علتي اورگانیزم

عامل اورگانيزم (Causal organism): سمول

د Bwrn einslow په نوم دعالمانو راپور مطابق له ناروغۍ عامل يو ميله شکله بکتريم دى چې د Erwinia amlyovara په نوم ياديږي کوم چې اندازه يې 1.1Mm0.5-1.2Mm ته رسيږي دابکتريم گرام منفي متحرک دى. ((Pirtio)) پواسطه يعني ددې ساختمان په واسطه حرکت کوي چې په خپله داساختمانونه د Wild type Cell په نوم ياديږي، همدارنگه دابکترياوې د (Filamuntous cells) په نوم حجرات توليدوي يا جوړوي چې داپورتني دواړه نوعي دحجرو وژونکي يا Virulent خاصيت لري. د Good man په نوم دعالم راپور مطابق په کال ١٩٨٣م دابکترياوې په دوه برخو ويشل شوي يعني دوه ډوله دي يويي دکپسول يا polysaccharide لرونکي چې دوژونکي خاصيت نلري، دوژونکو بکترياوو نوعي او کالوني گاني دنورو سره دگرد کوچني سپين او روښانه ځليدونکى خاصيت لري چې دغيروژونکو سره يې پدې تفکيک کيږي، همدارنگه داشان بکترياوې د دوى لپاره nilotinic acid ته ضرورت لري همدارنگه دغيروژونکي بکترياوي avirulent د دوى دتوليد مثل وخت ٧٢-٧٧ دقيقو کې صورت نيسي مگر د وژونکو بکترياوو لپاره دتوليد مثل وخت ٨٠-٨٢ دقيقوپورې ټاکل شوى. د Hildebrand په نوم دعالم دراپور مطابق ١٩٥٤م همدارنگه دباکترياوې په ٢١-٢٣درجو کې ډېر ښه کلچه کيږي مگر اصغري تودوخه دودې لپاره ٣-١٢درجو سانتي گراد اټکل شويدى او اعظمي تودوخه ددوى لپاره ٣٥-٣٧درجو سانتي گراد اټکل شوي يعني داپورتنۍ درې ډوله تودوخي چې اول ډول يې مناسبه تودوخه ددوى لپاره او دوهم ډول يې په ښکته درجه کې فعاليت نشي کولاى او دريم ډول تودوخه څخه په پورته درجو کې فعاليت نه شي کولاى.

دناروغۍ دوران :(Disease cycle) سمول

دابکترياوې دژوند دوران په ژمي کې امکان لري ددې کنگرونه په زخمو او په روغو او صحتمندو لرگين انساجو کې راښکاره شي مگر دوى بکترياو خپريدونه او انتشار په پسرلي کې ترسره کيږي په روغو انساجو کې مگر په جريان دلمدو مربوط هوا اوشرايطو کې بکترياوې څڅيږي او ددوى څڅيدل د Lentilal او Track څخه صورت نيسي او ددې ساحي څخه بکترياوې (باد) باران، او حشراتو پواسطه غوټيو او ځوانو نازکو انساجو او Shoots ته خپريږي چيرته چې ناروغي يا انفکشن وي. دغه بکترياوې کيدى شي چې دپټو سوريو يعني (Nectarhtods) دلارې داخل شي له کوم ځايه چې شيره راوځي له همدغو ځايونو څخه بکتريا داخليږي، کيداى شي دانترا دستگماد لارې هم دغه بکتريا گلانو ته داخله شي تريو وخته په Stomata کې وي او خپل فعاليت ته دوام ورکوي له يو څو ورځو څخه وروسته حجري ويجاړيږي او د Plasmolysis سبب کيږي چې دحجرو څخه شيره راوځي پدغه وخت کې غوټۍ خپل رنگ دلاسه ورکوي او بې رنگه څرگنديږي.

دناکو په گلانو nectarthads دلارې دغه بکتريا ډير په تيزۍ سره ننوزي او کيداى شي په Pistil دلارې هم داخل شي همدارنگه دمڼو په گلانو کې په انتراد ستگماباندې لومړى حمله کوي، د دواړو ترمنځ يو مورفولوژيکي تفاوت موجود دى، دغه بکتريا په تعارضي دول زياتيږي دگلانو په فزيولوژي کې تغيرات منځته راوړي مختلف قسمه حشرات پدې ځاى کې راټوليږي لکه دشاتو مچى، مچان او ميږيان اغيزمن شوي گلان دشيري څخه دگلانو پاکو او صفاځايونو ته بکتريا انتقالوي په کوم ځاى کې چې دوى راټول شوي وي. دغوټۍ دوژلو څخه وروسته blight حرکت کوي دگلانو دتنو څخه Pedencle او Spurs ته ځي کوم ځاى کې چې په پاڼو او اخرپه وړو ښاخونو حمله کوي نو په گلانو او پاڼو کې مړينه ليدل کيږي.

کله چې انفکشن روغ ډډ ته ورسيږي نو ځينې وخت کيداى چې په نتيجه کې يې دونو دمړينې سبب شي دانفکشن په ننوتو سره کيداى شي چې څو يا زياتي نموني له منځه ولاړې شي په نتيجه کې کيداى شي چې دونې پاسنۍ برخې له منځه ولاړي شي. کله چې گل دانفکشن لاندې راشي پاڼي او تني څانگي يوځاى دگلانو سره ترحملي لاندې راځي کيداى شي چې حشرات، باد او باران د Fire blight دغه اورگانيزم پورته نسجونو ته انتقال کړي په کوم ځاى کې چې دوى ذخيره وي، ناولي يا چټلي مشري دغه بکتريا دلوربه حجرو ته معرفي کوي دغزا په وخت کې کيداى شي بکتريا Stoamta او Hyduthoges دلارې هم داخل شي دپاڼو څخه بکتريا Petiol او تني ته تيريږي، دنورو مړاوي کيدونکو بکترياوو سره يې فرق دادى چې ډير په تيزى سره درگونو څخه نسجونو ته تيريږي، دحجرو مړينه Kankea او Blight د دوى علايم دي بلل کيږي. په حقيقت کې دکوچنيو څانگو اولويو څانگو انفکشن په باغونو کې واقع کيږي په کوم ځاى کې چې غوټۍ نه وي ياوړوکي وي، په څانگو کې بکتريا سفرکوي او د دوه حجرو ترمنځ ننوزي او Xylem ته ځان رسوي که بکتريا Phloem ته ورسيږي نو پدې وخت کې دوى دڅانگو دڅوکو پورته خواته ځي اغيزمن شوي څانگې او ډډونه لومړى Cortex ته سخت ضرررسوي.

اداره (Management) سمول

د fire blight ناروغي ديوى طريقې په وسيله په ښه توگه تر کنترول لاندې نه راتلاى . د تجربو څخه دا په ډاگه شوى ده چې ددې ناروغۍ تر ټولو ښه مخنيونکى لاره د کيمياوي مواد د استعمال پرواگرام سره سره په علمي توگه دناورغيو مخنيوى کول ، د څانگو غوڅول ، د ريښو ايستل ، د ونو تغذيه او د حشراتو د کنترول څخه عبارت ده.

قرنطين طريقه: (Quarantine Measures) سمول

د قرنطين کولو تر ټولو بهتره طريقه داده چې دهغه هيواد څخه چې د fire blight ناروغي پکى شتون ولري د هر ډوله ميوه جاتو ، تخمونو ، غوټيو ، او دنباتاتو د نورو اعضاؤ په واردولو باندې پاپندې ولگوي .په هغه هيوادونو کې چې د fire blightناروغي تراوسه پکى منځ ته نه ده راغلى نو بايد چې د نباتاتو د حفاظت گروپونه ددى ناورغى د نښو نښانو سره اشنايې پيدا کړي او د ددى ناروغۍ په تشخيصي پروسيجر باندې ځانونه پوه کړي.

په بعضې سيمو کې د fire blight ناروغۍ د مخنيوي لپاره داسې طريقه کاريږي چې د مڼو او ناکو ونې په يو باغ کې نه لرل کيږي. په کال 1920 کې د امريکا په متحده ايالاتو کې داسې قوانين تصويب شوي وه چې د هغې په اساس د ناکو باغونه بايد د مڼو دباغونو څخه 1.5 څخه تر 2.5 کيلو مترو لري واقع وي.

د Hawthorn د ونو باغو نژديوالى د غوښينو ميوو د باغونو سره د fire blight ناورغۍ په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي. نو ځکه د باغونو څخه د hawthorn د ونو جارگيو د لرى کولو او غورځولو په اړه بايد جدي اقدام وشي. قلمې او بزغلي بايد د هغو نباتاتو څخه واخستل شي چې د ناروغۍ څخه پاک او مصؤن وي.