ناصر يوه پښتني قبيله ده، دوى هم د نورو پښتنو په څېر کوچيان وو. چي د موسم په بدلون به له يوه ځايه بل ځاى ته کوچېدل په پاى کي ورو ورو ځايي شول، چي اوس ځيني ناصر د هيواد په ځينو سيمو کي دايمي استوګن دي، خو يو شمېر يې لاتراوسه هم رمې څروي. ناصر هم غلجي پښتانه دي چي په متوزو ګډېږي.