په خپلو ويناوو او كړنو حسين رضی الله عنه د مشر او لارښود (امام) په توګه وښيي.

د بېلګې په توګه :

1_ پېغمبراکرم له وړوكتوبه حسين رضی الله عنه په غېږ كې نيوه،ورسره يې مينه كوله شونډې يې ورته ښکلولې .[2] 

  2) هغه او ورور يې له ځانه سره پر  سپرلۍ سپرول . [3]

  3_ حسين او حسن يې تل څارل او د ساتنې لپاره يې ورته تعويذ ليكه.[4]

  4_ په نمانځه كې د آنحضرت پر شا سپرېدل، آنحضرت په احتياط سره نيول او پر ځمكه يې كېنول او يا يې په غېږ كې نيول.[5]

  5_ يعلي بن مره رضى الله عنه ويلي:

له پېغمبر اكرم سره د يوې مېلمستيا لپاره ووتو،ناڅاپه يې پر حسين رضی الله عنه سترګې ولګېدې،چې په كوڅه كې يې له وړو سره لوبې كولې،پېغمبراکرم ورمخكې شو او غېږ يې ورخلاصه كړه، حسين رضی الله عنه به هاخوا دېخوا تله او پېغمبر اکرم ورته لار نيوه،چې يې ونيو؛يو لاس يې د حسين رضی الله عنه تر تخرګ  لاندې او بل يې ورته پر سر كېښود او ښکل يې كړ،ويې ويل:   "حسين زما څخه دى او زه له حسينه، خدايه د چا چې حسين ښه ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه،حسين مې يوازېنى لمسى دى "

او د بل روايت په وروستۍ برخه كې راغلي: "حسين د پېغمبرانو د زامنو يو زوى دى"[6]

  6_ پېغمبر اکرم ،حسنينو ته دعا كړې : "خدايه دوی مې ښه ايسي، ته هم دوی او مينوال يې ښه وګڼه"[7]

7_ حضرت اسامه رضى الله عنه ويلي:

د څه اړتيا له امله مې يوه شپه د رسول اكرم ور ټك ټك كړ، چې راووت؛ نو په غېږ كې يې رانغښتي څه نيولي وو،تر اړتيا پوره كولو وروسته مې وويل: په غېږ كې مو څه دي؟ چې ښكاره يې كړل؛ نو "حسنين" وو، چې د پېغمبر پر اوږو پراته وو . بيا آنحضرت وويل : " دوی مې اولاد دی،خدايه ښه مې ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه او هم هغوى چې دوی ښه ګڼي" [8]

  8_ پېغمبر اكرم وپوښتل شو : څوك په خپلې كورنۍ كې درته ډېر ګران دى؟ ويې ويل : حسن او حسين، او فاطمې بي بي ته يې وويل : زامن مې راوله، چې رابه غلل؛ نو بويول يې او په غېږ كې يې نيول .[9]

  9_ ابو هريره رضى الله عنه ويلي: ليدل مې، چې پېغمبراکرم د حسين د خولې لاړې د كجورو په څېر روولې .[10]

10 _ يوه ورځ پېغمبر"ص" د فاطمې بي بي له وره تېرېده او د حسين رضی الله عنه ژړا يې واورېده ويې ويل : "نه پوهېږې، چې د حسين ژړامې ځوروي؟ "[11]

11 _ پېغمبراكرم به حسنين پر شا سپرول،ورته يې ويل: ښه  سپرلۍ لرئ او ښه سپرلۍ وسئ. [12]

  12 _ پېغمبراكرم ويلي: "د چا چې له ماسره مينه وي؛ نو زما له دې دوو وړو سره دې يې هم وي."[13]

  13 _ يوه ورځ حسن او حسين د پېغمبراکرم خواته په منډو وو او تر يو بل مخكې كېدل او چې د پېغمبر اکرم غېږې ته ورسېدل؛ دواړه يې ښكل كړل،و يې ويل: "دا دواړه مې ښه ايسي، تاسې هم ورسره مينه ولرئ." [14]

14 _ پېغمبر اكرم ويلي دي:  "د چا چې حسن او حسين ښه ايسي؛نو زه يې ښه اېسېږم  او چې څوك يې دښمن وګڼي؛ نو زه يې دښمن ګڼلى يم." [15]

15_ پېغمبر اكرم ويلي دي:  "څوك چې ما،دا دواړه كوچنيان او موروپلار یې ښه وګڼي؛نو د قيامت پر ورځ به راسره په يوه درجه كې وي." [16]

16 _ زيد بن ارقم رضى الله عنه د ابن زياد په مخ كې وويل: ليدلي مې دي، چې انحضرت (ص) به حسن پر ښي ورون او حسين پر كيڼ كېنولي وو، خپل لاسونه يې د دوى پر سرونو ورکېښوول،ويې ويل: "خدايه! دا دواړه ماشومان او د مؤمنانو ډېر وړ پلار يې درسپارم." [17]

  17 _ پېغمبر اكرم وينا اوروله، چې حسن او حسين راښكاره شول، دوى به له ځمكې راپورته كېدل او لوېدل، له منبره راكوز شو،و يې نيول اوله ځان سره يې كېنول، بيا يې وويل :  "په رښتيا چې حق تعالى ويلي، مالونه او اولادونه فتنه او د ازمېښت وزلې دي،ما دا وچنيان ليدل،چې منډې وهي اولوېدل صبر مې ونشو، خبرې مې پرېښووې، راغلم او له ځمكې راپورته كړل."[18]

  18 _ پېغمبراكرم ، علي، فاطمې، حسن او حسين (عليهم السلام) ته وويل:

" چې څوك درسره پخلا وي؛نو ورسره پخلا يم او چې څوك درسره دښمن وي؛نو ورسره دښمن يم."[19]

  (صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح د ام سلمه له مولای له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي  شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛تاريخ بغداد: 7ټوک، 136 مخ کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: ((  علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ، چې درسره په سوله کې وي.))

( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) په خپل سند له صبيح د ام سلمه له مولاى روايت کړي،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم کور ته ورننووتل او کېناستل، پېغمبر اکرم ورغى او ورته يې وويل :پاڅئ او خيبري څادر یې پرې واچو او ورته يې وويل : ((زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ، چې درسره په سوله کې وي.))

دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راوړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .

(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم مې په داسې حال کې  وليد، چې يوې عربي کېږدۍ ته يې ډډه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته وردننه کړل او ویې ويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې کېږدۍ کې له ناستو خلکو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له ناستو خلکو سره به په جګړه کې وي او د دوستاونو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن يم او يوازې هغوى به له دوى سره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې کړنې يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرمونې نه وي) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يوه کړنه يې هم خداى منلې نه وي) او زوکړه يې د ناپاکې بسترې وي .))

( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه  _ روايت شوى،چې ويې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، چې فاطمه له پخ شوې حريرې (فیرني) سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوستي ول، د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرې دى؟ ورشه او رايې وله. دا چار وشو؛ټولو حريره وخوړه  بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او دوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل : خدايه! دا مې اهلبيت دي،زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو خدايه! پليدي ترې لرې کړه او هغسې،چې ته په خپله پوهېږې،پاک يې کړه او  زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم،چې درسره په سوله کې وي .))

د ذخاير خاوند وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .

(سيوطي په درالمنثور کې) د احزاب د سورت د تطهير په آيت کې وايي (ابن مردويه حضرت له ابي  سعيد خدري روايت کړى،چې ويلي يې دي: علي ته د فاطمې تر ورودولو وروسته د خداى استازى څلويښت ورځې  د دوى کور ته ورتله او ورته يې ويل : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ،چې درسره په سوله کې وي .

امامان يې د اولاد واړه برحق دي سمول

ترمهدي پورې د واړو خدمتګار يم [20] سمول

                                                        سمول

مهدي د امام حسين له ځوځاته دى سمول

په ذخاير العقبى کې له حضرت ابو ايوب انصاري روايتوي چې: "رسول الله وويل: ددې امت مهدي له ددې دواړو – حسن او حسين- زوکړه ده." [21]

او هم په په ذخاير العقبى کې له حضرت حذيفه روايتوي چې: رسول الله وويل: " که د نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې وي؛نو   دا ورځ غځېږي، چې خداى مې له ځوځاته يو سړى چې همنامى مې دى را پاڅوي.حضرت سلمان وويل: "له کوم يوه زوى دې!" حضرت وويل: "له دې زوى مې" او حسين یې په لاس وډباوه".

  ( تاريخ بغداد : نهم ټوک،٤٣٤ مخ ) هم دې ته ورته يو روايت له حضرت انس بن مالک څخه رانقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،١٠١ مخ ) په خپل سند له عبدالرحمان ارزق له حضرت علي روايتوي،چې وايي : پېغمبر اکرم راکره راغى او زه مې په بستره کې ويده وم.حسين له پېغمبراکرم څخه اوبه وغوښتې . پېغمبر اکرم پاڅېد او هغه ګډه يې راولوشله،چې شيده يې لږ ول، د پېغمبر(ص) په لوشلو یې شيده ډېر شو.حسن ورمخکې شو،چې را یې کړه؛خو رسول اکرم ورنه کړل او حسين ته يې ورکړل، فاطمې وپوښتل : لکه چې حسين درباندې ډېر ګران دى . پېغمبر اکرم وويل : داسې نه ده؛ خو حسين ترې مخکې تږى و او ويې ويل : زه ، ته ، دا دوه او هغه چې ويده دی،د قيامت پر ورځ سره يو ځاى يو .

د اهلبیتو د مینوالو مقام سمول

(صحيح ترمذي :2ټوک:301 مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايت کړى،چې رسول اکرم  د حسن او حسين لاسونه  نيولي وو او خلکو ته يې وويل : (( څوک چې له دې دوو او له موروپلار سره یې مينه وکړي؛نو د قيامت پر ورځ به  له ما سره او زما پر درجه وي.))

دا روايت عبد الله د احمد بن حنبل زوى د خپل پلار د مسند په زیاتونو کې (لومړى ټوک ؛77 مخ)،خطيب بغدادي ؛تاريخ:3ټوک،287 مخ ، ابن حجر عسقلاني؛ تهذيب التذيب :10 ټوک،430 مخ  کې رانقل کړى دى او عسقلاني ددې روايت تر رانقلولو وروسته ويلي: ابوعلي بن صواف له عبد الله بن احمد نه رانقل کړي: دا روايت،چې نصر بن علي نقل کړ؛نو متوکل حکم وکړ، چې هغه زر کوړې ووهئ ؛جعفر بن عبدالواحد يې واسطه شو او متوکل ته يې وويل :هغه شيعه نه دى؛بلکې سني دى او دا خبره يې دومره وویله ،چې متوکل له خپل کاره لاس واخست .

دا روايت  متقي؛کنزالعمال :6ټوک،217 مخ او د 7ټوک په 102 مخ کې وايي :دا روايت طبراني له حضرت علي روايت کړى دى او په 7ټوک کې یې ويلي : ترمذي،عبدالله بن احمد بن حنبل د خپل پلار د مسند په زیاتونو کې،نظام الملک په امالي کې ،ابن النجار  او سعيد بن منصور هم دا روايت رانقل کړى؛خو کنزالعمال په دې عبارت راوړى دى : چا چې ورسره مينه وکړه؛نو له ماسره به يې مينه کړې وي او چا چې ورسره دښمني وکړه؛نو دښمني به یې راسره کړې وي او په وروستو کې يې ويلي : دا حديث ابن عساکر له زيد بن ارقم څخه هم رانقل کړى دى .

د غزل بابا(امیر حمزه خان شینواری) يې په وير کې وايي : سمول

ولي دا د نبي ځان وو بياله ځانه ورته ګران وو

دا يوه كړۍ وه پاتې په زنځير د شهادت كې

امامت كړه ور پوره په سلسله د رسالت كې

چى كوم سوال د پاك نبي د شهادت و هغه حل شو

د حسين له شهادته شهادت يې مكمل شو

دا چراغ زمونږ د پاره د قيامته پورى بل شو

هر منكر ته د حمزه په مخكې دا دليل اول شو

شهادت د حسنينو ځكه و د نبي عين

پورته تن يې د حسن و، ښكته تن يې د حسين

(درېیم) امام حسين (رض) د اصحابو (رضي الله عنهم ) له نظره سمول

(الف): عبيد بن حُنين رضى الله عنه وايي: حسين بن علي (رضى الله عنهما) راته وويل: يوه ورځ دويم خليفه رضى الله عنه پر منبر وينا كوله، ورغلم او منبر ته وروختم،ورته مې وويل: د پلار له منبره مې راكوز شه او د خپل پلار منبر ته دې ورشه ! دويم خليفه"رض" وويل: د پلار مې منبر نشته . بيا يې ونيوم او په څنګ كې يې كېنولم او ما پر ګاټو لوبې كولې او چې راكوز شوم؛كور ته يې بوتلم،و يې وويل: دا خبره درته چا ښوولې؟ ومې ويل: پر خداى قسم هېچا راته نه ده ښوولې، ويې ويل: زويه ښه دى،چې د ورځې سر راښكاره كوې.

يوه ورځ ورغلم او له حضرت معاويه بن ابي سفيان سره يې یوه ناسته درلوده او ابن عمر رضى الله عنه هم وره ته ولاړ و او چې هغه راستون شو؛نو زه هم راوګرځېدم،څه موده وروسته دويم خليفه وليدم،راته يې ويل : ولې رانغلې، چې ليدلى مې واى؟

ومې وويل:اميرالمؤمنينه! راغلم او تاسې له حضرت معاويه بن ابوسفیان سره مو خبرې كولې زوى دې هم درته ولاړ و، دواړه راوګرځېدو، راته يې وويل: "ته خو مې تر زويه غوره يې او دا د سر وېښتان مې د خداى په ځواک او ستاسې له بركته راشنه شوي دي.[22](؛يعنې دا درناوى او عزت مو ستاسې له بركته ده)

  (ب ) _ عبدالله بن عباس رضى الله عنه چې ستر صحابي او د ستر شخصيت خاوند و حسن او حسين ته يې ركاب نيوه او په وياړنې يې د دوى پر اوږو څادر ورسماوه او چا چې پرې نيوكه كوله،ورته يې ويل:"ناپوهه! پوهېږې دا څوك دي؟ دا د پېغمبر زامن دي ........" [23]

  (ج) _حسنينو چې له كعبې طواف كاوه؛ نو خلك د تبرك او سلام لپاره ورباندې راټولیدل،ان،چې تر پښو لاندې شي. [24]

(د) _ د مدينې منورې په جومات كې يوه  ډله ناسته وه، چې حضرت عبدالله رضي الله عنه هم پكې و،حسين ورباندې سلام واچاو،ځواب یې وركړ؛خو عبدالله رضى الله عنه راپورته شو او د حسين خوا ته ورغی او په لوړ غږ يې د سلام ځواب وركړ او ډلې ته يې وويل : غواړئ د اسمانوالو له نظره د ځمكې ډېر غوره او محبوب وګړى دروښيم؟

ډلې وويل: هو!

عبدالله رضى الله عنه، امام حسين (عليه السلام) ته اشاره وكړه،و يې ويل: همدا بزرګوار چې پر لار روان دى.[25]

  (ه) _ تاريخپوهان وايي: امام حسين د يوې جنازې په مراسمو كې ګوښې ناست و، حضرت ابوهريره رضى الله عنه رامخكې شو او په خپل څادر يې د امام حسين له څپليو خاورې لرې كولې .

امام حسين رضى الله عنه وويل: دا څه كوئ؟

حضرت ابوهريره رضى الله عنه وويل: نيوكې راباندې مه كوئ! پر خداى قسم،چې په باب مو پوهېږم،كه خلك پرې پوه شي؛ نو پر اوږو به مو وګرځوي.[26]

(څلورم)امام حسين د خپلو كينه كښو تربورانو له نظره سمول

يزيد د مدينې منورې والي (وليد) ته په ليك كې د امام حسين د وژنې حكم كړى و او ډول ډول غوړې ژمنې يې هم ورسره كړې وې، وليد چې ليك ولوست "ولاحول" يې وويله او زياته يې كړه:

كه يزيد ټوله دنيا او راز راز نعمتونه هم راوبښى؛خو د پېغمبر د زوى په وينو به مې لاسونه ككړ نشي او نور چې هر څه كېږي.[27]

مروان،چې وليد ته د امام حسين"رض" د وژنې وړانديز وكړ،ورته يې وويل: پر تا دې افسوس وي، ته ما د پېغمبر د لور فاطمې د زوى وژنې ته هڅوې،پر خداى قسم ! د چا چې د حسين په وينو لاسونه ككړ وي، د قيامت پر ورځ به يې د لوى خداى پر وړاندې د کړنو تله سپكه وي. [28]

او په بل روايت كې : پر خداى قسم! ښه مې نه ايسي،چې ټوله دنيا زما وي؛خو لاسونه مې د حسين په وينو ككړ وي. [29]  مروان ورته وويل: وېرېږم،چې  يزيد ته به دې مقام راټيټ شي. وليد وويل: قرار كېنه! پر تا دې افسوس وي، له دې خبرو تېر شه!د فاطمې بي بي د زوى په باب سمې خبرې كوه،چې د پېغمبرانو د زامنو پاتې شونى دى. [30]  وليد،چې خبر شو امام حسين عراق ته ځي؛نو ابن زياد ته يې ليك ولېږه،چې حسين بن علي عراق ته درځي، هغه د فاطمه بتول (له حيض او نفاسه پاكه) زوى دى او فاطمه د پېغمبر لور ده. ابن زياده! له دې وډار شه،چې ورسره ناوړه چلن وكړې او پايله يې درته په دنيا كې ننګ و عار شي،چې بيا به يې هېڅ څيز جبيره كولاى نشي او د دنيا تر پايه به د هرچا په خوله كې وي.[31]

  د امام تر شهادت وروسته، د عبيدالله مور؛ "مرجان" خپل زوى ته وويل: پليده! د پېغمبر د لور زوى دې وواژه! پر خداى قسم، هېڅكله به د جنت مخه ونه وينې. [32]

  حميد بن مسلم وايي: د كربلا تر پېښې وروسته، د پخوانۍ دوستۍ له مخې، له عمر بن سعد كره ولاړم او له حالاتو مې وپوښتل، ويې ويل: كورته ډېر بد راستون شوى يم، د خپلوۍ اړيكې مې پرېكړې او ستره ګناه مې كړې ده . [33]

  سنان بن انس (د يوه روايت له مخې، د امام حسين سر يې له تنې بېل كړى و) د عمر سعد کېږدۍ ته ولاړ،چې جايزه واخلي او دا شعر يې ووايه:

بوجۍ مې له سرو سپينو ډكه كړه، چې ستر پاچا مې وژلى! داسې،چې د كورنۍ نبیرې،موروپلار له اړخ خورا غوره و.[34]

  حضرت معاویه بن ابوسفيان يوه قريشي ته وويل:

جومات ته چې ننووتې او ودې لیدل،چې يوه كړۍ ناسته ده، چې يو مخې چوپ ده او ځان نه خوروي،ګومان به كوې، چې مارغان يې پر سرونو ناست دي؛نو پوه شه،چې هلته به ابو عبدالله حسين ناست وي او نښه يې داده،چې لستوڼي به يې بډ وهلي وي (او دامام حسين له دبدبې او هيبته به ارام ناست وي). [35]

(پینځم)لمسى د نيکه ترڅنګ سمول

پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: په جنت كې د"وسيلې" په نامه يوه درجه شته؛نو له خدايه د وسيلې مقام وغواړئ . وپوښتل شو : په دې مقام كې څوك درسره دي؟ ويې ويل: علي، فاطمه، حسين او حسن.[36]

  همداراز ويلي يې دي: فاطمې! زه او ته او دا ويده (علي) حسن او  حسين به په قيامت كې يو ځاى يو. [37]

  پېغمبر اكرم ويلي دي : زه، علي، فاطمه، حسن او حسين به تر عرش لاندې په يوه ګومبزه كې يو. [38]

پېغمبر اكرم، علي(ك) ته وويل: زه لومړى تن يم،چې جنت ته ورننوزم او ته، فاطمه، حسن او حسين به راسره يو ځاى وسئ . ورته وويل شو:  زموږ مينوال او دوستان به څنګه؟  ويې ويل: په تاسې پسې به درځي.[39]

د غزل بابا (امیر حمزه خان شینواری) ويلي دي : سمول

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري

مرګ  د روح يې دى له دغې بيماري

د كور خلق برابر د پردیو نه وي

زه اول يم پنج تني بيا چار ياري

چې احمد علي زهرا حسين واړه

اولى نه ګڼي عبث كوي خواري

پس د دوي نه مې پسند واړه اصحاب دي

چې لري په تابعينو سرداري

زه حمزه د بوتراب د در تراب يم

چې يې فيض تر قيامته دى جاري

چې دوستي يې د سيد نه وي په زړه کې

د هغو سړيو تل خاورې په ســـــــــر  وي

جنتي ښاغلي سمول

پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: ((  حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.))[40]

  او په ځينو رواياتو كې يې زياته كړې : او پلاريې تر دواړو غوره دى .

او ويلي يې دي: د چا چې دا ښه ايسي،چې د جنتي ځوانانو ښاغلي وويني؛ نو (حسين) ته دې وګوري. [41]

د امت د مهدي پلار سمول

پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: كه د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي؛ نو خداى پاك به دا ورځ اوږده كړي،چې زما له ځوځاته يو څوك (چې زما همنام به وي) راپورته كړي (چې ځمكه به له عدل او انصافه ډكه كړي).

دحافظ الپوري (ديوان 59 مخ) وايې:

د عادل مهدي په عدل به بدل شي _مخ د ځمكې درست له ظلمه پيمانه

سلمان رضى الله عنه وويل: دابه ستا دكوم زوى له ځوځاته وي؟

پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله د حسين پر سر لاس كېښود او ورته يې وويل: ددې له ځوځاته. [42]

  سلمانرضى الله عنه وايي: پېغمبر اكرم ته ورغلم، حسين يې پر زنګانه ناست و او آنحضرت به يې خوله ښکولوله،ويې ويل: 

ته ښاغلى، د ښاغلي زوى او د ښاغليو پلار يې، ته امام د امام زوى او د امامانو پلار يې، ته حجت د حجت زوى او د نهه ګونو حججو پلار يې، چې ستا له ځوځاته به وي او نهم به يې قائم وي.[43]

حضرت جابر بن عبدالله انصاري رضى الله عنه ويلي دي : پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله په عرفات كې و او علي ورته مخامخ ناست و،پېغمبراکرم ما او علي ته اشاره وكړه،چې رانژدې شئ،ورنژدې شو،ويې ويل: علي رانژدې شه! او لاس دې زما پر لاس كېده، بيا يې وويل: علي! زه او ته له يوې ونې يو، زه د ونې بېخ او ته يې ډډ يې، حسن او حسين يې څانګې دي؛ نو څوك چې د ونې پر يوه ښاخ ونښلي،خداى يې جنت ته ننباسي. [44]

د غزل بابا(امیر حمزه خان شینواری) وايي : سمول

ادم د پاره و ، په دعا کې اثر علي

كنعان د پير اميد ، دليمو نظر علي

قرآن اذا تلها تري ايت كړلو ګواه

حضرت نبي شو نمر د هدى او قمر علي

سلمان و ، كه بوذر و ، كه مقداد و ، كه عمار

هر يو زمونږه تاج و ، ددوي تاج د سر علي

د زړو نو كه پرسان كړي كه پرسان كړي له ليمو

موجود يى دى درون کې هم دى بهر علي

حمزه نامه يې اخله چى شي زور د ماسوا

يرغل ته د اوهامو كړى پيدا خطر علي

***

په دعا کې د ادم اثر علي دى

په ليمه کې د يعقوب نظر علي دى

د اذا تلها څه نوري تفسير شته

نمر د علم محمد قمر علي دى

الف لام كه مبتدى ميم يې خبر وي

ميم د هر څه مبتدى خبرعلي دى

چى يې ستر ګى د نبي په مخ پرانستى

په تيرو د ضلالت سحر علي دى

ستا باطن ظاهر په دواړه حمزه ښه شي

بې نوا په خوي نبي په بر علي دى


***

ګويا يو موج دى د قدرت په سيند کې زور دعلي

زړه د الحاد د بړبوكو چولى شور د علي

ورور د علي و د نبي د نبي كور د علي

كور د علي و ، د نبي د نبي كور د علي

نامه د خداى  چى شوه نامه د علي نام خدا

ځكه نشان شولو سوا د حد نه خور دعلي

پرانيزه سترګي څه پرسان د مرتبو يې كوي

باغ د اسلام دى په رنګ رنګ ګلو سمسور د علي

چې په شكم کې د مادر يې هدايت كولو

و ما سوى ته احتياج ګڼه پېغور د علي

څوك يې چى غم د قرزندانو كاندي غم يې څه دى

دى چى محبوب د كبريا غوندى غم خور د علي

چى غوره شوى دكوثر د اوبو ويش لره و

په مصيبت د صبر جام نه شو نسكور د علي

راشه جوهر د قربانى كړه راپه زړه د حسين

د سړيتوب په ايېنه باندى دى پور د علي

حمزه نظر به وي پرې تل چى بى نوا ليمه وي

اوشوي ككى دي چى ككى دي ځي په تور د علي


***

چى مخلص په محبت کې د علي يم

زه هر څوكه ګناګاريمه ولي يم

لا به ما په خوب لیده په ماشومتوب کې

په شباب کې شوى نه يم ازلي يم

دا د هغى پاكى مينى بركت دى

چى دښمن د خارجي او درغلي يم

دا چى څه زما د خولى نه اوريده شي

هم ددى په څېر په زړه باندى جلي يم

شوه سرسبزه مى هستي له بوترابه

د دانى نه رسيدلى تر پلي يم

هر قدم د تخيل مي ځي رفعت ته

فخر علم  ته چى خاورى د تلي يم

دا علمونه ظاهري دي ټول هډونه

باب د علم روږدى كړى په نلي يم

كربلا شى ما حمزه ته چى دانه وي

د حسين د ذكر فكر عملي يم

د امام حسين اخلاق سمول

حسينرضی الله عنه په "نبوي كورنۍ" كې زېږېدلى او د پېغمبرصلى الله عليه و آله تر څارنې د علي او فاطمې بي بي په غېږ كې روزل شوى، چې ټول لوړ انساني ارزښتونه او روحاني كرامتونه پكې راټول شوي،پخپله وايي:

"په نيكو خويونو او لوړ همت كې تر ټولو ړومبى يم، ناپوهان غواړي رڼا مې تته او مړه كړي؛ خو خداى پاك يې بله ساتي"

اوس مو د حسين عليه السلام ځينو روحي او اخلاقي ځانګړنو او فضايلو ته پام را اړوو: 

1-  ايمان او پرېکندتوب :

هره لار يو مشر لري او د لارې پر موخو د مشر ايمان د یون بنسټ دى،چې د لارې د پرمختګ او بريا مهم لامل ګڼل كېږي. د چا چې پر تلونكې  لار ايمان ټينګ وي؛نو د سپېڅليو موخو پلي کېدو ته يې هر ډول نادودې زغمي او له زغمه كار اخلي.

امام حسين د عاشورا په ديني،عرفاني، سياسي او ټولنيز خوځښت كې د خپلې لارې پر رښتينولۍ باوري و؛نو ځكه یې په پوره پوهې د خداى په لار كې  خپل خوځښت ته دوام وركړ او شهادت يې غوره كړ.


حمزه بابا وايي : سمول

اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې

ښه وايې كه بد وايې خو اووايه چې څه وايې

ته چې د يزيد په خو ښه نه وايې ښه نه وايې 

هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې

يا خو د يزيد د بيعت جغ وته ګردن نيسه

يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه

پوهه شو امام چې دوي به نرم په حجت نه شي

توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نه شي

كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نه شي

جوړ به په دې وخت کې بې د جنګه څه صورت نه شي

لا خو وه په فكر کې امام په لر او بر د جنګ

راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ

وې امام په جوش کې چې زه غشى زه دماح يمه

زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه

ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه

بچ مې له ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه

زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولى يم

زه يم چې حورانو په سندرو کې ستائېلى يم

څوك به وي په تاسو کې چې اوزغمي ګزار زما

تندر د اسمان دى كه په لاس کې ذوالفقار زما

رادې شي په مخکې چې د سر وي طلبكار زما

سر قلمولو ته دى ستاسو انتظار زما

زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه

زه له ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه


په مدينه،مكه او تر كربلا كه د امام حسين خبرو ته ځير شو؛نو د ايمان څپې ترې را پورته كېږي. د مدينې والي (وليد) چې امام ته، له "يزيد" سره د بيعت وړانديز وكړ؛ نو ويې ويل:

"موږ نبوي كورنۍ، د رسالت كان، د پرښتو او وحې د راکېووتو ځاى يو. خداى پاك اسلام پر موږ پيل كړ او پاى يې هم پر موږ ده او يزيد فاسق، شرابخور  او قاتل دى او زما په څېر به هېڅوك ورسره بيعت و نه كړي".[45]

د غزل بابا(امیر حمزه خان شینواری) وايي : سمول

وركړى شوى د اسلام اونې ته نوې وينه

نن د اولاد د محمد ده تويې شوې وينه

نن به دا وينه تر محشره ګلستان جوړوي

د حق ثنا لره به نوي بلبلان جوړوي

د عمر سعد دا اصرار ؤه چې بېعت اوكړه

حسينه راشه د يزيد متابعت اوكړه

بغېر له دې دې خبردار شه بل مفر نشته

اوګني پوه شه په تن باندې دي سر نشته

امام ويل ورته يزيد لره به ورشمه زه

چې مخامخ يې په منشا باندې خبر شمه زه

او كه دا نه وي چې په لور د هندوستان ولاړ شم

چې د جهان په سلسله کې خرامان ولاړ شم

د عمر سعد په كړه وړه کې څه نرمي شوه پېدا

خو د بد بخت شمر په وينه کې ګرمي پېدا شوه

وې عمر سعد دا خو هيچرې كېدلى نه شي

نه هندوستان ته او نه شام ته رانه تللى نه شي

اوګني پوى شه د لښكر سپه سالار به زه ىم

ابن زياد كړى فرمان دى چې سردار به زه يم

د عمر سعد ؤ د رتبې د حكومت لالچ

ابن زياد چې ؤ وركړى په حكمت لالچ

وې چې حسينه نه دې هند او نه دې شام ته پرېدو

اوكړه بېعت په دې ساعت نه دې ماښام ته پرېدو

داسې د ژوند نه راته وايه چې بيزار يې ولې

د خپل انجام نه بې خبره په انكار يې ولې

امام ويل ورته چې ژوند خو امانت دى د رب

د هيچا خپل نه دى فقط يو عنايت دى د رب

عمره پوهه شه فرزند د مرتضى يمه زه

د سترګو تور د محمد خېرالورى يمه زه

د فاطمې بي بي په غيږ کې لوبېدلى يمه

زه يې د دين د تحفظ لره پاللى يمه

لولې قرآن خو لږ ايت هم د تطهير اولوله

زمونږ په شان کې نازل شوى بې نظير اولوله

دين به د ژوند په بها هيچرې ورنه كړمه زه

لاس د بېعت به تر قيامته هم درنه كړمه زه

زما بېعت به وي جواز د ګمراهۍ د يزيد

دا چې اوس شوى دى اغاز د ګمراهۍ د يزيد


مروان ورته وويل: ښېګڼه دې په دې كې ده، چې بيعت وكړې، په ځواب كې يې ورته وويل : "انا لله و انا اليه راجعون، یزید ،چې د اسلامى امت مشر شي؛نو د اسلام دعا دې واخستل شي" [46]

  له مكې مكرمې،چې وته؛نو يوه وينا يې وكړه،چې پر قضا او قدر او د كار پر پايلې يې د ايمان، خوښۍ او رضا ښووونكې  ده.

.... خط الموت علي ولد آدم مخط القلاده علي جيد الفتاه ....

"مرګ، نارينه وو ته د ناوې د غاړه كۍ په څېر وي، واه، د خپلو نيكونو كتو ته مې دومره بيړه ده؛لكه د يعقوب عليه السلام چې يوسف عليه السلام ته وه!

ما ته وژنتون شته، چې بايد ورشم او لکه چې داسې وينم،چې د تن بند، بند مې د نو اويس او كربلا تر منځ دښتې لېوان داړي.د برخليك له ورځې (څه چې د تقدير پر قلم كښل شوي،) تېښته نشته، د حق رضا ته مې غاړه ايښې او پرې خوښ يم، پر کړاوونو صبر كوم او د صابرانو اجر به راكړي، د پېغمبرصلى الله عليه و آله د تن برخه له هغه نه بېلېږي؛بلكې په جنت كې ورسره یوځای کېږي او سترګې به يې روښانه او ورسره شوې ژمنه به ترسره شي. هاى! څوك چې غواړي وينه يې زموږ په لار كې تويه شي او د خداى ليدو ته يې ټينګ هوډ كړى وي؛نو له موږ سره دې وخوځي،چې كه خداى كول زه سبا سهار خوځم"[47]

د غزل بابا(امیر حمزه خان شینواری) وايي : سمول

ته خبرې د يزيد چې څومره زوردى

ستا قدم د هلاكت د غار په لور دى

هم په دوى کې عبدالله ابن عمر و

هم پکې ابن عباس نامور و

له راتلونكې واقعې هر يو خبر و

اورېدلى يې حديث د پېغمبر و

چې په برخه د حسين کې قرباني وه

ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه

له يمنه چې علي په كربلا شو

كربلا باندې چې راغى په ژړا شو

يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو

په غرېو غرېو کې بو تراب ورته ګويا شو

چې دا ځاى مې د اولاد د شهادت دى

دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دى

تعجب دى له اصحابو به دا هير و

چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و

دا پاكان دخداى په نوم له سره تېر و

خو څه راز و چې په دې کې تيرو بير و

هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ کې

نه د زور په مساوات او په سيالۍ کې

نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه

رسالي د عراقيانو نه اسونه

څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه

ملګرتيا چې پکې نه كاندي خپل پلونه

اسرې ټولې په دې لارکې لكه ګرد شي

همدردي يې د خواخوږو آه سرد شي

****  

ساه د يزيديانو په فضا کې پس پسۍ شولې

شور او په چپيا کې پټې پټې ګنګوسۍ شولې

ولې به نه وي په هېبت عرش و كرسي او قلم

چې دي نهر د دريو ورځو ماشوما د حسين

سخته ګرمي محاصره لوږه او تنده اله

زين العبا، اكبر، اصغر او قاسم جان د حسين

وې چې زه مؤمن يمه باغونه د ارمان لرم

ډك دى د جنت د ګلو زه هغه دامان لرم

توره مې په تيكي کې ده لاس کې چې قرآن لرم

اوګورىْ چې شان د محمد اخر زمان لرم

زه يمه باران د رحمتونو چې امام يمه

اى بې لارې تګيو د بقا د اوبو جام يمه

زه يمه حسين مور مې زهرا نيكه سرور زما

پلار ابوتراب و دلاور علي حيدرزما

ورور ميېن په صلح مجتبى شاه شبر زما

سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما

مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه

اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه

اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې

ښه وائې كه بد وايې خو ووايه چې څه وايې

                                                                      ******                                                      

امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغى

ګويا په سر د كفرستان د تيرو نمر راغى

سترګې حيرانې وې حسين ؤ ، كه سرور راغى

اوبه شو تريخي د كوفيانو چې حيدر راغى

حسين ويل ورته زه څوك يمْ پېژندلى مو يمْ ؟

كه مو ليدلى پخوا نه يمْ اورېدلى مو ىم ؟

هغو ويل ورته چې مونږه همه تا پېژنو

حسينه مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو

ړانده خو نه يو ښه سبا اوښه بېګا پېژنو

بس خو بېعت د يزيد اوكړه مونږه دا پېژنو

بې د بېعت نه د يزيد دى بل مفر نشته

كه دې انكار وي په دې پوى شه چې دې سر نشته

پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغى

د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغى

د خداى په در کې حاضرۍ لره خبر راغى

هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغى

هاتف غږ كړو لا په ژوند درته يو غم پاتې دى

امامه! لا خو د يزيد حد د ستم پاتې دى

پس د اتمام نه د حجت يې ذوالفقار اونيو

د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو

كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګذار اونيو

اخر له لرې يې د غشو ورته وار اونيو

سورى سورى چې شو د اس نه ناتوان پرېوت

جګ يې اسلام كړكه پخپله پهلوان پرېوت


د كربلا په لار كې يې چې د ځان او اهلبيتو د شهادت په باب خبرې كولې؛نو دا ستر جاع كلمه (انالله و انا اليه راجعون) يې ويله، زوى يې (علي بن حسين) وپوښته : پلار جانه! مګر موږ پر حق نه يو؟ ورته يې وويل: ولې نه، پر خداى قسم، چې بندګان ورتلونكي دي، علي وويل: ولې نه؛ نو له مرګه ډار نشته، بيا امام ورته دعا وكړه.[48]

زرغونه رحيمي وردك[49]  وايي: سمول

څه عجــــــب خونــد د شهــــادت دى

د ځلكدن سلګۍ وهم خندا راځينه


علامه اقبال لاهوري وايي : سمول

نشـــــــان مـــرد مــؤمن به تو ګويم

چون مرګ  اش رسد خندان بميرد

د امام حسين پوهه سمول

د "نبوي كورنۍ" د امامانو له ژوند ليكه څرګندېږي،چې پوهه يې الهي پېرزوينه وه او د كوم ښووند – استاد زده کړیالي - شاګردي يې نه وه كړې او نه په ټولګي كې ناست وو؛خو البته مفهوم يې دا نه دى،چې د اكتساب له لارې يې څه لاس ته نه دي راوړي؛ځكه دوى انسانان وو او ډېر مطالب يې د احساس، تجربې، هوښ او ذكاوت له لارې تر لاسه كړي ،چې د پوهې دا برخه يې لږه ده؛خو څه چې اصالت لري او د امامت مقام يې پر برخه شوى؛هغه ا لهي علوم دي،چې له "ا لهام" او "عالم غيب" سره د پيوستون له لارې يې حاصل كړي؛نو ځكه ليدل كېږي چې كوچنى ماشوم يې د لوى نارينه په څېر پوښتنې ځوابوي.

د سيدالشهداء په زمانه كې اموي چارواكيو د وېرې،ډار او زندۍ تورې لړۍ خپرې كړې وې، د علمي ويينو او فرهنګي فعاليتونو لپاره شرايط برابر نه وو؛نو له همدې امله ډېرې لږې لارښوونې ترې راپاتې دي؛خو بيا هم معارف، سياست، ټولنيزه وضع، اخلاقي مسايل، د خلكو روحيات او ناوړه پايلې يې پکې اوڅار - مطرح كړي دي.

د بېلګې په توګه:

(الف): له پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله نه روايتوي چې:

خداى(ج) ښه چارې او لوړ همتونه خوښوي او پرېوتې او ناوړه چارې يې بدې ايسي .[50]

(ب): د روژې حكمت دادى چې:

شتمن پر لوږه پوه شي او د نشتمنو لاسنيوى وكړي.[51]

  (ج): زغم ښكلا ده،پتمني نرتوب دى،له نورو سره نېكي نعمت دى،تر بريده ډېره ستاينه غوړه مالي ده، بيړه بېعقلي ده، بېعقلي بېوسي ده، زيادښت او ښنده ښويېدنه ده، له رذيلو سره ناسته ولاړه شر او له بدانو سره ملګرتوب بدويني راولاړوي.[52]

  (د)_ پوه شئ! دا د خداى يو نعمت دى،چې خلك درته اړ وي؛ نو له دې نعمتونو مه ستړي كېږئ؛ګنې نو پښېمانه او پر عذاب به شئ.[53]

  (ه ) څه چې دې له وسې پوره نه وي،په باب يې زحمت مه كاږه،څه چې په لاس نه درځي؛نو ورپسې مه ځه. څه چې دې په وس كې نه وي، ژمنه يې مه كوه.د خپلې شتمنۍ هومره پانګه كوه . د خپلو كړنو هومره د بدلې انتظار كوه.د الهي طاعت او سرايښوونې له لارې دې چې څه تر لاسه كړي وي،زړه ورپورې وتړه او بې له دې په داسې څيز پسې مه ځه، چې وړتيا يې نه لرې.[54]

  (و) _ څوك چې دين پر قياس بنا كړي؛ نو يو عمر به تېروتى وي او د حق له لارې به كوږ شوى وي.

خداى څنګه چې ځان ستايې همغسې يې ستايم؛ په حواسو نه درك كېږي او نه د خلكو پر خواصو قياسېږي،هر څيز ته ورنژدې دى؛خو نه دا چې ورسره نښتى وي او له هر څيزه لرې دى؛خو نه دا چې ترې بېل او جلا وي، ایکي یو او بسيط دى او جز نه لري،په نښو پېژندل او ستايل كېږي، بې له هغه بل خداى نشته ،ستر او پرتمين دى.[55]

  (ز) _ د خداى بندګانو! له خدايه ووېرېږئ او له دنيا ځان وژغورئ ! كه داسې واى،چې دنيا له چا سره وفا كولاى او څوك پكې پاتې كېداى؛ نو پېغمبران ډېر وړ وو، پاك خدای دنيا د ازمېښت او اوسېدونكي يې فنا (په اخرت كې پایښتنې) ته پيدا كړي، له همدې امله ځوانان زړېږي، نعمتونه زوال مومي،د خوښۍ او ښادۍ پاى پر خپګان ده او سفر يې سر ته رسي، كور يې د اوسېدو نه دى؛ نو اخرت ته توښه پيدا كړئ او غوره توښه "تقوى" او ځان ساتنه ده،له خدايه ووېرېږئ، چې بريمن شئ. [56]

  يادونه: بايد ووايو چې د اهل بيتو د لارويانو په كتابونو ( لکه تحف العقول) كې دامام حسين ويناوې نقل شوي چې لوستل یې ګټور دي.

د امام حسين عبادت سمول

مصعب زبيريرضى الله عنه وايي : امام حسين فاضل او دينوال و، ډېر لمونځونه يې كول او روژې يې نيوې او حجونه يې كول (1).

عبدالله بن زبيررضى الله عنه: تل يې د شپې لمونځونه كول او د ورځې روژه و (2) د تاسوعا (د محرم الحرم په نهمه) پر مازيګر يې خپل زړه ور ورور (عباس) ته وويل: ورشه او نن شپه ترې مهلت واخله، چې يوه شپه نور هم لمونځ وكړو او له خداى سره راز و نياز وكړو او خداى پوهېږي، چې لمونځ، د قرآن لوستل او ډېره دعا او استغفار مې خوښېږي. (3) 

د غزل بابا(امیر حمزه خان شینواری) وايي: سمول

تاته وسيله مې دا نمسۍ د پېغمبر كړې

دا وه چې تكيمل يې د فصل د وانحر كړې

راولې د زړه په ايېنه کې مې جلا د درد

عكس د هر كړه وړه مې صفا كړې را نما د درد

ژبه مې په غوڅه د سخن كړې ذوالفقار هسي

شرنګ مې د الفاظو كړې دوحې نغمه بار هسې

فرد کې مې معنى او مطالب د ديوان راولې

خيال مې كه دا نه دى پکې لوى ګلستان راولې

زور د صحابه مې وركړى مټو د همت لره

مينه د هغوى مې بل قوت كړې دې قوت لره

تار د زړه كړې يو او يو كړې لر او بر د غوږ سره

ستا ثنا صفت مې دې يو غوږ شي ګويا لر د غوږ

غوږ مې داسې غوږ كړې چې هم اورېدلى شي

تل دې پسرلى وي د حواسو په چمن زما

وصف د بلبل غوندې په ژبه د پنجتن زما

بج كړى عناصر مې د مرګى د انفصاله نه

څو خبر څلور ګوټه پښتون نه شى د حاله نه

ماكه كړې قابل د دې چىحال په قال کې راولم

مست چى څوك د قال وي چې هغوئ په حال کې راولم

ژبه د ا لهام كړى ا لهى چى ده خامه زما

واخلې په دربار کې د قبول امام نامه زما

زه چې كړمه ستا د پاك حبيب د خاندان صفت

ګران لكه د ځان كړى دا په هر يو مسلمان صفت

شي ويښته زاګه يې چې د غشي د سنان په شان

خم په اوريدو د دې بيان شي د كمان په شان

سوز د قربانۍ يې چې پيدا شى د پتنګ په څېر

شمعې ته د مخ چې د حسين شي د ملنګ په څېر

پوهه چې په داشي چى ايمان په قربانْْْْْْْْْْْْى کې دى

راز د معرفت همه پنهان په قربانۍ کې دى


د عاشورا پر ماسپښين په هغه ګرمۍ، تنده، وچو شنډو او د جګړې په ډګر كې،چې ابو ثُمامه صايديرضى الله عنه اذان و كړ؛ نو امام ورته دعا وكړه او پر هماغه لومړي وخت يې د ماسپښين لمونځ د وېرې د لمونځ په توګه وكړ(4) [57]

د امام حسين سخاوت سمول

زهرا بي بي امام حسين، پېغمبر اكرم ته بوت‏؛ نو بي بي ورته وويل : حسين ته څه وبښه؟ رسول اكرم صلى الله عليه و آله وويل: سخاوت او رحمت مې وروباښه.

او په بل روايت كې : خپل سخاوت او جرات مې وروباښه.(1)

ابو هشام قناد(رح) وايي: ما به له بصرې نه امام حسين ته مالونه راوړل چې تسليم به شو؛نو تر هغې به نه پورته كېده څو ټول يې پر نشتمنو او اړو نه و وېشلي.

يوه ورځ يو ګدا د مدينې منورې په كوڅو كې ګرځېده او چې د امام كورته ورسېد،وريې ټك ټك كړ او دوه بيته شعر يې ووايه، چې مفهوم يې دادى:

نن هر چا درته د هيلو سترګې نيولي اواړمن ستا ور ټكوي، تش لاس نه ستنېږي، ته د سخا خاوند او كان يې او پلار دې د فاسقانو وژونكى و.

امام پر نمانځه و،نمونځ يې ژر وكړ،راغى د ګدا له څېرې پوه شو، چې اړ دى،بېرته كور ته ستون شو‏ او قنبر ته يې وويل: له لګښتونو مو څومره پاتې دي؟ ورته يې وويل: دوه سوه درهمه.  امام وويل: را یې وړه چې تر موږ ډېر اړمن راغلى،پيسې يې وركړې او څو بيته شعر يې ووايه او له ګدا يې بښنه وغوښته.ګدا پيسې واخستې او له ځانه سره يې وويل: "خداى ښه پوهېږي،چې خپل رسالت په چا تر سره كړي" .[58]

امام حسين ويلي: كه څوك مې په ښي غوږ كې وكنځي او په كيڼ غوږ كې رانه بښنه وغواړي،عذر يې منم؛ ځكه پلار مي له نيكه روايت كړى : " د كوثر حوض ته راتلاى نشي، چې د بل عذر و نه مني، كه عذر كوونكى رښتيا وايي که دروغ. (1)

يو سړى سبط اكبر امام حسن مجتبي ته راغى او څه يې ترې وغوښتل امام سل ديناره وركړل، بيا امام حسين ته ورغی او امام نهه نوي ديناره وركړل؛ځكه د مشرۍ درناوى يې وكړ او يو دينار يې كم وركړ، چې له امام حسن سره يې سيالي و نشي. (2)

امام حسين پردې سربېره،چې د امامت له علمه برخمن و او د پېغمبر صلى الله عليه و آله په وينا امام و؛خو د خپل مشر ورور (امام حسن مجتبي ) په وخت كې د يو مطيع سرتېري په څېر و او كله يې هم مخالف نظر ور نه كړ، ان د هغه د ښخېدو پر وخت یې چې ناوړه غبرګون وښوول تر سره شو؛نو په خورا ادب او درناوي يې د امام حسن وصيت عملي كړ.

د كربلا په پېښه كې چې امام له خپلې كورنۍ او يارانو سره څومره مينه ښوولې،د امام په ويناوو كې په څرګنده معلومېږي د همدې مينې له مخې د كربلا تر پېښې وروسته یې محترمې ماندينې "رباب بي بي" (چې له شرعي پلوه يې له بل چا سره واده كولاى شو) د قريشو د مشرانو ماركو ته منفي ځواب وركړ او ويل يې:  " د ا څومره ستره وياړنه ده،چې د پېغمبر په څېر انسان مې خسر وي،نه غواړم پر بل خسر يې بدل كړم "

همداراز تر يوه كال په كوټه كې و نه اوسېده او تر مرګه يې ژړل. 

مروان د امام حسين، امام حسن او حضرت علي عليهم السلام يو كينه كښ دښمن و،د جمل او صفين په جګړو او د حسن بن علي پر وړاندې اړو دوړ كې يې ټولو ته كينه په ډاګه وه؛خو همدا مروان،چې د جمل په جګړه كې اسير شو، له حسنينو يې وغوښتل،چې علي (ك) ته واسطه شي او پايله يى داشوه،چې حضرت علي وباښه او ازاد يې كړ؛خو بيا هم مروان له باطني خبثه لاس وانخست او چې امام حسن یې د خپل نيكه تر څنګ خاورو ته سپاره؛نو توره يې راویسته،چې دلته يې ښخ نه كړي او پر دې سربيره،د مدينې پر والي يې ټينګار كاوه، چې ژر له حسينه بيعت واخلي كه نه سر يې ورپرې كړئ.

له حربن يزيد رياحي سره د ابا عبدالله چلن يو متل دى؛ هغه حر، چې د امام لار يې نيولې وه؛خو چې امام وكتل زر تنه عسكر يې ستړي او تږي دي،حکم يې وكړ،چې ان اسونو ته يې هم اوبه وركړي او په دومره مړانه يې ورسره چلن وكړ.(5)

په رښتيا چې امام حسين د پېغمبر د سخا هېنداره وه؛خو بيا امت ورسره هغه څه وكړل،چې په تاريخ كې يو امت هم د خپل پېغمبر له ځوځات سره هومره جفا نه ده كړې ! [59]

د امام حسين زړه ورتيا او مړانه سمول

امام حسين ته يې جرات او مړانه له نيکه ميراث شوې وه. مړانه يو روحي ځانګړنه ده،چې درلودونکی يې هېڅ لامل نشي ډارولاى. زغم، د لهجې صراحت، د نادودو پر وړاندې صبر او استقامت، د نورو ازاديو او حقوقو ته درناوى، ټول له مړانې راولاړېږي .

حسين د مړانې بېلګه و، چې دا ټولې ځانګړنې پكې انځور شوې وې.

مصرى عالم شبراوي  وايي: " زړه ور حسين او زړه ورو ملګرو يې له دښمن سره جګړه پيل كړه، په صبر او زغم يې بريد كاوه ، له جهاده يې تېښته ننګ ګاڼه، په خورا ډاډ او ټينګ هوډ يې ټټر پېښو ته ورډالۍ كړى و، د تورې او نېزې كارول يې د خداى په لار كې غنيمت ګاڼه ،سرښندنه يې د عزت لاس ته راوړو ته ټيټه بيه ګڼله او كله يې هم چاته سر نه ټيټاوه"[60]

عباس محمود عقاد  وايي : " په بنيادمو كې حسين رضى الله عنه ډېر زړه ور و او  پر كوم كار يې چې لاس پورې كړى و، بل چا نه شو كولاى "[61]

د حسين (رض) د زړه ورتيا او بدني ځواكمنۍ كيسه خو بله ده ، پتمن ياران او د كورنۍ ځوانان يې يو په بل پسې شهيدان شول؛ خو پخپله يې په وچو او تږيو شونډو د ناپوهۍ او نفاق د لښكرو پر وړاندې مړانه مبارزه كوله او دښمنان ترې داسې تښتېدل؛لكه ځناور چې له زمري تښتي، په پای کې دښمنانو پرې د تيګو او غشو باران جوړ كړ او كړۍ يې پرې ورتنګه كړه، بدن يې غلبېل غلبېل شو او له تندې او ډېرې وينې بهېدنې راولوېد؛نه دا چې دښمن راپرځولى وي!

د لولو مرجان په 186 مخ كې راغلي: سمول

" كه څه د "رستم" بهادري او مړانه د خلكو په خولو كې پرېوتې؛ خو په تاريخ كې داسې مېړني تېر شوي،چې د رستم نوم به دې هېر كړي؛ لكه حسين د علي زوى؛ځكه هغه له څلورو دښمنانو سره جنګېده ،يو ښكاره دښمن و،چې هر خوا ترې راتاو و،بل سختې ګرمۍ د كربلا له شګو او خاورو تنور جوړ كړى و،چې د بني فاطمه و پښې يې تڼاكې كړې. درېم او څلورم يې تنده او لوږه وه ،چې ژبې له تندې راوتلې او ګېډې يو مخې كوپې شوې وې؛نو هغو، چې په دغسې جګړه كې ډېر دښمنان خاورې ايرې كړل؛نو په رښتيا چې بهادري او مړانه پرې پاى ته رسېدلې ده "

د غزل بابا(امیر حمزه خان شینواری) وايي : سمول

داسې پرې ورګډ شو تا به وې ولاړ بهر نه و

اس يې كړل صفونه تار په تار جوړې لښكر نه و

تورې رنګولې خلقو ياد ورته سپرنه و

چا به چې د سر فكر كولو بيا به سر نه و

سترګو د عمر شمر چې برق د ذوالفقار اوليد

ګويا چې حسين يې په جامه کې د كرار اوليد

خول به بې غږه شو دوه نيم ورسره سر دوه نيم

زغرو به فرياد اوكه ټټر دوه نيم ځيګر دوه نيم

دلته به پياده وو هلته سور به وو اكثر دوه نيم

هر شى به د تېغ د لاندې پرېوت كوز او بر دوه نيم

چغه د وهئ وهئ به راغله په مرۍ کې وه

توره د امام به يې رسا په كپرۍ کې وه

چرته د وريځ غوندې دا ستورى به شو ګېر پکې

لا به ذوالجناح لكه برېښنا شو مخکې تېر پکې

ډېر به لاندې باندې شول په تېښته به شو ډېر پکې

وينې وې رودونه ذوالفقار به نه شو سېر پکې

كوږ به چې دشمن شو له هېبته بيا به نېغ نه و

پړق به ترې د سترګو نظر يوړو بيا به تېغ نه و

پړق نه يې د تورې په روحونو ګډې ماتې وې

ساه د بزدلانو وې په تيښته تنې پاتې وې

تاخت و د اجل د ژوندانه خونې ميراتې وې

غشي ټيټ سرونه د امام يې ننه واتې وې

ماته د ادمو شوه قلا ترېنه امام اوت

باز د ملكوت و د دنيا له تارو دام اوت

ماتې يې ليندې د ارادو وې زيړ زبېخلي وو

ژۍ نه يې د زړه د حوصلو غشي وتلي وو

څوك په تېښته سر څوك له مېدانه تښتېدلي وو

جوړې وې دلۍ ترې چې سرونه رغړيدلي وو

څوك دى چې دا وايې چې يو كس په زرو  برنه وي

څوك به داسې وايې چې د سر دپاسه سر نه وي

اورسېدو غاړې ته د سيند د اس نه ښكته شو

سيند وته ورتېر امام د تندې له جهته شو

غږ اوكړو عمر، حسين اشنا كه له طاقته شو

پوهه شئ چې شرم بيا زمونږ د پوزې نته شو

اولئ يې په غشو چې له سينده بهره ياب نه شي

جوړ كړئ پرې باران چې دا سيد درنه سېراب نه شي

کېناستو په غاړه له اوبو يې لپه ډكه كړه

ياد يې ماشومان شو اراده يې جل ته كلكه كړه

تويې يې اوبه كړې بې له دوى يې كله څكه كړه  

يو ظالم په خوله کې يې توبره د غشى لكه كړه

وينه يې راماته شوه چې غشى كړو بهر امام

سور د اس د پاسه د دشمن راغى په سر امام

بيا يې حمله اوكړله ورګډ شو په شاميانو کې

تورې يې د لور هسې لو وكړو په كوفيانو کې

تاب د امزري د جنګ وي چرته په ګډانو کې

جوړ شو هۍ ناتار په هر طرف په يزيديانو کې

ناساپه نظر چې د حسين شو د اسمان په لور

ولاړ په تماشه کې تماشه شو د جانان په لور

راغله دا ندا چې اوس د فرض دې استكمال اوشو

ستانه نمائش هم د جمال هم د جلال اوشو

راشه له اسلامه اوس د كفر انفصال اوشو

حق شو راڅرګند چې ستا په وينو استدلال اوشو

راشه رنګينۍ دې د جنت په انتظار کې دي

جوړ دى ارائش درته حورانې په سنګار کې دي

ولاړ مدافعت د تن چې روح په تماشه کې شو

يا قدسي مارغه ولاړو وطن ته په ثنا کې شو

پړق دتورې ورك شو سريې زوړند په فضا کې شو

اس يې سم  وهي په مزكه مزكه په سودا کې شو

تاو شو دشمنان ترينه د غشو يې باران اوكه

وينو د امام په كربلا کې ګلستان اوكه

سور د كربلا د اس نه پرېوت دنيا پرېوته

هور ته په خېمو کې يې فرياد او ژړا پرېوته

ځكه په امت کې يې تر حشره غوغا پرېوته

راغله د حمزه د زړه په غوږ کې ندا پرېوته 

خداى چې محمد د رسالت دپاره غوره كړ

ال يې د علي د هدايت د پاره غوره كړ

                                                *****

مقابلې ته د زرګونو يو نفر ولاړو

د يزيدي فوځ په پرو کې لر او بر ولاړو

اخر بهر په يو نېزه کې يې ځكر ولاړو

په پرېواته شو ، وې بابا زما خبر واخله

په وروستي وخت کې دې په غيږ کې خپل پسر واخله

حسين وردو كړل دا يې وې د زړه قراره ولې

زما د مړاوي زړه چمن لره بهاره ولې

سر يې په غيږ كړو وې چې اى زما سرداره ولې

ولې زما د ارمانونو انتظاره ولې

علي اكبر اوكتل پلار ته په زير زير ولاړو

د پلار په مخ د كوثري اوښكو بهير ولاړو

طواف د شمعې كله كيږي چې پتنګ پرېښود

كله كېده شوه چې هغه مېدان د جنګ پرېښود

كله قاسم پېغمبري ، حيدري ، تګ پرېښود

ولاړو مېدان ته د خوږې ناوې يې څنګ پرېښود

د مرګ  خزان د پېغمبر علي په باغ ولګېد

مرګ  د قاسم پس د اكبر نه داغ په داغ ولګېد

                                                 ******

د خوشحالۍ نه شمر هسې ناروا اوويل

هغه ملګروته له جوشه مرحبا اوويل

برېت يې كړه تاؤ او بيا يې داسې په خندا اوويل

زخمي زخمي ناتوان امام وته يې دا اوويل

ته راته ګوره چې خېمې دې په رڼا لوټ كړم

زه چې نمسىاو لوڼه نګېندې د زهرا لوټ كړم

دا اورېدل ؤ چې له سوخته هغه ځوان پاسېد

د ژوند ډيوه يې په سلګو وه پهلوان پاسېد

د اور بڅري ترې وتل همه چشمان پاسېد

لاس يې كړو غشي ته راوايې خست كمان پاسېد

وى اى شمره! بې غېرته خبردار اوسه

زه لا ژوندى يم د خېمو نه مې كنار اوسه

دغه ستم ؤ ، په ژوندينې چې امام وليد

خېر يې تالا ته د نبي د كور غلام وليد

دلته امام د قربانۍ بلند مقام وليد

دلته خپل ځان ته ثقلېن يې په سلا وليد

په ننداره کې ترې د ځان و تن خير ولاړو

بيا خبر نه شو چې كوم وخت ورځنې سر ولاړو


د عمر سعد يو پوځي ته وويل شو:  " پرتا دې افسوس وي، ولې مو د رسول الله صلى الله عليه و آله زوى وواژه ؟ ويې ويل: بې معنا خبرې مه كوه ،كه ته هم زموږ په شرايطو كې واى دا كار به دې كړى واى؛ځكه يوې ډلې په تيرو تورو د غوسناکو زمريو په څېر له ښي او كيڼ اړخ راباندې بريدونه پيل كړل،ځانونه يې پر مرګ  شمېرلي وو، نه يې امان منه او نه يې د دنيا د مال پروا درلوده او هېڅ شي دوى له خپلې موخې نه شو پر څټولاى،كه لږه بې پروايي مو كړې واى؛نو ټول لښكر يې ځاپه؛ نو اى بې موره ! څه مو كړي واى؟! "[62]

د امام حسين زهد سمول

د دنيا پر مال زړه نه تړلو ته زهد وايي،چې دا انساني لوړ ارزښت پر اخرت باندې د رښتوني ايمان نښه ده . د دنيا مال ، شان او شوكت كه د حق د لارې خنډ شي؛ نوكوم ارزښت  نه لري .پالونکى څښتن وايي:

((وَلَوْلَا أَن يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فَضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ . وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِؤُونَ . وَزُخْرُفًا وَإِن كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ[63]= كه (له  مادي نعمتونو د كفارو برخمنېدل) ددې نه لاملېده،چې ټول خلك (په بې لارۍ كې) يو امت شي؛نو موږ به هغو کسانو ته چې پر رحمان (خداى) كافرانېږي،د كورونو چتونه يې او هغه پوړۍ،چې پرې بامونو ته خېژي له سپينوزرو ګرځولي واى؛ او (همداراز) موږ د هغوى د كورونو ورونه او تختونه،چې پرې ډډه وهي (ښكلي او له سپينوزرو كول).او زر او ګاڼې (به مې هم وركړې وې) او دا ټول د دنيوي  ژوند وسايل دي او آخرت ستا د پالونكي پر وړاندې يوازې د پرهېزګارانو (اوځان ساتيو) لپاره دى .  ))

  ولولا ان يكون الناس امه واحده .......

سيدالشهداء په زهد كې د خپل پلار حضرت علي په څېر د زمانې بېلګه وه هغه د خداى په لار كې له هرڅه تېر شو او كه له يزيد سره يې جوړ جاړى كړى واى؛نو له هر ډول دنيوي ګټو برخمنيده.

علايلي وايي:  " حسين په زهد كې ستر انسان و، د دنيا ژوند ته يې ټيټ كاته او له مړينې نه وېرېده، ا لهي ارزښتونه يې له تنې سره اغږل شوي وو، ټول څيزونه يې له هغو ځار كړل او هېڅ څيز ته يې پام نه و، هغه په ټوله مانا دنيا ته ورشاكړې وه.

حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنه ته يې وويل :  ابا عبدالرحمنه! نه پوهېږې،چې د دنيا پستي له خداى سره ده،چې د يحيى بن زكريا (عليهما السلام) مبارك سريې د بني اسراييلو بد لمنۍ ته وړاندې كړ[64]."

د امام حسين عزت نفس او د ظلم نه منل سمول

ټول اخلاقي ارزښتونه له "عزت نفس " نه راولاړيږي .څوك چې ځان دروند بولي؛نو ځان له ګناهونو او چټليو ژغوري او چې ځان "سپك ګني؛نو له يوې ګناه هم سر نه غړوي.

د غزل بابا- امیر حمزه خان شینواری وايي : سمول

زيات د هرچانه به انسان وي ثنا خوان د حسين

انسانيت به فراموش نه كا احسان  د حسين

هغه په خداى به حواله وركړي يقين دى زما

د محمد نه كه هر څوك اوپښتي حال د حسين

هغه هم شپې وې چې خاطر پرې د بابا و جمع

دغه هم شپې دې چې زلفان دي پرېشان د حسين

يو هغه وخت چې يې دنيا د سترګو اخلي بلا

يو دغه وخت دى چې بې ياره دي چشمان د حسين

لكه د وخت يې واقعات ګذارول شاته

د حادثو ځنې همت و، په امان د حسين

كړ په زغم جنو پاكو اوښكو يې رضا اودس

نمونځ د تسليم ګويا معراج شو په دامان د حسين

غيږ وي پرانستې خوشبويۍ ته هر يو ګل په خندا

فېض د دوام په برخه راوړ ګلستان د حسين


د كربلا په پېښه كې چې له امامه كومې ويناوې راپاتې دي؛ نو "عزت نفس" پكې څرګند ځلېږي او چې له خپل محبوب نيکه نه حديث روايتوي؛نو هغه هم د لوړ همت او "كرامت نفس" په باب وي (په تېرو پاڼو كې ورته اشاره شوې ده )

د سيدالشهداء لاندې غونډله په تاريخ  كې تلپاتې ځلېږي: سمول

" پوه شئ دې حرموني (عبيدالله بن زياد ) د حرموني زوى،د دوه څيزونو په باب اختيارمن كړم؛ مرګ او بل سپكاوى؛خو دا لرې ده،چې زه ذلت ومنم. خداى، پېغمبر، مؤمنانو او سپېڅليو لمنو روزلى يم پردې سربېره نارينتوب، مړانه او تېري ته د غاړې نه ايښوونې روحيه د دې لامل ده،چې ذلت، خوارۍ او سپكاوي ته به غاړه نه ږدم؛ نو ځكه د د شرافت مرګ پرې غوره ګڼم"


د هغه سر ،سر لـــــــــوړي ده د دنيـــــــــــا له چــت اوچته

چې په مرګ  يې ځان خلاص كړى د ذليل ژوند له ذلته

د كربلا په ميدان كې يې وويل : سمول

پر خداى قسم د ذليلو په څېر به تسليم نشم او د مريانو په څېر به و نه تښتم. خداى ته د هغه سرغړاند له شره پناه وړم،چې پر قيامت ايمان نه لري.

د غزل بابا(امیر حمزه خان شینواری) وايي : سمول

ته خبرې د يزيد چې څومره زوردى

ستا قدم د هلاكت د غار په لور دى

هم په دوى کې عبدالله ابن عمر و

هم پکې ابن عباس نامور و

له راتلونكې واقعې هر يو خبر و

اورېدلى يې حديث د پېغمبر و

چې په برخه د حسين کې قرباني وه

ليك په څټ يې د تېغونو رواني وه

له يمنه چې علي په كربلا شو

كربلا باندې چې راغى په ژړا شو

يو صاحب ترې په پرسان د مدعا شو

په غرېو غرېو کې بو تراب ورته ګويا شو

چې دا ځاى مې د اولاد د شهادت دى

دلته، هلته د فلانكي فلانكي تربت دى

تعجب دى له اصحابو به دا هير و

چې مدام به د نبي نه ګېرچاپېر و

دا پاكان دخداى په نوم له سره تېر و

خو څه راز و چې په دې کې تيرو بير و

هغه داچې وي ايثار په بې كسۍ کې

نه د زور په مساوات او په سيالۍ کې

نه شوې پاتې وسيلې نه سببونه

رسالخداىي د عراقيانو نه اسونه

څومره سخت د قربانۍ دي منزلونه

ملګرتيا چې پکې نه كاندي خپل پلونه

اسرې ټولې په دې لارکې لكه ګرد شي

همدردي يې د خواخوږو آه سرد شي

                                                              ******

ورور ميېن په صلح مجتبى شاه شبر زما

سروه د حبش د مهاجرو تره جعفر زما

مونږ هغه كسان يو چې دنيا مو مسلمانه كړه

اى عربو ستاسو توره خونه مو روښانه كړه

اووى ورته دوى مونږه خبر يو هر چې ته وايې

ښه وائې كه بد وايې خو ووايه چې څه وايې


او په بل ځای كې وايي: سمول

" مرګ د خداى په لار كې نېكمرغي ده او له ظالمانو سره جوړ جاړى، خواري ده. "

دښمنانو يې چې پر كېږديو بريد كاوه؛ نو ورته يې وويل :  " د آل ابي سفيان لارويانو ! كه دين نه لرئ او پر آخرت ايمان هم نه؛نو لږ تر لږه خو غيرت ولرئ، زه درسره جنګېږم؛نو په ښځو او كوچنيانو پورې مو څه كار ، هغوى خو څه قصور نه لري؟"

د امام څرګنده ځانګړنه " ظلم نه منونكى " و ، تردې چې يو لقب يې "ابى الضيم" و، له ټولې هستۍ تېر شو؛خو له يزيد سره يې بيعت ونه كړ.

"د ظلم نه منوونكيو مخكښ امام حسين خلكو ته دا وښووله،چې د ستريا او غيرت له مخې،تر خوارۍ او ذلته د شرافت مرګ ومني. امام د ابن زياد سپك او ذليل امان ونه مانه او په خپل شهادت يې د سر لوړي ژوند كرښه وكښله ...."[65]

د غزل بابا (امیر حمزه خان شینواری) وايي : سمول

ته چې د يزيد په خوښه نه وايې ښه نه وايې 

هر څو كه سم سم وايې خو مونږ وايو كاږه وايې

يا خو د يزيد د بېعت جغ وته ګردن نيسه

يا زمونږه غشو نېزو تورو ته دې تن نيسه

پوه شو امام چې دوي به نرم په حجت نشي

توره چې كوم كار كوي هغه په نصيحت نشي

كار چې شي په زهرو هغه چرې په شربت نشي

جوړ به په دې وخت کې بې د جنګه څه صورت نشي

لا خو وه په فكر کې امام په لر او بر د جنګ

راوړو د لښكر نه د دشمن غشو خبر د جنګ

وې امام په جوش کې چې زه غشى زه دماح يمه

زه د ذوالجلال والاكرام يوه سلاح يمه

ځوان يم د جنت د جنتي ګلونو راح يمه

بچ مې له ګذاره شئ زه سور د ذوالجناح يمه

زه نبي نيكه په اوږه باندې ګرزولى يم

زه يم چې حورانو په سندرو کې ستايلى يم

څوك به وي په تاسو کې چې اوزغمي ګزار زما

تندر د اسمان دى كه په لاس کې ذوالفقار زما

رادې شي په مخکې چې د سر وي طلبكار زما

سر قلمولو ته دى ستاسو انتظار زما

زه د بوتراب شاه مردان علي ولد يمه

زه له ماشومتوبه لا د جنګ سره بلد يمه



[1] . د ترمذى سنن 5/322 ،د ترمذى سنن 5/324 ،ذخائرالعقبى 121 مخ

[2] . اسدالغابه 2/21، د طبري تاريخ 4/349 .

[3] . صحيح مسلم 7/130 .

[4] . ذخاير العقبى /134

[5] . ذخاير العقبى 132او 133 مخونه.

[6] . ابن ماجه، سنن 1/51 .

[7] . الاستيعاب 1/375

[8] . د ترمذي سنن 5/322

[9] . د ترمذي سنن 5/323

[10] . اسعاف الراغبين /182.

[11] . ذخاير العقبى 143، نورالابصار 114.

[12] . ذخاير العقبى /130 نورالابصار /109

[13] . الاصابه 1/329، ذخايرالعقبى /123

[14] . ذخايرالعقبى /123

[15] . د ابن ماجه سنن 1/51

[16] . الصواعق /185، ذخائرالعقبى /131

[17] . تذكره الخواص /257.

[18] . د ترمذي سنن 5/324

[19] . د ابن ماجه سنن 1/52

[20] . ارمغان ٧١ مخ

[21] . ذخاير العقبى، ١٣٦ مخ.

[22] . تهذيب التهذيب 2/300

[23] . د ابن عساكر تاريخ 13 / 212

[24] .  البدايه والنهايه 8/37

[25] . مجمع  الزوائد 9/186

[26] . ګنجي، شافعي، كفايه الطالب /425

[27] . د ابن اعثم كوفي تاريخ فارسي ژباړه 345 مخ.

[28] . ابو حنيفه الدينوري، اخبار الطوال /208

[29] . تذكره الخواص /236

[30] . خوارزمي، مقتل 1/181

[31] . خوارزمي مقتل 1/122.

[32] . تذكره الخواص /259

[33] . اخبار الطوال /260

[34] . اسدالغابه 2/21

[35] . عبدالله علايلي، الامام الحسين /118 (د ابن عساكر له تاريخه اخستل شوي دي). 

[36] . كنزالعمال 13 /639

[37] . كنزالعمال 13 / 640

[38] . كفاية الطالب /311

[39] . ذخائر العقبى 123

[40] . ابن ماجه، سنن 1/56 ترمذي، سنن 5/321

[41] . ذخائر العقبى /129

[42] . ذخائر العقبى /136 مخ

[43] . خوارزمي، مقتل 146 مخ، 7 فصل، قندوزي ينابيع الموده /445

[44] . ينابيع الموده /91، ابن مغازلي شافعي، المناقب 297 او 90 مخونه

[45] . خوارزمي، مقتل /184 .

[46] . پورته سرچينه .

[47] . علايلى، الامام الحسين /98 او 99

[48] . ابن اثير، كامل 3/411

[49] (ګوربت، شپږمه ګڼه، 70 مخ)

[50] . يعقوبي تاريخ 2/219

[51] . د ابن عساكر تاريخ 13/56

[52] . شبلنجي، نورالابصار /166

[53] . شعراني، طبقات 1/23 د صفوة الصفوه لنډيز /62

[54] . ياقوت مستعصمي، اسرار الحكما /90

[55] . علايلي، الامام الحسين /126 [د ابن عساكر (4/323) له تاريخه نقل شوى دى].

[56] . بلاغه الحسين /46 (د ابن عساكر له تاريخه اخستل شوي).

[57] . 1_ اسدالغابه 2/20 استيعاب 1/378 ،2_ تذكره الخواص /268 ،  3_ ابن اثير، كامل 3/415 ،  4_ ابن اثير، كامل 3/425 _ 426

[58] . _ نظم در رالسمطين /212 ذخاير العقبى /129، )_علايلي، الامام الحسين /128د ابن عساكر له تاريخه نقل شوي ، علايلي، الامام الحسين /138 له عيون الاخبار (3/140) نه نقل شوي او دا د انعام سورت د 124 ايت يوه برخه ده. 5_  ادب او عاطفت

[59] . 1_ نطم در رالسمطين /209 ، 2_ علايلي، الامام الحسين /129 ،  3_ ابن اثير، كامل 3/440 ، 4_ ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه 2/53 ، 5_ طبرى،تاريخ 4/302

[60] . (الاتحاف بحب الاشراف /59 )

[61] . (ابو الشهدا /71 مخ )

[62] . ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه 3/263 (له قرشي الامام الحسين 1/119 نه اخستل شوي دي )

[63] (زخرف/33 _ 35)

[64] وګورﺉ: ابن اعثم کوفي، فتوح، ۵/ ۴۲- ۴۳ مخونه

[65] . 1 _ ابن ابى الحديد . معتزلي شافعي ، شرح نهج البلاغه 1/302 ،  2 _ ابن اثير، كامل 3/419 ،  3 _ طبرى ، تاريخ 4/305 ،  4 _ ابن اثير ، كامل تاريخ 3/431 ( د الفاظو په لږ شانته توپير )5 _ ابن ابى الحديد ، معتزلي، شافعي شرح نهج البلاغه 1/301