میټیلډا جوسلین ګیج

میټیلډا جوسلین ګیج (د مارچ ۲۴ مه، ۱۸۲۶ز کال - د مارچ ۱۸مه، ۱۸۱۹۸ز کال) یوه امریکایي لیکواله او فعاله وه. هغه په ​​عمومي ډول په متحده ایالاتو کې د مېرمنو په رایه ورکولو کې د هغې د ونډې لپاره پیژندل کیږي. (د بیلګې په توګه: د رایې ورکولو حق)، خو هغې د اصلي امریکایانو د حقوقو، له منځه وړلو (د مريتوب پای) او ازاد فکر (د مذهبي باورونو په مسائلو کې د دلیل ازادانه استعمال) لپاره هلې ځلې هم وکړې.  د «ماټلیډا اغېز» ته د هغې نوم ورکړل شوی،  کوم چې د ساينسي اختراعاتو لپاره د ښځو له امتياز څخه د انکار تمايل بيانوي (ماټلیډا اغېز په ساينس کې د ښځو د لاسته راوړلو پلوي کوي). زوم يې هم له هغې متاثره شوی و، څوک چې د «وزرډ آف اوز» لیکوال و.

میټیلډا جوسلین ګیج
میټیلډا جوسلین ګیج
میټیلډا جوسلین ګیج

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ مارچ ۱۸۲۶[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 18 مارچ 1898 (72 کاله)[۶][۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شیکاګو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
خبريال [۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د امریکا په متحده ایالاتو کې د مېرمنو د رایې ورکولو حق [۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
میټیلډا جوسلین ګیج
میټیلډا جوسلین ګیج

هغه په ۱۸۵۲ز کال کې د ښځو د حقونو ملي کنوانسیون کې چې په «سیراکوز»، نیویارک کې جوړ شوې و، ترټولو ځوانه ویناواله وه. هغه یوه نه ستړې کیدونکې کارکوونکې او عمومي ویناواله وه، او له رسنيو سره یې ډیرې لیکنې شریکې کړي، د هغه مهال يو له ترټولو منطقي، نه ډارېدونکې او علمي لیکوالو له ډلې ګڼل کیږي. د ۱۸۷۸-۱۸۸۱ز کلونو په اوږدو کې، هغې د ملي اتباعو په اړه یوه ليکنه خپره کړه، چې دغه ليکنه د ښځو د حقوقو لپاره وقف شوې وه. د «الیزابیت کیډي سټنټون» او «سوزان بي. انتوني» سره په شريکه هغه د کلونو لپاره د رايې ورکولو د غورځنګ په مخکښانو کې وه، او له دوی سره يې د ښځو د رايې ورکولو حق د تاريخ (۱۸۸۱-۱۸۸۷ز کلونو) په ليکلو کې مرسته وکړه. هغه د ښځو د حقوقو لارښود (۱۸۶۸ز) ښځه د اختراع کوونکې په توګه (۱۸۷۰ز کال)؛ د ډينسي مبارزه چا پيل کړه (۱۸۸۰ز او کلني  کال) او ښځه، کلیسا او دولت ۱۸۹۳ز کال) لیکواله هم وه. [۸][۹]

د ډېرو کلونو لپاره هغه د ښځو د رایې ورکولو له ملي اتحادیې سره تړلې و، خو کله چې د دې ټولنې د ډېری غړو لپاره د رایې ورکولو او ښځمنپالنې په اړه د هغې نظریات خورا بنسټپال شول، هغې د ښځو ملي خپلواکې ټولنې بنسټ کېئود، چې موخې یې دا وې: د خپل حکومت لپاره د ښځو طبیعي حق تاکیدول، د ښځې د غوښتنې په پیژندلو کې د ځنډ لامل روښانول، د مدني او مذهبي ازادۍ د اصولو ساتنه، د اساسي قانون د تعدیل له لارې د کلیسا او دولت د يوځای کولو د خطر په اړه د عامه افکارو راپورته کول، او د ښځو د کموالي (بې اهمیتۍ) نظریه ردول. هغې په ۱۸۹۰ز کال کې د دې اتحادیې له پیل راهیسې، په ۱۸۹۸ز کال کې په شیکاګو کې تر مړینې پورې د دې اتحادیې د مشرې په توګه دنده ترسره کړه. [۹]

کورنی مخینه او زده کړه سمول

مالټیډا الیکٹا جوسلین د ۱۸۹۶ز کال د مارچ په ۲۴ مه نېټه د نیویارک په «سیسرو» کې زیږیدلې وه. د هغې مور او پلار ډاکټر هیزکیه او هیلین (لیسلي) جوسلین وو. د هغې پلار، د نیو انګلینډ او انقلابي نسب څخه، یو ازادخياله مفکر او د مريتوب د ختمولو لومړی غوښتونکی و. ګيچ ته له خپلې مور څخه، چې د سکاټلینډ د لیسلي کورنۍ غړې وه، د تاریخي څیړنو لیوالتیا په میراث کې پاتې شوه. د دوی کور د ځمکې لاندې يو خوندي مرکز او د تښتیدلو مريانو لپاره يو خوندي ځای و. [۱۰][۱۱][۸]

لومړنۍ زده کړې یې د مور او پلار څخه ترلاسه کړې، او د هغې د کور فکري فضا د هغې په مسلک اغیزه درلوده. هغې په کلینټن، یونیډا کاونټی، نیویارک کې د کلینټن لیبرال انسټیټیوټ کې زده کړې وکړې.

واده او لومړي فعاليتونه سمول

د ۱۸۴۵ز کال د جنورۍ په شپږمه د اتلس کلنۍ په عمر کې، هغې د «سیسرو» له یو سوداګر «هینري ایچ ګیج» سره واده وکړ او د نیویارک په «فایټویل» کې یې هميشنی کور جوړ کړ. هغه د ځمکې لاندې پټنځايونو سره د تړلو کارونو له امله د ۱۸۵۰ز  کال د تښتيدلي مريي د قانون تر مخې زنداني شوه، دغه قانون د تښتیدلو مريانو سره مرسته جرم باله. په ۱۸۵۲ز کال کې، کله چې هغې پریکړه وکړه چې د نیویارک په «سیراکوز» کې د ښځو د حقونو ملي کنوانسیون کې وینا وکړي، ګیج د ښځو د حقونو په غورځنګ کې ښکیل شوه. [۸]

ليکواله او مديره سمول

ګیج غوره  زده کړه تر لاسه کړې او تکړه لیکواله وه – د هغې وفادار زوم «ايل.فرانک باوم» ادعا کړې چې چې ګیج د خپل وخت ترټولو باصلاحیته او باسواده ښځه وه. هغې د ډیری هغه ورځپاڼو سره اړیکه درلوده چې د ښځو د رای ورکولو په خوځښت کې به يې د پرمختګونو راپورونه ورکول. په ۱۸۷۸ز کال کې، کله چې د هغې مدیرې، «سارا آر. ایل. ویلیامز» د تقاعد پریکړه وکړه، هغې «بيلټ باکس» راونيو، کومه چې د اوهايوپه «ټوليډو» کې د رايې ورکولو د حق د ټولنې مياشتينۍ جريده وه. ګیج د دې جريدې نوم په « The National Citizen and Ballot Box» بدل کړ، او د دې جريدې لپاره خپلې  ارادې په دې ډول تشریح کړې:

ځانګړې موخه به يې دا وي چې د ښځو د رايې د حق په كارولو كې د هېوادوالو ملي ګډون خوندي كړي... دا به د هر ډول طبقاتي قانون مخالفت كوي... د هرې طبقې، حالت، رتبې او نوم ښځې به دا جريده خپل ملګری ګڼي ـــ ماټلیډا جاسلین ګیج (اساسنامه). [۱۲]

—  ګیج د راتلونکو دریو کلونو (تر ۱۸۸۱ز پورې) لپاره د دې جريدې لومړۍ مدیره شوه، په پراخه موضوعاتو به يې ليکنې کولې اوخپرولې. هرې نسخې به يې دا ټکي درلودل چې «قلم له تورې ډیر ځواکمن دی» او په تاریخ کې د نامتو میرمنو او ښځینه مخترعينو په اړه يې منظمې لیکنې لرلې. ګیج په روښانه، منطقي توګه، او ډیری وختونه د وچې ذکاوت او ښه ظرافت سره لیکنه کوله. د هغو قوانینو په اړه چې یو سړي ته اجازه ورکوي خپل ماشومان یو داسې پالونکي ته وسپاري چې د هغوی له مور سره تړواو نه لري، د ليکلو پر مهال د ګیچ اند داو:

کله ناکله د ژوندۍ ښځې په پرتله مړ سړی غوره وي. ـــــ ماټلیډا جوسلین ګیج، «ټول هغه حقونه چې زه یې غواړم»[۱۳]

فعاليتونه سمول

ګيچ خپل ځان «د ظلم له کرکې سره زېږېدلی»  وباله[۱۴]

د ښځو د رايې حق سمول

که څه هم هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د دواړو مالي او فزیکي (زړه) له ستونزو سره مخ وه، د ښځو د حقوقو لپاره د هغې کار پراخ، عملي او ډیر وختونه په ښه توګه ترسره شوي. ګیج د دواړو «سوسن بي. انتوني» او «الیزابیت کیډي سټینټون» (له چا سره  چې یې د ښځو د حقوقو تاریخ، او د ښځو د حقوقو اعلامی لیکلي وو) په پرتله ډیره بنسټپاله ګڼل کیده. [۱۵][۱۶]

هغې له ۱۸۷۵ څخه تر ۱۸۷۶ز کال پورې د میرمنو د حقوقو ملي اتحادیې د ریئسې په توګه دنده ترسره کړې او د شلو کلونو لپاره یې د اجرایوي کمیټې ریئسې یا د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې. د ۱۸۷۶ز کال جرګې پر مهال، هغې په بریالیتوب سره د پولیسو له یوې ډلې سره بحث وکړ، پولیسو ادعا کوله چې ګواکې د دوی اتحادیې یوه غیرقانوني غونډه جوړه کړې ده. پوليسو پرته له دې چې تورونه ولګوي، هغه ځای پریښود. هغه د دې اتحادیې له اړخه د ۱۸۸۰ز جمهوري غوښتونکي ملي جرګې، د ۱۸۸۰ز دیموکراتیکې ملي جرګې او د «ګرین بیک» ګوند استازې وه. ګیج د پنځو کلونو لپاره د نیویارک ایالت د رای ورکوونکو اتحادیې د رئیسې په توګه کار وکړ، او د ۱۸۷۵-۷۶ز کلونو په اوږدو کې د مېرمنو د رای ورکولو ملي اتحادیې رئیسه وه، کومه چې په ۱۸۹۰ز کال کې د رای ورکوونکو ملي اتحادیې هکماره جوړوونکې ټولنه وه، هغې همداراز د دویمې مرستیالې، په لویه کچه د مرستیالې او د ښځو د رايې ورکولو د حق د اصلي ملي ټولنې د اجرائيه کميټې د مشرې په توګه دنده تر سره کړه.[۸][۱۷]

د ګیج د لاس لاندې د نیویارک ایالت د ښځو د حقوقو د ټولنې د هلو ځلو په پایله کې، دولت ښځو ته اجازه ورکړه چې د ښوونځي د هيئتونو غړي وټاکي. ګیج ډاډ ترلاسه کړ چې د هغې په سیمه (فایټویل، نیویارک) کې هرې میرمنې ته د رای ورکولو موکه شته. په ۱۸۷۱ز کال کې، ګیج د لسو ښځو د یوې ډلې برخه وه چې د رایې ورکولو هڅه یې وکړه. د راپورونو له مخې، هغه د هرې ښځې تر څنګ ولاړه او د هغوی په استازیتوب يې د رایې ورکولو له چارواکو سره  بحثونه کول. نوموړې د ۱۸۷۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د «ویکتوریا ووډول» او (وروسته) «یولیسس ایس. ګرانټ» ملاتړ وکړ. په ۱۸۷۳ز کال کې هغې د «سوزان بي. انتوني» دفاع وکړه، کله چې «انتوني» په دې ټاکنو کې د رایې ورکولو له امله محاکمه شو، د پام وړ قانوني او اخلاقي دلیلونه یې وړاندې کړل. په ۱۸۸۴ز کې، ګیج د «بیلوا لاک ووډ» او برابرو حقوقو ګوند څخه ټوليزه استازې وه.[۱۸][۱۹]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jw8q7m — subject named as: Matilda Joslyn Gage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/13063718 — subject named as: Matilda Electa Gage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?146096 — subject named as: Matilda J. Gage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Matilda Joslyn Gage — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=10617 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. https://en.wikisource.org/wiki/Woman_of_the_Century/Matilda_Joslyn_Gage
  6. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Matilda-Joslyn-Gage — subject named as: Matilda Joslyn Gage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 406
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ White 1921، ص. 244.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Lamphier او Welch 2017، ص. 68.
  10. "Matilda Joslyn Gage | Biography & Facts | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Who Was Matilda Joslyn Gage?". The Matilda Joslyn Gage Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gage, Matilda E. J. (ed). "Prospectus." The National Citizen and Ballot Box. (1878) Vol. 3, No. 2, p.1.
  13. Gage, Matilda E. J. (ed). "All the Rights I Want." The National Citizen and Ballot Box. (1879) Vol. 3 No. 10, p. 2.
  14. International Council of Women (1888). "Report of the International Council of Women: Assembled by the National Woman Suffrage Association, Washington, D.C., U.S. of America, March 25 to April 1, 1888" (الطبعة Public domain). New York: R. H. Darby, printer. د کتاب پاڼې 347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Susan B. Anthony Institute for Gender & Women's Studies : University of Rochester". www.rochester.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gordon 1990، ص. 499.
  17. Snodgrass 2015.
  18. United States. Circuit Court (New York : Northern District). "Speech of Mrs. M. Joslyn Gage," An account of the proceedings on the trial of Susan B. Anthony, on the charge of illegal voting. (1874) Daily Democrat and Chronicle. pp. 179-205.
  19. Patrick 1996، ص. 36.