موریس الیس

فرانسوی اقتصادپوه (۱۹۱۱-۲۰۱۰)

موریس فلیکس چارلز الیس (د ۱۹۱۱ ز کال د مې ۳۱- د۲۰۱۰ ز کال د اکتوبر ۹) یو فرانسوی فزیک پوه او اقتصاد پوه ؤ، الیس د جان هکس (ارزښت او پانګه، ۱۹۳۹ز کال) او پاول ساموئلسون (د اقتصادي تحلیل بنسټونه،۱۹۴۷ز کال) په څېر د نیوکلاسیک جوړښت لپاره په اقتصادي علومو کې"د بازارونو په تیوري او د سرچینو د کټورې کارونې په برخه کې د هغه د مخکښو آثارو په پار"  د ۱۹۸۸ز کال د نوبل د یادښت جایزې ګټونکی شو. دوی د بازارونو خپلواکه نظم رسمي کوي، چې د کینز له لوري رد شو، په داسې حال کې چې د هغه ځینې نظرونه یې تکرار کړل.   [۲۵]

موریس الیس
(فرانسیسی: Maurice Allais د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موریس الیس
موریس الیس

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۱ مې ۱۹۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
پاريس [۱۲][۱۳][۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 اکتوبر 2010 (99 کاله)[۱۴][۱][۱۵][۱۶][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه [۱۲][۱۸][۱۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فزيک پوه [۲۰][۲۱][۲۲]
څېړونکی [۲۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي [۲]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۲۴][۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر لوډیګ وون مېزس   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (فرانسوي او انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الیس د فرانسې په پاریس کې زیږېدلی او د لاکانال په لیسه کې یې تعلیم وکړ، په پاریس کې د اکول پولي تخنیک څخه فارغ شو او پهÉcole nationale supérieure des mines de Paris  کې یې زده کړې وکړې. په علمي او نورو پوسټونو کې یې (له ۱۹۴۴ ز کال راهیسې)  په École nationale supérieure des mines de Paris  پوهنتون کې د اقتصاد د پروفیسور او (له ۱۹۴۶ ز کال راهیسې) د دې پوهنتون د اقتصادي تحلیل د مرکز د رئیس په ټوګه پاتې شوی دی. د پاریس پوهنتون د ساینس پوهنځۍ څخه یې په ۱۹۴۹ ز کال کې د ډاکټر-انجینر لقب ترلاسه کړ. هغه د پاریس اکس-نانتېري یا Paris X–Nanterre پوهنتون په ګډون په ​​بېلابېلو انسټيټیوټونو کې د استادۍ دندې هم په غاړه درلوده. لومړني آثارو د نوموړي پام د کانکریټ علومو او د بنسټیز فزیک تجربو ته راواړو، چې ډېر آثار به په ځانګړې توګه د رقاصې اهتزاز او د جاذبې قوانینو په اړه هم خپاره کړي. په ۱۹۳۳ ز کال کې د ستر ناورین پرمهال متحده ایالاتو ته د سفر څخه وروسته ؤ چې پرېکړه یې وکړه چې اقتصاد ورغوي. الیس د ۹۹ کلونو په عمر پاریس ته نږدې په سینټ کلاوډ کې په خپل کور کې له دنیا سترګې پټې کړې.    [۲۶][۲۷]

الیس خپل لومړني اغېزناک کسان لیون والراس، ویلفریډو پاریټو او اروینګ فشر وګڼل. هغه لېوالتیا نه درلوده چې خپل اثر په انګلیسي ژبه ولیکلي یا یې وژباړي او خپل ګن شمېر اصلي آثار یې برلاسې ټولنې ته یوازې هغه وخت آشنا شول، چې د انګلیسي ژبو اقتصاد پوهانو له لوري په خپلواکه توګه تر سترګو یا رایج شول. په ورته وخت کې یې د کینز لیبرالیزم ادعا وکړه او ځان یې د یوه مهم عامه سکتور ملاتړی اعلان کړ. الیس د مونټ پیلرین ټولنې په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ، خو د ګډون کوونکو په منځ کې یوازینی کس ؤ چې د بیانیې د لاسلیک کولو څخه یې ډډه وکړه، ځکه چې د ملکیت د حقونو د کچې پر سر اختلاف موجود ؤ. هغه د جګړې په پای کې په فرانسوي اقتصاد پوهانو لکه جرارد دیبرو، جاک لیسورن، اډمونډ مالینواډ او مارسیل بویتیکس باندې مهمه اغېزه خوره کړه.  

پاول ساموئلسون وویل "که د الیس لومړنۍ لیکنې په انګلیسي ژبه وئ، نو د اقتصادي تیورۍ یو نسل به بل ډول تحصیلي دوره غوره کړې وئ" او دا احساس یې وکړ چې د نوبل جایزه به هغه ته ډېر مخکې ورکړل شوې وئ. اسار لیندبک د غوراوي کمیټې رئیس، الیس "د اقتصادي تحلیل په نړۍ کې یو لوی شخص" وګاڼه.  [۲۸][۲۹]

اقتصاد پوه  سمول

نوموړی چې د اقتصاد ګڼ شمېر نظریو او تطبیقي څېړنو لیکوال دی، کار یې د ریاضیکي اقتصاد په پراختیا باندې په ځانګړي توګه د عمومي تعادل تیوري، د پانګې تیوري، د پریکړې تیوري او د پولي سیاست په برخو کې متمرکز دی. دا اقتصاد پوه چې د لوی اقتصاد په پولي تحلیلونو کې مخکښ ؤ، د خطر په اړه د خپلو نظري څېړنو په پار معتبر پاتې شوی دی، چې د مشهور تناقض یا پاراډکس په وسیله یې روښانه شوی: "څومره چې خطر کم وي، هومره محتکرین تښتي." هغه په ​​بېلابېلو برخو لکه د مرکزي بانکونو ونډه او د عامه خدمتونو د قیمت-ټاکلو کې کې هم مخکښ پاتې شوی.   [۳۰]

لومړی یې د والراس څخه الهام اخیستی سمول

لومړی کتاب یې د کوچني اقتصاد په اړخ را څرخېږي. د Traité d'économie pure کتاب یې د ۱۹۴۱ز کال د جنوري او ۱۹۴۳ ز کال د جولای ترمنځ د خپلو آثارو پر بنسټ د هکس او ساموئلسون سره د نیوکلاسیک جوړښت په مفهوم کې ولیک. هغه د هکس، ساموئلسون او نورو له خوا زیاتره وړاندې شوي فرضیې او قضیې اټکل کوي، کله ناکله دوی ته ډېر عمومي او دقیق جوړښت ورکوي. په ځانګړې توګه، نوموړی د تعادل قضیې څرګندوي چې کنیت ارو او جرارد ډیبرو په ۱۹۵۴ ز کال کې ومومندلې: " د بازار په اقتصاد کې هر تعادلي وضعیت د اعظمي مثمریت وضعیت دی او برعکس، د اعظمي مثمریت هر وضعیت د بازار په اقتصاد کې تعادلي وضعیت دی." له دې امله مارکېټ په هېواد کې اقتصادي مثمریت او د عاید غوره وېش تضمینوي. په ورته وخت کې، ساموئلسون د آزموینې او تېروتنې پروسه چې د بازارونو د تعادل لامل کېږي، را برسېره کړه.  

الیس په ۱۹۴۷ز کال کې د خپل اثر Économie et Intérêt په دویمه برخه کې وخت او پیسې معرفي کړې او په دې توګه یې د پانګواله اقتصادونو تحرکاتو او ودې ته خنډ په ګوته کړ. یوځل بیا یې څو وړاندیزونه وکړل، چې وروسته نورو ډېرو مشهورو اقتصاد پوهانو ته منسوب شول. هغه د متداخل نسلونو لومړنی موډل (OLG موډل) معرفي کړ (وروسته په ۱۹۵۸ ز کال کې رایج شو او پاول ساموئلسون ته منسوب شو)، د تریور سوان او اډمونډ فلپس څخه وړاندې یې د غوره ودې زرین قانون معرفي کړ، او ښيي چې د د ودې له نرخ سره د سود مساوي نرخ د اعظمي مصرف لامل کېږي. د ویلیم بومول او جیمز ټوبین څخه یې مخکې د پیسو په دندو کې د معاملې دنده هم بیان کړه.   [۳۱]

هغه د چلند په اقتصاد کې د لومړني کار برلاسی هم ؤ، چې په متحده ایالاتو کې عموماً ډانیل کانمن او آموس ټورسکي ته نسبت ورکول کېږي. الیس په ۱۹۴۰ ز کلونو کې کې د "پرېکړې په تیوري" (یا "د ټاکنې په تیوري") باندې په احتمالي شرایطو کې کار وکړ او د عددي مطلوبیت یوې نظریې ته یې وده ورکړه. د جګړې شرایطو او په فرانسوي ژبه کې د خپرولو لپاره د خپلې ژمنې له امله، د هغه کار د لوبې تیوري او اقتصادي چلند څخه چې د جان وان نیومن او اوسکار مورګنسټرن لوري وده ورکړل شوه، په خپلواکه توګه ترسره شو. په ۱۹۵۳ ز کال کې یې د الیس پاراډوکس جوړ کړ، چې د ټاکنو د عقلانیت دودیز موډل تر پوښتنې لاندې راولي او د مطلوبیت اټکل شوې فرضیې سره په تضاد کې دی. دا ښیي چې کله یو کس د پچې اچونې سره مخامخ کېږي، د خپلو لاسته راوړنو تمه نه اعظمي کوي، بلکې موخه یې ډاډ وي.  [۳۲]

لیبرالیزم او سوسیالیزم  سمول

که څه هم الیس د مونټ پلرین په ټولنه کې ګډون وکړ، خو ډاډ یې درلود چې د لیبرالیزم او سوسیالیزم تر منځ تړاو شته او څرګندوي: "د ریښتینی لیبرال او ریښتینی سوسیالیست ته، تر هغه چې اړینې موخې لکه مثمریت او عدالت ترلاسه کوي، دومره اهمیت نه لري چې د تولید وسایل خصوصي وي یا ټولنیز."  هغه د "لیبرالیزم او سوسیالیزم د احتمالي ترکیب" په توګه د "د رقابتي پلان شوي نظام" پلوي وکړه. ده او د مونټ پلرین نورو فرانسوي غړو لکه جاک رویف په ۱۹۵۹ ز کال کې د Mouvement pour une société libre په نوم یو سازمان جوړ کړ، چې د سوسیال لیبرالیزم په اړه یې په پراخه کچه خبرې کولې، چې "د آزاد اقتصاد او سوسیالیزم څخه باندې" هاخوا بحث و.  [۳۳]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11888473k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11888473k — دوتنه: Paul de Roux — سرليک: Nouveau Dictionnaire des œuvres de tous les temps et tous les pays — نسخهدوهم — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 65 — خپرونکی: Éditions Robert Laffont — ISBN 978-2-221-06888-5
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Maurice-Allais — subject named as: Maurice Allais — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/59900061 — subject named as: Maurice Allais — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/allais-maurice — subject named as: Maurice Allais
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=allaismauri — subject named as: Maurice Allais
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=maurice;n=allais — subject named as: Maurice Allais
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=1838 — subject named as: Maurice Allais — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=112991 — subject named as: Maurice Allais — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Maurice Allais — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=19854
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000018712 — subject named as: Maurice Allais — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ http://www.britannica.com/EBchecked/topic/15980/Maurice-Allais
  13. http://www.investopedia.com/terms/m/maurice-allais.asp
  14. Maurice Allais — نشرونه لخوا د: ډېلي ټيليګراف — د خپرولو نیټه: ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۰
  15. http://www.nndb.com/geo/857/000069650/
  16. Encyclopædia Britannica — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  17. Who's Who in France biography ID: https://www.whoswho.fr/bio/-_3289 — سرليک: Who's Who in France
  18. http://www.britannica.com/EBchecked/topic/416856/Nobel-Prize/93434/The-prizes
  19. http://www.nndb.com/org/084/000099784/
  20. Kenneth Rogoff: Hedge Fund Transparency — د خپرولو نیټه: ۷ مارچ ۲۰۰۷
  21. Richard Cantillon: Pioneer of Economic Theory — ورځپاڼه: 103 — پاڼه: 762 — اعداد: 418 — نشرونه لخوا د: The Economic Journal — https://dx.doi.org/10.2307/2234561
  22. To capture 6 mins, 39 secs of darkness... — خپرونکی: NDTV — د خپرولو نیټه: ۲۱ جولای ۲۰۰۹
  23. https://www.cnrs.fr/fr/personne/maurice-allais-0
  24. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11888473k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  25. "The Economist – Maurice ALLAIS Foundation". www.fondationmauriceallais.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Décès de Maurice Allais, prix Nobel libéral et protectionniste". 2010-10-11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "French Nobel prize winner Maurice Allais dies in Paris". BNO News. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 1988-10-19 باندې). A French Economist Wins Nobel.
  29. "Econ Journal Watch – Ideological Profiles of the Economics Laureates". econjwatch.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "The Economist – Maurice ALLAIS Foundation". www.fondationmauriceallais.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. History of economic thought website. Homepage.newschool.edu. Retrieved on 2011-07-04.
  32. John Kay, Financial Times, 25 August 2010 p 9.
  33. Rosenblatt, Helena (2012). French Liberalism from Montesquieu to the Present Day. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)