محمد يوسف بنوري

د پیدائښت تاریخ سمول

د جامعه اسلاميې باني او مؤسس علامه محدث العصر مولانا  سید محمد یوسف بنوري رحمه الله د پنج شنبې په شپه د ربیع الثاني د میاشتي پر ۶  نېټه د ۱۳۲۶ هجري قمري کال چي د  ۱۹۰۸ میلادي کال سره سمون خوري د مردان په ولسوالي د مهابت اباد نومي کلي کي د شپې په اخرنۍ حصه کي دې دنیا ته سترګي وغړولې.


نوم او نسب يې سمول

مولانا بنوري رحمه الله د نقشبنديې طریقې د مشهوره شیخ سید ادم بنوري رحمه الله د اولاد څخه  دی، چي سلسله نسب يې په لاندي ډول ده: سید محمد یوسف بن محمد زکریا بن میر مزمل شاه بن میر احمد شاه بن میر موسي  بن غلام حبیب بن رحمت الله بن عبدالاحد بن حضرت محمد اولیاء بن سید محمد ادم بنوري، چي د نسب سلسله يې په نهم نیکه کي د زمانې محقق عارف بالله حضرت سید ادم بنوري ته او هغه بیا و حضرت سیدنا حسین رضي الله عنه ته رسیږي. د علامه سید یوسف بنوري رحمه الله نیکه سید محمد بن ادم صاحب پښتون وو او د افغانستان اوسیدونکی وو.


د بنور مقام ( موقعیت):


د هندوستان په ریاست پټیاله کي و سرهند ته نژدې یو کلی دی، دا ځای بنور( د با په زور سره او د نون په پېښ سره ) چي نسبت يې دده نیکه سید ادم بنوري ته کیږي؛ ځکه دده اولاد ته بنوري ویل کیږي، سید ادم بنوري رحمه الله  د حضرت مجدد الف ثاني  رحمه الله  د خلیفاګانو څخه وو، الله جل جلاله  حضرت مجدد الف ثاني  رحمه الله  د کارنامو څخه یوه حصه هم و حضرت سید ادم بنوري رحمه الله  ته ورکړې وه، چي د هغه په وارثانو کي منتقل کېدله او تر حضرت علامه سید محمد یوسف بنوري رحمه الله پوري راورسېدل، چي الله جل جلاله د مولانا محمد یوسف بنوري رحمه الله څخه په خپل دور کي د امت د اصلاح کار واخیستی، چي ذکر به يې په راتلوونکې کي درته راسي.




کله چي په هندوستان کي د سکانو د غلبې دور وو، نو حضرت سید آدم رحمه الله د خپل خاندان سره په سرحد کي آباد سو، دده ورنیکه میر احمد شاه ډېر د لوړي درجې بزرګ وو، چي هغوی په پېښور کي یو کلی اباد کړی، چي د ګړهی میر احمد شاه  په نامه سره مشهوره دی، چي د شیخ بنوري رحمه الله  بعضي د کورنۍ غړي هم دلته اباد سوه، او بعضي بیا کوهاټ ته نقل سوه.


دشیخ بنوري رحمه الله  پلار مولانا محمد زکریا بنوري یوجید عالم او  سربېره پر دې یو حاذق طبیب، په تعبیر رویا پوه او بزرګ شخصیت وو،  چي په اردو او عربي ژبو کي يې ډېر مفید قيمتي او علمي کتابونه لیکلي دي، چي د موضوع د انتخاب تر څنګ په تحقیق کي هم یو ځانګړۍ مقام لري.



په کابل او پیښور کي د تعلیم  پیل:


د قران کریم زده کړه يې د خپل پلار او ماما مولانا فضل صمداني بنوري  څخه په خپل کور کي وکړه، او همدا راز يې په پیښور کي د میر احمد څخه حاصل کړی،  صرف، نحو او  داسي نور فنونو ابتدايي کتابونه يې پر شیخ مولانا حافظ عبدالله، شهید بن خیر الله پشاوري چي ۱۳۴۰ کي وفات سوی دی، د هغه په کلي کي ارباب لنډي پېښور کي ولوستل، بیا يې د امیر حبیب الله خان په دور کي د افغانستان کابل ولایت  په یوه مدرسه کي علم  حاصل کړی، فقه ، اصول فقه، منطق ادب، بیان او داسي د فنونو کتابونه يې د کابل  او پېښور د علماء څخه ولوستل، دده د استاذانو څخه هر یو لکه: قاضي القضاء مولانا عبدالقدیر افغاني لمقاني ( چي د افغانستان د جلال اباد ولایت د شرعي محکمې قاضي مرافعه وو) او شیخ محمد صالح القیلعنوي افغاني چي ډېر شهرت يې درلودی، او پر قاضي عبدالقدیر رحمه الله باندي يې میر زاهد، ملا جلال،، کنز ثاني، هدایة اخیرین او داسي نور کتابونه ولوستل.


دار العلوم دیوبند ته سفر:


د کابل څخه د راتلو وروسته يې په دارالعلوم دیوبند کي داخله واخیستله، او پاته کتابونه يې هم هلته ولوستل، له نېکه مرغه کله چي دی هلته طالب العلم وو، په ۱۳۴۵ څخه بیا تر ۱۳۴۷ پوري، د زمانې مشهور محدث امام العصر حضرت مولانا محمد انور شاه کشمیري رحمه الله او محقق العصر مولانا شبیر احمد عثماني رحمه الله (د کابلي تفسیر او فتح الملهم مؤلف) همدا تکړه مشایخ په دیوبند کي تدریس کاوه.


د فراغت سند يې:


کله چي مولانا انور شاه کشمیري رحمه الله او مولانا شبیر احمد عثماني رحمه الله د دارالعلوم دیوبند څخه ډابهیل ته منتقل سوه، نو حضرت بنوري رحمه الله هم د خپلو دغو استاذانو سره یو ځای ډابهیل ته ولاړی، او هلته د ډابهیل په جامعه  اسلامیه کي  په ۱۳۴۷ هـ کال کي يې د فراغت سند تر لاسه کړی.


د کمالات انوري انځور:


معلومه خبره ده، چي په یوازي کتاب ویلو سره څوک د علم حقیقي ثمرات نسي ترلاسه کولای، د علم د حاصلولو لپاره د کامل شخصیت و صحبت ته  هم ډېر ضرورت سته، حضرت مولانا بنوري رحمه الله  ته چي دومره لوړمقام نصیب سوی وو، د حضرت انور شاه کشمیري  رحمه الله  د صحبت نتیجه وه، چي د دوره حدیث د تکمیل وروسته هم د علامه محمد انور شاه کشمیري رحمه الله  په خدمت کي په مستقله توګه پاته سو، شپه او ورځ يې د علامه کشمیري رحمه الله د صحبت څخه پوره استفاده کوله.


حضرت علامه کشمیري رحمه الله  د حضرت بنوري رحمه الله تر ټولو لوړ شیخ وو، او حضرت بنوري رحمه الله د خپل شیخ رښتنۍ عاشق او صادق محب وو، د هغه هره کړنه يې په خپل ځان کي جذب کړې وه، تر اخري سلګۍ پوري د هغه د محبت څخه برخمن وو، کله چي به يې یوه مناسبه موقع پیدا کړله، نو د هغه ذکر به يې کاوه، تا چي به ویل همدا اوس د خپل شیخ د صحبت څخه راغلی دی، او د هغه ملفوظات يې داسي محفوظ او یاد کړي وه، چي خاص هم هغه  الفاظ به يې رانقلول، د کشمیري رحمه الله د یادوني په وخت کي به داسي محسوسه کېدله، چي ګواکي د هر لفظ او هر حرف څخه يې د محبت بوی راولاړیږي.


حضرت بنوري رحمه الله د خپلو ټولو استاذانو تر نظر لاندي وو، مګر د امام العصر حضرت علامه انور شاه کشمیري رحمه الله چي دده سره کوم خاص تعلق وو، شاید ددې مثال د حضرت شاه رحمه الله  د نورو شاګردانو سره  نه وو، حضرت بنوري رحمه الله د خپل اعلی تعلیم مراحل د امام العصر حضرت انورشاه کشمیري رحمه الله سره تېر کړل، او تر ټولو زیات فیض يې ورڅخه حاصل کړی، چي په سفر او حضر کي د هغوی خادم، او تر یوه کال پوري يې شپه او ورځ دده رفیق او ملګری وو، حضرت شاه رحمه الله چي د بنوري رحمه الله محبت، عقیدت او خدمت ولیدی، دومره ورڅخه متأثره سو، چي بالاخیر يې د خپل ځان سره ملګری او په ۱۳۴۸ کال کي يې کشمیر  ته بوتلی.


شیخ رحمه الله په څلرویشت ساعتو کي یوازي دوه ساعته ارام کوی، او نور وخت به د خپل شیخ په خدمت کي او د هغه څخه د علومو په اخذ او اکتساب کي تېرول، الله تعالی جل جلاله  ددې صله دا ورکړه، چي د خپل شیخ په رنګ يې ورنګوی، او د هغه څخه يې بې مثله محدث، بې بدیله عالم ، جلیل القدر محقق، معتمد فقیه، د لوړي درجې مفسر، ادیب او  شاعر ورڅخه جوړ کړی، چي ددې سفر وروسته خپل وطن پښاور ته راغلی، او هم هلته مقیم سو.


عملي ژوند او د عربي هیوادو سفر:


په جامعه اسلامیه ډابهیل (هند) کي د تدریس او علمي مجلس له طرف څخه د عربي هیوادو سفر د حضرت علامه کشمیري  رحمه الله  دخدمت نتیجه وه، چي د شیخ کشمیري رحمه الله  د وفات وروسته  علامه سید بنوري رحمه الله د خپل شیخ رحمه الله د باغ ساتوونکی سو، او د ډابهیل په جامعه اسلاميه کي د شیخ الحدیث او صدر المدرس شرف هم ورته حاصل سو، او همدارنګه د ډابهیل په جامعه اسلامیه کي د علمي مجلس یو غړی مقرر سو، په ۱۳۵۶ هـ کال چي د ۱۹۳۷ میلادي کال سره سمون خوري، د کتابو د طباعت په سلسله کي د مصر قاهرې ته ولاړی، او د شیخ رحمه الله په نګراني کي د هدایې د احادیثو د تخریج مشهور کتاب نصب الرایه لاحادیث الهدایه، فیض الباري او بغیة الاریب  ډول لوړ کتابونه، چي په علمي او تحقیقي زېوز سنبال وه چاپ سوه، چي د هغه حسن طباعت نن هم دنیا دېته مجبوره کړه، چي ستاینه يې وکړي، او د درو سره کتابونو طباعت پر داسي عمده او ښائسته کاغذ چاپ سو، چي د هندوستان خلکو په هغه زمانه کي ددې تصور هم نسوای کولای.


ددې پر طباعت باندي حضرت شیخ رحمه الله  ډېر زیار وکښۍ ، او د طباعت  (چاپ) په سلسله کي د علامه بنوري رحمه الله   دا لومړی تجربه وه، مګر الله  جل جلاله  دده په دې فن کي ډېر لوړ علم ورکړی وو، مصر ته د رسېدو سره  يې د مختلف چاپ خانو سره رابطه قائمه کړه، او د ذکر سوو کتابونو د کاغذ اندازه او حروف ورته معین کړه، او د څو ورځو کوښښ وروسته يې داسي مطبعه پیدا کړه، چي دده د شرائطو او ذوق مطابق کار وکړي، د نصب الرایه د  چاپ مخکي د تصحیح په لړ کي يې هم زیات محنت او کوښښ کاوه؛ ځکه دا لړۍ يې د حج څخه شروع سوه، د حج وروسته يې د حرمین شریفین په دوومختلفو کتاب خانو کي يې د نصب الرایة مقابله د نورو  قلمي نسخې سره وکړه، او کله چي مصر ته ورسېدی، نو دارالکتب المصریه کي يې ددې دوو نسخو سره مقابله وکړه، چي ددې مقابلې اړوند معلومات د ( نصب الرایة والعنایة  بحاشیه والعناء فی تصحیه وطبعه) په عنوان کي ذکر سوې ده.


حضرت بنوري رحمه الله او اسلامي نړۍ:


عربۍ نړۍ ته يې لومړی سفر د کتابو نو د چاپ په سلسله کي کړی وو، او دهغه وروسته د مجمع البحوث د کانفروسونو  د شرکت لپاره يې کړی وو، همدارنګه د شام، لبنان، اردن، فلسطین، عراق، لیبیا، کویټ، ترکې، افغانستان، ایران، ، هندوستان، تنزانیه، نائجیریا، کینیا، یوګنډا، موزمبیق، زمبیا، یونان، فرانس، برطانیه، جنوبي افریقه، سویرز لینډ، او هسپانیه او همداسي نورو ملکونو ته سفرونه کړي و، اکثره به ده ته د اسلامي هیوادنو لخو ا دعوت نامې رالیږل کېدلې، خو د ډېري مصروفتیا له کبله به يې هلته سفرونه نه کول، خو کله چي به بیا یو دیني ضرورت ولیدل سو، بیا يې بېله کوم علته هلته سفر کوی.


د علامه سید بنوري رحمه الله  افکار ډېر لوړ او وسیع وه، هغه به همېشه په بین الاسلامي بلکي په بین المللي سطح فکر او سوچ کاوه، د خپل وطن سربیره يې د عربي هیوادونو دیني، علمي او سیاسي حالاتو همېشه فکر کاوه، د هغو په دیني او سیاسي ترقي به خوشحالی کېدی او خوشحالي به يې ظاهره کوله، او د هغو په تنزل او ضعف باندي غمګین وو،  خپله خوشحالي او غم به يې په لیکونو کي لیکی، او یا به يې د بینات په بصائر وعبر کي بیانوی، او  ددې سره به يې ددې مرض د علاج لپاره يې نصحیتونه هم لیکل،  کله به يې د هغو هیوادنو مشرانو ته په شفاهي ډول یا د خطونو په ذریعه نصیحتونه کول، دده به هر سفر  د دعوت او ارشاد او نورو ته د فائدې رسولو لپاره وو ه، هیڅکله يې یو سفر د مادي غرض لپاره نه دی کړی.


دیوبند او د دیوبند د اکابرو تعارف په عربي هیوادو کي:


حضرت محمد یوسف بنوري رحمه الله  په جامعه ازهر او د مصر په نورو مدارسو او جامعاتو کي د حضرت شیخ الهند مولانا محمود حسن دیوبندي  رحمه الله د مولانا محمد انور شاه کشمیري رحمه الله  او مولانا اشرف علی تهانوي رحمه الله او د دیوبند د اکابرو د علمي مقام تعارف وکړ، او د هغوی ارزښتناک تصنیفات علمي، دیني، ملي او سیاسي خدماتو څخه يې اګاه او خبر کړل، په دې سلسله کي يې د مصر په هفت روزه ( الاسلام ) مجله کي  مختلف مضامین نشرېدل، چي په هغو کي يې د دارالعلوم دیوبند علمي، دیني، اصلاحي او سیاسي کارنامې وړاندي کړلې، چي په دې سفر کي د مصر، یونان، ترکيې او حجاز مقدس سفرونه  وکړه، او ورسپارل سوي علمي خدمت يې په ډېره ښه طریقه سره انجام کړل، تقریبا یو کال يې د هیواد څخه دباندي تېر کړل،  په دې سفر کي يې د علامه طنطاوي، علامه زاهد الکوثري، شیخ خلیل خالدي مقدسي، شیخ عمران بن حمدان محرمي مالکي مغربي، شیخ محمد بن حبیب الله بن مایابي حبکني شنقیطي او شیخ یوسف دجوي  رحمهم الله تعالی سره ملاقاتونه وکړل.


د ۱۳۵۷ هجري کال چي د ۱۹۳۸ میلادي کال سره سمون خوري، په قاهره کي د فلسطین د علماء په اړوند د علماء اسلام کانفرنس ته ور وبلل سو،چي د متحده هندوستان څخه د هند مفتي اعظم مولانا مفتي کفایت الله دهلوي رحمه الله مصر ته تشریف یووړی، مفتي کفایت الله دهلوي رحمه الله ځکه خپله مریض وو، ددې په خاطر يې حضرت بنوري رحمه الله خپل نائب مقرر کړی، او د مفتي کفایت الله صاحب له طرفه څخه يې ټولي ورکړل سوي فریضي په ښه طریقه سره انجام کړې.


د چاپ سوي کتابونو ذخیره يې له خپل ځان سره د هند ډابهیل ته یوړه، چي په  ډابهیل کي د حضرت مولانا محمد انور شاه کشمیري رحمه الله او مولانا شبیر احمد عثماني رحمه الله دواړو بزرګانو څخه د حدیثو د مسند وارث سو، دده علمي شهرت په هندوستان کي هغه وخت خپور سو، چي ده په مدرسه کي د شیخ الحدیث مسند ته ښکلا ور وبخشله، د بخاري، ترمذي، او ابوداود  د رسولو  فریضه وروسپارل سوه. د هند تر تقسیم پوري بنوري رحمه الله پر همدې مسند باندي فائز ( مقرر) وو.


د ډابهیل د قیام په دوران کي ورته څوځله په دارالعلوم دیوبند کي د درس کولو وړاندیز وسو، خو ده به معذورت وغوښتی، کله چي په دارالعلوم دیوبند کي د افتاء د منصب لپاره شیخ الاسلام مولانا سید حسن احمد مدني، مولانا شبیراحمد عثماني او مولانا قاري محمد طیب رحمة الله علیهم  درو سرو  پر حضرت  بنوري رحمه الله  باندي اصرار وکړ، خو ده ددې منصب قبلولو څخه عذر وغوښتی، او جامعه احمدیه بهوپال کي د شیخ الحدیث د عهدې لپاره مشهور عالم علامه سید سلیمان ندوي رحمه الله بلنه ورکړه ،مګر قبوله يې نه کړه، ددې سبب به غالبا هم داوو، چي د ډابهیل مدرسه يې د خپل شیخ  رحمه الله امانت ګڼلی وو، او ددې څخه يې جلا کېدل نه غوښتل.


د هند څخه پاکستان ته خپل علمي خدمات نقلول:


حضرت بنوري رحمه الله د هند په ډابهیل کي شیخ الحدیث وو، چي هیواد تقسیم سو، د تقسیم سره دا مشکل رامنځته سو، چي پر کومه مځکه پاکستان موجود سو، هلته مدرسې نه وې، او چیري چي موجودي وې، د هغه ځایو څخه د مسلمانانو اکثریت هجرت کړی وو.


په همدې اساس د ډابهيل د درس حلقه پاته سوه، په لومړي ځل چي و حضرت مولانا بنوري رحمه الله ته د دارالعلوم دیوبند د ورتلو دعوت ورکړل سو، سره له دې چي مولانا شبیراحمد عثماني رحمه الله د مولانا بنوري صاحب د اوصافو څخه ښه خبر وو، ددې لپاره و دته پاکستان ته د تلو مشورې ورکول کېدې. علامه سید بنوري رحمه الله ته و پاکستان ته دعوت کړل سو، په ۱۳۶۸ هـ کي په دارالعلوم ټنډو الـله یار کي د شیخ التفسیر پر منصب باندي مقرر کړل سو، خو د څه مدې وروسته  يې د څه مصالحو په خاطر باندي ددې ځای څخه  برطرفي اختیار کړه.  


د نوي مدرسې د بنیاد ایښولو هڅي او قربانۍ


کله چي يې هند پرېښوی  نو د نوي ادارې د قیام لپاره يې کوښښونه کول، نو په همدې جریان کي د  کراچي څخه بیا تر پيښوره پوري د ټوله پاکستان  د علمي مراکزو څخه د عوت نامې ورته راتلې، او د لوړ منصب وړاندیزونه يې ورته کول، ده دا فیصله وکړه، چي نور ژوند هلته دلته د تېرولو او د نوو تجربو  پر ځای باندي په خپل طرز فکر  باندي د ادارې پر جوړولو باندي تېر کړم، شیخ صاحب وايي:


"ددې سره مي دا فکر هم وکړی، چي دا ډول عظیم الشان کار په څومره اخلاص، لوړ همت، مسلسل کوښښ، صبر استقامت او د ملګرو  روحاني او مادي  معاونت ته محتاج دی. که څه هم دا  ټول کارونه  ماته میسر او مهیا نه وه، ددې لپاره ضروروي وه، چي د هغه ذات څخه کومک وغواړم، چي د اسمانو او مځکو خزانې يې په لاس کي دي، او ددې کار لپاره باید هغه کس شفیع وګرځول  سي، چي هغه ته رحمة للعالمین ویل سوي دي، او د هغه سره تعلق ساتل او یو ځای کېدل د رحمت د نزول  سبب ګرځي، ددې مقصد د حاصلو لپاره د حرمینو شریفینو په سفر ولاړم، بیت الله شریفه او مدینه منوره مي د خپل نوي سفر مقصد او ذریعه ورګرځوله، چي هم د استخارې او استشارې لپاره چي کوم څه مناسب وي، په هغه باندی عمل وکړل سي، ددې مقصد لپاره ۴ د ذي الحجې چي د ۱۳۷۲ هـ کال باندي د طیارې له  لاري څخه بصرې ته ولاړم، او د هغه ځای څخه د عراق له لخوا جدې ته راغلم.


په مقدسه اماکنو، د دعا د قبلېدو په ځایو کي،  په مخصوصو حالات او اوقاتو کي ددې یوازني مقصد لپاره مي دعا ګاني کولې، شل ورځي مي په مکه مکرمه کي تېري کړې، په مکه مکرمه کي می خپل رب ته د فقیر په شان خپله لپه د هغه په دربار کي خلاص کړه، او په دعاو کي به مشغوله وم. هلته مي د اهل الله او د اصحاب باطن سره هم خصوصي روابط جوړ کړل، او د هغو څخه به مي هم ددعا او استخارو غوښتنه کوله، ددې حالاتو څخه داسي معلومېده، چي پر ما باندي د سپارلو او سپارښتني خاص حالات دي، لکه یو بې اختیار غلام  چي د خپل بادار د رحم او شفقت انتظار کوي.  هیڅ  کار مي بې مشورې نه کاوه."


همدا راز ده غوښتل چي د بارګاه ربوبیت څخه هم مشورې واخلي، چي د مکې مکرمي څخه د مدینې منوري په لور وخوځېدی، هلته يې ۳۲ ورځي تیري کړې، هلته هم  د دعاوو او ستخارو لړۍ جاري وه،  پر حضرت شیخ رحمه الله باندي په هغه وخت کي بې کسي او یوازي والی یو عجیب کیفیت غوړلی وو، ده دا معلومول غوښتل چي، هغه په دارالعلوم ټنډو الله یار کي پاته سي، او که ځان ته خپله مستقله مدرسه او اداره جوړه کړي، چي ایا د مدرسې په مشهوره کېدو سره د تعلیم او تدریس سلسلې کار پر مخ بوزي او که  د طب یا بل شي د معاش په ذریعه باندي دې خدمت ته ادامه ورکړي، بالاخره د ډېرو دعاګانو او استخارو نتیجه دا راووتله، چي ته هغه ځای پرېږده او خپله مستقله مدرسه جوړه کړه، او هیڅ  د معاش ذریعه مه جوړه وه، خپله تنخواه واخله او یوازي خپل ټول وخت په تعلیم او تدریس کي مصروف وساته.


دا صورت حال په مدینه منوره کي د پنځلسو ورځو وروسته پېښ سو، حضرت بنوري رحمه الله وايي  چي د راګرځېدو په وخت کي هیڅ نه پوهېدم، چي څه به کوم؟او څنګه وکړم؟ تقریبا یو کال په همدې  فکر کي وم،  بالاخره علامه بنوري صاحب د یوې مستقلې مدرسې د جوړېدو اراده وکړه.


د کار په شروع کي د استاذانو د تنخوا د حصول او د راتلوونکو مشکلاتو په اړه په تردد کي وو، چي دده له طرفه څخه دا خبر نشر سو، چي د درس نظامي څخه فارغ التحصیل طلبه ته خبر ورکول  کیږي، چي په همدې مدرسه کي درجه تخصص او د درجه تکمیل افتتاح هم کیږي، ددې اعلان سره  یو ځای لس فارغ التحصیل طلباء د حضرت بنوري رحمه الله په خدمت کي حاضرسوه، چي د هند د دار العلوم دیوبند او په مظاهر العلوم  مدارسو څخه فارغه سوي وه.


د مدرسې لپاره د ځای انتخاب:


ددې مقصد لپاره دا مرکز پداسي مرکزي ځای کي قائم سو، چي هلته د الحاد او بې دیني فتنې راولاړېدلې او  په ملک کي نشرېدلې، معلومه خبره ده،  چي دداسي مرکز لپاره  د کراچي څخه ماسیوا بل ځای مهم نه وو؛ ځکه چي دې ښار ته  بین المللي حیثیت حاصل وو.


کله چي د کراچي ښار ته راغلی، هلته چي يې د غرب تهذیب ا و تمدن مخ پر نشرېدو روان ولیدی، او د مختلف قوتو له خوا ورځ په ورځ دې فکر ته توسیع ورکول کېدله،  که چیري دلته د دیني ادارو حفاظت او د اسلام د ګران بایه قیمت لپاره کوښښ ونه سي، نو هغه څه چي مخته راځي، هغه خو له ورایه معلومیږي.


د مدرسې ابتدايي حالات:


حضرت بنوري  رحمه الله  چي کله مسجد جامع ته راورسېدی، نو هلته خو ابتدا حالات وه، یوازي د بنیاد ډبري لګېدلي وې، او د مسجد پر احاطې باندي د ټین چت لګېدلی وو، یوه حجره يې درلوده، چي هلته به حضرت بنوري او حضرت مولانا لطف الله صاحب ر حمهما الله  یوازي  خپل سامان ایښی وو،  او د خوب لپاره به د خپل دوست نژدې کورته، چي د دوی څخه په یو څه اندازه لیري وو ورتلل، او د شپې په مسجد کي بدېدل، د خوراک او چیښاک او ضروري سامان يې هلته پروت وو.


د ډېرو مشکلاتو ګاللو وروسته  دهمدې دیني مقاصدو  په نظر کي نیولو سره یوازي د الله جل جلاله  په محض توکل او باور سره ۱۳۷۴ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتي پر ۳ نېټه باندي د ډيري بې کسۍ او بې وزلۍ په حال کي مدرسې عربیه افتتاح وسوه. نه د اوسېدو ځای وو، نه کتابونه وه، او نه هم الماری وې، د نه کښېنستو لپاره غالی ، نه د اساتذوو او طلباء لپاره د معاش کومه ذریعه، نه مجلس شوری وه، او نه هم د چندې د جمع کېدو لپاره کوم کس مقرر کړل سوی وو، نه د اخبارات او  اشتهارات لپاره مو چنده وړاندیز کړی وو،  د زرو روپو په قرض مو کتابونه رانیولي وه،  او د طلبانو د مصارفو لپاره مو قرض کړی وو، مګر بیا هم الله جل جلاله  شکر نه سو ادا کولای.


د حضرت بنوري رحمه الله په الهي توکل او زیات اخلاص سره په ډېر لږ وخت د معنوي خصوصیات سره سره ظاهري نېکۍ هم خپل اوج ته رسېدلي، اوس د الله جل جلاله  کرم او احسان دی، او د  علامه سید بنوري رحمه الله د اخلاص او برکت نتیجه ده، چي نن جامعه په ډېر لوړ  شاندار عمارت کي موجوده ده، او  اساتذوو او طلباء کرامو ټول د ضروریاتو سامان او  ټول د اسانتیا شیان موجود دي،  د دار الحفاظ د  شعبې څخه نېولې بیا د تخصص تر شعبو پوري په ډېر ښه انتظام سره موجود دي، دې دیني مرکز ډیر مقبولیت حاصل سوی دی چي د  دنیا د کونج کونج څخه د علم تږي، او د مغربي تهذیب او تمدن څخه تنګ راغلي انسان د علم د حصول او د قلبي سکون د پیدا کېدو لپاره هم دلته راتلل، د بهرني ممالکو څخه طالبان هم د علم په طلب پسي په نظر راتلل، په ډېر لږ مده کي په زرهاوو طلباء کرام د علوم دینیه څخه فارغه سول، او ملک په دننه او بهر کي د دین په خدمت باندي بوخت سول، چي په هغو  کي تقریبا  شپېته کسان د  نورو ممالکو سره يې تعلق درلودی.


د علامه بنوري رحمه الله تألیفات :


د علامه سید محمد یوسف بنوري رحمه الله اکثره تصانیف په عربي دي، چي هغه په عربي کي نظیر نه درلودی، چي عربو به دده تصانیف کتل او ورته حیران به وه، چي یو غیر اهل لسان عرب هم په دومره لوړه درجه باندي عربي ليکلای سي، حضرت بنوري رحمه الله په ټولو تألیفاتو کي  په خپل لیکنیز اسلوب  کي بلکل منفرد وو، ده د نورو څخه د عبارتو د رانقل کېدو پر ځای يې د هغه په خپلو الفاظو کي داسي خلاصه لیکل، چي د اصل عبارت څخه په کم ځای کي او سره  له دې چي هیڅ شی به هم نه وو پاته او نه به د پوهېدو په صورت  کي کوم دقت پېښېدی.


د علامه بنوري صاحب تالیفات په لاندي ډول دي:


۱: معارف السنن شرح سنن الترمذی (د ترمذي شریف شرحه)

۲: یتیمة البیان فی شییٴ من علوم القرآن (د قراني علومو پېژندنه)

۳: بغیة الاریب في مسائل القبله والمحاریب.

۴: نفحة العنبر في حیاة امام العصر الشیخ محمد انور.

۵: تجری الریاح بما لا تشتهی السفن

۶:عوارف المنن مقدّمہ معارف السنن.

۷: الأستاذ المودودی وشییٴ من حیاتہ وأفکاره

۸: القصائد البنوریة.

۹: المقدمات البنوریة.

۱۰: بصائر وعبر.


د علامه سید بنوري رحمه الله شخصي ژوند:


الله  جل جلاله حضرت بنوري رحمه الله ته یو خاص امتیاز ورکړی وو، چي د الله جل جلاله د دوستانو او اولیاء سره يې زیات محبت کوی، او ده هم د الله والا کسانو سره زړه غوښتی، او د هغوی يې ډېر زیات احترام کوی، کله چي علامه سید بنوري رحمه الله ته په ۱۳۵۷ کال کي د مختلفو عربي ممالک موقع مساعده سوه، او د حج پر موقع باندي يې د حاجي شفیع الدین نګینوي رحمه الله ، خلیفه ارشد شیخ العرب او العجم حضرت حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمه الله سره لاس نیوی وکړی، او په بیعت يې مشرف سو.  بیا يې د هغو څخه اجازت واخستی. د هندوستان څخه په ۱۳۵۹  کال کي د راګرځېدو وروسته د شیخ الاسلام  حضرت مدني رحمه الله  د صحبت د فیوضاتو څخه مستفید او د هغه څخه د تصوف تربیت حاصل کړی. د حضرت مدني رحمه الله  سره يې خط کتابت او د تعلیم او تربیې سلسله د ژوند تر آخري سلګی پوري قائمه وه، او د حکیم الامت حضرت تهانوي رحمه الله سره يې خصوصي تعلق قائم وو، او حضرت تهانوي رحمه الله  خپل خلیفه مجاز بللی وو، او په خپلو خلیفګانو کي يې نوم راوستلی وو.


د فتنو د ختمولو لپاره د علامه سید بنوري رحمه الله نظریه دا وه، چي علماء باید یوازي خپله ذمه داري د خپلي مدرسې په چار دیوالي کي محدود کړي، بلکه د اسلامي امت د جغرافیائي او نظریاتي سرحدونو  حفاظت هم د علماء کرامو ذمه داري ده، او علامه سید بنوري رحمه الله  د ژوند یوه داسي لمحه هم نه وه ، چي په هغه لمحه کي دې د اسلامي امت د یني ماحول او معاشرې د بهبود او سرلوړۍ لپاره او د  الحاد بغاوت او  توري تروږمې يې لیري کړي نه وي او د فتنو د ختمولو لپاره يې قائدانه اجرآت کړی دي.


که څه مولانا بنوري رحمه الله د سیاست څخه ګوښه په خپله دیني درسګاو کي په تعلیم، تصنیف او تألیف بوخت وو، خو بیا هم کله چي به یوه دیني تقاضا مخته راغله، هغه ته به په میدان کي سر لوړی ولاړ وو.


د احادیثو اجازت:


د احادیثو اجازت يې ددې مشائخو او محدثونو څخه اخستی وو:


۱: امام العصر حضرت مولانا محمد انور شاہ کشمیری رحمه الله .

۲. حضرت مولانا عبد الرحمن امروهوی رحمه الله

۳. حضرت مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله

۴. حضرت مولانا شبیر احمد عثماني رحمه الله

۵. حضرت مولانا عزیز الرحمن رحمه الله

۶. شیخ حسین بن محمد طرابلسي رحمه الله

۷. شیخ علامه محمد زاهد کوثري رحمه الله

۸. شیخ عمر حمدان مقدسي مالکي رحمه الله

۹. شیخ محمد بن حبیب الله بن مایابي حبنکي شنقیطي رحمه الله

۱۰. شیخ خلیل خالدي مقدسي رحمه الله

۱۱. شیخه امة الله بنت شیخ شاه عبدالغني رحمه الله


حضرت بنوري رحمه الله په لاندي برخو کي خدمات تر سره کړي دي.


۱: بانی وشیخ الحدیث جامعه علوم اسلامیه علامه (مشهوره نړیواله مدرسه)

۲: رکن ”المجمع العلمی العربی“جمهوریه سوریه، شام.

۳: نگران اعلی مجلس علمی جنوبی افریقه

۴: رکن ”مجمع البحوث الاسلامیه  قاهره ، مصر.

۵:  شیخ التفسیر دارالعلوم الاسلامیه ټاون

۶: صدر ”وفاق المدارس العربیه “پاکستان

۷: رکن ”رابطة العالم الاسلامی“،مکه مکرمه

۸:  رکن انتخاب اساتذہ کمېټی کراچی پوهنتون

۹ : صدر مجلس دعوت وتحقیق اسلامی.

۱۰: شیخ الحدیث جامعه اسلامیه ډاب هيل.هند

۱۱:  امیر وقائد عالمی مجلس تحفظ ختم نبوت

۱۲: جنرل سیکریټري جمعیة علماء هند

۱۳:  صدر جمعیة علماء گجرات و ممبی، هند


وفات يې:


د علم او عرفان دا ځلېدونکی ستوری د درې ورځي ناروغۍ وروسته د ۱۳۹۷ هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتي پر۳ نېټه باندي چي د۱۹۷۷   میلادي کال د اکتوبر د میاشتي د ۱۷ نیټې سره برابره ده، یو دم غروب سو او د خپل رب عزوجل په لور وکوچیدی،  او د علامه سید محمد یوسف بنوري رحمة الله علیه د جوړه سوي ادارې د احاطې په مابین کي خاورو ته وسپارل سو.

انا لله وانا الیه راجعون


علامه سید محمد بنوري رحمه الله چي د دارالعلوم دیوبند د مشهورو علماوو څخه دی، ټول عمر یې د اسلام او مسلمانانو په خدمت کي تیر کړی دی، موږ ته يې په میراث کي علمي ذخیرې پرې ایښي دي. الله تعالی دي ورباندي ورحمیږي.


==سرچینه== تعلیم الاسلام ویب پاڼه https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=8984