غلام محمد کاموال

غلام محمد کامه وال () (په انگرېزي: Ghulam Muhammad Kamawal) يو پښتون شاعر دی.

مخينه

نوموړی د اول گل زوی ، په ١٣٣٣ لمريز کال کې د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په اخوند کلي کې زيږ ېدلې دی .

زده کړې

لومړنۍ زده کړي ېې د اخوند کلي په ښونځي کي کړي او منځني زده کړې يې د مراد علي صاحب په ليسې کې بشپړې کړي . د علاقې له مخې د پوليسو په اکاډمۍ کې شامل او پر ١٣٥٧ ل كال يې د افسر په توگه د کورنيو چارو په وزارت کې په کار پيل وکړ . د٦٠ او٦٦ کلونو ترمنځ يې د دولتي دندې سره سره د ديپلوم د ترلاسه کولو لپاره دويم ځلي د پوليسو اکاډمۍ ته د کميسار کورس په تعقيب سره ديپلوم ترلاسه کړ٠ نوموړي د مسلکي زده کړې او وړتيا لامله په مهمو پوستونو کې دندې سرته رسولې دي . پر ١٣٦٧ ل کال د ډگروالۍ رتبې ته ورسېد . ښاغلي کامه وال د عسکري دندې ترڅنگ د پښتو ژبې له شعر او ادب سره ډيره مينه درلوده ، له دې لامله يې له ١٣٦٣ ل راهيسې په شعر ويلو پيل کړی دی ٠ کامه وال تر عسکري هممسلکانو ، د هېواد د پښتو ژبي د ليکولانو او شاعرانو سره ناسته پاسته او زياته مينه لري او د هغوی په ټولو غونډو او محفلونو کې يې برخه اخيستې ده .

چاپ شوي آثار

د ښاغلي کامه وال ليکل شوي اثار دا دي :

  1. ژوبل يادونه ، چاپ ١٣٦٨
  2. دزړه لـــــلمه ، شـعري ټـــولــگه
  3. کـــــــچکول ، دلنډو کيسو ټولگه ، ناچاپ .

ناچاپه آثار

د شعر يوه بېلگه