محمد عارف غروال

محمد عارف غروال (زوکړه ۱۳۲۴ لمريز لېږدي کال، د خوست ولایت، د ځاځي ميدان ولسوالۍ) د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، شاعر او څېړونکی دی.

مخينه

سمول

الحاج څېړنمل محمد عارف غروال د رحمت الله خان زوی، پر ١٣٢٤ لمريز لېږدي کال د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ د ډيرۍ ميلې په غرني کلي کې زېږېدلی دی. په اووه کلنۍ کې يې د کلي له ملا صاحب ارواښاد عابد گل څخه د قران شريف ختم او نورې مسنونه دعاگانې زده کړې. په اته کلنۍ کې د کابل په رحمان بابا لېسه کې له خپل کشر ورور ډاکتر عبدالرحيم غروال سره يوڅای شامل شو. پر ١٣٤٣ لمريز کال له نوموړې ليسې فارغ او د کانکور تر ازموينې وروسته پر ١٣٤٤ ل ل کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو او د ١٣٤٧ ل ل کال د سلواغې مياشتې پر ٢٧ نېټه يې له پښتو څانگې څخه د ليسانس بری ليک تر لاسه کړ. د ١٣٤٨ ل ل کال له پيلېدو سره يې د پښتو ټولنې د پښتو کورسونو د ښوونکي په توگه رسمي دنده پيل او د دې تر څنگ يې د نرسينگ په عالي ښوونځي او شپې لېسه کې د پښتو د ښوونکي په توگه دنده سرته رسوله.

محمد عارف غروال د ١٣٤٩ ل ل کال په اوږدو کې د پښتو ټولنې د سروالۍ (رياست) د علمي چوکاټ په علمي کدر کې د مسلکي غړي په توگ ومنل شو. دا مهال هغه ته د کابل مجلې د مهتمم دنده وسپارل شوه؛ دوه کاله وروسته د ادب او فلکور لوی مديريت ته د مسلکي غړي په توگه بدل او د دې تر څنگ يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اژانس په لويه سروالۍ کې د پښتو خپرونو د ترجمې او ايډيټ دنده هم پر مخ بووله.

ښاغلي الحاج محمد عارف غروال د څېړنوالۍ علمي رتبې ته خپل علمي اثر (د بنگړو شړنگ) وړاندې کړ. خو د ۱۳۵۹ ل ل کال د کب مياشتې په پنځمه نېټه د شوروي پلوه رژيم او روسانو د ظلم او ناروا له لامله هېواد پريښودو ته اړ وت او پاکستان ته ولاړ. يو کال يې د جهاد په وسله وال سنگر کې تېر کړ او د ١٣٦١ ل ل کال په پيل کې د افغانستان د مجاهدينو په اسلامي اتحاد کې د مالي رياست د مشاور په توگه وگمارل شو. د ١٣٦٢ کال په پيل کې، چې اتحاد ړنگ شو د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د فرهنگي رياست د مشاور په توگه وگومارل شو. هغه د دې تر څنگ د جهادي څېړنو د مرکز د غړي په توگه د قلم مجلې په چلولو کې برخه درلوده او هم يې د نورو جهادي مطبوعاتو سره لکه( سپيدې مجله)،(خپلواک مجله) او نورو جريدو سره خپله قلمي همکاري درلوده، چې ډېرې ليکنې يې په خپل نامه او يو شمېر په مستعارو نومونو لکه پکتياول، ابو امان او ابو احسان خپرولې.

په پېښور کې د افغانستان د مجاهدينو د اسلامي لنډ مهال حکومت له جوړيدو سره د (دعوت او ارشاد) په وزارت کې د افغانستان د تاريخ ټولنې د سروال (رييس) په توگه وټاکل شو، چې ددغه حکومت تر ړنگيدو پورې يې گڼ شمېر تاريخي اسناد راټول کړل او د ساتلو په موخه يې د ښاغلي حبيب الله رفيع په مرسته يو کال په شخصي ډول د افغانستان د تاريخ ټولنې تر نامه لاندې وساتل او د راټولونې او يو ځاى کونې په کار يې لاس پورې کړ.

څېړنمل غروال په کابل کې د شوروي پلوه رژيم تر راپرځېدو وروسته او د مجاهدينو اسلامي حکومت له جوړيدو سره سم د کابل راډيو د سروال په توگه وگومارل شو، خو د حالاتو د گډوډۍ له لامله يې دنده پيل نه کړه. بیا ورته د پنځو کليدي وزارتونو لپاره د وزير په رتبه مشاورين وټاکل شول، نو غروال په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د وزير د سلاکار په توگه وگومارل شو. لکه څنگه چې حالات هماغسې کړکيچن او د کورنۍ جگړې بهير څپاند وو، نو د دغې دندې پر مخ وړلو کې خنډونه راپيدا شول، خو د دې تر څنگ يې د افغانستان د اسلامي محاذ د فرهنگي چارو د سرپرست او د (محاذ) د جريدې مسوول په توگه د کورنيو جنگونو پر خلاف خپلې قلمي هلې ځلې روانې وساتلې. دوه کاله وروسته، چې د (محاذ) جريده د اقتصادي ستونزو له لامله څه موده وځنډيده، نو بيا يې د معيوبينو په موسسه کې د (معيوبيت) مجلې د مسوول په توگه دنده پيل کړه، خو کله، چې موسسه د مالي ستونزو سره مخ شوه، نو پېښور کې د دويمې پښتو ورځپاڼې ((پامير)) د پيل په لومړيو کسانو کې د ايډيټر بورډ د غړي په توگه د ژبې او ادب په خدمت بوخت شو. څه موده وروسته دا ورځپاڼه د مالي ستونزو له لامله ودريده، نو ښاغلي غروال د طالبانو د اسلامي غورځنگ په نشراتي ارگان (شريعت) جريده کې د ايډيټريل بورډ د غړي په توگه دنده پيل کړه. تر اته مياشتې همکارۍ وروسته، چې د (شريعت) جريدې دفتر کابل ته ليږدېده، نو همکاري ورسره وځنډوله او تر څه مودې پورې بې کاره پاتې شو. د ١٣٧٦ ل ل کال د زمري مياشتې پر ١٥ نېټه، چې د محاذ جريدې بيا پر خپريدو پيل وکړ، غروال صاحب د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د فرهنگي چارو سروال او د محاذ جريدې د مسوول په توگه وگمارل شو. هغه تر ۱۹۹۸ ز کاله د همدې (محاذ) جريدې د مسووليت چارې په غاړه درلودې. د حامد کرزي د حکومت تر جوړيدو وروسته کابل ته له خپلې کورنۍ سره ستون شو، چې په علومو اکيډمۍ کې د پښتو ژبې د ودې او پرمختگ لپاره پر دنده بوخت شو.

محمد عارف غروال له کوچنيوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده او تل به يې د پخوانيو شاعرانو شعرونه لوستل، تر څو په خپله هم يو ښه شاعر شو. په لومړي سر کې يې عشقي شعرونه ويل، خو کله چې د هېواد دردونه ورسره مله شول، نو بيا يې د هېواد د ابادۍ او خپلواکۍ په اړه خپلو اشعارو ته مخه وکړه او په دغه لاره کې يې ډېر شعرونه وليکل. د غروال صاحب اشعار د هېواد په بېلابېلو مجلو او ورځپاڼو کې خپاره شوي دي. له شعرونو سره يې لوستونکي ډېر ښه اشنا دي.

بهرنیو هېوادونو ته سفرونه

سمول

څېړنمل محمد عارف غروال پر ۱۳۶۷ ل ل کال د امريکا متحده ايالاتو ته سفر کړى دی. پر ۱۳۶۸ ل ل کال يې سعودي عربستان ته د حج فريضې د ادا کولو لپاره تللى دى.

مدني اکر

سمول

غروال صاحب واده کړی، ۵ زامن او څلور لوڼې لري.

چاپ شوي نښيرونه يې

سمول

۱- د رحمان بابا ديوان.

۲- د حبيب الله ديوان.

۳- د دولت لواڼې ديوان.

۴- د خوشال خان خټک غزليات.

ادبي او څېړنيز:

۵- غرنۍ سندرې.

۶- د بنگړو شرنگ.

۷- د وينو فوارې.

۸- بمونه او غمونه (تورزن او تورن افغان).

۹- د خوست فتحه، نثر.

ژباړې:

۱۰- منظر مرگ، راه عملي فارسي، کورني طبيب پښتو.

۱۱- انگريزي پښتو ورځنۍ خبرې.

ناچاپ اثار يې:

۱۲- اختيارات بديعي يوناني طب پښتو، (څېړنه).

۱۳- په افغانستان کې د جهاد د پيل لومړي غورځنگونه، (څېړنه).

۱۴- په افغانستان کې د روسانو او داخلي کمونستانو جنايات، (څېړنه).

۱۵- د جهاد خاطري، (څېړنه).

۱۶- پښتو جهادي ادبيات (څېړنه).

۱۷- د زړه چغې اشعار.

۱۸- ليونۍ مينه، تر جهاد مخکې شعرونه.


اخځليک

سمول

۱- https://larawbar.net/8674.html#.YAfXINSF5kg Archived 2023-02-04 at the Wayback Machine.

۲- https://www.tolafghan.com/articles/5286

۳-