مافيايي سياست

مافيايي سياست په آسانه او لنډه ژبه ورته د جرم او پساد پر بنسټ سياسي تگلارې جوړولو ته وايي . مافيايي سياست د ټولنې په منځ کې د زور زياتي د مخې نه نیولو او يو اړخیزه خپلچاري قضاوتونو پر بنسټ په گروپونو کې د هغوی په گټه پرمخ ځي، چې دغې تگلارې ته مافيايي سياست وايي . د دغو موخه دا وي چې د ټولنې په هر ډگر کې يوازې او يوازې د همدې يوې ډلې اقتصادي ، پوځي واک او اختيار برلاسي ولري او نور دې د دوی څخه د ډار په سترگې لرې تښتي او د هغوی پر جرمونو دې سترگې پټوي . په لومړي ځل دغه تگلاره د اټاليا په سوېلي سیمو کې د ځايي جنگسالارانو لخوا دود شوه چې پخپل منځ کې یې په مادي شتمنيو سيالي رامنځته کړه .

مافيا سمول

مافيا يو ډول منظم شوي پټې (مخفي)د جرمونو ټولنې يا تنظيمونه دي چې د ځينې ډلبازو لخوا په منظمه توگه په ۱۹مې پېړۍ کې رامنځته شوه . دغه د گډوډو جرمونو او ترهگریزو کړنو په ترسره کولو سره پلان کېږي او موخه یې د پیسو پیدا کول او شتمني ډېرول دي. دغه جرم د ترهگرۍ ، ډارولو ، کس تښتونې ، قچاق او دولتي پسادونو په بڼو مخته وړل کېږي او لدغو کړنو څخه په ډله ییزه توگه ترسره کولو موخه یې په اقتصادي غونډال باندې لاسبری وي . د دغو جرايمو کوونکي هم مافيايي کړۍ نومېږي چې د ډلو په منظم ملاتړ سمبال وي چې موخه یې د بې قانونه لارو چارو ځان په مالي او مادي توگه غټول دي . د دغو ډلو دوهمه برخه غټ جرمونه قچاق د ښځو ، درغلگري ، حکومتي گډوډي رامنځته کول ، سودي قتلونه او د خلکو تېروېستنې دي . د دې هرې مافيايي جرم په ترسره کولو کې د اړوندو ډلو ټول پسادونه په پټه خوله ترسره کېږي په ځانگړي توگه په غلي او ناببره مهال ترسره کېږي . د ډلو ځانته دود وي چې له مخې یې د برم ساتنې دود ورته وايي او دغه دود ته په اټاليا کې اومرته وايي چې په ظاهري توگه د قانون له منگولو څخه د ستنې لپاره افعال کارېږي . دغه جرمي لړۍ په لومړي ځل د اټاليا په سېسليه ښار کې رامنځه شو چې ورته یې سيسليايي مافيا وېل . له هغې راهیسې د نړۍ نورو سیمو ته په گروپونو او ډلو کې د دولتي ، اقتصادي او پوځي برلاسیتوبونو لپاره وغځېده . د اټاليا څخه له اغېزې مافيا په دوهمه پرمختللې توگه د روسيې په هېواد کې دود شوه او همدارنگه په جاپان کې په درېيم پړاؤ لویه شوه او همداسې یې نورو هېوادونو کې هم ريښې وکړې لکه د البانيا مافيا ، مېکسیکو يي مافيا ، او امریکايي مافيا . دغې سیغې (مافيا) په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په نارسمي توگه پکار وړل کېږي ، خو د دغو جرمونو ټولنې او گروپونه هر يو خپل تر منځ دود شوې ويوونه او وينايي سیغې لري .

آرپوهنه يې سمول

مافيا وئی د اټاليا څخه هېواد د سيسليه ښار څخه رامنځه شوی . ځینې پدې آند دي چې دا وئي د سوېلي اټاليا څخه راپورته شوی چې پخوا د عربانو لخوا دا وئی د (محياص) په نوم رامنځته شوی او وروسته بيا مافيوسي په اټاليوي ژبې کې شوی . د محياص عربي وئيي مانا زورزياتی ، ترهگري ، څوک ډارولو مانا ورکوي .

سرچینې سمول