لومړۍ صليبي جګړه

لومړۍ صليبي جګړه (۱۰۹۶ – ۱۰۹۹ز) د مذهبي يا صليبي جګړو د لړۍ لومړنۍ جګړه وه، چې په منځنۍ دوره کې د لاتيني کليسا له لورې پيل شوه، همدوی يې ملاتړ او بېلابېلو وختونو کې مشري وکړه. موخه له اسلامي واکمنۍ څخه د مقدسې ځمکې “Holy Land” بېرته تر لاسه کول وه. په داسې حال کې چې بيت المقدس د سلګونو کالونو لپاه د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې و، په ۱۱ پېړۍ کې د سلجوق له لورې د سيمې نيول ځايي عيسوي وګړي، د لويديځ زيات کونکي او په خپله د ختيځ روم سترواکي وګواښله. لومړۍ صليبي جګړې لپاره لومړني نوښتونه په ۱۰۹۵ز کال کې هغه وخت پيل شول، چې د ختيځ روم سترواک لومړي الکسيوس کومنينوس “Alexios I Komnenos” د سلجوق په مشرۍ ترکانو سره د سترواکۍ په نښته کې د پياچنزا له شورا “Council of Piacenza” څخه د فوځي ملاتړ غوښتنه وکړه. دا غوښتنه په ورستيو کې د کليرمونټ شورا “Council of Clermont” له لورې وڅارل شوه، چې پر مهال يې دويم پاپا يوربان “Pope Urban II” د فوځي مرستې لپاره د ختيځ روم ملاتړ وکړ او له عقيدوي عيسويانو څخه يې په ټينګه وغوښتل، چې بيت المقدس ته د يو وسله وال سفر ژمنه وکړي.  

دا غوښتنه د لويديځې اروپا په ټولو ټولنيزو ټولګيو کې د لېوالتيا له نامتو غبرګون سره مخامخ شوه. د خورا بې وسه پارېدلو عيسويانو ډله چې ګڼه يې زرګونو ته رسېدله، لومړني خلک وو چې د فرانسوي پادري زاهد پيټر “Peter the Hermit” په مشرۍ يې غبرګون څرګند کړ. هغه څه چې د خلکو صليبي جګړې “People’s Crusade” په توګه پېژندل شوي دي، د المان له لارې تېر شول او د رينيلېنډ عام وژنو “Rhineland massacre” په ګډون يې د يهودي ضد فعاليتونو په پراخه لړۍ کې زياتی يا افراط وکړ. دوی په اناتوليا کې د ختيځ روم تر واک لاندې سيمې په پرېښودلو سره، د ۱۰۹۶ز کال اکتوبر کې د سيويټوټ جګړه “Battle of Civetot” کې د سلجوق کيليج ارسلان “Kilij Arsalan” په مشرۍ يو ترکي سنګر کې استوګن شول.

د لوړ اشرافيت غړو او د هغوی پيروانو په هغه څه چې د شهزاده ګانو د صليبي جګړې په توګه پېژندل شوي دي، د ۱۰۹۶ زکال د اوړي په وروستيو کې پيل وکړ او د راتلونکي کال د نومبر او اپريل تر منځ قسطنطيې ته ورسېدل. دا د خلکو يوه لويه فيوډالي ډله وه، چې مشري يې د لويديځې اروپا اشرافو شهزاده ګانو کوله: د سويلي فرانسې ځواکونه د تولوز د څلورم رېموند “Raymond IV of Toulouse” او د لي پوی ادهيمار “Adhemar of Le Puy” تر مشرۍ لاندې وو؛ د پورتني او ښکتني لورين د خلکو مشري د بويلون ګوډفري “Godfrey of Bouillon” او د هغه ورور د بولوګني بالدوين “Baldwin of Boulogne” کوله؛ د ايټاليې او نورمن ځواکونو مشري د ترانتو بوهيموند “Bohemond of Taranto” او د هغه وراره تانکريد “Tancred” کوله؛ همدا راز د بېلابېلو لويو وچو اړوند وګړي چې د شمالي فرانسې او فلمنکي ځواکونو څخه جوړ شوي وو، د روبرت کرتوز (د نورماندي دويم روبرت)، د بلويس سټيفن، د وېرمندويس هګ او د فلارندرس د دويم روبرت تر مشرۍ لاندې وو. د ناجنګيالو په ګډون په ټوله کې د ځواکونو شمېر ۱۰۰۰۰۰ تنه اټکل شوی دی.

صليبي ځواکونه په يو بل پسې (په تدريجي ډول) اناتوليا ته ورسېدل. د کېلېج ارسلان په نه شتون سره د ۱۰۹۷ز کال په جون کې د نايسيا د کلابندۍ “Siege of Nicea” پر مهال د ختيځ روم سمندري بريد او فرنګي “Frankish” بريد په پايله کې صليبيانو لومړۍ بريا تر لاسه کړه. په جولای کې صليبيانو په سپکو وسلو له سمبال لږ شمېر غشي ويشتونکو ترکانو سره د جګړې په پای کې د دوريلايوم جګړه “Battle of Dorylaeum” هم وګټله. له اناتوليا څخه د ستونزمنې تېرېدنې څخه وروسته صليبيانو د انطاکيه کلابندي ‘Siege of Antioch’ پيل کړه او د ۱۰۹۸ز کال په جون مياشت کې يې ښار ونيو. بيت المقدس ته د ۱۰۹۹ز کال په جون کې ورسېدل او کلابندۍ “Siege of Jerusalem” په پايله کې يې د ۱۰۹۹ ز کال د جون له ۷ څخه د جولای تر ۱۵ پورې د بريد له لارې ښار ونيو، چې د يادې مودې پر مهال يې ګټندويان (مدافعين) په بې رحمۍ سره قتل عام شول. د بيت المقدس پاچاهي د بويلون ګوډفري “Godfrey of Bouillon” تر واکمنۍ لاندې د يو بې دينه دولت په توګه رامنځته شوه، چې د «پاچا» وړ نوم يې له مخې لرې کړ. د همدې کال په وروستيو کې د اسکالون جګړه “Battle of Ascalon” کې د فاطميونو ځوابي بريد په شا وتمبول شو او په دې سره لومړۍ صليبي جګړه پای ته ورسېده. له دې څخه وروسته ډېری صليبيان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

د روم مقدسه خاوره کې د بيت المقدس پاچاهي “Kingdom of Jerusalem”، د ادسا ولايت “County of Edessa”، انطاکيه د شهزاده تر لاس لاندې سيمه “Principality of Antioch” او د طرابلس ولايت “County of Tripoli” په نومونو څلور صليبي دولتونه رامنځته شول. صليبيان په ۱۲۹۱ زکال کې د ايکر کلابندۍ “Siege of Acre” کې د صليبيانو د وروستۍ سترې جنګي کلا له لاسه ورکولو پورې په يو ډول په سيمه کې پاتې شول. د ختيځ خاوره يا مشرق کې د صليبيانو د ټولې سيمې له لاسه وتلو څخه وروسته د سپېڅلې خاورې د بېرته تر لاسه کولو نورې هيڅ ډول هڅې نه وې.

تاريخسمول

عيسويت او اسلام په ۷ پېړۍ کې د اسلام له رامنځته کېدنې راهيسې ټکر کې وو. په ۶۳۲ز کال کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له مړينې څخه د مسلمانانو له لورې د بيت المقدس او ختيځ تر نيونې (چې پيل يې ۶۳۸ز کال کې وشو) او هسپانيه کې د مسلمان بريدګرو تر رسېدنې پورې له يوې پېړۍ څخه لږ وخت تېر شو. په ۱۱ پېړۍ کې د هسپانيې اسلامي واک د «Reconquista» له لورې په وار وار ورژول شو، مګر سپېڅلې خاوره کې حالت خراب شوی و. فاطمي کورنۍ له ۹۶۹ز کال څخه پر شمالي افريقا او د لويديځې اسيا پر لړۍ واکمنۍ وکړه، چې د بيت المقدس، دمشق او د مديترانې د ساحلي ليکې ځينې برخې رانغاړي، مګر له لويديځ سره په يو څه سوله کې اوسېدله. دا هر څه په ۱۰۷۱ز کال کې د مازيکيرت جګړه “Battle of Manzikert” کې د ختيځ روم په ماتې او دوه کالونه وروسته سلجوق کورنۍ ته د بيت المقدس په بايللو سره بدل شول. [۱]

په داسې حال کې چې اصلي لاملونه توپير کوي او بحث کول پرې دوام لري، مګر دا روښانه ده چې لومړۍ صليبي جګړه په اروپا او نږدې ختيځ دواړو سيمو کې په ۱۱ پېړۍ کې د عواملو له يو ځای کېدنې څخه رامنځته شوه. لويديځه اروپا کې بيت المقدس ته په زياتېدونکي ډول د توبه ييز زيارتونو د ارزښت په سترګه کتل کېدل. په داسې حال کې چې بيت المقدس باندې د سلجوق واکمني کمزورې وه او څه موده وروسته يې ښار فاطميونو ته پرېښود، بېرته راستنېدونکو حاجيانو يا سيلانيانو د سختيو او عيسوي ظلمونو په اړه معلومات ورکړل. فوځي ملاتړ ته د ختيځ روم اړتيا د پاپ فوځي غوښتنې منلو ته د لويديځې اروپا د جنګيالي پوړ په خوښه زياتوالي سره يو وخت کې رامنځته شوه. [۲][۳]

د اروپا حالتسمول

په ۱۱ پېړۍ کې د اروپا نفوس ځکه خورا زيات شوی و، چې تيکنالوژيکي او کرنيزو نوښتونو د سوداګرۍ غوړېدلو ته لاره هواره کړه. کاتوليک کليسا “Catholic Church” پر لويديځ تمدن باندې واکمن نفوذ درلود. ټولنه د شتمنۍ اصالت او فيوډاليزم او هغو سياسي جوړښتونو له مخې برابره شوې وه، چې په واسطه يې مخورو او نورو اشرافو له ځمکو او شتمنيو څخه د کرايې اخېستلو د حق په بدل کې د خپلو بادارانو فوځي خدمت کاوه. [۴]

له ۱۰۵۰ څخه تر ۱۰۸۰ز کال پورې دوره کې د ګريګوري د سمون “Gregorian Reform” خوځښت د خپل واک او نفوذ زياتولو په موخه په زياتېدونکي ډول پرېکنده تګلارې رامنځته کړې. دا چاره له ختيځ عيسويانو سره د نښتې لامل شوه، چې ريښه يې د پاپ د حاکميت په اصولو کې نغښتې ده. د ختيځ کليسا پاپ د الکسندريا، انطاکيې، قسطنطيې او بيت المقدس د سرپرستانو تر څنګ د کليسا له پينځو سرپرستانو څخه ګڼه. په ۱۰۵۴ز کال کې په دود، کليمه او عمل کې توپيرونو يوولسم پاپ لوی “Pope Leo IX” وهڅوه، د قسطنطنيې سرپرست يا د ټبر مشر ته استازی ولېږي، چې په دوه اړخيزو اړيکو او د ختيځ او لويديځ تر منځ بېلتون سره پای ته ورسېد. [۵]

لومړنيو يا لرغونو عيسويانو به د ټولنيزو موخو لپاره د تاوتريخوالي له کارونې څخه ګټه پورته کوله. د جګړې يوې عيسوي دينپوهنې په اړين ډول له هغه وخته تکامل وکړ، چې رومي تابعيت او عيسويت سره ونښلول شول. اتباع اړ وو چې د سترواک د دښمنانو پر وړاندې وجنګېږي. دينپوه د هيپو اګوسټين “Augustine of Hippo” د ۴ پېړۍ له کارونو څخه د سپېڅلې جګړې (جهاد) مفکوره رامنځته شوه. اګوسټين وليکل چې ظالمانه جګړه ګناه وه، مګر که چېرې د قانوني يا مشروع چارواکي لکه پاچا يا مسيحي ملا (اشقف) له لورې اعلان شوې وي، عادلانه ثابتېدلی شي، که څه هم دفاعي جګړه وي او يا د ځمکو د بېرته تر لاسه کولو، مګر پراخه تاوتريخوالی نه رانغاړي. لويديځه اروپا کې د کارولينګي سترواکۍ “Carolingian Empire” ماتېدلو يوه جنګيالۍ ډله رامنځته کړه، چې اوس يې په خپل منځ کې له جګړې کولو پرته د کولو لپاره نور څه نه درلودل. د شخړې د حل لپاره په عام ډول له تاوتريخوالي څخه کار اخېستل کېده او پاپانو يې د کمولو هڅه وکړه. [۶]

سرچينېسمول

  1. Asbridge 2012، صص. 19–23، The Muslim World.
  2. Asbridge 2012، ص. 28، Islam and Christian Europe on the eve of the Crusades.
  3. Riley-Smith 2005، صص. 10–12، The Birth of the Crusading Movement.
  4. Painter, Sidney (1969). "Western Europe on the Eve of the Crusades". In Setton, K., A History of the Crusades: Volume I. pp. 3–30.
  5. Adrian Fortescue (1912). "The Eastern Schism". In Catholic Encyclopedia. 13. New York: Robert Appleton Company.
  6. Asbridge 2012، صص. 14–15، Warfare and Violence in Latin Europe.