هېنري واډسورت لانګفیلو

هېنري واډسورت لانګفیلو
(انګلیسي: Henry Wadsworth Longfellow د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېنري واډسورت لانګفیلو
هېنري واډسورت لانګفیلو

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ فبروري ۱۸۰۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 24 مارچ 1882 (75 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای مین  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر[۱۱]
ليکوال[۱۰][۱۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه
هسپاني
انگليسي[۱۸][۱۹][۱۲]
فرانسوي
پرتګالي ژبه
آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر دانتې الیګيري
چارلېز ډيکېنز  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک Romanticism  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هېنري واډسورت لانګفیلو
هېنري واډسورت لانګفیلو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هېنري واډسورت لانګفیلو (زېږون د ۱۸۰۷ د فبروري ۲۷م - مړینه د ۱۸۸۲ کال د مارچ ۲۴مه) یو امریکایی شاعر او روزونکی و چې "پاول رېورېز رايډ" ، د هېواتا سندره او ايوانجلین د هغه له اثارو څخه وو. هغه لومړنی امریکایی و چې د ډانټ علیګېري کامیډي يې وژباړه او د نیوانګلنډ د اور تر څنګ  (fireside poets)څخه و.

لانګفیلو د پورټلنډ په مېن کې چې هغه مهال د ماساچوسېټ برخه وه، زېږېدلی. هغه په باوډېن کالج کې زده کړې وکړې او په اروپا کې تر یوې مودې ژوند کولو وروسته په باوډن او ورپسې په هاوارډ پوهنتون کې استاد شو. د هغه لومړنۍ لویې شعري ټولګې د شپې غږونه (چې په ۱۸۳۹ کال کې خپره شوه) قصیدې او نور  شعرونه (۱۸۴۱ کال) دي. هغه په ۱۸۵۴ کال کې له تدریس څخه تقاعد شو تر څو په خپلو لیکنو تمرکز وکړي او خپل پاتې عمر یې د ماساچوسېټ په کمبرېج کې د جورج واشنګټن په انقلابي جګړه کې تېر کړ. د هغه لومړۍ مېرمنه ماري پاټر په ۱۸۳۵ کال کې د یو ماشوم تر سقط/ لرې کولو وروسته ومړه. د هغه دویمه مېرمن فرانسېس اپلېټون په ۱۸۶۱ کال کې کله چې په اورلګېدنه کې د هغې کمیس اور واخیست ومړه. لانګفیلو د هغې تر مړینې وروسته د یوې مودې لپاره له شعر  لیکلو سره ستونزه لرله او له بهرنیو ژبو څخه يې د اثارو پر ژباړه تمرکز درلود. لانګفیلو په ۱۸۸۲ کال کې  ومړ.

لانګفولو ډېر غزلونه ولیکل چې د موسیقیت او تر ډېره د نکلي او افسانوي داستانونو د وړاندې کولو له امله پېژندل شوي وو. هغه د خپل وخت تر ټولو وتلی امریکایي شاعر و او له هېواده بهر یې هم لاسته راوړنې لرلې. له اروپایي سبک څخه د تقلید او ډېرو احساساتي شعرونه د ویلو  له امله پر هغه نيوکه شوې.

کار او ژوند سمول

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې سمول

لانګفیلو د ۱۸۰۷ کال د فبرورۍ په ۲۷ د سټېفن لانګفیلو او زېلپا (واډزورث) لانګفیلو په کور کې د پورټالنډ په مېن کې چې هغه مهال د ماساچوسېټ یوه ولسوالي وه نړۍ ته راغلی. هغه په هغه ځای کې لوی شو چې اوس مهال د واډزورث - لانګفیلو د کور په نوم پېژندل کېږي. د هغه پلار یو وکیل و او مورنی نیکه یې پلېګ واډزورث د امریکا په انقلابي جګړه کې جنرال او د پوځ غړی و. د هغه نوم د ماما له نوم هېنري واډزورث څخه اخیستل شوی و، چې د سمندري پوځ استازی/ دویم بریدمن و، هغه په نږدې دریو تېرو کلونو کې د طرابلس په جګړه کې مړ شوی و، هغه له اتو ماشومانو څخه دویم و.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لانګفیلو له هغه انګلیسي استعمارګرانو څخه و چې د ۱۶۰۰ لسیزې په لومړیو کې په نیوانګلنډ کې مېشت شول. چې د مېفلاور، ریچارډ وارن، وېلیم بريوېسټر سیلانیان او جان او پرسیلا الډون د خپلې لور الیزابېت پابوډي له لارې چې په پلیموت مستعمره کې زېږدلې لومړۍ ماشومه وه، شامل وو.[۲۶][۲۷]

لانګفیلو په درې کلنۍ کې په یوه ډَم ښوونځي (د ماشومانو لپاره یو ډول کوچنی خصوصي ښوونځی چې په سیمه کې د یوې ښځې له خوا په لږ فیس سره مخته وړل کېده، ژباړن) او په شپږ کلنۍ کې د پورټلنډ په خصوصي اکادمۍ کې شامل شو. په هغه ځای کې د اوسېدو پر مهال یې خورا شهرت ډېرې لاسته راوړنې او له لاتیني  ژبې سره بلدتیا ومونده. مور یې هغه لیک او لوست ته وهڅاوه او له روبېن سون کروزوي او ډان کېژویټ سره یې معرفي کړ. هغه خپل لومړی شعر د ۱۸۲۰ کال د نوامبر په ۱۷ په پورټلنډ ګزېټي (Portland Gazette) کې خپور کړ چې د " لاوال ډنډوکي د جګړې" په نوم يوه میهني او تاریخي څلوریزه وه. هغه تر څوارلس کلنۍ پورې په پورټلنډ کې زده کړې وکړې. هغه د خپل ماشومتوب ډېر اوړي د خپل نېکه پلېګ په کرونده کې د مېن سيمې په هېرم ښارګوټي کې تېر کړل.[۲۸][۲۹][۳۰]

لانګفیلو په ۱۸۲۲ کال کې د ۱۵کلنۍ په عمر له خپل ورور سټيفن سره د مېن په برونسوېک کې په باوډوین کالج کې شامل شو. نېکه یې د یاد کالج بنسټ اېښودونکی او پلار یې د پوهنتون د ګټو د چارو سمبالوونکی و. لانګفیلو هلته له ناتانیل هاثورن سره ولیدل چې د ​​​​ټول عمر لپاره یې ملګری شو. هغه مخکې له دې چې په ۱۸۲۳ کال کې په درېيم منزل کې چې اوس د وېنټروپ‌حال په نوم یادیږي مېشت شي د څه مودې لپاره له یو روحاني سره پاتې شو. هغه د پېسېنین له ​​​​​ټولنې سره چې د فېدرالیستي تمایلاتو د زده کوونکو یوه ډله وه یو ځای شو. لانګفیلو په خپلو وروستیو کلونو کې د خپلو هیلو په اړه خپل پلار ته داسې ولیکل:[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۲۸][۳۵]

زه به هېڅکله هغه پټ نه کړم … حقیقت دا دی چې زه په ډېرې لېوالتیا سره په ادبیاتو کې خپلې راتلونکې ته هیله من یم، زما روح په شدید ډول ورپسې سوځي او هر ځمکنی فکر مې پرې متمرکز دی. زه نږدې ډاډمن او باوري یم، که چېرې زه یوه ورځ وکولی شم په نړۍ کې راپورته شم باید د ادبیاتو په پراخه برخه کې زما د استعدادونو د کارولو له لارې وي.[۳۶]

هغه خپلې ادبي موخې ورځپاڼو او مجلو ته د خپلو شعرونو او نثرونو له لېږلو سره وڅارلې چې تر یوې کچې د پروفیسور توماس کاګزول اپهام د هڅونې له امله وو. هغه د ۱۸۲۴ کال له جنوري څخه  تر خپل فراغت پورې (۱۸۲۵کال) نږدې خپل ۴۰ کوچني شعرونه خپاره کړل. نږدې ۲۴ یې د متحده ایالاتو رسمي ادبي مجلې (The United States Literary Gazette)  په نوم د بوستون په لنډمهاله خپرونه کې خپاره شول. لانګفیلو چې کله له باوډوین څخه فارغ شو هغه په ټولګې کې په څلورمه درجه راغی او فای بېټا کپا (دا یوه امریکايي ټولنه ده چې په ټوله امریکا کې د علم او هنر په برخه کې وتلو زده‌کړیالانو ته د امریکا په ۲۸۶ پوهتونونو کې افتخاري غړیتوب ورکوي، ژباړن) ته وټاکل شو. هغه زده کړیالانو ته د پیل پته ورکړه.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

اروپایي سفرونه او استادۍ سمول

لانګفیلو په ۱۸۲۵ کال تر فراغت وروسته له خپل پوهنتون څخه د مدرنو ژبو د استاد په توګه د دندې وړاندیز ترلاسه کړ. یوه مشکوکه کیسه ادعا کوي چې د کالج د مالي چارو سمبالوونکی بېنجامین اور د لانګفیلو دهوراس د ژباړې تر اغېز لاندې راغلی و او هغه یې په دې شرط په دنده وګماره چې اروپا ته سفر وکړي او فرانسوي، هسپانوي او ایټالیايي ژبې زده کړي.[۴۱]

لامل چې هر څه و، لانګفیلو د ۱۸۲۶ کال په مې میاشت کې په کادوموس بېړۍ کې اروپا ته خپل سفر پيل کړ، په بهر کې د هغه مېشتېدو درې کاله وخت ونیوه چې پلار ته يې ۲۶۰۴.۲۴ ډالره لګښت درلود، چې اوس‌مهال له نږدې ۶۷۰۰۰ ډالرو سره برابر دي. هغه متحده ایالاتو ته تر راستنېدو مخکې د ۱۸۲۹ کال په اګست کې فرانسې، اسپانيې، ايټالیا، جرمني، بېرته فرانسې او انګلستان ته سفر وکړ. کله چې له هېواده بهر و، فرانسوي، ايټالیايي، اسپانیوي، پرتګالي او جرمني ژبې يې له رسمي زده‌کولو پرته زده کړې. هغه په مادرید کې څه موده له واشنګټن اېروېنګ سره تېره کړه او په ځانګړي ډول د لیکوال د کاري اخلاقو تر اغېز لاندې راغی. اېروېنګ ځوان لانګفیلو وهڅاوه چې لیکوالۍ ته دوام ورکړي. هغه مهال چې لانګفیلو په هسپانیې کې و، د خپلې ګرانې خور شل کلنې الیزابېت له مړينې څخه چې د سل ناروغۍ له امله په مې میاشت کې مړه وه، غم‌جن شو. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

هغه د ۱۸۲۹ کال د اګسټ په ۲۷ د باوډین رييس ته ولیکل چې هغه غواړي استادي پرېږدي ځکه هغه د استادۍ ۶۰۰ ډالري معاش «د دندې د اړتیاوو پر وړاندې» غیر متناسب باله. د مالي چارو مسؤلینو د هغه معاش ۸۰۰ ډالرو ته لوړ کړ او د کالج د کتابتون د مسؤل په توګه يې د خدمت لپاره ۱۰۰ ډالر زیات ورکول یاد پوست په ورځ کې یوازې یو ساعت کار ته اړتیا لرله. هغه په کالج کې د تدریس د کالونو په بهیر کې له فرانسوي، ايټالوي او هسپانيايي ژبو څخه درسي کتابونه وژباړل. [۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې سمول


[1] د روم د امپراتورۍ وتلی او نومیالی شاعر، ژباړن
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118780409  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119132966 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60863v9 — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/11078 — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/641 — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Longfellow,_Henry_Wadsworth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ http://web.archive.org/web/20170323071722/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/henry-wadsworth-longfellow
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/793573 — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?120569 — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12449 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ https://cs.isabart.org/person/26178 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ https://cs.isabart.org/person/26178 — سرليک: ПроДетЛит
  13. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/longfellow-henry-wadsworth — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  14. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038400.xml — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  15. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=henrywadsworthlongfh — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow
  16. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=henry+wadsworth;n=longfellow — subject named as: Henry Wadsworth Longfellow
  17. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119132966 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/40410467
  20. کينډۍ:Harvp
  21. کينډۍ:Harvp
  22. Wadsworth–Longfellow Genealogy at Henry Wadsworth Longfellow – A Maine Historical Society Web Site
  23. "Family relationship of Richard Warren and Henry Wadsworth Longfellow via Richard Warren". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. کينډۍ:Harvp
  25. کينډۍ:Harvp
  26. Farnham, Russell Clare and Dorthy Evelyn Crawford. A Longfellow Genealogy: Comprising the English Ancestry and Descendants of the Immigrant William Longfellow of Newbury, Massachusetts, and Henry Wadsworth Longfellow. Walrus Publishers, 2002.
  27. "Direct Ancestors of Henry Wadsworth Longfellow" (PDF). Hwlongfellow.org. د لاسرسي‌نېټه June 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ کينډۍ:Harvp
  29. کينډۍ:Harvp
  30. کينډۍ:Harvp
  31. کينډۍ:Harvp
  32. کينډۍ:Harvp
  33. کينډۍ:Harvp
  34. "Winthrop Hall". bowdoin.edu. د لاسرسي‌نېټه July 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. کينډۍ:Harvp
  36. کينډۍ:Harvp
  37. کينډۍ:Harvp
  38. کينډۍ:Harvp
  39. کينډۍ:Harvp
  40. Who Belongs To Phi Beta Kappa Archived January 3, 2012, at the Wayback Machine., Phi Beta Kappa website, accessed October 4, 2009
  41. کينډۍ:Harvp
  42. کينډۍ:Harvp
  43. "Value of 1826 dollars today | Inflation Calculator". Officialdata.org. د لاسرسي‌نېټه June 4, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. کينډۍ:Harvp
  45. کينډۍ:Harvp
  46. کينډۍ:Harvp
  47. Jones, Brian Jay (2008). Washington Irving: An American Original. New York: Arcade Publishing. د کتاب پاڼې 242. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1559708364. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Bursting, Andrew (2007). The Original Knickerbocker: The Life of Washington Irving. New York: Basic Books. د کتاب پاڼې 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0465008537. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. کينډۍ:Harvp
  50. کينډۍ:Harvp
  51. کينډۍ:Harvp
  52. کينډۍ:Harvp