غازي سيال (۱۳۱۲ لمريز لېږدي کال د پښتونخوا بنو- د ۱۳۹۸ ل ل کال د ليندۍ ۶، د څلنۍ (چهارشنبې) ورځ) (۱۹۳۳ ز کال-۲۰۱۹ ز کال) د پښتو ژبې لیکوال او شاعر وو.

غازي سيال
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۳۳
بنو ولسوالۍ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړينې نېټه 27 نومبر 2019 (85–86 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پاکستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ


مخينه سمول

محمد غازي شاه (غازي سیال) د عبدالغفور شاه زوی دی چې پر ۱۹۳۳ ز کال د پښتونخوا د بنو سیمې د کوټکه اخوندان منډان کلي په یوه مذهبي او ادبي کورنۍ کې زېږېدلی وو. غازي سیال په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې رسمي تعلیم یې دومره نه دی کړی، خو له خپل پلاره یې، چې دیني عالم وو، دیني زده کړې کړې وې او په دې ترڅ کې یې بوستان، گلستان، سکندرنامه، صرف و نحوه او فقه لوستي دي.

ښاغلي سیال د شاوخوا ۵۰ پښتو فېلمونو لپاره سندرې هم لیکلې دي چې د گلنار بېگم په گډون گڼ شمېر فلمي سندرغاړو ویلي دي او دغه سندرې یې د «زما سندرې ستا د پاره» په نامه کتاب کې راټولې کړې او چاپ کړې دي.

غازي سیال د خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ پر سر لسگونه سرکاري او غیر سرکاري جايزې هم تر لاسه کړې او په ادبي مجلو کې یې لسگونه مقالې خپرې شوې دي.

نوموړي یو خوځند (متحرک) ادبي ژوند تېر کړی دی. د هغوی د ادبي هلو ځلو په اړه پروفېسر محب وزیر وايي: «غازي سیال د بنو په ادبي تاریخ کې تر طاهر کلاچوي صېب وروسته هغه شخصیت دی چې معیاري پښتو شعر او ادب یې د ولس ذهنونو ته رسولی دی. تر دوی وړاندې د معیاري شعر روایت د نشت برابر وو او نثر خو بېخي نه وو او غازي سیال دغه هر څه شوني کړل. دوی د پېښور، اسلام اباد، کوټې، کابل او قطر پورې کانفرنسونو کې يوازې د بنو نه، بلکې د پوره سوېلي سيمو تشه ډکوله. د غازي سیال احسانات په پښتو ژبه او ادب او په سوېلي سیمه نه هېرېدونکي دي او تل به یاد ساتل کېږي.»

۸۶ کلن غازي سیال شاوخوا پنځوس کاله د پښتو ژبې او ادب خدمت وکړ او په خپل ادبي ژوند کې یې گڼ شمېر آثار ولیکل چې له هغوی څخه يې تر اوسه تر ۱۶ پورې چاپ او نور يې ناچاپ دي. هغه په دې لړ کې درې ناولونه لیکلي چې لومړی ناول یې (بنزی) نومېږي، شپږ شعري ټولگې یې چاپ شوې، چې په هغوی کې درې نعتیه مجموعې دي.

مړينه سمول

د پښتو ژبې نوموتی لیکوال، څېړونکی او شاعر غازي سیال تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۱۹ ز کال د نوامبر پر ۲۷ (د ۱۳۹۸ لمريز کال د ليندۍ ۶، د څلنۍ پر ورځ) د خیبر پښتونخوا په منځۍ پېښور کې په یوه روغتون کې د ۸۶ کالو په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه.

چاپ شوي نښيرونه سمول

  1. ژوند او ښکلا (شعري ټولگه).
  2. بنزی (ناول).
  3. د ازادۍ سحر (شعري ټولگه).
  4. پرخه په گلونو (شعري ټولگه).
  5. د سندرې روح (پر گلنار بېگم لیکلی کتاب).
  6. زما سندرې ستا د پاره (فلمي سندرې).
  7. منگرۍ (ناول).
  8. ښکلا د کائنات (نعتونه).
  9. رنگونه بهارونه (شعري ټولگه).
  10. سيوري (لنډې کيسې).
  11. نور حرا (نعتونه).
  12. هغه سندرې چې فوک نه دي (څېړنه).
  13. مکين د عرش او فرش (نعتونه).
  14. کشماله (ناول).
  15. حرفونه خبرې کوي (شعري ټولگه).

سرچينې سمول

  1. https://www.voadeewanews.com/a/5183116.html
  2. http://www.naray.news/?p=29236[مړه لينکونه]
  3. https://www.mashaalradio.com/a/30295376.html