موریس کرنلس اشر (زوکړه: د ۱۸۹۸ زکال د جون ۱۷ مه – مړینه: د ۱۹۷۲ زکال د مارچ ۲۷ مه) د ګرافیک په برخه کې هالنډی هنرمند و چې د ریاضیکي محاسباتو څخه په الهام یې په لرګیو کې حکاکي شوي، ډبرین چاپي او میزوټینټ (mezzotints) اثار جوړ کړل. د نوموړي له هنر سره د پراخې لېوالتیا له شتون سربېره نوموړي ته د هنر په نړۍ آن د هغه په زیږون ځای هالنډ کې د نوموړي د ژوند په ډېره موده کې پام ونشو. هغه پخوانیو هنرونو ته د کتنې له نندارتون څخه وړاندې ۷۰ کلن شوی و چې له دغه نندارتون وروسته د ټولو پام ورته راوګرځېد  او له امله یې د ۲۱ مې پېړۍ پر مهال د نړۍ په ټولو نندارتونونو کې ستاینه وشوه.

موریس اشر
(ولندیزی: Maurits Cornelis Escher د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موریس اشر
موریس اشر

د شخص معلومات
زیږون نوم (ولندیزی: Maurits Cornelis Escher د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ جون ۱۸۹۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
لیوواردن [۱۱][۱۲][۱۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 27 مارچ 1972 (74 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لیوواردن (–۱۹۰۳)[۱۱]
آرنهم (۱۹۰۳–)[۱۱]
روم (۱۹۲۴–۱۹۳۵)[۱۴]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم دِلفت صنعتیز پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه نېدرلنډي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) نېدرلنډي [۱۵]
ایټالیایي ژبه [۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شمېرپوهنه [۱۶]
ليونارډو ډاوېنچي [۱۷]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک نوواله هنر [۱۸]  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د هغه په اثارو کې یو شمېر ریاضیکي عملیات له دې ډلې غیرممکن اشیا، د لایتناهي څېړنه، انعکاس، تقارن، پرسپکټیو (ژرفنمايي)، لنډ او ستوري ډوله څو بعدي، هایپربولیک هندسه او تسلسل شاملېدل. په داسې حال کې چې اشر باورمن و چې هغه هېڅ ریاضیکي وړتیا نه لري خو له یو شمېر ریاضي پوهانو لکه جورج پولیا، راجر پنروز، هارولډ کوکسټر او بلورنګار فردریش هاګ سره یې اړیکه لرله او خپلې څېړنې یې هم د تسلسل په برخه کې ترسره کړې وې.

هغه د خپل کار په لومړیو کې له طبیعت څخه الهام واخیست او د حشراتو، مناظرو او په ډبرو کې د راشنه کېدونکو ګلانو په څېر د بوټو اړوند یې څېړنې ترسره کړې او له ټولو هغو څخه یې د خپلو هنري اثرونو په جزیاتو کې ګټنه وکړه. هغه ایټالیا او هسپانیا ته سفرونه وکړل؛ د الحمرا او د قرطبه جومات ودانۍ، ښاري منظرې، معماري او کاشي کاري یې ترسیم کړه او ورسره په خوا کې یې د هغو له ریاضیکي جوړښتونو سره لیوالتیا پیدا کړه.

د اشر هنر د ساینس پوهانو او ریاضي پوهانو له خوا او همدارنګه په عامه کلتور کې په ښه توګه وپېژندل شو؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې مارټین ګارډنر د ۱۹۶۶ زکال په اپرېل میاشت کې د امریکا د علمي مجلې د ریاضیکي لوبې په کالم کې هغه نندارې ته وړاندې کړل. د هغه آثار د بېلابېلو فني مقالو سربېره د ګڼ شمېر کتابونو په مخ پاڼو او البومونو کې کارول شوي. نوموړی په ۱۹۷۹ زکال کې د داګلاس هافستادر د خپاره شوي کتاب ګودل، اشر، باخ یو له اصلي الهام بخښونکو څخه و چې د پولیتزر جایزه یې وګټله.

لومړنی ژوند سمول

موریس کرنلس اشر د ۱۸۹۸ زکال د جون په اوولسمه د هالنډ د فریسلنډ ایالت د لیووارډن سیمې په هغه کور کې وزېږېد چې نن ورځ د شهزاده هوف د سرامیکو د موزیم برخه جوړوي. نوموړی د ساختماني انجینر جورج آرنولډ اشر او د هغه د دویمې ښځې سارا ګلیچمن زوی و. په ۱۹۰۳ زکال کې د هغوی کورنۍ ارنهم ته کډه وکړه، چېرې چې نوموړی تر ۱۹۱۸ زکال پورې ابتدايي او متوسطه ښوونځي ته ولاړ. نوموړی چې په خپله کورنۍ او د ملګرو ترمنځ په «مائوک» پېژندل کېده په ماشومتوب کې ناروغ و او په اووه کلنۍ کې ځانګړي ښوونځي ته ولېږل شو؛ خو هلته په دویم ټولګي کې پاتې راغی. په داسې حال کې چې هغه په طراحۍ کې مهارت درلود خو نمرې یې په بشپړ ډول ډېرې کمې وه. له دې وروسته هغه تر دیارلس کلنۍ پورې د نجارۍ او پیانو زده کولو ته مخه کړه. [۱۹][۲۰][۲۱]

په ۱۹۱۸ زکال کې هغه د دلفت په نامه تخنیکي کالج ته ولاړ. له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې اشر د هارلم د معمارۍ او تزئیني هنرونو ښوونځي ته ولاړ او هلته یې د لرګینو نقاشیو طراحي او جوړول زده کړل. هغه د لنډ مهال لپاره معماري ولوستله خو په ډېری نورو مضامینو کې پاتې راغی (تر ډېره هم د دوامداره پوستي عفونت له امله) همدا و چې تزئیني هنرونو ته یې مخه کړه او د ګرافیک جوړونکي ساموئل جسورون د مسکیتا تر نظر لاندې یې زده کړې وکړې. [۲۲]

څېړنیز سفرونه سمول

په ۱۹۲۲ زکال کې چې د اشر د ژوندانه تر ټولو مهم کال و، ایټالیا ته یې په کې سفر وکړ او له فلورانس، سن جیمینیانو، ولترا، سیه نا او راولو څخه یې لیدنه وکړه. همدغه کال هسپانیا ته هم ولاړ او هلته یې له مادرید، تولدو او ګرانادا څخه لیدنه ترسره کړه. هغه د ایټالیا د لرې پرتو سیمو د مناظرو او په ګراناډا کې د الحمرا د څوارلسمې پېړۍ له موریش معمارۍ څخه اغېزمن شوی و. [۲۳][۲۴][۲۵]

اشر ایټالیا ته راوګرځېد او له ۱۹۲۳ زکال څخه تر ۱۹۲۵ زکال پورې یې په روم کې ژوند وکړ. هغه مهال چې په ایټالیا کې و د جټا اومیکر په نامه یې له یوې سویسۍ ښځې سره ولیدل چې هغه هم د ده غوندې له ایټالیا څخه مجذوبه شوې وه. دوی دواړو په ۱۹۲۴ زکال کې واده وکړ. دغه جوړه په روم کې استوګن شوه چېرې چې د هغوی لومړی ماشوم جورج آرنالډو اشر وزېږېد؛ چې د خپل پلار نوم یې ورباندې کېښود. اشر او جټا وروسته د آرتور او جان په نامه دوه نور زامن هم لرل. [۲۶]

نوموړي چې په مکرر ډول سفرونه کول د نورو ځایونو په ګډون یې په ۱۹۲۶ زکال کې له ویټربو، په ۱۹۲۷ زکال کې له آبروزي، په ۱۹۲۹ او ۱۹۳۳ زکال کې له کرس ټاپو، په ۱۹۳۰ زکال کې له کالابریا، په ۱۹۳۱ او ۱۹۳۴ زکال کې له آمالفي ساحل او په ۱۹۳۲ او ۱۹۳۵ زکال کې له ګارګانو او سیسلي څخه لیدنه وکړه چې د دغو ځایونو مناظر د هغه په هنري آثارو کې څرګند دي. د ۱۹۳۹ زکال په مۍ او جون میاشت کې اشر هسپانیا ته راوګرځېد او الحمرا ته بیاځلي ولاړ چې هلته یې د هغو د موزاییکي ډولونو څخه د نقشو د طراحۍ په موخه څو ورځې تېرې کړې. همدلته و چې نوموړی د وسواس تر کچې پورې د هغو د موزایک کارۍ مجذوب شو لکه څه ډول یې چې خپله ویلي: [۲۷]

دا د یو فوق العاده جذب کوونکي فعالیت په توګه پاتې شوي، چې زه د هغو سره په واقعي لېوالتیا معتاد شوی یم او ځینې مهال په ډېرې سختۍ سره کولای شم هغه هېر کړم. [۲۸]

هغه طراحۍ چې نوموړي په الحمرا کې جوړې کړې له دغه مهال څخه وروسته د هغه د کار بنسټ و. نوموړي همدارنګه د مزکیتا یا د قرطبې د جامع جومات په معمارۍ څېړنه وکړه. دا د هغه د اوږده څېړنیز سفر وروستی ځای و؛ همدا و چې له ۱۹۳۷ زکال وروسته د هغه هنري اثار د دې پر ځای چې په صحنه کې یې جوړ کړي د هغه په هنري سټودیو کې جوړېدل. په دې ترتیب سره د هغه هنر د مشاهده کولو پر ځای په هغو واقعي جزیاتو باندې د ټینګار کولو اړخ ته واوښتل چې په طبیعت او معمارۍ کې یې لیدلي و او همدارنګه د هندسي تحلیل او بصري تخیل په محصولاتو واوښتل. له دې سره آن د هغه لومړنۍ چارې هم د فضا له ماهیت، غیر معمولو اشیاو، پرسپکټیو او نورو متعددو لیدلورو سره د هغه د لېوالتیا څرګندويي کوي. [۲۸]

وروستی ژوند سمول

په ۱۹۳۵ زکال کې د موسولیني د واکمنۍ پر مهال د ایټالیا سیاسي فضا د اشر لپاره د منلو وړ نه وه. هغه له سیاست سره هېڅ لېوالتیا نه لرله او د خپلو مفاهیمو له بیان پرته چې هغو هم د ځانګړو رسنیو له لارې پرته یې امکان نه درلود په نورو مسایلو کې یې ځان نه ښکېل کاوه، خو له تعصب او ځان ښکاره کولو څخه بېزاره و. هغه مهال چې مشر زوی یې، جورج په ۹ کلنۍ کې اړ شو په ښوونځي کې بالیلا یونیفورم واغوندي ایټالیا یې پرېښوده او د سویس Château-d'Œx سیمې ته کډه شو، چېرې چې د دوه کلونو لپاره هلته پاتې شو. [۲۹]

اشر چې د ایټالیا مناظرو مجذوب کړی و په بشپړ ډول په سوئیس کې ناخوښه و. همدا و چې په ۱۹۳۷ زکال کې یې د بلجیم د بروکسل ښار اوکل سیمې ته کډه وکړه. دویمې نړیوالې جګړې هغه اړ کړ د ۱۹۴۱ زکال په جنوري کې له دغه ځایه هم کډه وکړي؛ دا ځل نوموړی د هالنډ بارن ته ولاړ چېرې یې چې تر ۱۹۷۰ زکال پورې ژوند کړی و. د اشر ډېری پېژندل شوي اثار هم دغې دورې ته اړوند دي. د هالنډ مرطوبه، سړه او ځینې مهال وریځ لرونکې هوا اشر ته د دې زمینه برابروله څو هغه پر خپل کار تمرکز وکړي. له ۱۹۵۳ زکال وروسته اشر په پراخه کچه وینا کولو ته مخه کړه. په ۱۹۶۲ زکال کې په شمالي امریکا کې د هغه یو لړ په پام کې نیول شوې ویناوې د نوموړي د ناروغ کېدو له امله لغو شوې او هغه د یو مهال لپاره د هنري آثارو جوړول ودرول. خو د هغه د دغو ویناوو متون او انځورونه وروسته د Escher on Escher کتاب د برخې په توګه خپاره شول. [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12604568f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12604568f — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ M.C. Escher
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Maurits Cornelis Escher
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cc1jcz — subject named as: M. C. Escher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8129363 — subject named as: M. C. Escher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?25296 — subject named as: M. C. Escher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/escher-maurits-cornelis — subject named as: Maurits Cornelis Escher
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Rotterdam City Archives actor ID: https://collecties.stadsarchief.rotterdam.nl/detail.php?id=8805 — د نشر نېټه: ۵ نومبر ۲۰۱۹
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://cs.isabart.org/person/83248 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ http://www.mcescher.nl/over/biografie/
  12. https://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12604568f
  13. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/26631
  14. Biografie — د نشر نېټه: ۵ مارچ ۲۰۲۴
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/48802147
  16. https://blog.artsper.com/en/get-inspired/how-m-c-escher-transformed-our-perception-of-art/
  17. https://www.theartstory.org/artist/escher-mc/
  18. https://www.nationalgalleries.org/exhibition/amazing-world-mc-escher
  19. "Chronology". World of Escher. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "About M.C. Escher". Escher in het Paleis. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bryden, Barbara E. (2005). Sundial: Theoretical Relationships Between Psychological Type, Talent, And Disease. Gainesville, Fla: Center for Applications of Psychological Type. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-935652-46-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Locher, 1974. p. 5
  23. Roza, Greg (2005). An Optical Artist: Exploring Patterns and Symmetry. Rosen Classroom. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4042-5117-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Monroe, J. T. (2004). Hispano-Arabic Poetry: A Student Anthology. Gorgias Press LLC. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59333-115-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Chronology". World of Escher. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "About M.C. Escher". Escher in het Paleis. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Locher, 1974. p. 5
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ O'Connor, J. J.; Robertson, E. F. (May 2000). "Maurits Cornelius Escher". Biographies. University of St Andrews. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) which cites Strauss, S. (په 9 May 1996 باندې). [{{{url}}} M C Escher]. The Globe and Mail.
  29. Ernst, Bruno, The Magic Mirror of M.C. Escher, Taschen, 1978; p. 15
  30. Hathaway, Dale K. (17 November 2015). "Maurits Cornelis Escher (1898–1972)". Olivet Nazarene University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Escher, M. C. (1989). Escher on Escher: Exploring the Infinite. Harry N. Abrams. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8109-2414-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Timeline". Escher in het Paleis. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)