آرنۍ غورنۍ پرانيستل
محمد هاشم زماني

محمد هاشم زماني (انگرېزي: Muhammad Hashem Zamani) (١٣٠٧ هـ.ل. - ۱۳۸۴ هـ.ل. = ۱۹۲۸ ز. - ۲۰۰۵ ز.) يو افغان ليکوال او شاعر ؤ.

نيوليک

مخينه

په ١٣٠٧ لمريز (١٩٢٨ ميلادي) کال کې د کنړ دولايت د لمټک په کلي کې د استقلال دچترال د جبهې د فاتح غازي مير زمان خان په کور کې زيږيدلی ؤو.

زده کړې

لمړنۍ زده کړې ئي په جومات او کور-کلي کې د وخت دعلماوو نه ترﻻسه کړې، اوشپاړس کلن ؤو چې د خپلی ټولی کورنۍ سره، چې شمير ئې د سلو کسانو نه زيات ؤو، د تش سياسي بند په نامه، د هغه وخت د رژيم لخوا د نورو ډيرو سياسي بنديانو په شان پرته له کوم جرم او محاکمې، ديوه نامعلومه سرنوشت په انتظار ددهمزنگ جهنمي زندان ته واستول شو.

نوي ځلمي محمد هاشم دخپلی ځوانۍ ديارلس کلونه ددهمزنگ د زندان په تورو او نمناکو خونو کې، د خپلې کورنۍ د غړو سره تير کړل. او ددهمزنگ په زندان کې يو گڼ شمير نورو سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان چرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، ناظر- صفر، فرقه مشر غلام نبي خان ( مشهور په چپه شاخ )، او نورو سره معرفي او هم صحبته شوو.

محمد هاشم زماني په زندان کی د مروجه علومو په زده کړې پيل وکړ. د هيواد د لوي مشروطه غوښتونکي، دينی عالم او ملي او سياسي شخصيت، بابا عبدالعزيز الکوزي، شيخ بهلول ايراني، موﻻنا محمد اکرم کاکاخيل په شان علمي شخصيتونو د شاگردۍ او هم صحبتۍ افتخارات ور په برخه شوو.

ښاغلي زماني په زندان کې د ناروغيو او ناوړی تغذيي له امله د خپلې کورنۍ د ٢٨ تنو غړو د مرگ شاهد ؤو. دوی خپل لمړني اشعار هم په زندان کې ليکلي اود زنداني احساس په مجموعه کې يي راټول کړيدي.

محمد هاشم زماني د خپلی کورنۍ سره د ١٣ کلونو سياسي بند نه وروسته هرات ته تبعيد، او ١٣٤٣ ميلادي کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړيدو پوری د٨ کلونو دپاره هلته دتبعيد ژوند تير کړ.

ادبي ژوند

د خدای بښلي زماني ليکل شوي اشعار، مضامين او ادبي ټوټې د وطن په اکثرو ورځپاڼو، مجلو او اونيزونشراتو لکه انيس، هيواد، اصلاح، وړانگه، سيستان، طلوع افغان، بيدار او اتفاق اسلام کې خپاره شويدي.

دندې

زماني د ديموکراسۍ په لسيزه کې په قلمي مبارزه بوخت وو. او د داؤد خان د جمهوريت ددورې په لويه جرگه کې يي د کنړ د وکيل په توگه برخه اخيستی وه.

محمدهاشم زماني د ١٩٧٩ ميلادي کال په وروستيو شپو-ورځو کې پيښور ته هجرت او هلته يي قلمي جهاد پيل کړ. د هغوې د جهاد لمړئ چاپ شوئ اثر قطبي خرس په انگريزي ژبه ترجمه شوئ ، او بيا وروسته د انگريزي ترجمې ځينی برخی په فرانسوي، ايطالوي او هسپانوي ژبو هم اړول شويدي.

زماني د جهاد په دوران کې د هيواد دخپلواکۍ دپاره دهلو-ځلو په ترڅ کې په بين المللي کنفرانسونو او غونډو کې دگډون دپاره گڼ شمير باندنيو هيوادونو ته سفرونه وکړل. دوی په ١٩٨٧ کال کې د امريکی متحده ايالاتو ته مهاجر او د کاليفورنيا دايالت د سانفرانسيسکو د بې ايريا په سيمه کې د هيوارد په ښار کې ميشته شو.

چاپ شوي آثار

دوتنه:Mohammad-Hashem-Zamani.jpg
محمد هاشم زماني

د ارواښاد محمد هاشم زماني د پښتو او دري ژبو دا لاندې کتابونه چاپ شوي دي.

  1. زندانى احساس
  2. زنداني خاطرات
  3. قطبي خرس
  4. لويه قرباني
  5. سړي خوړه بلا
  6. لويه قرباني ٢ ټوک
  7. خواره گلونه
  8. د آزادۍ آرمان
  9. روسي ښامار
  10. زخمي زړه
  11. د ازادۍ مشال
  12. د سولی زمزمې

که څه هم زماني په ١٩٩٠ کال کې د زړه ددوهمی حملې او مغزو د سکتی له امله د اوږدی مودې په ناروغۍ اخته شوئ وو، او د وجود يوه خوا يې فلج شوی وه، دافغانستان د حالاتو او پيښو سره دژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې تړلې وو او خپلو ادبي او فرهنگي فعاليتونو ته يې ادامه ورکړه. د خورو گلونو دوهم ټوک او د زخمي زړه د اشعارو مجموعی يې وليکلی او د زنداني خاطراتو په نامه د پښتو نثر کتاب يې چې ٢٨٨ مخونه لري هم چاپ کړ.

ارواښاد محمد هاشم زماني تل هيله درلوده چې روغتيايي حالت يې لږ څه ښه شي، بيرته وطن ته ستون شي او د خپل گران هيواد او درديدلو هيوادوالو خدمت ته دوام ورکړي. ددوی يواثر همدا د پوهنی ملي انقلاب نوميږي چې د مرگ تر شپی يې ددغه اثر په دوهم ټوک کار کاوه.

مړينه

په اسلام، هيواد او ولس مين، مبارز- ليکوال او شاعر خدای بښلې محمد هاشم زماني د جمعی په مبارکه شپه د غبرگولي د مياشتی په ١٩ ( دجون د مياشتی په لسمه ) ۱۳۸۴ هـ. ل. کال د ٧٦ کلنۍ په عمر د زړه د ناڅاپي حملی له امله له دی فاني نړۍ نه سترگی پټې کړي. ددوې جنازه افغانستان ته انتقال او ددوې پلرني ټاټوبي کنړ کې خاورو ته وسپارل شوه