وروستۍ لرغونې زمانه

د وروستۍ لرغونې زمانې اصطلاح، تاريخ پوهان د اروپا او مديترانې د رود ګاونډيو سيمو د پخوانۍ لرغونې زمانې څخه د منځنيو وختونو د لېږد د دوره بندي کولو لپاره کاروي. په انګريزي کې د دې دوره بندي کولو ته د شهرت ورکولو نسبت په عمومي توګه، تاريخ پوه پيټر براون ته له هغه وروسته وشو چې نوموړي په ۱۹۷۱ز کال کې خپله اساسي څېړنه «د لرغونې زمانې د پای نړۍ» خپره کړه. د وخت کره سرحدونه، د تل لپاره د بحث موضوعات دي، خو براون دا موده له ميلاد څخه وروسته د درېيمې او اتمې پېړۍ تر منځ وړانديز کړې ده. په ټوله کې دا موده، د رومي سترواکۍ د درېيمې پېړۍ د کړکېچ له پای ته رسېدو (۲۳۵-۲۸۴ز) څخه پېل، د مسلمانانو تر لومړيو فتوحاتو (۶۲۲-۷۵۰ز)  پورې بلل کېدای شي، يا په اټکلي ډول د ساساني سترواکۍ سره معاصر (۲۲۴-۶۵۱ ز) وختونه. په لويديځ کې د دې مودې پای، له دې هم مخکې و؛ يعنې د منځنيو پېړيو په پيل کېدو سره چې په عمومي توګه په شپږمه پېړۍ کې يا له هغې څخه مخکې د لويديځې رومي سترواکۍ په څنډو کې وه.

د ديوکلتيانوس د پاچهۍ له پيل راهيسې په رومي سترواکۍ کې د پام وړ ټولنيز، کلتوري او انتظامي بدلونونه رامنځ ته شول، چا چې په ختيځو او لويديځو برخو کې د دې سترواکۍ په وېشلو پيل وکړ، کومې چې په هم مهاله ډول د بېلا بېلو سترواکانو له خوا اداره کېدې. ساساني سترواکي، د اشکانيانو سترواکي ونيوله او په دې سره د روميانو او پارسيانو ترمنځ د نوې جګړې پړاو پيل شو چې رومي او ساساني جګړې يې بولي. د يوناني ختيځ او لاتيني لويديځ ترمنځ اختلافات لا پسې څرګند شول. د څلورمې پېړۍ په لومړيو کې د ديوکلتيانوس پاچا له خوا د مسيحيانو د ځورولو لړۍ ګاليريوس پای ته ورسوله او د لومړي کنستانتين د پاچهۍ پر مهال، مسيحي دين په سترواکۍ کې قانوني وګرځول شو. د ارمنيا د درېيم تيردات، د لايبيريا د درېيم ميريان او اکسوم د ايزانا له لوري د مسيحي دين له منلو وروسته، په څلورمه پېړۍ کې د رومي سترواکۍ مسيحي کېدل لا پسې وغزېدل، چې وروسته يې د کوش پر سلطنت بريد وکړ او دې سلطنت ته يې د پای ټکی کېښود. د څلورمې پېړۍ په وروستيو او لومړي تيودوسيوس د پاچهۍ پر مهال، نايسن مسيحيت د رومي سترواکۍ دولتي کليسا اعلان شوه.

په پنځمه پېړۍ کې په ختيځ کې قسطنطينيه د سترواکۍ همېشنی استوګنځای شو او د روم ځای يې ونيو چې په پخوانۍ رومي سترواکۍ او د مديترانې په رود کې تر ټولو ستر ښار و. د اوبو د رسولو په موخه، د روم تر ټولو ستر د اوبو د نل نظام، چې ۲۵۰ کيلو متره (۱۶۰ ميله) اوږد و او د والينس د اوبو ستر نل يې باله جوړ شو او د روم تر ټولو لوړ د بريا څلي دلته دنګ کړای شول.

د څلورمې پېړۍ په وروستيووختواو له هغې وروسته جرمني، هوني او اسلاوي کډوالو، د روم حکومت ګډوډ کړچې لومړی په ۴۱۰ زکې د ويزيګوتيانو له خوا د روم تالاکول او ورپسې په ۴۵۵ زکې د وندالانو له خوا د روم په تالا کولو سره خپل اوج ته ورسېدل. دا هرڅه په ۴۷۶ ز کال کې په لويديځ کې د رومي سترواکۍ د ماتې برخه وه. د لويديځې سترواکۍ ځای، په اصطلاح بربري پاچاهيو ونيو او اريايي مسيحي ستروګوتيانو په روم له روانا څخه پاچهي کوله. د يوناني-رومي، جرمني او مسيحي دودونو، د کلتوري شرېکېدو په پايله کې د اروپا کلتور رامنځته کړ.

په شپږمه پېړۍ کې له يوې خوا، په ختيځ کې د رومي سترواکۍ حکومت روان و، له بل لوري د روم او ايران (بیزانس او ساساني) جګړې روانې وې. د لومړی جستينين هڅو وکولای شول چې د استروګوتيانو او ويندال پاچايانې نسکورې کړي او بېرته يې له سترواکۍ سره يوځای کړي. هغه مهال، کله چې د روم پاچا، د ايټاليې زياتې برخې او شمالي افريقا بېرته د سترواکۍ تر واک لاندې راغلل. که څه هم دايټاليې زياته برخه، ژرد لومبرډاس برخه وګرځېده. د راوينا نائب السلطنة مقاومت وکړ او په دې توګه يې د بازنتيني پاپ مقام وساته. جستانيانوايا صوفيا ودان کړ، چې د بازنتيني معمارۍ ستره نمونه ده او د پېړيو په اوږدو کې، لومړۍ وبا خپره شوه. ساسانيانو په تيسفون کې طاق کسرا جوړ کړچې د نړۍ په کچه د خښتو له مرستې پرته د يو چت تر ټولو ستره خونه (ايوان) او د ساسانيانو د معمارۍ بريا ده.

د شپږمې پېړۍ په منځ کې سختې اقليمي پېښې (د ۵۳۵-۵۳۶- اورغورځوونکي ژمي او د لرغونې زمانې د پای د لږ کنګل کلونه) او له ناورينه ډکه وبا (د جستانيانو وبا په ۵۴۱زکال کې) رامنځته شول. په ټولنيز او سياسي ژوند د دې پېښو اغېزې اوس هم تر بحث لاندې دي.

په اوومه پېړۍ کې د بازنتيني او ساسانيانو له ناورينه ډکې جګړې، چې په ۶۰۲-۶۲۸ ز کال کې پېښې شوې وې او د خسرو پرويز او هراکليوس هڅو په عربي ټاپووزمه کې د حضرت محمد (ص) د ژوند پر مهال د اسلام راپورته کېدو ته لاره هواره کړه. په شام او فارس کې د مسلمانانو وروستيو سوبو (فتحو)، ساساني سترواکي نسکوره کړه، د ختيځ روم سترواکي له درې برخو دوه برخې يې د تل لپاره د روم له واکه وايستلې او راشده خلافت يې رامنځ ته کړ.

د هراکليوس د کورنۍ تر واک لاندې بازنتيني سترواکي، د بازينتين منځنی پړاو پيل کړ اود اوومې پېړۍ په وروستيو کې د اموي خلافت د رامنځ ته کېدو پر مهال، په عمومي توګه د لرغونې زمانې اخر پای ته مومي.

اصطلاحات سمول

Spätantike  لفظ، چې ټکي پر تکي معنا يې «وروستۍ لرغونې زمانه» ده، د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د الويس ريګل له خوا دې اصطلاح ته د شهرت ورکولو راهيسې، د الماني تاريخ پوهانو له خوا کارول کېږي. دا لفظ په انګليسي کې تر يو بريده د پيټر براون د ليکنو له لارې خپور شو. په ۱۹۴۷زکال کې « د لرغونې زمانې پای» په نوم د پيټر براون اندټولونې د ګيبون لرغوني کلتور پخواني او ډبرين نظريات ،د نوي والي او پيل څخه د ډک وخت په ګټه سم کړل او د سر ريچارډ سادرن د کتاب « د منځنيو پېړيو جوړول» په مقابل کې، د پيټر براون دې لیکنې چې «د وروستۍ لرغونې زمانې جوړول» د هغه وخت په لويديځ کلتور کې د بدلونونو د پوهېدو لپاره نوې بېلګه وړاندې کړه. [۱] [۲]

ليکوالانو د وروستۍ رومي سترواکۍ، په څه ډول چې د ديوکلتيانوس له خوا بيا منظمه شوې وه، (۲۸۴-۳۰۵) او لومړيو منځنيو پېړيو تر منځ پر دوام ټينګار کړی، څوک چې هيله لري، تر څو په دې ټینګار وکړي چې د منځنيو پېړيو زړي، د سترواکۍ د مسيحي کېدو پر مهال د پرمختګ په حال کې وو او دوی هڅه کوله چې دې چارې ته په ختيځې رومي سترواکۍ يا بازينتيني سترواکۍ کې هم لږ تر لږه د اسلام تر راتګ پورې دوام ورکړي. په ورته وخت کې ځينو کډوالو او جرمني قبيلو،لکه: اوسټروګوټان او ويزيګوتانو خپل ځانونه په رومي کلتور کې دايمي پاتې کېدونکي ولېدل.  په داسې حال کې چې« وروستۍ لرغونې زمانه» وايي چې: د پخوانۍ لرغونې زمانې ټولنيزاو کلتوري لومړيتوبونه، په منځنيو پېړيو کې په ټوله اروپا کې منل شوي وو. د« لومړنۍ منځنۍ پېړۍ» يا «لومړني بازينتيني» کاروونکي، د لرغونې ماضي او «کډوالۍ دورې» تر منځ په تشه ټينګار کوي او موخه يې دا ده چې د پخوانۍ لويديځې رومي سترواکۍ د پولو په دننه کې ، د جرمني سلطنتونو د رامنځ ته کېدو له امله پر پېښو شوو ګډوډيو تاکيد کم کړي، چې د فيوديراتيانو او ګوتيانو په مرسته، په ۴۱۸ زکال کې په اکويټينيا کې پيل شوي وو.[۳][۴]

په دې دوره کې په اروپا کې د نفوس، تيکنالوژيکي زده کړې او د ژوند د معيارونو عمومي زوال، د نوي والي دورې «رنسانس» د ليکوالانو لپاره د ټولنيز سقوط اصلي بېلګه وګرځېده. د دې زوال په پايله کې او په ځانګړي ډول له اروپا څخه د اړوندو تاريخي اسنادو د کمښت له امله، په اټکلي ډول د پنځمې پېړۍ څخه تر کارولينجي رنسانس پورې (يا له هغې هم وروسته) مودې ته د « تياره پېړيو» نوم ورکول کېږي. په ډېرو تاريخي ويناوو کې اوس له دې ټکي(لفظ) څخه ګټه نه اخستل کېږي، بلکې دا ټکی اوس د لويديځ روم سترواکۍ، د لومړي بیزانس سترواکۍ او لومړيو منځنيو پېړيو په دوره يي کولو کې«د لرغونې زمانې پای» باندې بدل شوی دی.[۵]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. A. Giardana, "Esplosione di tardoantico," Studi storici 40 (1999).
  2. Glen W. Bowersock, "The Vanishing Paradigm of the Fall of Rome" Bulletin of the American Academy of Arts and Sciences 49.8 (May 1996:29–43) p. 34.
  3. The Oxford Centre for Late Antiquity dates this as follows: "The late Roman period (which we are defining as, roughly, CE 250–450)..." Archived 2017-07-06 at the Wayback Machine.
  4. A recent thesis advanced by Peter Heather of Oxford posits the Goths, Hunnic Empire, and the Rhine invaders of 406 (Alans, Suevi, Vandals) as the direct causes of the Western Roman Empire's crippling; The Fall of the Roman Empire: a New History of Rome and the Barbarians, OUP 2005.
  5. Gilian Clark, Late Antiquity: A Very Short Introduction (Oxford 2011), pp. 1–2.