غلام غوث ہزاروی

مولانا غلام غوث ہزاروی په ​​1896 کې د بفہ تحصیل، مانسهره هزاره کې زیږیدلی وو. د پلار نوم یی حکیم سید ګل دی.

غلام غوث ہزاروی
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸۹۶
مانسهره ولسوالۍ  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړينې نېټه 4 فبروري 1981 (84–85 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پاکستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم دیوبند مدرسه
مظاهر العلوم سهارنپور  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استاد محمود الحسن دېوبندي
انور شاه کشميري
شبير احمد عثماني  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي محمد سرفراز خان صفدر  د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک څېړونکی
ليکوال
عالم  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

زده کړه سمول

مولانا غلام غوث ہزاروی لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې ترلاسه کړې. په کال 1914 کی مډل امتحان پاس کړو، په دهغه وخت کې هغه لومړنۍ دیني تعلیم له خپل پلار څخه ترلاسه کړو. په 1915 کې د لوړو زده کړو لپاره ہ مظاہر العلوم سہارنپور او بیا دارالعلوم دیوبند ته لاړو. د شیخ الاسلام مولانا محمود حسن صاحب څخه مطالعه ترلاسه کړه. په کال 1337 ه.ش, کې د حدیث له لوستلو وروسته له علامه انور شاه کشمیری، علامہ شبیر احمد عثمانی، عالم دین مولانا رسول خان ہزاروی او مولانا محمد ابراہیم بلیاوی څخه د حدیث له لوستلو فارغ شو.

ښوونه سمول

د فراغت وروسته ، هغه د معاون په توګه په دول دارالعلوم دیوبند کې درس ورکړو.

کلیدي لاسته راوړنې سمول

د حیدرآباد ، دکن یو هندو ولایت "سمستان ګدوال" کی 2 کاله تبلیغ وکړو. په 1940 کې ، په تحریک آزادي کې کار وکړو, او د ډیرو کلونو لپاره هغه د زندان د سزا پایلو سره مخ شو. په 1953 کې په ختم نبوت تحریک کې برخه واخیسته. 1956ء کې د جمعیت علماء اسلام ناظم اعلیٰ مقرر شو۔ په 1958 کې د ایوب خان پوځي قانون او په 1962 کې د کورني قانون څخه انکار وکړ. د 1970 په ټاکنو کې ، د ملي شورا غړي وټاکل شول.

کتابونه سمول

په اسلام کې غلامي, د اسلامي قانون جنګ, ځواب محضرنامه دا کتابونه یی لیکلی دی.

مخالفت سمول

علامہ مشرقی او ابو الاعلی مودودی سخت مخالف وو.

سیاسي دنده سمول

غلام غوث ہزاروی په هزاره کې د جمعیت علماء اسلام یو له مشهورو مشرانو څخه وو.

مرګ سمول

د خپل مرګ څخه څلور ورځې وړاندې د جنوري په 30 ، 1981 کې یوې غونډې ته خطاب کې ، هغه وویل چې دا زما د ژوند وروستۍ جمعه ده. د فبروري په کال 1981 کې مړ شو. (انا لله و انا الیه راجعون)

میراث سمول

  • د غلام غوث هزاروی د ټیکنالوژۍ کالج مانسهره ، خیبر پښتونخوا
  • غلام غوث هزاروی قربانستان