فضل محمد پنهان

فضل محمد پنهان (زوکړه ۱۳۲۰ لمريز لېږدي کال کندهار- مړینه د ۱۳۹۹ ل ل کال د غبرگولي ۲۳، کندهار) د پښتو ژبې لیکوال، څېړونکی او شاعر وو.  

مخينه سمول

استاد فضل محمد پنهان پر ۱۳۲۰ ل ل کال د کندهار ښار په ده خواجه سیمه کې زېږیدلی وو. لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په میرویس نیکه لیسه کې کړې او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د بشري علومو په پوهنځي کې بشپړې کړې وې. يوه بله سرچينه بيا ليکي چې ارواښاد پنهان په کابل پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوستی وو او د کندهار د ښوونتون (د ښوونکيو د روزنې مؤسسې) پخوانی استاد وو او ډېره موده یې د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمت کړی دی. هغه نژدې پنځوس کاله په ښوونیزه او څېړنېزه برخه کې کار کړی وو.

د کندهار پوهنتون استاد شیرشاه رشاد د فضل محمد پنهان د لیکنو په اړه وايي، چې د استاد پنهان څېړنې، په ځانگړې ډول د سوېل لویدیځ زون لپاره د پښتو ژبې، متاخرینو او متقدمینو په اړه، چې ځینې په پرتلیزه توگه ترسره شوې، په رښتيا هم د ستاینې وړ دي.

د ښاغلي رشاد په اند، د ادبي تاریخ او تذکره لیکنې په برخه کې د پښتو ادب د بشپړتیا پروگرام لپاره د پنهان صاحب اثار ارزښتناک دي. په پښتو ژبه د استاد پنهان شاوخوا ۲۰ عنوانه بېلابېل کتابونه چاپ شوي او یو شمېر نور یې لا هم د چاپ لار څاري.

مړينه سمول

ليکوال او شاعر فضل محمد پنهان د ۱۳۹۹ ل ل کال د غبرگولي پر ۲۳ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له لامله په کندهار کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا یې ښاده او جنت يې ځای.

چاپ شوي اثار سمول

۱- دوه صوفي شاعران، مولانا بلخي او رحمن بابا.

۲- تاریخ نه مسخه کېږي. د احمد شاه بابا ابدالي د واکمنۍ او پاني پت جگړې په اړه څېړنه.

۳- د ملنگ کچکول، د مقالو ټولگه.

۴- کندهار په شعرونو او لنډیو کې.

۵- بایزید روښان او د هغه پاڅون.

۶- حمید ماشوخېل او میرزا حنان بارکزی.

۷- کندهاري شعرا. د پخوانيو او اوسنيو کندهاري ليکوالانو او شاعرانو تذکره.

۸- پښتو انگلیسي ژبښود.

۹- د انگلیسي پښتو گرامر.


اخځليک سمول

۱-https://www.naraynews.net/archives/33489

۲-https://www.bbc.com/pashto/arts-and-literature-53029208

۳- https://www.voadeewanews.com/a/5460492.html