وروستۍ نوواله

وروستۍ نوواله یا پست‌مډرنیزم (په انګلیسي: Postmodernism) یو فکري دریځ یا د بلاغت یوه بڼه ده او د هغه څه په هکله چې «د نووالې ‹ستر روایتونه› ځانګړي کوي (د معنی پوهنپوهنیزې قطعیت یا پایښت له مفهومونو سره په ټکر کې) او د سیاسي-ټولنیزې واکمنو نظامونو په ساتنه کې د اېډیولوجي پر ونډې باندې ټینګه کوي» د شکمنوالي یوه لیدلوري له‌لارې تعریفېږي. په ځانګړو تاریخي، سیاسي او هڅوبي بحثونو کې د پوهنیزو ادعاوو مشروط ماهیت ته په کتنې سره، د عیني واقعیت اړوند ادعاوې د لنډباوري ریالیزم په توګه ردېږي. په‌دې توګه، پست‌مډرنیزم لید د ځان-ارجاعیت، پوهنپوهنیزې پرتلوالې، اخلاقي پرتلوالې، کثرت‌پالنې، پېغور یا کنایې، سپکاوي او غوره کَونې له‌لارې ټاکل کېږي؛ دغه لیدلوری د دوه‌ګوني تقابل، دوامداره هویت، سلسله مراتبو او د ډلبندي «نړیوال اعتبار» ردوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

پست‌مډرنیزم په لومړیو کې د ادبي نقد له یوې بڼې څخه رامنځ‌ته شو او د شلمې پېړۍ په نیمایي کې یې د نووالې (مډرنیزم) د ردولو فلسفې په توګه وده وکړه او په ډېرشمېر څانګو کې مشاهده شو. پست‌مډرنیزم د تفکیک‌والې او وروستۍ جوړښت‌پالنې له څانګو سره نږدې اړیکه لري. بېلابېلو لیکوالانو پست‌مډرنیزم د توراندۍ ترویج ګڼي چې د روښاندۍ پر عقل‌پالنې او علمي دقت باندې سترګې پټوي او تحلیلي یا تجربوي پوهې ته یې د یوې بې‌ګټې فلسفې په توګه نقد کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

تعریف

سمول

وروستۍ نوواله یا پست‌مډرنیزم یو فکري دریځ یا د بلاغت یوه بڼه ده او د روښاندۍ عقلانیت اړوند نړۍلیدونه، چې مخینه یې اوولسمې پېړۍ ته رسېږي، له ننګونو سره مخ کوي. پست‌مډرنیزم له پرتلوالې او د سیاسي او اقتصادي واکمنۍ ساتنې پر اېډیولوجي باندې متمرکزې فلسفې سره تړاو لري. پست‌مډرنیزم‌پال «د هغو بیانونو په هکله چې د ټولو ډلو، هڅوبونو، دودونو یا توکمونو لپاره د اعتبار درلودلو ادعا کوي، شک لري او د هغه پر ځای، د هر وګړي پر پرتله‌ییزو واقعیتونو باندې تمرکز کوي». په پست‌مډرنیزم کې «واقعیت» یو ذهني جوړښت ګڼل کېږي. پست‌مډرنیزم د بې‌واسطې واقعیت یا عیني عقلاني پوهې احتمال ردوي او ادعا کوي چې ټول تفسیرونو پر هغو لرلیدونو باندې مشروط دي چې د هغو له‌لارې وړاندې شوي دي؛ د عیني واقعیت اړوند ادعاوې د لنډباوري ریالیزم په توګه ردېږي.[۲۰][۲۱][۲۲]

پست‌مډرنیزم‌پال متفکرین، تر ډېره، د پوهې ادعاوې او ارزښتي سیسټمونه ممکن یا ټولنیز مشروط ګڼي او هغه د سیاسي، تاریخي یا هڅوبي بحثونو او سلسله مراتبو محصول انګېري. پر دې بنسټ، پست‌مډرنیزم‌پال تفکر په پراخه توګه د ځان‌ارجاعیت، پوهنپوهنیزې او اخلاقي پرتلوالې، کثرت‌پالنې او سپکاوي له‌لارې تعریفېږي. پست‌مډرنیزم، تر ډېره، د تفکیک‌والې او وروستۍ جوړښت‌پالنې په څېر فکري مکتبونو سره نږدې اړیکې لري. پست‌مډرنیزم پر هغې انتقادي تیوري باندې ډډه لګوي چې، پر هڅوب باندې د اېډیولوجي، ټولنې او تاریخ اغېزې مهمې ګڼي. پست‌مډرنیزم او انتقادي تیوري، په ټولیز ډول، د عیني واقعیت، اخلاقو، حقیقت، انساني طبیعت، عقل، ژبې او ټولنیز پرمختګ نړۍشمولې مفکورې تر نیوکې لاندې نیسي.[۲۳][۲۴]

پست‌مډرنیزم په لومړیو کې د ادبیاتو او ادبي نقدونو په هکله د بحث یوه بڼه وه، چې د ادبي متن پر ماهیت، معنی، لیکوال او لوستونکي، لیکلو او لوستلو په هکله یې تبصره کوله. پست‌مډرنیزم د شلمې پېړۍ له نیمایي څخه تر وروستیو پورې په زیات‌شمېر علمي څانګو کې د مډرنیزم (نووالې) د رد یا تمبولو لامل په توګه پرمختیا وکړه. د یوه انتقادي عمل په توګه، پست‌مدرنیزم د حاد واقعیت، تماثل، تعقیب او توپیر له مفهومونو څخه کار اخلي او ذهني (انتزاعي) اصول د مستقیمې تجربې په ننګه ردوي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ګړنې آر

سمول

«postmodern» ګړنه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۷۰ز کې وکارول شوه. جان واتکینز چپمن «د انځورګرۍ یوه پست‌مډرنه بڼه» له فرانسوي اغېزوالې څخه د خلاصون لارې په توګه وړاندې کړه. ج. م. تامپسن، په ۱۹۱۴ز کې، په «هیبرت مجله» کې (چې په هرو درې میاشتو کې د فلسفي کره‌کتنې په موخه خپرېده) د خپلې خپرې شوې مقالې له‌لارې، دغه ګړنه د دین نقد کولو په تړاو د لیدلورو او عقیدو د بیانولو په موخه وکاروله او لیکي: «د پست‌مډرنیزم د شتون دلیل، دین او الهیات‌پوهنې ته د هغه د غځولو له‌لارې د دقیق نقد په واسطه، د مډرنیزم (نووالې) له دوه‌ګوني ذهنیت څخه کاتولیکي احساس او همدا راز کاتولیکي دود ته تېښته ده».[۳۱][۳۲][۳۳]

په ۱۹۴۲ز کې، ھ. ر. هېز، پست‌مډرنیزم د نوي ادبي بڼې په توګه وپېژنده.[۳۴]

په ۱۹۲۶ز کې، د سېنت ستېفن کالج (اوسنی بارد کالج) رئیس «برنارد ایدېنګز بل»، له مډرنیزم وروسته تاریخي پېر د بیانولو لپاره له دغې ګړنې څخه کار واخېست او د «پست‌مډرنیزم او نورې مقالې» تر سرلیک لاندې یې خپله لیکنه خپره کړه. دغه مقاله د روښاندۍ پېر اوږدمهاله ټولنیز-هڅوبي معیارونه، لیدلوري او کړنې نقد کوي. سربېره پر دې، په دغې لیکنه کې د مډرنیزم وروسته پېر د هڅوبي بدلونونو وړاندوینه کېږي او (څرنګه چې «بل» یو انګلیسي اسقف کاهن دی) د حل‌لارې په توګه د اورتودُکس مذهب وړاندیز کوي. سره له‌دې، د «پست‌مډرنیتي» ګړنه د لومړي ځل لپاره د یوې ټولیزې تیوري په توګه، په ۱۹۳۹ز کې د آرنولډ ج. توینبي تاریخي غورځنګ لپاره وکارول شوه: «زموږ خپله پست‌مډرن پېر د ۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸ز عمومي جګړې په نښتې سره پیل شو».[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

په ۱۹۴۹ز کې، دغه ګړنه له نومهالې مهندسۍ څخه د ناخوښۍ بیانولو لپاره وکارول شوه او په پایله کې د مډرن‌پالې مهندسۍ غورځنګ (چې د مهندسۍ نړیوال سبک په توګه پېژندل کېږي) خپل ځای د پست‌مډرن‌پالې مهندسۍ غورځنګ ته پرېښود. په مهندسۍ کې پست‌مډرنیزم، په لومړیو کې د سطحي ښکلاوو د بیا رامنځ‌ټه کولو، په ښاري چاپېریالونو کې د ودانیو مهندسۍ ته د نوې کتنې، په تزئیني بڼو (غوره کَونه) کې د تاریخي ارجاع او غیرعمودي ګوټونو نښه وه.[۴۱][۴۲][۴۳]

په ۱۹۷۱ز کې، مل بوشنر د لندن په نومهالو هنرونو کالج کې د یوې وینا له‌لارې، په هنر کې «پست‌مډرنیزم» بیان کړ او څرګنده یې کړه چې دغه لړۍ د جاسپر جانز له‌خوا پیل شوه، «چا چې د لومړي ځل لپاره، د خپل هنر د بنسټ په توګه، حسي معلومات او ارقام او واحد ځانګړی لیدلوری رد کړ او هنر یې د یوې انتقادي څېړنې په توګه وانګېره».[۴۴]

په ۱۹۹۶ز کې، والتر تروت اندرسن، پست‌مډرنیزم د څلورو ځېلپوهنیزو نړۍلیدونو له ډلې څخه وګاڼه، چې نوموړی دغه نړۍلیدونه په لاندې توګه پېژني:

  • نیورومانتیک، چې په هغه کې حقیقت، د باطن له طبیعي یا معنوي راسپړنۍ سره، د همغږۍ موندنې له‌لارې ترلاسه کېږي.[۴۵]
  • پست‌مډرن-ایرونیستي، چې حقیقت ته د یوه ټولنیز جوړښت په سترګه ګوري.
  • علمي-عقلاني، چې په هغه کې حقیقت د مېتودولوجیکي او منظمې څېړنې له‌لارې تعریفېږي.
  • ټولنیز-دودیز، چې په هغه کې حقیقت د امریکا او لوېدیځ تمدن په میراث کې موندل کېږي.

تاریخچه

سمول

د اوسني پست‌مډرنیزم بنسټیز ځانګړنې د ۱۹۴۰ز لسیزې په لومړیو کې د موندلو وړ دي؛ په ځانګړې توګه کولای شو د خورخي لويس بورخېس په څېر د هنرمندانو آثارو ته اشاره وکړو. سره له‌دې، ډېري څېړونکي پر دې توافق لري چې پست‌مډرنیزم تفکر د ۱۹۵۰ز لسیزې په وروستیو کې له مډرنیزم سره په سیالۍ پیل وکړ او په ۱۹۶۰ز لسیزه کې پر مډرنیزم باندې لاسبری شو.[۴۶][۴۷]

د پست‌مډرنیزم لومړنۍ ځانګړنې، په ټولیزه توګه، عبارت دي له: د پېغور په توګه له سبکونو، اقتباسونو او روایتي کچو سره لوبېدل، د لوېدیځ هڅوب «سترو روایتونو» په هکله مېتافزیکي شکمنواله یا اپلت‌پالنه (نهیلیزم)، او د واقعیت په بدل کې د مجازي ښکارندې غوره ګڼل (یا په لا دقیقه توګه، په بنسټیز ډول د داسې یوې پوښتنې مطرح کول چې «واقعیت» له څه شي څخه ترکیب شوی دی).[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

د ۱۹۹۰ز لسیزې له وروستیو راهیسي، په عامه هڅوب او په اکاډمیکو چاپېریالونو کې داسې یوه انګېرنه رامنځ‌ته شوه چې پست‌مډرنیزم «له موډه غورځېدلی دی». ځیني نور بیا استدلال کوي چې پست‌مډرنیزم د اوسني هڅوبي تولید په محتوا کې مړ شوی دی.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

سرچينې

سمول
  1. Nuyen, A.T., 1992. The Role of Rhetorical Devices in Postmodernist Discourse. Philosophy & Rhetoric, pp.183–194.
  2. Torfing, Jacob (1999). New theories of discourse : Laclau, Mouffe, and Z̆iz̆ek. Oxford, UK Malden, Mass: Blackwell Publishers. ISBN 0-631-19557-2.
  3. "Postmodernism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2015). (5 February 2015). Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  4. Duignan, Brian. "Postmodernism". Britannica.com. نه اخيستل شوی 24 April 2016.
  5. Bryant, Ian; Rennie Johnston; Robin Usher (2004). Adult Education and the Postmodern Challenge: Learning Beyond the Limits. Routledge. p. 203.
  6. "postmodernism". American Heritage Dictionary. Houghton, Mifflin, Harcourt. 2019. Archived from the original on 15 June 2018. نه اخيستل شوی 5 May 2019 – via AHDictionary.com. Of or relating to an intellectual stance often marked by eclecticism and irony and tending to reject the universal validity of such principles as hierarchy, binary opposition, categorization, and stable identity.
  7. Bauman, Zygmunt (1992). Intimations of postmodernity. London New York: Routledge. p. 26. ISBN 978-0-415-06750-8.
  8. Lyotard, Jean-François (1989). The Lyotard reader. Oxford, UK / Cambridge, Massachusetts: Blackwell. ISBN 0-631-16339-5.
  9. "postmodernism". Oxford Dictionary (American English). Archived from the original on 17 January 2013 – via oxforddictionaries.com.
  10. Mura, Andrea (2012). "The Symbolic Function of Transmodernity". Language and Psychoanalysis. 1 (1): 68–87. doi:10.7565/landp.2012.0005.
  11. "postmodern". The American Heritage Dictionary of the English Language (4th). (2000). 
  12. Hutcheon, Linda (2002). The politics of postmodernism. London New York: Routledge. ISBN 978-0-203-42605-0.
  13. Hatch, Mary (2013). Organization theory : modern, symbolic, and postmodern perspectives. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-964037-9.
  14. Hicks, Stephen (2011). Explaining postmodernism : skepticism and socialism from Rousseau to Foucault. Roscoe, Illinois: Ockham's Razor Publishing. ISBN 978-0-9832584-0-7.
  15. Brown, Callum (2013). Postmodernism for historians. London: Routledge. ISBN 978-1-315-83610-2.
  16. Bruner, Edward M. (1994). "Abraham Lincoln as Authentic Reproduction: A Critique of Postmodernism" (PDF). American Anthropologist. 96 (2): 397–415. doi:10.1525/aa.1994.96.2.02a00070. JSTOR 681680. S2CID 161259515. Archived from the original (PDF) on 27 February 2020.
  17. Callinicos, Alex (1989). Against postmodernism : a marxist critique. Cambridge: Polity Press. ISBN 0-7456-0614-8.
  18. Devigne, Robert (1994). "Introduction". Recasting conservatism : Oakeshott, Strauss, and the response to postmodernism. New Haven, Connecticut: Yale University Press. ISBN 0-300-06868-9.
  19. Sokal, Alan; Bricmont, Jean (1999). Intellectual impostures : postmodern philosophers' abuse of science. London: Profile. ISBN 1-86197-124-9.
  20. Nuyen, A.T., 1992. The Role of Rhetorical Devices in Postmodernist Discourse. Philosophy & Rhetoric, pp.183–194.
  21. Torfing, Jacob (1999). New theories of discourse : Laclau, Mouffe, and Z̆iz̆ek. Oxford, UK Malden, Mass: Blackwell Publishers. ISBN 0-631-19557-2.
  22. "Postmodernism Glossary". Faith and Reason. 11 September 1998. نه اخيستل شوی 10 June 2019 – via PBS.org.
  23. Kellner, Douglas (1995). Media culture : cultural studies, identity, and politics between the modern and the postmodern. London / New York: Routledge. ISBN 0-415-10569-2.
  24. Duignan, Brian. "Postmodernism". Britannica.com. نه اخيستل شوی 24 April 2016.
  25. "postmodernism". Oxford Dictionary (American English). Archived from the original on 17 January 2013 – via oxforddictionaries.com.
  26. Mura, Andrea (2012). "The Symbolic Function of Transmodernity". Language and Psychoanalysis. 1 (1): 68–87. doi:10.7565/landp.2012.0005.
  27. "postmodern". The American Heritage Dictionary of the English Language (4th). (2000). 
  28. Hutcheon, Linda (2002). The politics of postmodernism. London New York: Routledge. ISBN 978-0-203-42605-0.
  29. Hatch, Mary (2013). Organization theory : modern, symbolic, and postmodern perspectives. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-964037-9.
  30. Lyotard, Jean-François (1989). The Lyotard reader. Oxford, UK / Cambridge, Massachusetts: Blackwell. ISBN 0-631-16339-5.
  31. Welsch, Wolfgang; Sandbothe, Mike (1997). "Postmodernity as a Philosophical Concept". International Postmodernism. Comparative History of Literatures in European Languages. Vol. XI. p. 76. doi:10.1075/chlel.xi.07wel. ISBN 978-90-272-3443-8.
  32. Hassan, Ihab, The Postmodern Turn, Essays in Postmodern Theory and Culture, Ohio University Press, 1987. p. 12ff.
  33. Thompson, J. M. "Post-Modernism," The Hibbert Journal. Vol XII No. 4, July 1914. p. 733
  34. Dorsey, Arris (2018). Origins of Sociological Theory. Collier, Readale. p. 211. ISBN 978-1-83947-426-2.
  35. Merriam Webster's Collegiate Dictionary, 2004
  36. Madsen, Deborah (1995). Postmodernism: A Bibliography. Amsterdam; Atlanta, Georgia: Rodopi.
  37. Russell Kirk: American Conservative. University Press of Kentucky. 9 November 2015. ISBN 9780813166209.
  38. Russello, Gerald J. (25 October 2007). The Postmodern Imagination of Russell Kirk. University of Missouri Press. ISBN 9780826265944 – via Google Books.
  39. Bell, Bernard Iddings (1926). Postmodernism and Other Essays. Milwaukie: Morehouse Publishing Company.
  40. Arnold J. Toynbee, A study of History, Volume 5, Oxford University Press, 1961 [1939], p. 43.
  41. Encyclopædia Britannica, 2004
  42. Seah, Isaac. "Post Modernism in Architecture" Archived 2022-10-27 at the Wayback Machine..
  43. Drucker, Peter F. (1957). Landmarks of Tomorrow. New York: Harper Brothers. Archived from the original on 12 April 2019. نه اخيستل شوی 2 August 2015.
  44. Bochner, Mel (2008). Solar System & Rest Rooms: Writings and Interviews 1965–2007. USA: The MIT Press. p. 91. ISBN 978-0-262-02631-4.
  45. Anderson, Walter Truett (1996). The Fontana Postmodernism Reader.
  46. See Barth, John: "The Literature of Exhaustion." The Atlantic Monthly, August 1967, pp. 29–34.
  47. Cf., for example, Huyssen, Andreas: After the Great Divide. Modernism, Mass Culture, Postmodernism. Bloomington: Indiana University Press, 1986, p. 188.
  48. See Hutcheon, Linda: A Poetics of Postmodernism. History, Theory, Fiction. New York: Routledge, 1988, pp. 3–21
  49. See McHale, Brian: Postmodern Fiction, London: Methuen, 1987.
  50. See Lyotard, Jean-François, The Postmodern Condition: A Report on Knowledge, Minneapolis: University of Minneapolis Press 1984
  51. See Baudrillard, Jean: "Simulacra and Simulations." In: Jean Baudrillard. Selected Writings. Stanford: Stanford University Press 1988, pp. 166–184.
  52. Fjellestad, Danuta; Engberg, Maria (2013). "Toward a Concept of Post-Postmodernism or Lady Gaga's Reconfigurations of Madonna". Reconstruction: Studies in Contemporary Culture. 12 (4). Archived from the original on 23 February 2013. DiVA 833886.
  53. Kirby, Alan (2006). "The Death of Postmodernism and Beyond". Philosophy Now. 58: 34–37.
  54. Gibbons, Alison (2017). "Postmodernism is dead. What comes next?". TLS (په انګليسي). نه اخيستل شوی 17 February 2020.
  55. Potter, Garry and Lopez, Jose (eds.): After Postmodernism: An Introduction to Critical Realism. London: The Athlone Press 2001, p. 4.