محمد عارف وردگ (زوکړه ١٣٢٨ لمريز لېږدي كال، د وردک ولايت، د سید اباد ولسوالي) د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، څېړنکی او سيند لیکونکی دی.

محمد عارف

زده کړې او دندې

محمد عارف وردگ د ١٣٢٨ لمريز لېږدي كال په ژمي كې د وردگو ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ كې زېږېدلی دی. د سيدآباد د لومړني ښوونځي تر پای ته رسولو وروسته په حربي ښوونځي او د هغه تر پای ته رسولو وروسته په حربي پوهنتون کې شامل شو. پر ١٣۴٩ لمريز كال له حربي پوهنتونه فارغ او د دويم بريدمن په پوړۍ (رتبه) يې په پوځ کې په دنده پيل وکړ. د عسكري خدمت په اوږدو كې د لوړو مسلكي زده كړو لپاره هند ته وليږل شو او له بېرته راتگ سره په مركزي ځواك كې وگومارل شو. د روسانو د تېري له لامله ‍ هېواد پرېښونې ته اړوت او جرمني ته کډوال شو. په جرمني كې د يو گڼ شمېر كورسونو د لوستلو تر څنگ یې يو ځل بيا د اقتصاد او الكترونيك په برخه كې لوړه زده كړه وکړه. تر هغه وروسته یې د دغه هېواد په دولتي ادارو او تصديو كې د دندې په ترسره کولو لاس پورې کړ. هغه اوسمهال د آلمان غږ راډيو د پښتو او دري په څانگه كې كار كوي. له وخت نه په گټه اخيستلو سره يې د يو شمېر كتابونو په ليكلو لاس پورې كړی دی. تر اوسه پورې یې لاندې كتابونه ليكلي، د كومو له ډلې نه چې يو شمېر چاپ او نور چاپ ته تيار دي:

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- آلماني ـ دري ـ پښتو قاموس، د ٣٨٠٠٠ جرمني لغتونو ژباړه او ځانگړیتوبونه.

۲- د آلماني ژبې گرامر په پښتو.

۳- د آلماني ژبې گرامر په دري.

۴- د انگريزي خودآموز په پښتو.

۵- د پښتو معياري ژبدود، گرامر.

۶- پټه خزانه د عارف وردک په اهتمام.

۷- آلماني برای نوآموزان.

ناچاپه آثار

۱- پښتو ـ انگريزي قاموس ، د ۴٠٠٠٠ پښتو لغتونو ژباړه.

۲- د اسلام قاموس، تر ليكلو لاندې دی.

۳- انگريزي قاموس په پښتو او دري، تر ليكلو لاندې دی.

۴- د كمپيوټر اساسات او د MS-DOS سيستم، چاپ ته تيار دی.