ورنر فون براون

ورنر مګنوس ماکسیمیلیان فرایر فون براون (زوکړه: د ۱۹۱۲ زکال د مارچ ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۷۷ زکال د جون ۱۶ مه) جرمني الاصله امریکا هوا فضایی انجینر او د فضايي توغندیو جوړونکی و. نوموړی د نازي ګوند او الګماینه اس اس غړی، همدارنګه په نازي جرمني کې د توغندیو او په متحده ایالاتو کې د توغندیو او فضایي تکنالوژۍ له مخکښانو څخه و. [۱۸][۱۹]

ورنر فون براون
(الماني: Wernher von Braun د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ورنر فون براون
ورنر فون براون

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Wernher Magnus Maximilian Freiherr von Braun د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ مارچ ۱۹۱۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 16 جون 1977 (65 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای واشنګټن ډي سي (۱۹۷۰–)
برلين   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت نازي جرمني
د امریکا متحده ایالات (۱۵ اپرېل ۱۹۵۵–)
جرمن سترواکي
د وايمار جمهوريت
لوېديځ جرمني [۱۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند نازي ګوند (۱ مې ۱۹۳۷–۱۹۴۵)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فزيک پوه
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۵]
انگليسي [۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د هوا فضا انجینري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ناسا [۱۷]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري ناسا   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ورنر فون براون
ورنر فون براون

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فون براون په ځوانۍ کې د نازي جرمني د توغندويي سیستم د پراختیا په پروژه کې کار کوه. نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په پنمونده ښار کې د V-2 راکټ په طراحۍ او هغو ته د پراختیا ورکولو په برخه کې ونډه لرله. له جګړې وروسته نوموړی له نږدې ۱۶۰۰ نورو جرمني ساینس پوهانو، انجینرانو او تخنیکرانو سره په ګډه د پېپر کلېپ عملیاتو د برخې په توګه متحده ایالاتو ته کډه شو. نوموړي د متحده ایالاتو په پوځ کې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو په برخه کې کار وکړ او همدارنګه یې داسې توغندي ته پراختیا ورکړه چې پر مټ یې په ۱۹۵۸ زکال کې د متحده ایالاتو لومړنۍ فضايي سپوږمکۍ اکسپلورر یو (Explorer 1) فضا ته ولېږل شوه. نوموړي له والټ ډیزنی سره د فلمونو په یوې ټولګې کار وکړ چې د ۱۹۵۵ زکال څخه تر ۱۹۵۷ زکال پورې یې په متحده ایالاتو او نور هېوادونو کې فضا ته د انسان د سفر ایډیا ترویج کړه. [۲۰][۲۱]

په ۱۹۶۰ زکال کې د هغه کار ډله په ناسا کې وګمارل شوه، چېرې چې نوموړي د نوي رامنځته شوي مارشال فضايي الوتنې د مرکز د مدیر او همدارنګه یې د تر ټولو زیات وزن لرونکي پنځم ساترون توغندي د مشر انجینر په توګه خدمت کاوه او اپولو توغندی یې سپوږمۍ ته ولېږه. براون په ۱۹۶۷ زکال کې د انجینرۍ ملي اکاډمۍ ته ولاړ او په ۱۹۷۵ زکال کې یې د علومو ملي مډال ترلاسه کړ. [۲۲][۲۳]

فون براون په پراخه کچه د «فضايي سفر د پلار»، «د توغندويي علم پلار» او «د امریکايي مصنوعي سپوږمکیو پلار» ګڼل کېږي. نوموړي مریخ ته د انساني ماموریت څخه ملاتړ کاوه. [۲۴][۲۵][۲۶]

لومړنی ژوند سمول

ورنر فون براون د ۱۹۱۲ زکال د مارچ په ۲۳ مه د پروس پاچاهۍ ته په اړوند د پوزن ایالت په ویرستز کوچني ښارګوټي کې وزیږېد؛ چې بیا وروسته جرمني ته اړوند شو او اوس په پولنډ کې دی. [۲۷]

پلار یې مګنوس فرایر فون براون (۱۸۷۸- ۱۹۷۲ زکال) دولتي مامور او محافظه کار سیاستوال و. نوموړی د وایمار په فدرال جمهوري دولت کې د کرهڼې وزیر و. د هغه مور ایمی فون کویستورپ (۱۸۸۶- ۱۹۵۹ زکال) د خپلو پلرنیو او مورنیو اجدادو له اړخه په منځنیو پېړیو کې د اروپا سلطنتي کورنیو ته اړونده وه او د فرانسې د دریم فلیپ، د ډنمارک د لومړي والدمار، د سکاټلنډ د دریم رابرټ او د انګلنډ د دریم اډوارډ له اولادې څخه راتله. ورینر د زیګیسمونډ فون براون په نامه له ځانه مشر یو ورور درلود چې د لویدیځ جرمني دیپلمات و او د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه؛ د نوموړي کشر ورور مګنوس فون براون هم د ده په څېر د توغندیو انجینر و او وروسته د کرېسکر موټر جوړونکي شرکت له مخکښو اجرایوي مدیرانو څخه شو. [۲۸][۲۹][۳۰]

د دوی کورنۍ په ۱۹۱۵ زکال کې د برلین ښار برانډنبورګ ته کډه وکړه، ځکه چې د دوی پلار دلته د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې دنده ترسره کوله. وروسته له هغه چې ورنر لوتري کلیسا ومنله، مور یې ورته یو تلسکوپ ورکړ او په دې سره نوموړي له ستور پوهنې سره زیاته لیوالتیا پیدا کړه. فون براون په ډېر لږ عمر کې د سیلو او پیانو غږول زده کړل او یو مهال یې آن هوډ وکړ چې سندرې جوړونکی شي. هغه د کمپوز جوړولو په برخه کې له پاول هیندمیت سره زده کړې وکړې. د ځوان ورنر څو پاتې شوې موسیقاري پارچې د هیندمیت د سبک څرګندونه کوي. هغه کولای شول په پیانو باندې د بتهوون او باخ لیکل شوي کمپوزونه له یادو اجرا کړي. د ۱۹۲۵ زکال په پیل کې ورنر وایمار ته څېرمه د تورینګن د آزاد ایالت په اترزبرګ قلا کې یو بشپړ مهالي ورځني او شپني ښوونځي ته لاړ، خودلته هغه د فزیک او ریاضي په برخو کې مخکښ نه و. په دغه ځای کې نوموړي د سیاروي فضایي توغندیو اړوند کتاب (Die Rakete zu den Planetenräumen) یو نسخه ترلاسه کړه چې په ۱۹۲۳ زکال کې د توغندیو په برخه کې د مخکښ هرمان اوبرث له خوا لیکل شوې وه. په ۱۹۲۸ زکال کې یې والدینو د ختیځې فریزیا په شمالي سیند کې د شپیکرووک ټاپو هرمن – لیتز – انټرناټ(Hermann-Lietz-Internat) ته کډه وکړه او هغه یې د همدغې سیمې د استوګنې کورونو په ښوونځي کې شامل کړ. فضايي سفرونه چې د ورنر په زړه کې یې لیوالتیا رامنځته کړې وه لامل وګرځېدل چې هغه ځان فزیک او ریاضي ته ځانګړی کړي او د توغندیو له انجینرۍ سره د خپلې لېوالتیا په لټه کې شي. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د ۱۹۲۰ مې لسیزې په وروستیو کې د فریترز فون اوپل او ماکس والیر تر نظر لاندې د اوپل راک په نامه په لویه کچه د نړۍ د فضایي توغندیو لومړنۍ ازمایښتي پروژه پیل شوه چې پر مټ یې انسان وړونکي راکټ موټرونه او راکټ الوتکې رامنځته شوې او په دې سره د نازیانو V2 پروګرام او له ۱۹۵۰ زکال وروسته د متحده ایالاتو او شوروي نورو چارو ته لار هواره شوه. د اوپل راک په پروژه کې د ځمکني او هوايي لېږد د جوړو شوو وسیلو د لیدو په موخه ګڼ شمېر کسان راغونډ شول. د خلکو ګڼه ګوڼې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ګڼ شمېر کسانو پام ځانته واړوه چې د «راکټ رامبل» په نامه د نړیوال عامه هیجان د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل؛ دغې چارې د فضایي الوتنو په راتلونکو مخکښانو په ځانګړې توګه په ورنر اوږد مهالی اغېز وکړ. ۱۶ کلن فون براون ورنر د اوپل راک لپاره د عامه نندارې سره دومره لیوالتیا پیدا کړه چې خپل په لاس جوړ راکټ موټر یې جوړ کړ او نږدې و چې په دې لار کې ځان مړ کړي. هغه د نندارې پر مهال له دې امله لوی اختلال رامنځته کړ چې په خپل جوړ کړي د لوبو په موتړ کې یې اور اخیستونکي توکي کارولي و. نوموړی د سیمه ئیزو پولیسو له خوا ونیول شو او ترهغه مهاله یې ساتلی و چې پلار یې د هغه د اخیستو لپاره بېرته راغی. لوی اقتصادي ناورین د اوپل راک پروژې د پای لامل وګرځېد او فریتز فون اوپل په ۱۹۳۰ زکال کې له جرمني څخه ووت، په پیل کې نوموړي متحده ایالاتو ته کډه وکړه او وروسته فرانسې او سویس ته کډه شو. د اوپل راک د پروژې له پاشل کېدو وروسته ویلز د ۱۹۳۰زکال په نیمايي کې هغه مهال چې د محرکه قوې په توګه یې په توغندیو کې پر مایع سون توکو ازموینه کوله ومړ او په دې سره نوموړی فضا ته د تلو په لار کې لومړنی قرباني بلل کېږي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

په ۱۹۳۰ زکال کې فون براون د برلین تخنیکي انستیتیوت ته ولاړ، او هلته د فضایي الوتنې له ټولنې (Verein für Raumschiffahr یا "VfR") سره چې د والیر له خوا تاسیس شوې وه یوځای شو، والیر په دغه ځای کې د مایع سون توکو کاروونکو موتورونو په ازموینه کې له ویلي لي او نورو کسانو لکه رولف انګل، روډولف نبل، هرمان اوبرث یا پل اهمایر سره کار کړی و. براون د ۱۹۳۲ زکال په پسرلي کې د میخانیکي انجینرۍ له څانګې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. له توغندیو سره د لومړي ځل لپاره مخ کېدو هغه په دې باور کړ چې فضا ته تګ د انجینرۍ له اوسنیو تخنیکونو څخه زیات پرمختګ ته اړتیا لري. فون براون چې د فزیک، کیمیا او نجوم اړوند یې د لا زیاتو مالوماتو له راغونډولو سره لېوالتیا لرله د دوکتورا په کچه زده کړه کولو په موخه د برلین د فریدریش ویلهلم پوهنتون ته ولاړ او په ۱۹۳۴ زکال کې یې د فزیک په برخه کې د دوکتورا سند هم ترلاسه کړ. نوموړي همدارنګه د ۱۹۳۱ زکال له جون میاشتې څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ETH زوریخ پوهنتون کې یو سمستر زده کړې وکړې. [۳۹][۴۰][۴۱]

مړینه سمول

په ۱۹۷۳ زکال کې د نوموړي د معمولو طبي ازموینو پر مهال څرګنده شوه چې د ګردو په سرطان اخته دی. له دې سره نوموړي د څو کلونو لپاره له هېڅ تشویش پرته خپل کار ته دوام ورکړ. د ۱۹۷۷ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال چې شدید ناروغ و د فیرچایلډ له صنایعو څخه یې استعفا ورکړه. په ۱۹۷۷ زکال کې ولسمشر جرالډ آر. فورډ نوموړي ته د هېواد تر ټولو لوړ علمي ویاړ یا د علمي انجینرۍ په برخه کې ملي مډال ورکړ. له دې سره هغه ډېر ناروغ و او وه یې نشو کولای په سپینه ماڼۍ کې د دغه مډال د ترلاسه کولو په مراسمو کې ونډه واخلي. [۴۲]

فون براون د ۱۹۷۷ زکال د جون په ۱۶ مه د پانقراس د سرطان له امله د ویرجینیا په الکسندریه کې د ۶۵ کلونو په عمر ومړ او د اېوی هیل په هدیره کې خښ کړای شو. [۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 118514652  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0902042/ — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12374590j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Wernher-von-Braun — subject named as: Wernher von Braun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qc0523 — subject named as: Wernher von Braun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4323 — subject named as: Wernher Magnus Maximilian von Braun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?37768 — subject named as: Wernher von Braun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Wernher Magnus Maxmillian von Braun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: von Braun, Wernher Magnus Maxmillian (23 March 1912–16 June 1977), engineer and spaceflight pioneer — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1302226
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=-44513 — subject named as: Wernher VON BRAUN — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/braun-wernher — subject named as: Wernher Braun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012094.xml — subject named as: Wernher von Braun — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=wernher;n=von+braun — subject named as: Wernher von Braun
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000003496 — subject named as: Wernher Freiherr von Braun — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. https://www.pbs.org/wgbh/americanexperience/features/chasing-moon-wernher-von-braun-and-nazis/
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/111919971
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12374590j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  17. http://www.encyclopediaofalabama.org/article/h-2349
  18. Neufeld, Michael. Von Braun: Dreamer of Space, Engineer of War (الطبعة First). Vintage Books. د کتاب پاڼي xv. Although Wernher von Braun got a doctorate in physics in 1934, he never worked a day in his life thereafter as a scientist. He was an engineer and a manager of engineers, and he used that vocabulary when he was talking to his professional peers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wernher von Braun: History's Most Controversial Figure?, Al Jazeera
  20. Neufeld, Michael J. (20 May 2019). "Wernher von Braun and the Nazis". American Experience: Chasing the Moon. PBS. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Article on von Braun and Walt Disney". 18 February 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ نومبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "SP-4206 Stages to Saturn, Chapter 9". history.nasa.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Biography of Wernher von Braun". MSFC History Office. NASA Marshall Space Flight Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جون ۲۰۰۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "von Braun, Wernher : National Aviation Hall of Fame". Nationalaviation.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "A Guide to Wernher von Braun's Life – Apollo11Space". Apollo11space.com. December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "How Historians Are Reckoning with the Former Nazi Who Launched America's Space Program". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Magill, Frank N. (2013). The 20th Century A–GI. Dictionary of World Biography. 7. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 440. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136593345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Von Braun, Wernher" Archived 19 July 2011 at the Wayback Machine., Erratik Institut. Retrieved 4 February 2011
  29. "Dr. Wernher von Braun'i mälestuseks", Füüsikainstituut. Retrieved 4 February 2011
  30. (په 27 June 2003 باندې). [{{{url}}} Von Braun's brother dies; aided surrender]. The Huntsville Times.
  31. Magnus Freiherr von Braun, Von Ostpreußen bis Texas. Erlebnisse und zeitgeschichtliche Betrachtungen eines Ostdeutschen. Stollhamm 1955
  32. Ward, Bob (2005). Dr. Space: The Life of Wernher von Braun. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-591-14926-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Die Rakete zu den Planetenräumen by Hermann Oberth, R. Oldenbourg 1923 کينډۍ:OCLCکينډۍ:Failed verification
  34. Biddle, Wayne (2009). Dark Side of the Moon: Wernher Von Braun, the Third Reich, and the Space Race (په انګلیسي ژبه کي). W.W. Norton. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-05910-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Boyne, Walter J. (1 September 2004). "The Rocket Men". Air Force Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Rohwedder, Leif (May 2018). "Opel Sounds in the Era of Rockets". Opel Post web magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Winter, Frank H. (30 April 2021). "A Century Before Elon Musk, There Was Fritz von Opel". Air & Space/Smithsonian. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Hensel, André T. (2019). "Die Grundlegung der Raumfahrt in der ersten Hälfte des 20. Jahrhunderts". Geschichte der Raumfahrt Bis 1970: Vom Wettlauf Ins All Bis zur Mondlandung (په الماني ژبه کي). Springer: 1–44. doi:10.1007/978-3-662-58839-0_1. S2CID 188476724. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-662-58838-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Various sources such as The Nazi Rocketeers[مړه لينکونه] (کينډۍ:ISBN pp. 5–8) list the young Wernher von Braun as joining the VfR as an apprentice to Willy Ley, one of the three founders. Later when Ley fled Germany because he was a Jew, von Braun took over the leadership of the Verein and changed its activity to military development.
  40. "Wernher von Braun biography". Biography.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Recollections of Childhood: Early Experiences in Rocketry as Told by Werner von Braun 1963". MSFC History Office. NASA Marshall Space Flight Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. West 2017، ص. 48.
  43. (په 17 June 1977 باندې). [{{{url}}} Von Braun, Who Helped Put Men on Moon, Dies at 65: German-Born Scientist Succumbs to Pancreatic Cancer; Was Pioneer in Space Rocket Technology]. Los Angeles Times.
  44. (په 18 June 1977 باندې). [{{{url}}} Wernher von Braun, Rocket Pioneer, Dies; Wernher von Braun, Pioneer in Space Travel and Rocketry, Dies at 65]. The New York Times.
  45. "Psalm 19:1". Bible Gateway. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)