مېخایل باختین

مېخایل باختین
(روسي: Михаил Бахти́н د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مېخایل باختین
مېخایل باختین

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ نومبر ۱۸۹۵[۱][۲]
اوريول[۳][۴]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 7 مارچ 1975 (80 کاله)[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مسکو[۱۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای روسیه  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د روسيې سترواکي
د شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریت
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي
امانوېل کانت
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لوېديځه فلسفه  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مېخایل میخائیلوویچ باختین (په روسي: Михаи́л Миха́йлович Бахти́н، د ۱۸۹۵ کال د نومبر له ۱۶ [په جولیان جنتري کې ۴] – د ۱۹۷۵ کال د مارچ تر ۷) یو روسی فیلسوف، ادبي منتقد او عالم ؤ چې په ادبي نظریه، د اخلاق علم او ژبې فلسفه یې کار وکړ. د هغه لیکنو په بېلابېلو موضوعاتو کې هغه پوهان هڅولي چې په یو شمېر مختلفو دودونو (مارکسیزم، نښانه پېژندنې، جوړښت پالنې، دیني نقد) او د ادبي نقد، تاریخ، فلسفې، ټولنپوهنې، انسان پېژندنې او ارواپوهنې په څېر مختلفو څانګو کې کار کوي. که څه هم باختین د ښایست پېژندنې او ادبياتو په بحثونو کې چې د ۱۹۲۰ کال په لسیزه کې په شوروي اتحاد کې پېښ شول، فعال ؤ، د هغه ځانګړی دریځ تر هغه پورې چې په ۱۹۶۰ کلونو کې روسی پوهانو یې په اړه بیا معلومات ترلاسه کړل، ښه نه ؤ پېژندل شوی.  [۱۷]

لومړنی ژوند    سمول

باختین د روسیې په اوریول ښار کې د اشرافو په یوه پخوانۍ کورنۍ کې زیږېدلی. پلار یې د بانک مدیر ؤ او په څو ښارونو کې یې کار کاوه. له همدې امله باختین د خپل ماشومتوب لومړني کلونه په اوریول، ویلنیوس او بیا په اوډیسا کې تېر کړل، هلته په ۱۹۱۳ کال کې د محلي پوهنتون (اوډیسا پوهنتون) د تاریخ او ژبې پېژندنې په پوهنځۍ کې شامل شو. کاترینا کلارک او مایکل هولکویسټ لیکي: "اوډیسا ... د ویلنیوس په څېر، د هغه کس د ژوند د یوه پړاو لپاره مناسب چاپېریال ؤ، چې د ژبې بېلابېل بڼو (heteroglossia) او کارنیوال (carnival) فیلسوف به شي. د ساتېرۍ او بې ادبۍ ورته احساس چې د بابل د رابلي غلو د رامنځته کېدو یا د اوسټاپ بنډر چلونو او دوکو، د پیکارو هغه ناول چې د ایلف او پیټروف له خوا رامنځته شوی، د رامنځته کېدو لامل شول، په باختین باندې خپل اثر پرېښود. هغه وروسته پیټروګراد امپریال پوهنتون ته ولېږدول شو ترڅو د خپل ورور، نیکولای سره یوځای شي. همدې ځای کې باختین د کلاسیک پوه اف. اف. زیلینسکي تر زیاتې اغېزې لاندې راغی، د ده په آثارو کې د هغو مفهومونو لومړني مراحل شامل دی چې د باختین له لوری تشرېح شوي.  [۱۸]

مسلک   سمول

باختین په ۱۹۱۸ کال کې خپلې زده کړې بشپړې کړې. بیا د روسیې په لوېدیځ کې یوه کوچني ښار، نېوېل (پسکوف اوبلاست) ته ولاړ او هلته یې دوه کاله د ښوونځۍ ښوونکي په توګه کار وکړ. په همدې وخت کې د باختین لومړنۍ حلقه جوړه شوه. په دې ډله کې د بېلا بېلو علاقو لرونکي روڼفکران شامل وو، خو ټولو د ادبي، مذهبي او سیاسي موضوعاتو په اړه د خبرو اترو سره مینه درلوده. په دې ډله کې والنتین ولوشینوف او بلاخره پی. ان. مدویدیف چې وروسته په ویتبسک کې له دې ډلې سره یوځای شو، شامل وو. ویتبسک چې "د سیمې یو کلتوري مرکز" ؤ، د باختین او نورو روڼفکرانو لپاره د ویناوو، مناظرو او د کنسرتونو د تنظیمولو لپاره غوره ځای ؤ. جرمني فلسفه هغه موضوع وه چې په اړه یې زیاتره وختونه خبرې کېدې او  باختین له دې وخته وروسته ځان د ادبي عالم په پرتله ډېر فیلسوف ګاڼه. په همدې نېوېل ښار کې هم باختین د اخلاقي فلسفې په یوه ستر اثر نه ستړی کېدونکی کار وکړ، چې هېڅکله په بشپړ ډول خپور نه شو. که څه هم د دې اثر یوه لنډه برخه د "هنر او مسؤلیت" تر سرلیک لاندې په ۱۹۱۹ کال کې خپره شوه. دا د باختین لومړنی چاپ شوی اثر دی. باختین په ۱۹۲۰ کال کې ویتبسک ته کډه شو. همدلته باختین له الېنا الکساندرونا اوکولویچ سره په ۱۹۲۱ کال کې واده وکړ. وروسته په ۱۹۲۳ کال کې تشخیص شو چې باختین د هډوکي په التهاب (osteomyelitis) اخته شوی، د هډوکي هغه ناروغۍ چې بالاخره په ۱۹۲۳ کال کې یې د پښې د پرې کېدو لامل شوه. دې ناروغۍ یې د تولید وړتیا مخه ونیوله او هغه یې له کار وغوړځاوه.   [۱۹][۲۰]

باختین په ۱۹۲۴ کال کې لیننګراد ته لاړ، هلته یې په ​​​​تاریخي انسټیټیوټ کې یوه دنده ونیوه او د دولتي مطبوعات خونې (State Publishing House) لپاره یې مشورتي خدمتونه وړاندې کړل. همدې وخت کې باختین پرېکړه وکړه چې خپل اثر له خلکو سره شریک کړي، خو مخکې له دې چې "په لیکل شوو آثارو کې د ښایست پېژندنې د میتودولوژي مسئلې په باب" یا "On the Question of the Methodology of Aesthetics in Written Works"  خپره شي، هغه جورنال چې پلان ؤ مقاله په کې چاپ شي، خپرول یې بند کړل. یاد اثر بالاخره ۵۱ کاله وروسته خپور شو. د هغه د لاس نسخو ایسته کېدنه او غلط ځای په ځای کول باختین په خپل ​​ټول مسلک کې ځوراوه. د باختین لومړنی ستر اثر، "د دوستوفسکي د هنر ستونزې" په ۱۹۲۹ کال کې خپور شو. په همدې اثر کې باختین د ډیالوګ پالنې (dialogism) مفهوم معرفي کوي. خو  همدا چې دغه کتاب د ۱۹۲۸ کال د دسمبر په ۸، د ووسکریسیني له لسمې کلیزې مخکې معرفي شو، مایر، باختین او په ووسکریسیني پورې اړوند یو شمېر نور کسان، د شوروي د پټو پولیسو، جي. پي. یو (OGPU) له خوا ونیول شول (هیرشکوپ ۱۹۹۹: ۱۶۸ پاڼه). یاد مشران تر لسو کلونو پورې د سولوفکي زندان د کار په کمپونو کې محکوم شول، که څه هم وروسته له هغه چې د باختین د روغتیايي وضعیت بررسۍ لپاره نوې غوښتنه وشوه، د هغه په سزا کې کموالی راغی او قزاقستان ته جلاوطن شو، هلته هغه او مېرمن یې په قوستانای ښار کې شپږ کاله تېر کړل. . په ۱۹۳۶ کال کې سارانسک ( د هغه وخت په موردوویايي ASSR ، اوسني موردوویا جمهوریت کې)، هلته باختین په د موردویا پیډاګولوژیکي انسټیټیوټ کې تدریس کاوه.   [۲۱][۲۲]

هغه په قوستاناي ښار کې د کتاب ساتونکي په توګه  شپږ کاله کار کاوه، په دې موده کې یې "په ناول کې خبرې" په ګډون ګڼ شمېر مهمې مقالې ولیکلې. هغه چې په ۱۹۳۶ کال کې په سارانسک کې ژوند کاوه، په یوه ​​ولایتي کالج کې په یوه ناپېژانده شخصیت بدل شو، د لید څخه لېرې شو او یوازې یې کله کله درس ورکاوه. باختین په ۱۹۳۷ کال کې د کیمري ښار ته چې د مسکو په سل کیلومترو کې پروت دی، لاړ. په دې ځای کې یې د اتلسمې پېړۍ آلماني ناول په اړه په یو کتاب باندې کار بشپړ کړ، چې وروسته د سوویتسکي پیساټل خپروندویې (Sovetskii Pisatel' Publishing House) له لوري ومنل شو. که څه هم د دې لاس لیکنې یوازینۍ لاسي نسخه د آلمان د ۱۹۴۱ کال یرغل له امله د رامنځته شوې ګډوډۍ په جریان کې ورکه شوه. 

په ۱۹۳۸ کال کې د باختین د پښې له پرې کولو وروسته، د هغه روغتیا ښه شوه او نور هم ګټور شو.  باختین په ۱۹۴۰ کال کې او د دوهمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې په مسکو کې ژوند کاوه، هلته یې د فرانسوا رابلیه په اړه یو تېزس د ګورکي د نړیوال ادبیاتو انسټیټیوټ ته وړاندې کړ ترڅو د ډوکتورا سند ترلاسه کړي، که څه هم دا تېزس یې د جګړې تر پای ته ورسېدو پورې دفاع ونشو کولای. په ۱۹۴۶ او ۱۹۴۹ کلونو کې د دې تېزس دفاع  کولو د مسکو پوهان په دوو ډلو ووېشل: هغه رسمي مخالفین چې د دفاع لارښوونه یې کوله او اصلي او معمولي لاسي نسخه یې منله او هغه نور پروفیسوران چې د لاسي نسخې د منلو مخالف وو. د کتاب ساده، ګډوډه موضوع د زیاتره بحثونو لامل وه، چې یوازې د حکومت په مداخلې سره بند شو. باختین په نهایت کې د دولت د اعتبار ورکونې ادارې له لوري د لوړې ډوکتورا (د علومو ډوکتورا) څخه بې برخې شو او ټيټ سند (د علومو نوماند، د څېړنیزه ډوکتورا) ورکړل شو. وروسته، باختین بېرته سارانسک راوبلل شو او په موردوویايي پیداګوژیکي انسټیټیوټ کې یې د عمومي ادبیاتو څانګې ریاست په غاړه واخیست. کله چې انستیتیوت په ۱۹۵۷ کال کې د دارالمعلمین څخه په پوهنتون بدل شو، باختین د روسي او نړیوال ادبیاتو څانګې رئیس شو. باختین د خپلې خرابې روغتیا له وجهې اړ شو چې تقاعد وکړي او په ۱۹۶۹ کال کې د طبي پاملرنې د لټولو لپاره بېرته مسکو ته لاړ، هلته په ۱۹۷۵ کال کې تر خپلې مړینې پورې واوسېد.  [۲۳][۲۴]

د باختین آثارو او نظریو یوازې د هغه له مړینې وروسته شهرت ترلاسه کړ او هغه د خپل مسلکي ژوند په ډېره برخه کې سخت شرایط وزغمل، داسې وخت چې معلومات اکثراً خطرناک ګڼل کېدل او له همدې امله زیاتره وختونه پټېده. په پایله کې اوسني برابر شوي جزیات اکثراً د ناڅرګند دقت څخه برخمن دي. همدارنګه د دې جزیاتو د نادقت لامل دا دی چې باختین د ژوند پرمهال د روسيې د آرشیف معلوماتو ته محدود لاسرسی درلود. پوهان یوازې وروسته له هغه چې آرشیفونه عمومي شول، پوه شول چې زیاتره هغه څه چې دوی فکر کاوه د باختین د ژوند په اړه پوهېږي زیاتره پخپله د باختین له خوا غلط یا تحریف شوي وو.  [۲۵]

سرچينې سمول

  1. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Mikhail-Bakhtin — د نشر نېټه: ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://lavkapisateley.spb.ru/enciklopediya/ — سمونګر: Olga Bogdanova — سرليک: Литераторы Санкт-Петербурга. ХХ век
  3. پیوستون : 118505653  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. پیوستون : 118505653  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Бахтин Михаил Михайлович — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. پیوستون : 118505653  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118899349 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Mikhail-Bakhtin — subject named as: Mikhail Bakhtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  8. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fg5vj3 — subject named as: Mikhail Bakhtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bachtin-michail-michailowitsch — subject named as: Michail Michailowitsch Bachtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  10. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Mikhail_Mikhajlovitsj_Bakhtin — subject named as: Mikhail Mikhajlovitsj Bakhtin — سرليک: Store norske leksikon
  11. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2590 — subject named as: Mikhail Bakhtin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  12. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/185445 — subject named as: Mikhail Mikhaïlovitch Bakhtine
  13. https://cs.isabart.org/person/26289 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  14. پیوستون : 118505653  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118899349 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/20132963
  17. Gary Saul Morson and Caryl Emerson, Mikhail Bakhtin: Creation of a Prosaics, Stanford University Press, 1990, p. xiv.
  18. Katerina Clark and Michael Holquist, Mikhail Bakhtin (Harvard University Press, 1984: کينډۍ:ISBN), p. 27.
  19. "Mikhail Bakhtin (Russian philosopher and literary critic) - Britannica Online Encyclopedia". Britannica.com. (1975-03-07). 
  20. Мемория. Михаил Бахтин (په روسي ژبه کي). polit.ru. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Haynes, D. J. (2013). Bakhtin reframed. London: I.B. Tauris.
  22. "Saint Petersburg encyclopaedia". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Holquist Dialogism: Bakhtin and His World p.10
  24. Holquist xxi-xxvi
  25. Hirschkop 2