قاضي عطاءالله خان

قاضي عطاالله خان (زوکړه ۱۸۹۵ زېږدي کال پېښور - مړینه د ۱۹۵۳ زیږدي کال د فبروري د میاشتې ۱۷) يو لوی پوه، تاريخپوه، ليکوال او د خدايي خدمتگارو غورځنگ غړی وو.

مخينه سمول

د پښتنو تاریخ لیکوال قاضي عطاءالله خان ستر عالم، تاریخپوه او قانونپوه ارواښاد قاضي عطاءالله خان پر ۱۸۹۵ زیږدي کال د پښتونخوا د منځۍ پېښور د لنډي ارباب په کلي کې زیږیدلی وو. نوموړی د لوی ديني عالم قاضي نصرالله خان زوی او په خټه خلیل پښتون دی. قاضی صیب خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په مدرسه کې ترسره کړې دي. وروسته یې د پېښور په میشن سکول (ښوونځي) کې یې داخله کړې او کله یې چې ښوونځی پای ته ورساوه، نو تر څوارلسم ټولگي پورې یې خپلې زده کړې په پېښور کې وکړې. وروسته د هند د علیگړ اسلامي پوهنتون ته ولاړ او هلته یې پر ۱۹۱۸ زیږدي کال په قانون کې خپله لوړه ډیګري تر لاسه کړه. کله چې دعلیګړ نه راستون شو نو په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې يې په چارسده کې دبا چا خان(سر حدی ګاندهي فخر افغان خان عبدالغفار خان ) سره وکتل او په ۱۹۲۵ کال د انجمن اصلاح افغانیه غړی شو. ده وروسته باچا خان ته د خدایي خد متگار د غورځنگ د جوړولو بلنه ورکړه چې دغه غورځنگ پر ۱۹۲۹ زیږدي کال جوړ شو.

قاضی صیب پر ۱۹۳۹ زیږدي کال د پیرنگیانو له خوا ونیول شو او د پېنځو کلونو لپاره په دې جرم په جېل کې واچول شو چې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوله.

کله چې پر ۱۹۳۷ زیږدي کال د کانگریس ټاکنې (انتخابات) وګټل نو دی (Legislative Assembly ) ممبر او د ډاکټر خان صیب په کابینه کې د مالیې وزیر وگومارل شو. پر ۱۹۴۶ زیږدي کال چې کانگریس د دویم ځل لپاره ټاکنې وگټلې نو دی د ډاکټر خان په کابینه کې د ښوونې او روزنې وزیر شو.

د هند او پاکستان تر بېلېدو وروسته، کله چې د ۱۹۴۷ ز کال د اگسټ میاشتې پر ۱۴ نېټه پاکستان جوړ شو نو باچا خان، قاضي عطاءالله خان او د خدایي خدمتگارو د غورځنگ نور مشران د قیوم خان د مسلم لیگ د حکومت په دوران کې جیلونو ته واچول شول. قیوم خان د خدایي خدمتگارو د غورځنگ پر غړو ډیر ظلمونه وکړل. قیوم خان، قاضي صیب لومړی د دیره اسماعیل خان جېل ته ولیږه او وروسته يې بیا د حیدرآباد جېل ته واستاوه. له نیکه مرغه هغه د حیدرآباد په جېل کې په پښتو ژبه (د پښتنو تاریخ) اثر په څلورو ټوکونو کې ولیکه. د قاضي صیب دا کتاب د افغانستان د علومو اکیډیمۍ له خوا پر ۱۹۷۶ ز کال په کابل کې په دوو ټوکو کې چاپ کړ.

ورو سته بیا هغه د بلوچستان د مچ جیل ته ولیږل شو. په جیلخانه کې د هغه روغتیایي اکر (حالت) ورځ تر بلې خرابیده او د ډاکټرانو معایناتو دا وښووله چې هغه د وینې سرطان په ناروغۍ اخته دی. خو له دې سره سره بيا هم په جېل کې د قیوم خان له خوا پر ده دومره پابندي لگول شوې وه چې د دوا او ډاکټر نه بې برخې ساتل شوی وو.

مړينه سمول

قاضي عطاالله خان وروسته چې کله د مرگ پولې ته نږدې شو، نو یې د لاهور د میو روغتون ته ولیږه او هلته د ۱۹۵۳ زیږدي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷ نېټه په حق ورسېد. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه سمول

۱- د پښتنو تاريخ (په ۴ ټوکو کې).


سرچينې سمول

۱- https://www.mashaalradio.com/a/27692451.html

۲- https://afghanexpress.wordpress.com/2016/12/09/%D8%AE%D8%AF%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%AE%D8%AF%D9%85%D8%AA%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D9%82%D8%A7%D8%B6%D9%8A-%D8%B9%D8%B7%D8%A7%D8%A1%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%AE%D8%A7%D9%86/

۳- https://www.facebook.com/1470072503042752/posts/2033304526719544/‎