ويښ زلميان له لومړي سره يوه فرهنگي او په راوروسته کې يوه سياسي ټولنه وه، چې زموږ د ولس د تاريخي، ټولنيزو او سياسي شرايطو د بدلون او تکامل څخه د اعليحضرت محمد نادر شاه د سلطنت په لومړيو وختونو کې د محمد گل خان مومند او سردار محمد داود خان د تنظيمه رياستونو په وخت کې په کندهار او ننگرهار کې رامنڅته شو. په کندهار کې د پښتو انجمن او پښتو مجلی د خپريدلو، شعر او ادبي محافلو جوړولو علم او عرفان د پلوشو خپرولو، ميلو او ساتيريو لکه سترنج، ملي ترانو او شعرونو ويلو د مجلسونو د جوړولو په ضمن کې انکشاف او ترقي وکړه؛ هغه مهال حکومت د داسې اصلاحي او ملي ټولنو له جوړولو سره پوره لېوالتيا ښودله. د دغې ټولنې مهم غړي يې کله ناکله دربار ته وربلل، پر تقديرولو او نازولو سربېره يې په ځينو دولتي او ملي چارو کې سلاوې او مرسته ځنې غوښته. د همدغه جلب او جذب له مخې وو چې په کندهار کې دوی شهرت وموند او يو شمير روښاندو او هېوادپالو ځلميانو د هغه د مرام په پرمخ بيولو کې فعاله ونډه واخسته. د رخصتيو په ورځو کې د هغوی د ناستې او ولاړې ځای د شاه بازار د عبدالرحمن دندان ساز دوکان او د مېلمستيا لپاره څينې نور ځايونه ول. دغو مجلسونو ته محمد رسول پښتون، عبدالحی حبيبي، مولوی حاجي عطا محمد، مدير غلام جيلاني الکوزی، حاجی محمد انور خان اڅکزی، مولوی بهرام اڅکزی، عبدالهادي خان هادي، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهيم خواخوږى، آغا محمد خان کرزی، محمد علم بڅرکی، محمد حسين ريدي، صوفي ولي محمد، وکيل نور محمد خان پوپل، نور احمد شاکر، محمد آصف خان، محمد رسول مسلم، حاجی خدای دوست، محمد علي سترنجباز، د ده خواجې حضرتانو رفيع الدين آغا، محمد يوسف آغا، قاضي عبدالصمد او نور هر کله حاضرېدل.

تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته چې کله په اسيا، افريقا او لاتينه امريکا کې د خپلواکۍ او ډيموکراسۍ مبارزو زور واخست، د ملي حکومتونو د جوړولو او مطلقيت د مهارولو لپاره تاوده او ساړه جريانونه پيدا شول، چې د افغانستان شاوخوا سياسي او ټولنيز حالت هم ورسره بدل شو. د هېواد يو شمير ځلميانو چې د ويښو ځلميانو په نامه يې په اخبارونو او محفلونو کې شهرت درلود، د ( ۱۳۲۷ ل) کال د غبرگولي د مياشتې په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونې له مخې د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمير ادبي او عرفاني ملگرو لکه عبدالروف بېنوا، فيض محمد انگار، نور محمد ترکی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمي، عبدالقدوس پرهېز، ابوالحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولي ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالو او روښاندو، د بنسټگرې کنگری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيده، د دارالامان په افشار کې د عبدالمجيد زابلي د نوې ودانۍ پروژې په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو د جوړولو او بيلو ولايتونو د نمايندگانو راغونډولو طرح وړاندې شوه، چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او درېيمه يې د صديق الله رشتين په مشرۍ وه. لومړی يې مترقي او عصری، دويمه يې ملي او وطنۍ، درېيمه يې مذهبي او کلتوري رنگ درلود. د زيات بحث او جر وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په گډون پر دغو توکو هوکړه وشوه:

د اسلام او مشروطه شاهي او د پاچاهي مقام درناوی، د دولت د دروگونو قواوو ترمنځ لکه اجرئيه، تقنينيه، قضائېه تفکيک او بيلوالی، د هغوی د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتواو لويې جرگې له لارې د وخت د ايجادباتو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات راوستل او په هغو عمل کول، د علم او معارف خپرېدل، د مطبوعاتو، فکر او بيان آزادۍ تضمينول، د هر ډول نژادي، لساني، منطقوي تبعيضاتو څخه ډډه کول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعي او ټولنيزو حقوقو تسجيليدل، ظلم، رشوت، قاچاق او بې عدالتيو سره مبارزه کول، د ژوندانه په مسير کې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د حرفت او صنعت رواجول، په هېواد کې د هر چا لپاره د کار د زميني برابرول، د کارگرو او بزگرو حقوق، اقتصادي او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملي ژبې پښتو او پښتونستان د ملي خودارديت پرننگه درېدل، د بشر د حقوقو د اعلاميې، نړيوالې سولې او سلم غوښتل او د عمل په ډگر کې يې پلي کول.

ويښ ځلميان په لومړي سر کې يوه متجانسه او پيېلې ټولنه نه وه. په هغې کې د هرې طبقې او قشر افراد موجود ول. له همدې کبله ځينو دولتي او رسمي عناصرو هڅه کوله چې په راس کې يې واقع سي او هغه د خپلې طبقې په گټه وڅرخوي، خو دغه نهضت نور د ټولنيزو افکارو او طبقاتي خاصيتونو داسې مرکز وگرځيد چې د مطلقيت، ښکېلاک او زبېښاک توجه يې ځان ته جلب کړه.

ويښ ځلميان چې په کال ( ۱۳۲۷ ل) کې د يوې مرکزي، متحدې، ټاکلې سياسي ټولنې په څير د مبارزې ډگر ته راووتل، د هغه کيڼ اړخ خواريکښانو او محرومو طبقو په گټه فعاليت کاوه. دوی د ملي شورا د اوومې دورې په ټاکنو کې فعاله برخه درلوده. د دوی د مبارزو له کبله د مطبوعاتو قانون نافذ سو، ملي ورځپاڼې را ووتې، د اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو لپاره لار اواره سوه، خو د حکومتي لاسوهنو او ددغې ټولنې د ځينو افرادو د تېروتنو له لامله یې خپله دنده څرنگه چې ښايي، مخ ته نه شوه بيولای او حکومت هم د خپلې ډيموکراسۍ او عدالت د شعار د پلان د پر مخبيولو په لار کې د ډول ډول خنډونو او ستونزو سره مخامخ شو، چې د عمومي بې امنيتۍ د راتلو ويره ځنې پيدا کيده. هغه وو چې کرار، کرار يې د خپلې ډيموکراسۍ د کمبلۍ په ټوليدلو پيل وکړ او هغه کسان يې چې په قصدي او يا غير قصدي توگه د دې کړنلارې خنډ گرځيدل، په هغو يې د اوږدې او لنډې مودې جيل خانې وليدې.