عبدالقيوم مروت (۲۵ د دسمبر، ۱۹۴۴ ز. - ) د پښتونخوا په تکړه ليکوالو او شاعرانو کې شمېرل کېږي. هغه په پښتو او اردو ژبو کې يو برلاسی اديب دی چې د لنډو کيسو او شعرونو يو شمېر کتابونه يې چاپ شوي.

قيوم مروت

زېږېدنه

قيوم مروت په ۲۵، د ډېسمبر ۱۹۴۴ کال کې په ټانک کې پېدا شوی. د هغه پلرنی ټاټوبی د لکي مروت د باجوخېلو کلی دی خو د هغه نيکه په ۱۹۳۸ ز. کال کې ټانک ته راکډه شوی او همدلته مېشت شوی.

زده کړې

قيوم مروت د هنرونو لېسانس دی او د پاکستان ملي بانک سره يې کار کړی.

دندې

ليکلي آثار

عبدالقيوم مروت په پښتو او اوردو ژبو کې يو شمېر آثار کښلي دي. همداراز هغه په پښتو، انگرېزی، اردو، پنجابی، سرائکی او هندکو ژبو ليک او لوست کولی شي

پښتواثار

  1. تنکی زخمونه....شاعری
  2. نوی زخمونه......شاعری
  3. پټ مخونه.........افسانې...ایوارډ یافته
  4. دومره قدرې خبره.....افسانې
  5. سرې شنې...........شاعری
  6. محمد دې تمام جهان آبا.......نعتیه .شاعری
  7. چا ته به واې نه.......افسانې

اوردو اثار

  1. صرف شرفا کیلې....افسانې (د پښتونخوا، بلوچستان، او افغانستان منتخب افسانو اردو ترجمه
  2. مجهې مهفوظ کرلې.....(د ایوب صابر اخری پښتو انټریو په اردو ترجمه
  3. بچپن سې پچپن تک......(د کوهاټ نامتو ارټسټ لیاقت علی خان د ژوند حالات
  4. وه مین بهی هون وه تم بهی هو......طبع آزاد افسانې
  5. میرا ټانک.........۱۹۴۷ نه تر دې وخته د ټانک حالات او واقعات او تاریخ.