مایکروپلاسټیک

د متحدو ایالتونو د سمندري او اتومسفیري ملي ادارې (NOAA) او د اروپا د کیمیاوي مرکز په وینا مایکروپلاسټیکونه د هر ډول پلاستیک هغه ټوټې دي چې اوږدوالی یې تر ۵ ملي متره (۰.۲۰ اېنچه) کم وي. دغه پلاستیکونه د سینګار توکو، جامو، خوراکي بنډل‌بندیو او صنعتي پروسو په څېر له بېلابېلو سرچینو څخه طبیعي ایکوسیستمونو ته دننه کېږي او د ککړتیا لامل کېږي. [۱][۲][۳][۴]

مایکروپلاسټیک اصطلاح د دې لپاره کارول کېږي چې د بوتلونو په څېر د لویو پلاستیکي ضایعاتو او مایکروپلاسیتکونو تر منځ توپیر وشي. تر دې مهاله د مایکروپلاسټيک دوې ډلبندۍ مشخصې شوې دي. په لومړنیو مایکروپلاستیکونو کې هره هغه پلاستیکي ټوټه یا ذرات شاملېږي چې اندازه یې چاپېریال ته تر ننوتو وړاندې ۵ ملي متره یا تر دې هم کمه وي. په دې کې د جامو اړوند مایکروفایبرونه، کوچنۍ مرۍ او پلاستیکي مرۍ شاملېږي. دویمي مایکروپلاسټیکونه د لویو پلاستیکي محصولاتو له تجزیې څخه د طبیعي پروسو له لارې چاپېریال ته تر ننوتو وروسته رامنځته کېږي. د مایکروپلاستیک په دغه ډول سرچینو کې د اوبو او نوشابې بوتلونه، د کب نیونې تورونه یا جالونه، پلاستیکي کڅوړې، مایکرو وېو لوښي، د چای کڅوړې او د ټایرونو پوښونه شاملېږي. دغه دواړه ډولونه په ډېره اندازه په چاپېریال په ځانګړي ډول په سمندري ایکوسیستمونو کې باقي پاتې کېږي چې هلته د اوبو د ککړتیا لامل کېږي. د سمندر د ټولو مایکرو پلاستیکونو ۳۵ سلنه برخه له اوبدل شویو ټوکرونو یا جامو څخه جوړه ده چې تر ډېره یې لامل د وینځلو پر مهال د پلیسټر، اکریلیک او نیلوني جامو سولېدل دي. له دې سره سره مایکروپلاسټیکونه په هوا او ځمکنیو ایکوسیستمونو کې هم راټولېږي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

دا چې پلاستیکونه په ټکني ډول (له سلګونو تر زرګونو کلونو پورې) تجزیه کېږي، مایکروپلاستیکونه د ډېرو ارګانېزمونو په بدنونو او نسجونو کې د راټولېدو لوړ احتمال لري. هغه زهري کیمیاوي مواد چې له سمندرونو او روانو اوبو څخه پیدا کېږي، کولای شي د خوراکي ځنځير بیولوژيکي پراخوالی ډېر کړي. په ځمکنیو ایکوسیستمونو کې څرګنده شوې ده چې مایکروپلاستیکونه د خاورې د ایکوسیستمونو د ژوند وړتیا کموي او د خاورې د چینجیو د وزن کمولو لامل کېږي. په چاپېریال کې د مایکروپلاستیکونو دوران او حرکت په بشپړ ډول څرګند نه دی، خو دا مهال د دغې ښکارندې یا پدیدې په اړه څېړنې روانې دي. په چین کې د سمندر د ژورې لایې د رسوب څېړنو په هغو رسوبي لایو کې د پلاستیک شتون څرګند کړ چې د پلاستیک تر اختراع ډېرې پخوانۍ دي او په دې توګه دا موندنې د سمندر د سطحې په نمونه‌يي څېړنو کې د مایکروپلاستیکونو کم ګڼل تر شک لاندې راولي. مایکروپلاستیکونه په لوړو غرونو کې او تر خپلو سرچینو ډېر لرې هم موندل شوي دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

مایکروپلاستیکونه د انسانانو په وینه کې هم موندل شوي دي، خو اغېزې یې تر ډېره نامشخصې دي.[۲۲][۲۳]

ډلبندي سمول

مایکروپلاستیک اصطلاح په ۲۰۰۴ کال کې د بریتانیا په پلیموت پوهنتون کې د سمندري بیولوژېست «ریچارډ ټامپسون» له‌خوا وکارول شوه.[۲۴][۲۵][۲۶]

مایکروپلاستیکونه دا مهال زموږ په نړۍ کې معمول دي. په ۲۰۱۴ کال کې اټکل وشو چې د نړۍ په سمندرونو کې له ۱۵ تر ۵۱ ټریلیون ټوټو انفرادي مایکروپلاستیکونه موجود دي چې وزن یې له ۹۳۰۰۰ تر ۲۳۶۰۰۰ مټریک ټنو پورې اټکل شو.[۲۷][۲۸][۲۹]

سرچینې سمول

د مایکروپلاستیک د اکثرو ککړتیاوو لامل نساجي یا اوبدل شوي ټوکرونه، ټایرونه او ښاري دوړې دي چې په چاپېریال کې د شته مایکروپلاستیکونو څه باندې ۸۰ سلنه برخه جوړوي. په چاپېریال کې د مایکروپلاستیکونو شتون تر ډېره د اوبو د اړوندو څېړنو له لارې ثابتېږي. په دغو څېړنو کې د پلانکټون بېلګې اخیستنې، د شګلنو او خټینو رسوباتو تحلیل، د شمزۍ لرونکو او شمزۍ نه لرونکو ژویو له‌خوا یې د مصرف کتنه او د هغو کیمیاوي ککړوونکو ارزونه راځي چې چاپېریال ککړوي. د دغه ډول مېتودونو له لارې څرګنده شوې ده چې په چاپېریال کې د ګڼو سرچینو اړوند مایکروپلاستیکونه موجود دي.[۳۰][۳۱][۳۲]

د طبیعت ساتنې د نړیوالې اتحادیې (IUCN) د ۲۰۱۷ کال د راپور له مخې مایکروپلاستیکونه ښايي د ارام سمندرګي په هغو لویو ککړتیاوو یا کثافاتو کې ۳۰ سلنه ونډه ولري چې د نړۍ نور سمندرونه ککړوي. په اکثرو پرمختللو هېوادونو کې مایکروپلاستیکونه د سمندري کثافاتو د لویو ټوټو په پرتله د سمندري پلاستیک د ککړتیاوو لویه سرچینه ده.

د موټرو ټایرونه سمول

د ټایرونو سولېدل او څيرېدل چاپېریال ته د (مایکرو-)پلاستیکونو له راتلو سره ډېره مرسته کوي. په ډېنمارک کې چاپېریال ته د مایکروپلاستیکونو د خپرېدو اټکل په کلني ډول له ۵۵۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ مټریک ټنو (۶۱۰۰ تر ۱۵۴۰۰ ټنو) پورې دی. دویمي یا ثانوي مایکروپلاستیکونه (چې له پایزارونو یا بوټونو او د موټرو له ټایرونو څخه راځي)، تر لومړنیو مایکروپلاستیکونو دوه برابره ډېر مهم دي. په دې څېړنه کې هغه مایکروپلاستیکونه نه دي شامل چې په چاپېریال کې د لویو پلاستیکونو له تجزیې څخه رامنځته کېږي.[۳۳][۳۴][۳۵]

جامې سمول

څېړنو ښودلې ده چې د پليسټر، نیلون، اکریلیک او سپنډکس په څېر ډېری مصنوعي تارونه کېدای شي له جامو څخه توی شي او په چاپېریال کې باقي پاتې شي. له هرې جامې څخه په یو وار وینځلو کې څه باندې ۱۹۰۰ مایکروپلاستیک تارونه تویېدای شي چې په دې کې وړینې جامې تر ټولو ډېر یعنې د نورو جامو په پرتله ۱۷۰ برابره ډېر تارونه خوشې کوي. په منځني ډول د ۶ کیلوګرامه (۱۳ پونډه) جامو د وینځلو پر مهال ښايي په هر ځل وینځلو کې ۷۰۰۰۰۰ تارونه ازاد شي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

پر چاپېریال اغېزې سمول

په ۲۰۱۹ کال کې د اروپايي اتحادیې د علمي مشورې د میکانېزم له‌خوا د خپرو شویو شواهدو د یوې پراخې څېړنې له مخې مایکروپلاستیکونه دا مهال د چاپېریال په هره برخه کې موجود دي. که څه هم تر اوسه د مایکروپلاستیکي ککړتیا له امله چاپېریال ته د کوم لوی ګواښ شواهد نه‌شته، خو که ککړتیا په اوسني سرعت سره دوام وکړي، ښايي ګواښونه به د یوې پېړۍ په جریان کې پراخ شي.[۴۲]

په ۲۰۰۸ کال کې په واشنګټن پوهنتون کې د سمندري مایکروپلاستیک ککړتیاوو د شتون، اغېزو او برخه‌لیک په اړه د نړیوال څېړنیز ورکشاپ ګډونوال دې پایلې ته ورسېدل چې مایکروپلاستیکونه په سمندري چاپېریال کې د لاندې ټکو پر بنسټ یوه ستونزه ده:[۴۳]

  • په سمندري چاپېریالونو کې د مایکروپلاستیکونو مستند شتون،
  • د دغو ذراتو اوږدمهالې پاتې کېدنه (او بالاخره په راتلونکي کې یې احتمالي راټولېدنه) او
  • د سمندري ارګانېزمونو یا موجوداتو له خوا یې خوړنه.

پر دې سربېره، په اوږد مهال کې د پلاستیک د تخریب او ککړتیا د خپرېدو پایلې تر ډېره له پامه غورځول شوې دي. دا مهال په چاپېریال کې ډېره اندازه پلاستیک د تخریب په درشل کې دی، خو د خرابېدو او زهري ترکیباتو د خپرولو لپاره ډېر کلونه په مخ کې لري چې زهري پور بلل کېږي.[۴۴]

مایکروپلاستیکونه نه یوازې په سمندر، بلکې (د اروپا، شمالي امریکا، سوېلي امریکا، اسیا او استرالیا) د سېندونو، لښتیو او رودونو د خوږو اوبو په سیستمونو کې هم پېژندل شوي دي. په متحدو ایالتونو کې د شپږو ایالتونو د سېندونو له ۲۹ ښاوخونو څخه په راټولو شویو بېلګو کې پلاستیکي ذرات موجود وو چې ۹۸ سلنه یې هغه مایکروپلاستیکونه وو چې اندازې یې له ۰.۳۵۵ څخه تر ۴.۷۵ ملي مترو پورې وې.[۴۵][۴۶][۴۷]

د مایکروپلاستیکونو د پیدا کېدو ځایونه سمول

هوا سمول

هوايي مایکروپلاستیکونه په اتومسفیر کې دننه او بهر پېژندل شوي دي. په ۲۰۱۹ کال کې یوې څېړنې وښوده چې مایکروپلاستیکونه د اتومسفیر له لارې لرو پرتو سیمو ته په باد کې لېږدي. په ۲۰۱۷ کال کې یوې بلې څېړنې وښوده چې په داخلي هوا کې د مایکروفایبر موجود غلظت په هر متر مکعب کې له ۱ تر ۶۰ مایکروفایبرو پورې دی (چې ۳۳ سلنه یې مایکروپلاستیکونه دي). یوه بله څېړنه د تهران د واټونو په دوړو کې د مایکروپلاستیک د کتنې په اړه وشوه او د واټونو د دوړو په ۱۰ بېلګو کې یې د مایکروپلاستیک ۲۶۴۹ ذرات وموندل چې د بېلګو د غلظت محدوده یې د واټونو د دوړو په هرو ۳۰ ګرامو کې له ۸۳ تر ۶۰۵ ذرو پورې وه. مایکروپلاستیکونه او مایکروفایبرونه د واورې په بېلګو او د لوړو غرونو په پاکه هوا کې موندل شوي دي چې دا یې له سرچینو څخه ډېر لرې واټنونه دي. له دې سره سره، د خوږو اوبو او خاورې د ایکوسیستمونو په څېر په هوا کې د موجودو مایکروپلاستیکونو پر اغېزو د پوره پوهېدو او اهمیت په اړه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې سمول

  1. Blair Crawford, Christopher; Quinn, Brian (2016). Microplastic Pollutants (الطبعة 1st). Elsevier Science. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0128094068. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  2. Arthur, Courtney; Baker, Joel; Bamford, Holly (2009). "Proceedings of the International Research Workshop on the Occurrence, Effects and Fate of Microplastic Marine Debris" (PDF). NOAA Technical Memorandum. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Collignon, Amandine; Hecq, Jean-Henri; Galgani, François; Collard, France; Goffart, Anne (2014). "Annual variation in neustonic micro- and meso-plastic particles and zooplankton in the Bay of Calvi (Mediterranean–Corsica)" (PDF). Marine Pollution Bulletin. 79 (1–2): 293–298. doi:10.1016/j.marpolbul.2013.11.023. PMID 24360334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. European Chemicals Agency. "Restricting the use of intentionally added microplastic particles to consumer or professional use products of any kind". ECHA. European Commission. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cole, Matthew; Lindeque, Pennie; Fileman, Elaine; Halsband, Claudia; Goodhead, Rhys; Moger, Julian; Galloway, Tamara S. (18 June 2013). "Microplastic Ingestion by Zooplankton" (PDF). Environmental Science & Technology. 47 (12): 6646–6655. Bibcode:2013EnST...47.6646C. doi:10.1021/es400663f. hdl:10871/19651. PMID 23692270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Where Does Marine Litter Come From?". Marine Litter Facts. British Plastics Federation. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Boucher, Julien; Friot, Damien (2017). Primary microplastics in the oceans: A global evaluation of sources. doi:10.2305/IUCN.CH.2017.01.en. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2831718279. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kovochich, Michael; Liong, Monty; Parker, Jillian A.; Oh, Su Cheun; Lee, Jessica P.; Xi, Luan; Kreider, Marisa L.; Unice, Kenneth M. (February 2021). "Chemical mapping of tire and road wear particles for single particle analysis". Science of the Total Environment. 757: 144085. Bibcode:2021ScTEn.757n4085K. doi:10.1016/j.scitotenv.2020.144085. ISSN 0048-9697. PMID 33333431 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 229318535. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Boucher, Julien; Friot, Damien (2017). Primary microplastics in the oceans: A global evaluation of sources. doi:10.2305/IUCN.CH.2017.01.en. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2831718279. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Conkle, Jeremy L.; Báez Del Valle, Christian D.; Turner, Jeffrey W. (2018). "Are We Underestimating Microplastic Contamination in Aquatic Environments?". Environmental Management. 61 (1): 1–8. Bibcode:2018EnMan..61....1C. doi:10.1007/s00267-017-0947-8. PMID 29043380. S2CID 40970384. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Plastic free July: How to stop accidentally consuming plastic particles from packaging". Stuff (په انګلیسي ژبه کي). 2019-07-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Development solutions: Building a better ocean". European Investment Bank. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Resnick, Brian (2018-09-19). "More than ever, our clothes are made of plastic. Just washing them can pollute the oceans". Vox (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Chamas, Ali; Moon, Hyunjin; Zheng, Jiajia; Qiu, Yang; Tabassum, Tarnuma; Jang, Jun Hee; Abu-Omar, Mahdi; Scott, Susannah L.; Suh, Sangwon (2020). "Degradation Rates of Plastics in the Environment". ACS Sustainable Chemistry & Engineering. 8 (9): 3494–3511. doi:10.1021/acssuschemeng.9b06635. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Klein S, Dimzon IK, Eubeler J, Knepper TP (2018). "Analysis, Occurrence, and Degradation of Microplastics in the Aqueous Environment.". In Wagner M, Lambert S (المحررون). Freshwater Microplastics. 58. Cham.: Springer. د کتاب پاڼي 51–67. doi:10.1007/978-3-319-61615-5_3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3319616148. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See Section 3, "Environmental Degradation of Synthetic Polymers".
  16. Grossman, Elizabeth (2015-01-15). "How Plastics from Your Clothes Can End up in Your Fish". Time. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 20 January 2017 باندې). How Long Does it Take Trash to Decompose. 4Ocean.
  18. "Why food's plastic problem is bigger than we realise". www.bbc.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Nex, Sally (2021). How to garden the low carbon way: the steps you can take to help combat climate change (الطبعة First American). New York. OCLC 1241100709. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0744029284. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Xue B, Zhang L, Li R, Wang Y, Guo J, Yu K, Wang S (February 2020). "Underestimated Microplastic Pollution Derived from Fishery Activities and "Hidden" in Deep Sediment". Environmental Science & Technology. 54 (4): 2210–2217. Bibcode:2020EnST...54.2210X. doi:10.1021/acs.est.9b04850. PMID 31994391. S2CID 210950462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 21 December 2021 باندې). No mountain high enough: study finds plastic in 'clean' air.
  22. (په 26 March 2022 باندې). Microplastics found in human blood for the first time.
  23. Leslie, Heather A.; van Velzena, Martin J.M.; Brandsmaa, Sicco H.; Vethaakab, A. Dick; Garcia-Vallejoc, Juan J.; Lamoree, Maria H. (2022). "Discovery and quantification of plastic particle pollution in human blood". Environment International. 1 (3): 117. doi:10.1016/j.envint.2022.107199. ISSN 0160-4120. PMID 35367073 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 247688966 Check |s2cid= value (مساعدة) – عبر Elsevier Science Direct. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  24. Thompson, Andrea. "Earth Has a Hidden Plastic Problem – Scientists Are Hunting It Down". Scientific American. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "To Save the Oceans, Should You Give Up Glitter?". National Geographic News. 30 November 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Microplastic waste: This massive (tiny) threat to sea life is now in every ocean". The Independent. 13 July 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ioakeimidis, C.; Fotopoulou, K. N.; Karapanagioti, H. K.; Geraga, M.; Zeri, C.; Papathanassiou, E.; Galgani, F.; Papatheodorou, G. (2016). "The degradation potential of PET bottles in the marine environment: An ATR-FTIR based approach". Scientific Reports. 6: 23501. Bibcode:2016NatSR...623501I. doi:10.1038/srep23501. PMC 4802224. PMID 27000994. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 2017-08-16 باندې). Ocean Life Eats Tons of Plastic – Here's Why That Matters.
  29. . Far more microplastics floating in oceans than thought. The Conversation.
  30. Karbalaei, Samaneh; Hanachi, Parichehr; Walker, Tony R.; Cole, Matthew (2018). "Occurrence, sources, human health impacts and mitigation of microplastic pollution" (PDF). Environmental Science and Pollution Research. 25 (36): 36046–36063. doi:10.1007/s11356-018-3508-7. PMID 30382517. S2CID 53191765. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  31. Patel, Mayur M.; Goyal, Bhoomika R.; Bhadada, Shraddha V.; Bhatt, Jay S.; Amin, Avani F. (2009). "Getting into the Brain: Approaches to Enhance Brain Drug Delivery". CNS Drugs. 23 (1): 35–58. doi:10.2165/0023210-200923010-00003. PMID 19062774. S2CID 26113811. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Cole, Matthew; Lindeque, Pennie; Halsband, Claudia; Galloway, Tamara S. (2011). "Microplastics as contaminants in the marine environment: A review". Marine Pollution Bulletin. 62 (12): 2588–2597. doi:10.1016/j.marpolbul.2011.09.025. hdl:10871/19649. PMID 22001295. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. کينډۍ:Cite report
  34. Kole, Pieter Jan; Löhr, Ansje J.; Van Belleghem, Frank; Ragas, Ad; Kole, Pieter Jan; Löhr, Ansje J.; Van Belleghem, Frank G. A. J.; Ragas, Ad M. J. (2017). "Wear and Tear of Tyres: A Stealthy Source of Microplastics in the Environment". International Journal of Environmental Research and Public Health. 14 (10): 1265. doi:10.3390/ijerph14101265. PMC 5664766. PMID 29053641. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Burghardt, Tomasz E.; Pashkevich, Anton; Babić, Darko; Mosböck, Harald; Babić, Dario; Żakowska, Lidia (January 1, 2022). "Microplastics and road markings: the role of glass beads and loss estimation". Transportation Research Part D: Transport and Environment. 102: 103123. doi:10.1016/j.trd.2021.103123. S2CID 244808286 Check |s2cid= value (مساعدة) – عبر ScienceDirect. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Life-Mermaids Project". Leitat. Terrassa, Spain. 2014-08-08. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Grossman, Elizabeth: "How Microplastics from Your Fleece Could End up on Your Plate", "Civil Eats", January 15, 2015
  38. Periyasamy, Aravin Prince; Tehrani-Bagha, Ali (March 2022). "A review of microplastic emission from textile materials and its reduction techniques". Polymer Degradation and Stability. 199: 109901. doi:10.1016/j.polymdegradstab.2022.109901. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Katsnelson, Alla (2015). "News Feature: Microplastics present pollution puzzle". Proceedings of the National Academy of Sciences. 112 (18): 5547–5549. Bibcode:2015PNAS..112.5547K. doi:10.1073/pnas.1504135112. PMC 4426466. PMID 25944930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Browne, Mark Anthony; Crump, Phillip; Niven, Stewart J.; Teuten, Emma; Tonkin, Andrew; Galloway, Tamara; Thompson, Richard (2011). "Accumulation of Microplastic on Shorelines Worldwide: Sources and Sinks". Environmental Science & Technology. 45 (21): 9175–9179. Bibcode:2011EnST...45.9175B. doi:10.1021/es201811s. PMID 21894925. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Napper, Imogen E.; Thompson, Richard C. (2016). "Release of synthetic microplastic plastic fibres from domestic washing machines: Effects of fabric type and washing conditions". Marine Pollution Bulletin. 112 (1–2): 39–45. doi:10.1016/j.marpolbul.2016.09.025. hdl:10026.1/8163. PMID 27686821. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. A scientific perspective on microplastics in nature and society. Scientific Advice for Policy by European Academies. 2019. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3982030104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Arthur, Courtney; Baker, Joel; Bamford, Holly, المحررون (2009). "Proceedings of the International Research Workshop on the Occurrence, Effects, and Fate of Microplastic Marine Debris, September 9–11, 2008". Technical Memorandum NOS-OR&R-30: 49. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Rillig, Matthias C.; Kim, Shin Woong; Kim, Tae-Young; Waldman, Walter R. (2021-03-02). "The Global Plastic Toxicity Debt". Environmental Science & Technology. 55 (5): 2717–2719. Bibcode:2021EnST...55.2717R. doi:10.1021/acs.est.0c07781. ISSN 0013-936X. PMC 7931444 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33596648 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Helcoski, Ryan; Yonkos, Lance T.; Sanchez, Alterra; Baldwin, Andrew H. (2020). "Wetland soil microplastics are negatively related to vegetation cover and stem density". Environmental Pollution. 256: 113391. doi:10.1016/j.envpol.2019.113391. PMID 31662247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Eerkes-Medrano, D.; Thompson, R.C.; Aldridge, D.C. (2015). "Microplastics in freshwater systems: A review of the emerging threats, identification of knowledge gaps and prioritisation of research needs". Water Research. 75: 63–82. doi:10.1016/j.watres.2015.02.012. PMID 25746963. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Baldwin, Austin K.; Corsi, Steven R.; Mason, Sherri A. (2016). "Plastic Debris in 29 Great Lakes Tributaries: Relations to Watershed Attributes and Hydrology". Environmental Science & Technology. 50 (19): 10377–85. Bibcode:2016EnST...5010377B. doi:10.1021/acs.est.6b02917. PMID 27627676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 21 December 2021 باندې). No mountain high enough: study finds plastic in 'clean' air.
  49. A scientific perspective on microplastics in nature and society. Scientific Advice for Policy by European Academies. 2019. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3982030104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Allen, S.; Allen, D.; Baladima, F.; Phoenix, V. R.; Thomas, J. L.; Le Roux, G.; Sonke, J. E. (21 December 2021). "Evidence of free tropospheric and long-range transport of microplastic at Pic du Midi Observatory". Nature Communications. 12 (1): 7242. Bibcode:2021NatCo..12.7242A. doi:10.1038/s41467-021-27454-7. PMC 8692471 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34934062 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 245385248 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Bergmann, Melanie; Mützel, Sophia; Primpke, Sebastian; Tekman, Mine B.; Trachsel, Jürg; Gerdts, Gunnar (2019). "White and wonderful? Microplastics prevail in snow from the Alps to the Arctic". Science Advances. 5 (8): eaax1157. Bibcode:2019SciA....5.1157B. doi:10.1126/sciadv.aax1157. PMC 6693909. PMID 31453336. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Dehghani, Sharareh; Moore, Farid; Akhbarizadeh, Razegheh (2017). "Microplastic pollution in deposited urban dust, Tehran metropolis, Iran". Environmental Science and Pollution Research. 24 (25): 20360–20371. doi:10.1007/s11356-017-9674-1. PMID 28707239. S2CID 37592689. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Gasperi, Johnny; Wright, Stephanie L.; Dris, Rachid; Collard, France; Mandin, Corinne; Guerrouache, Mohamed; Langlois, Valérie; Kelly, Frank J.; Tassin, Bruno (2018). "Microplastics in air: Are we breathing it in?" (PDF). Current Opinion in Environmental Science & Health. 1: 1–5. doi:10.1016/j.coesh.2017.10.002. S2CID 133750509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. Allen, Steve; Allen, Deonie; Phoenix, Vernon R.; Le Roux, Gaël; Durántez Jiménez, Pilar; Simonneau, Anaëlle; Binet, Stéphane; Galop, Didier (2019). "Atmospheric transport and deposition of microplastics in a remote mountain catchment" (PDF). Nature Geoscience. 12 (5): 339–344. Bibcode:2019NatGe..12..339A. doi:10.1038/s41561-019-0335-5. S2CID 146492249. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)