ملاخيل قوم :‌د پښتنو قومونو څخه یو قوم ملاخيل ده چې سوچه او کره پښتانه دي ، پخوا وخت کې زیاتره کوچيان وو اوس يې کوچيتوب اکثريت پرې ايښی .

ملاخيل قوم په نهو خیلونو يا نهه پلرنۍ تقسيم شوی ، رضاخيل ، سيدخيل، عباس خیل ، ادين خيل ، لنګر خيل ، خوږه خيل ، عثمان خيل ، قلندر خيل او پيروخیل .

د ملاخيلو د هستوګنې ځايونه : د ملاخيلو اصلی هستوګنځای د غزني ولايت اجرستان ولسوالۍ ده چې همدا نهه پلاره ملاخيل هلته خپل کلی او معلومه سيمه لري او په ياده ولسوالۍ کې له ملاخيل قوم پرته نور قومونه ډیر لږ يا فقط څو کورنۍ شتون لري ؛ له اجرستان ولسوالۍ پرته ملاخيل په نورو مختلفو سيمو کې هستوګن دي خو زیاتره یې په کابل ، میدان ښار ، ننګرهار ، د بلوچستان ايالت په کوئټه ، پښين ، لورلايي ، د کوزې پښتونخوا په کورمه ، پيښور او له دې پرته په نورو مختلفو سيمو کې هستوګن دي .

ملاخيلو پخوا وخت کې په اوښانو تجارت کاوو چې د تجارت توکي يې زياتره غوړي ، ټوکر ، وچه ميوه او ... وو ، اوس وخت کې هم ځينې ملاخيل تجارت کوي خو زياتره يې غريبکاره خلک دي او په خپله ولسوالۍ (اجرستان ) کې زیاتره په کښت او کرونده بوخت دي .