مورټیمر ویلر

مورټیمر ویلر
مورټیمر ویلر
مورټیمر ویلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ سپټمبر ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
ګلاسګو[۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 22 جولای 1976 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا[۱۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۲][۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه
دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورټیمر ویلر (زوکړه: د ۱۸۹۰ زکال د سپټمبر ۱۰ مه – مړینه: د ۱۹۷۶ زکال د جولای ۲۲ مه) بریتانوي لرغون پوه او د بریتانیا د پوځ افسر و. نوموړي د خپل کاري ژوند په اوږدو کې د لرغون پوهنې موضوعاتو ته د اړوندو ۲۴ کتابونو د لیکنې سربېره د ولز د ملي موزیم او د لندن د موزیم د مشر، د هند د لرغون پوهنې د ټولنې د عمومي مشر او همدارنګه په لندن کې د لرغون پوهنې د انستیتیوت د بنسټګر او افتخاري مشر په توګه خدمت کړی.

ویلر د ګلاسکو سیمې د منځنۍ طبقې په یوه کورنۍ کې وزېږېد، په نوې ځوانۍ کې لندن ته له کډه کولو وړاندې نوموړی تر ډېره پورې په یورکشایر کې را ستر شو. د لندن په یونیورسیټي کالج کې د کلاسیک له زده کړې وروسته نوموړي په مسلکي توګه د لرغون پوهنې، په ځانګړې توګه د رومي – بریتانوي دورې اړوند د لرغون پېژندنې په چارو لاس پورې کړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په سلطنتي توپ خانه کې کار کولو ته دواطلب شو او لویدیځې جبهې ته ولېږل شو؛ هلته یې د جګړنۍ رتبه واخیسته او د صلیب پوځي نښان ورکړل شو. بریتانیا ته له راګرځېدو وروسته یې له یونیورسیټي کالج څخه خپل د دوکتورا سند ترلاسه کړ او د ولز په ملي موزیم کې یې د لرغونو آثارو د ساتونکي او وروسته یې هم د همدغه موزیم د مشر په توګه کار وکړ؛ په همدغه دوره کې نوموړي د خپلې لومړۍ میرمنې تیزا ویلر په مرسته د سیګونټیم، وای ګئیر او ایزاک اګوستا په رومي قلاو کې د لرغون پېژندنې له څېړنو څخه نظارت وکړ. نوموړي د لرغون پېژندونکي اګوستوس پیټ ریورز تر اغېز لاندې استدلال وکړ چې کنستنې او همدارنګه د اړوند ځایونو چینه بندي (stratigraphic context) مخ پر ودې علمي او میتودیکو لارو چارو ته اړتیا لري او له همدې امله یې د «ویلر کړنلارې» ته پراختیا ورکړه. ویلر په ۱۹۲۶ زکال کې د لندن د موزیم د لرغونو اثارو د ساتونکي په توګه وګمارل شو، دلته د دندې پر مهال نوموړي د لرغونو آثارو د ټولګو په جوړولو نظارت وکړ، د هغو لپاره یې د بودیجي د زیاتوالي په موخه هڅې وکړې او د لندن په یونیورسیټي کالج کې یې تدریس ته مخه کړه.

په ۱۹۳۴ زکال کې نوموړي د لندن د فدرال پوهنتون د برخې په توګه د لرغون پوهنې د انستیتیوت بنسټ کېښود او د هغو افتخاري مشري یې پر غاړه واخیسته. دغه مهال نوموړي په لیډني پارک او ویرولامیوم کې د رومي کلا ګانو او همدارنګه په مایدین کسل کې د اوسپنې دورې ته اړوندې بریتانوۍ هېل فورټ کلا د لرغون پېژندنې له څېړونو نظارت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه بیاځلي له وسله والو ځواکونو سره مل شو، هغه د شمالي افریقا په عملیاتو او وروسته هم په ایټالیا باندې د متفقینو په برید کې ونډه واخیسته چې له امله یې د برید جنرالۍ رتبې ته ورسېد. نوموړی په ۱۹۴۴ زکل کې د هند د لرغون پوهنې د بنسټ عمومي مشر وټاکل شو؛ په دې سره نوموړي د هاراپا، آریکامدو او براهماګیري لرغونو سایټونو په څېړنو نظارت وکړ او د دغې نیمه لویې وچې د لرغون پوهنې په بنسټونو کې یې اصلاحات رامنځته کړل. په ۱۹۴۸ زکال کې بریتانیا ته راوګرځېد او خپل مهال یې د لرغون پوهنې په انستیتیوت کې د تدریس او همدارنګه د پاکستاني دولت سره د لرغون پوهنې په برخه کې د سلاکارۍ ترمنځ ووېشه. په راتلونکو کلونو کې د هغه مشهورو کتابونو لکه د کروز بېړۍ لکچر (cruise ship lectures)، په رادیو او تلویزیون کې د هغه راڅرګندېدو، په ځانګړې توګه د حیوان، نبات او منرال؟ (Animal, Vegetable, Mineral?) تر نامه لاندې د بي بي سي په خپرونو کې د هغه ګډون مرسته وکړه څو ډیری مخاطبین له لرغون پوهنې سره بلد کړي. نوموړي د برېتیش اکاډمي د افتخاري مشر په توګه وکولای شول د لرغون پوهنې د پروژو لپاره پریمانه بودیجه راغونډه کړي او د یونسکو په ډېری پروژو کې د بریتانیا د استازي په توګه وټاکل شو.

ویلر د شلمې پېړۍ یو له مهمو بریتانوي لرغون پوهانو څخه ګڼل کېږي چې د لرغون پوهنې د څېړنو او ثبت په برخه کې یې د بریتانوي عمومي لیوالتیا په پارولو کې مهم رول درلود. له دې سربېره نوموړی د سویلي آسیا د لرغون پوهنې په بنسټ اېښودو کې د مهمې څېرې په توګه ستایل کېږي. له دې سربېره له لرغونو ځایونو څخه د هغه یو شمېر ځانګړي تفاسیر بې اعتباره ګڼل شوي او یاهم بیاځلي لیکل شوي، ورته مهال پر خپلو همکارانو باندې د زور ویلو او د ځوانو نجونو د جنسي ځورونې له امله ورباندې نیوکې کېږي.

د هند د لرغون پېژندنې سروې: ۱۹۴۴- ۱۹۴۸ سمول

ویلر د ۱۹۴۴ زکال په پسرلي کې بمبئی ته ولاړ. د بمبئی والي جان کولویل له هغه هرکلی وکړ او بیا یې ډهلي او شمله ته په ریل سره سفر وکړ چېرې چې د هند د لرغون پیژندنې د بنسټ مراکزو موقعیت درلود. ویلر ته د دغې دندې وړاندیز د هند نایب السلطنت ارشیبالډ وېوېل کړی و، هغه د لرغون پېژندونکي لئونارډ وولي د وړاندیزونو له مخې چې د بریتانیا تر کنټرول لاندې نیمه لویه وچه کې یې د لرغونو تاسیساتو اړوند راپور لیکلی و خپلې چارې مخته وړې. ویلر د دغو چارو وضعیت ته په پام خپل یوه ملګري ته په یوه لیک کې د مالي منابعو او تجهیزاتو له کمښت شکایت وکړ او څرګنده یې کړه «موږ ۱۸۵۰مې لسیزې ته ګرځېدلي یو». په پیل کې د نوموړي په هند کې څه نه خوښېدل او په بریتانیا کې یې خپلو ملګرو ته په خپلو لیکنو کې د هندوانو پر وړاندې د سپک کوونکو او نژاد پرستانه احساساتو څرګندونه کوله: هغه څرګنده کړې وه: «دوی په غلطه توګه تغذیه کوي، غلط فکر کوي او غلط ژوند کوي ... ما له وړاندې دوی ناروغان بلل – د ساعت په څېر کارکوونکي د لوبو وسایل جوړوي، خو ځانونه نه جوړوي او زهم پر دوی باندې په وحشیانه توګه خپل زور کاروم». نوموړي هغه کارکوونکي چې پر باور یې ګټه نه ترې کېدله له کاره وویستل او په نورو کې یې د کاري انګېزې د رامنځته کولو په موخه له فزیکي وهلو ډبولو کار اخیست.[۱۵][۱۶]

نوموړي د خپلې دندې له پیلولو څخه له پخوانیو عمومي مشرانو څخه فاصله ونیوله او د دوی پر مدیریت باندې یې په نیوکه کولو د نویو داسې کارکوونکو په ګمارلو لاس پورې کاوه چې پخوانیو مشرانو ته یې هېڅ وفاداري نه لرله. ویلر د څلور کلنې هوکړې په کولو سره هڅه وکړه دوه بریتانوي لرغون پوهان، ګلین ډانیل او سټوراټ پیګوټ وګماري څو د دغه بنسټ په اصلاح کې ورسره مرسته وکړي، په داسې حال کې چې هغو د ده وړاندیز رد کړ. له دې وروسته نوموړي په دغه نیمه لویه وچه کې سفر کولو ته مخه کړه څو د دغه بنسټ له ټولو کارکوونکو سره وویني. نوموړي د څېړنیزو پوښتنو یو ټولګه برابره کړې وه او غوښتل یې خپلې څېړنې پر هغو متمرکزې کړي؛ په دغو کې د هاخامنشي سترواکۍ او د برونزو د عصر پر مهال د سند درې د تمدن ترمنځ دوره، د ودا وګړو د ټولنیزې او کلتوري مخینې موندنه، د اریایانو د برید تاریخ موندنه او له شپږمې میلادي پېړۍ وړاندې دورې لپاره د سویلي هند لپاره د نیټې ټاکلو د سیسټم جوړول شاملېدل. نوموړي په دغه ځای کې د دندې پر مهال د لرغون پېژندنې د څېړنو لپاره د ۲۵ سلنه بودیجې زیاتوالي ته لاسرسی وموند او دولت یې متقاعد کړ چې په نوي ډهلي کې د لرغون پوهنې د ملي موزیم له جوړېدو سره هوکړه وکړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۹۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې نوموړي په ټېکسلا کې د لرغون پوهنې په برخه کې شپږ میاشتنی ښوونځی پرانیست، چېرې چې نوموړي له سراسر هند څخه راغلو زده کوونکو ته د دغې څانګې د لارو چارو اړوند تدریس کاوه. ویلر له خپلو زده کوونکو سره لیوالتیا پیدا کړه او د هغه یو زده کوونکي، باراج باسي لال وروسته څرګنده کړه چې «د ښاغلي مورټیمر د خشن ظاهر تر شا یو مهربان او زړه سواند زړه شتون درلود». په هند کې د استوګنې پر مهال د نوموړی زده کوونکي یوازني هغه کسان و چې ویلر ورسره لیوالتیا لرله؛ په واضحه توګه نوموړی له هغه څه چې هغه د هندي ټولنې بې کاري، بې کفایتي او فساد باله، ناخوښه و. ویلر په پیل کې خپلې چارې د دغې نیمه لویې وچې په شمالي برخه متمرکزې کړې وې، په ځانګړې توګه هغه د برونزو په دوره کې د سند درې له تمدن سره لیوالتیا لرله. نوموړي په خپلو لومړنیو څېړونو کې د موهنجودارو او هارا پا په سایټونو کې لنډې څېړنې ترسره کړې چې د دغو دوو ښارګوټو په چاپېر کې استحکامات یې ښوول. [۲۲][۲۳][۲۴]

ویلر د «لرغوني هند یا Ancient India» په نامه د لرغون پوهنې مجله تاسیس کړه چې په کال کې دوه ځله چاپېدله. نوموړي دغې مجلې ته د کاغذ په برابرولو کې ستونزه لرله او له همدې امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شو. د دغې مجلې لومړۍ ګڼه د ۱۹۴۶ زکال په جنوري میاشت کې خپره شوه او په هند کې یې د خپلې استوګنې پر مهال د دغې مجلې یوازې درې ګڼې نورې خپرې کړې. ویلر له کیم کولینریج سره واده وکړ او له هغه وروسته په ایران کې د هند په یوه کلتوري ماموریت کې د ګډون په موخه له خپلې مېرمنې سره ولاړ. هندي دولت ویلر د هغه ډلې د مشرۍ لپاره غوره باله چې د جمشید د تخت، تهران، اصفهان، شیراز، پاسارګاد او کاشان له لیدو وړاندې زاهدان ته د ریل په مرسته تله. په ۱۹۴۶ زکال کې نوموړی په خپل دویم کلتوري ماموریت کې داځل افغانستان ته ولېږل شو، هغه لرغوني بلخ ته ولاړ او له باختري پاچاهۍ سره یې ځانګړې لیوالتیا پیدا کړه. [۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118807102  — د نشر نېټه: ۴ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11929120b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Mortimer-Wheeler — subject named as: Sir Mortimer Wheeler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mk7d1b — subject named as: Mortimer Wheeler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?108269 — subject named as: Sir Mortimer Wheeler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: (Robert Eric) Mortimer Wheeler — سرليک: Wheeler, (Robert Eric) Mortimer — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T091360
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=66074 — subject named as: Mortimer Wheeler — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009927 — subject named as: Sir Mortimer Wheeler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. پیوستون : 118807102  — د نشر نېټه: ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500328069 — د نشر نېټه: ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۲ مې ۲۰۱۲
  11. https://libris.kb.se/katalogisering/qn259k580v9r2vt — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۷ مارچ ۲۰۰۸
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11929120b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/15711075
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6642787
  15. Hawkes 1982، ص. 234.
  16. Hawkes 1982، صص. 232–233.
  17. Hawkes 1982، ص. 252.
  18. Hawkes 1982، ص. 245.
  19. Hawkes 1982، ص. 235.
  20. Hawkes 1982، ص. 233.
  21. Guha 2003a، صص. 6–7.
  22. Hawkes 1982، صص. 236–237.
  23. Hawkes 1982، ص. 254.
  24. Hawkes 1982، ص. 241.
  25. Srivathsan 2011.
  26. Hawkes 1982، صص. 255–256.