ماخان مېږی شينواری

ماخان مېږی

ماخان ( په اولنى نوم ميږى ) د ارواښادې پستو او ارواښاد نورالرحمان زوي. د زيږيدو نيټه او ځاي: ١٥ د سپتمبر ١٩٤٦ ز کال د شينوارو د هسکى مېنې ولسوالۍ. ( دزيږيدو هغه پرې نه پوهيدونکې نيټه يې له ١٣٢٤ ه ش کال څخه يو يا دوه کاله د مخه ده، خو نوريې له دې نه شى د مخه کولى، که چيرې د مخه هم وي).

زده کړې

لومړى زده کړې : له ١٩٥٢ د هسکې مېنې د درې کاله کليوالې ښوونځى پيل، چې د لومړنيو زده کوونکو څخه وو له ١٩٥٤ ز.ک. څخه تر ١٩٦٥ ز.ک.پورې يې د رحمان بابا سپيڅلې ليسه ولوستله.

لوړې زده کړې

د ١٩٦٦ زک. د سپتمبر مياشت کې د يوه افغاني برس له لارې اتريش- وين ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ. د ژبى او ديارلسم کال لوستلو وروسته يې په لومړي ځل په کيميا پيل وکړ خو وروسته يې د شميرپوهنې په زده کړو پيل وکړ، چې په پوره او زياتو ستونځو په شميرپوهنه کې د ډاکترۍ په اخستلو بريالى شو.

د شينواري دويم مسلک فزيک دۍ او دا چى شميرپوهنه په هغه وخت کى د فلفسې يوه څانگه وه، نو فلسفه يې هم بايد لوستلې وى او د ډاکترۍ اخستلو وخت کى يې د فزيک تر څنگ په فلسفه کې هم دوه ازمويينى بايد ورکړې وى.

دى په نهم ټولگې وو، چى د ميرمن ښاپيرۍ سره يې کوزده وکړه - يا نوره هم ښه - گوزده يې ورته وکړه. په ١٩٧٢ کې يې ورته له لري واده وکړ، چى د واده خبر يى اتريش ته ورغۍ.

دوي ته لوي څښتن د ماي په شلمه ١٩٧٩ ز.کال کې دوه بچيان وبخښل، چې څانگه او اباسين نوميږي.

له ١٩٧٨ ز.ک. راپه ديخوا شينوارى او ميرمن يې په اتريش او له ١٩٨٨ ز.ک. راپه دې خوا المان کې ژوند کوي.

دندې

  • په اتريش کې ماخان شينواري، د ژوند تآمينولو لپاره زيات کارونه کړي، چې له دې جملې څخه زيات وخت د افرو اسيا ليلیه کې د لیلیې د مشر په توگه دنده درلودله.
  • د ١٩٨٧ نومبر څخه تر فبروري ١٩٨٨ پورې د افغانستان دباندنۍ چارو وزارت کې مامور
  • د ٢٩ فبروري ١٩٨٨ څخه تر اپريل ١٩٩٢ ز. کال پورې په المان کې د افغانستان جمهوريت شارژدافير
  • له همدې کال وروسته يې سياسي پناه يووړه او د پرديسۍ ژوند ته يې دوام ورکړ.
  • د جون اخر ٢٠٠٤ ز. کال تر ١٦ د جنوري ٢٠٠٥ ز. کا. پورې د اي. او .ام له لارې د افغانستان د علومو اکادمى د پيدايښتي پوهنو ( طبيعى علومو( د شميرپوهنې د څانگې غړى په توگه دنده
  • د جنوري ٢٠٠٥ ز.کال را په دې خوا بيرته خپل پرديسي ژوند ته دوام.

چاپ شوې ليکنې

  1. M. Shinwar(i)  : Interpolation und Aproximationdurch Polynime in Universalen Algebren .Diss . Uni. Wien 1987
  2. H.K. Kaiser , M. Shinwar(i) : Aproximation in compackt topological algebra : contributions to general algebra 6 ; Wien 1988 , 17 – 122

دا پورته د شميرپوهنې مياشتنۍ ده.

  1. ماخان شينوارى: » د افغانستان په هکله سپينې خبرې« د افغانستان د روغې او بيا ابادولو ټولنې له خوا ١٩٩٧ ز. کا ل المان دا لاندې اته کتابونه په المان کې » د افغانستان کلتوري ودې ټولنه « له خوا چاپ شوي
  2. ماخان شينوارۍ : شميرپوهنه. ( راټولونه ) ٢٠٠٠ ز. کال ، چاپځاي : دانش کتابتون
    • دا کتاب په ٩٠٠ مخونو کې چاپ شوى، د ښوونځى او پوهنتون لومړى بنسټيزې ستونځى ټولى اوبى ( حل ) کوي او د ښوونکو لپاره همداسى گټور دى لکۀ د زده کړو او زده کوونکو لپاره. دا کتاب د پوهنتون د ساینسي يا پيدايښتي پوهنوټولو څانگو ستونځې اوبی کوي دا لاندې اوه کتابونه همغه وختيز يانې په ٢٠٠٣ ز. کال کې يوځاى د افغاستان کلتوري ټولنې له خوا له چاپ څخه راوتلي. چاپځاي دانش کتابتون
  3. ځمککچ، په سلو- ، زرو - ،...، او احتمالوالي شميرنه ( راټولونه )
    • دا کتاب په نزدې څلورسوه مخونو کې چاپ شوى. دا په دې ورکړشوو خونديونو( متنونو ) کې د المان د ښوونځېو له پنځم تر لسم ټولگي پورى ټول پروگرام،په ځانگړې توگه ځمککچپوهنه کې خوندي لري
  4. الجبرونه ( راټولونه )
    • دا کتاب، چې نزدې دوه سوه مخونو کې چاپ شوى دۍ د الجبر بنسټونه خوندي لري، د پوهنتون د يوه سمستر لپاره بسيا کوي.
  5. د فرمولونوټولگه ( ژباړه )
    • دا د فرمولونو ټولگه، چې ٢٠١ مخونو کې چاپ شوې د پوهنتون د لومړيو سمسترونو پورې ټول فرمولونه خوندي لري.
  6. شميرپوهنيزه د پښتو المانې ډکشنري
  7. شميرپوهنيزه د الماني پښتو ډکشنري
    • دا کتاب، چى په نزدې ٢٠٠ مخونو کې چاپ شوى، د ښوونځي لپاره د شميرپوهنى ټول لغاتونه خوندي لري
  8. د شميرپوهنې انگريزي پښتو ډکشنري
    • دا کتاب، چى په ٢٠٤ مخونوکې چاپ دۍ، د ښوونځى ټول انگريزى شميرپوهنيز لغاتونه په پښتو اوښتي
  9. دفرنڅيال برابرون يا – مساوات ( ژباړه )
    • دا کتاب، چى په ١٥٤ مخونو کې چاپ شوى د دې موضوع يو خورا ښه بنسټيز کتاب دۍ، چې د پوهنتون په دريم سمستر کى بنسټيز کار ترې اخستل کيدى شي.
  10. شميرپوهنه له عربي په پښتو
    • کتاب ١٠٠ مخونو کې چاپ شوى او د ښوونځى کتابونو څخه رانيولې عربى نومونه په پښتو اړه ول شوي، چى هر پښتون يې بايد وگوري، د هر مسلک، چى هم وي. په دې غواړو ځان وپوهوو، چى پښتو د پوهنيزه کيدو څومره توان لري.

ماخان شينواري د افغانستان د روغې او بيا ابادولو ټولنې له لارې ۳ مجلې راوستلي، چې زياتې ليکنې ېې خپلې دي او په څنگ کې ېې زياتې سياسي تيتپاڼې هم خپرې کړي.

ناچاپه آثار

دا لاندې کتابونه چاپ ته تيار دي، که وشوه په لنډ وخت کى به چاپ شي. داکتابونه شايد په لنډ وخت کې د ن ج له لارې خپاره شيږ

  1. سم اند يا منطق ( لوژيک)
    • د شميرپوهنى لپاره د سم اند څخه تيريدنه نه شي. دا په لنډه توگه دې په نوې شميرپوهنيزو بنسټيزو کتابونو کى تل راځى، چې له همدې امله ورته اړتيا هم شته. دا په پوهنتونونو کې ځانله څانگه هم لري. دا کتاب په سمه پښتو او پوره روښانه ليکل شوى، چې د شميرپوهنې ټولو مينه والو لپاره د لوستلو دۍ.
  2. ډيرۍ پوهنه ( سيټتيوري)
    • شميرپوهنه په سټه کې په ډيرۍ پوهنه ولاړه ده. ما دلته ډيرۍ پوهنه ځانله لږ پراخه څيړلې او همدلته ترې پوهيدۍ شو، چى بى له ډيرۍ پوهنې شميرپوهنه، ځکه نه شته، چى شميرپوهنه په ډيرۍ ولاړه پوهنه ده.
  3. د زړه له کومى.

دا څو لنډې کيسي دي، چى د زړه ناخوالې په کى شوي.

يادونه

دا دې ستايينه نه وي، خودومره بايد ووايم، چې دا دومره د شميرپوهنې راټولونې او ژباړې د څومره والى او څرنگوالى له مخې، د ډکى( حجم) او خونديونې ( متن) له مخې لا تراوسه متاسفانه، چى په پښتو کى د لومړي ځل لپاره د يواځنى کار سر ته رسيدل دي. د دې کتابونو ليکلو د ماخان شينواري تر نهه کالو زيات وخت نيولى، چى په منځنى توگه به یې هره ورځ کم له کمه شپږ ساعته کار پرې کړى وي. داسې ورځې هم شته، چې ده به په هغه ورځ ١٢ ساعته کار کړى وي. دا ټولې د بيکارۍ نخښې دي، چې گوندې ځان يې پرې روغ ساتلى.

ډاکتر شينواري څه موده پخوا پيل کړی چې خپلې ليکنې نوې او خپرې شوې ليکنې د ن ج له لارې گرانو هېوادوالو ته وړاندې کړي.

په دې کې هم ورسره لوي څښتن پوره مرسته کړې او په کې بريالی دۍ،لکه چې گورۍ ېې، خو د گرانو لوستونکو خورا زيات گډ کار ته هيله من دۍ. دا رانيولی کار د زياتو کسانو په گډه پوره کيدی سي.

نوې او تازه خپرونې دا اوس د انتر نت يا ن ج له لارې سرته رسيږي.ددې لپاره د ماخان شينواري گورتپاڼه انتر نت له لارې سرته رسيږي وگورۍ

بهرنې تړون

د ماخان شينواري وېبپاڼه

سرچينې