مک ماسټر پوهنتون

مک ماسټر پوهنتون
[[File:Picto infobox université.png|40x40px|alt={{#if:
link=http://ur.wikipedia.org/wiki/File:Picto infobox université.png|]]

مک ماسټر پوهنتون چې په لنډیز سره يې مک پوهنتون هم بولي عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د کاناډا په همېلټن ښار کې موقعيت لري   چې په ۱۲۱ هېکتاره مځکه کې جوړ شوی   . مک ماسټر پوهنتون په کاناډا کې د لوړو زده کړو د پراختيا لپاره د باپټېسټ کليسا د هغو هڅو په پايله کې رامنځته شوی چې په ۱۸۳۰ مه لسيزه کې پيل شوې. د دې هڅو په پايله کې د کاناډا په مختلفو ښارونو کې ګڼ شمېر پوهنتونونه و رغول شول چې مک ماسټر پوهنتون هم پکې شامل دی.

دوتنه:McMasterCoA.png

لاتين: Universitas Macmastrensis

شعار

کينډۍ:Lang-gr

شعار پښتو کې

All things cohere in Christ

جوړښت

23 April 1887

ډول

Public university

عطيه

C$704.7 million[۱]

چانسلر

Suzanne Labarge

صدر

Patrick Deane

ښوونکې عمله

949[۲]

انتظامي عمله

10,891[۲]

انډرگریجویټ

26,780[۲]

پوسټ گریجویټ

4,485[۲]

ځای

Hamilton، Ontario، Canada
۴۳°۱۵′۴۸″ شمال ۷۹°۵۵′۸″ لویدیځ / 43.26333°شمال 79.91889°لويديځ / 43.26333; -79.91889

ښاخ

Urban, ۱۵۲٫۴ هکتار (۳۷۷ acre)

رنگ

          Maroon and Grey

ایتھلیټکس

U SportsOUA, CUFLA
26 varsity teams

لوبې

U SportsOUA, CUFLA
26 varsity teams

عرفیت

Marauders

شوبنکر

Mac the Marauder

ترڼې

ACU, ATS, AUCC, CARL, COU, CUP, Fields Institute, IAU, U15.

ویب سايټ

mcmaster.ca

McMaster University logo.svg

مک ماسټر پوهنتون د ۱۸۸۱ يم زېږديز کال په وروستيو کې رامنځته شو او د کاناډا د سوداګريز بانک مشر ويليام مک ماسټر يې د لومړني رييس په توګه وګومارل شو. ويليم مک ماسټر د کاناډا شتمن وګړی و چې د خپلې پانګې ډېره برخه يې د نوي رامنځته کړي پوهنتون پر پراختيا ولګوله. د مک ماسټر پوهنتون د پراختيايي پلانونو په لړ کې د دغه پوهنتون تر څو کلن فعاليت وروسته د کاناډا پاپټېسټ او ووډسټاک کالجونه له مک ماسټر پوهنتون سره يو ځای شول چې دغه پرېکړه په ۱۸۸۷ کال کې د سلطنتي منشور له لارې تصويب شوه او د مک ماسټر پوهنتون په تاريخ کې يو نوی څپرکی پرانيستل شو

مک ماسټر پوهنتون په پيل کې د تورنټو ښار په مک ماسټر تالار کې فعاليت کاوه. په ۱۸۹۰ زېږديز کال کې يې د لومړي ځل لپاره د هنرونو او مذهبي زده کړو په برخه کې د لېسانس په کچه محصلين ومنل او څلور کاله وروسته (په ۱۹۹۴ زېږديز کال کې) يې همدې محصلينو ته د مک ماسټر پوهنتون د لومړۍ دورې فارغانو په توګه د لېسانس سندونه ورکړل. په تورنټو کې د مک ماسټر پوهنتون تر څو کلن فعاليت وروسته، د دغه پوهنتون محصلين دومره ډېر شول چې په مک ماسټر تالار کې يې ځايېدل ناشوني و. له همدې امله په ۱۹۰۹ زېږديز کال کې د پوهنتون يو شمېر محصلينو وړانديز وکړ چې پوهنتون دې له تورنټو څخه همېلټن ښار ته ولېږدول شي. دا چې دغه غوښتنې او وړانديزونه په جدي توګه تعقيب نه شول، نو پوهنتون په تورنټو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ. تر ۱۹۲۰ زېږديز کال پورې د مک ماسټر پوهنتون ادارې ته د پوهنتون د موقعيت د بدلولو په تړاو ګڼ غوښتنليکونه وړاندې شول. په همدې کال د همېلټون ښار اوسېدونکو يو لوی کمپاين پيل کړ او غوښتل يې چې مک ماسټر پوهنتون دې له تورنټو، د دوی ښار ته ولېږدول شي. تر دې مهاله د پوهنتون د چاپېريال د تنګوالي ستونزه د پخوا په پرتله ډېره جدي شوې وه او د پوهنتون چارواکو د پوهنتون لپاره د مک ماسټر تالار د بديل د موندلو هڅې پيل کړې. په لومړيو کې بحث پر دې و چې مک ماسټر پوهنتون د تورنټو پوهنتون له فدرالي جوړښت سره وتړي. دا ځکه چې ټرېنيټي او ويکټوريا کالجونه لا له وړاندې د تورنټو پوهنتون له فدرالي سيسټم سره تړل شوي وو. د مک ماسټر پوهنتون مسوولانو په ۱۹۲۷ زېږديز کال کې تر اوږدو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې پوهنتون له تورنټو څخه همېلټن ښار ته ولېږدوي. د همېلټن ښاريانو د پوهنتون د مسوولانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ او د مننې په پار يې ۵۰۰ زره امريکايي ‌ډالره او د اړتيا وړ ځمکه د پوهنتون ادارې ته ډالۍ کړه. درې کاله وروسته په همېلټون کې د مک ماسټر پوهنتون فعاليتونه له سره پيل شول. په تورنټو کې د مک ماسټر پوهنتون ملکيتونه تورنټو پوهنتون وپېرل. په هغو ودانيو کې چې مک ماسټر پکې د خپل فعاليت لومړنۍ شپې او ورځې تېرې کړې وې، اوس د موسيقۍ سلطنتي موزيم جوړ دی. د لومړۍ نړيوالې جګړې له امله د مک ماسټر پوهنتون تدريسي بهير او فعاليتونه په جدي ډول زيانمن شول. په دغه موده کې په پوهنتون کې ګڼې تحصيلي څانګې وتړل شوې او يوازې د نرسېنګ او دينپوهنې په برخو کې تدريس دوام درلود. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال او تر جګړې وروسته کلونو کې پر پوهنتون فشارونه ډېر شول، څو د ټکنالوژۍ او ساينسي علومو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د پوهنتون مسوولان هم پر دې پوه وو چې له نورو پوهنتونونو سره د سيالۍ لپاره بايد پر خپل اکاډميک جوړښت غور وکړي او له اړتيا سره سم اصلاحات پکې راولي. خو لکه څرنګه چې مخکې هم وويل شول مک ماسټر پوهنتون يو عامه يادولتي پوهنتون دی او د لګښتونو لويه برخه يې له دولتي بودجې ورکول کېږي، له همدې امله اړتيا وه چې په پوهنتون کې هر راز راوستل کېدونکي بدلونونه او اصلاحات بايد د حکومت په خوښه او اجازه راوستل شي. د کاناډا حکومت تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د مک ماسټر پوهنتون د اکاډميک جوړښت د پراختيا او اصلاحاتو لپاره د بودجې له ورکړې ډډه وکړه. د پوهنتون مسوولان چې کله د حکومت له مرستې نهيلي شول نو يو ځل بيا يې د باپټېسټ کليسا ټولنې ته مخ ور واړاوه او مرسته يې ترې وغوښته. د باپټېسټ کليسا په مرسته د مک ماسټر ټول اکاډميک جوړښت په دوو برخو ووېشل شو، يوه برخه يې يونيورسيټې کالج نومېږې چې دوديزو زده کړو ته ځانګړې شوې او بله برخه يې بيا همېلټن کالج ونومول شوه چې د ټکنالوژۍ او ساينسي علومو په برخو کې محصلين روزي؛ خو له دې هر څه سره سره د پوهنتون ټول تمرکز د لېسانس تر کچې پورې پر زده کړو و

  1. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳