عشق ديو چا يا يو څيز د خوښ لرلو په معنا ده،همدارنګه ژور احساس،لطيفه علاقه او شديده جاذبه ده چي په نه تصور کېدونکي توګه ښکاره کېږي،کله عشق له اندازې زيات سخت او غيرعادي شكل اختياروي چي زيان راوړونکى او خطرناك ده،خو کله بيا د خوښۍ او خوشبختي احساس رامنځته کوي.د انسان پېژندونکو او نژاد پېژندونکو يوې امريكايي ډلي د عشق موده درۍ کاله اټكل کړي چي اوه مياشتي يې شديده مرحله وي.

تعريف سمول

عشق له عشقه نه اخستل شوى،عشقه (لبلاب) يوه بې رېښې ګياه ده دغه ګياه چي کله پر ونه تاو شي نو هغه ونه وچوي،همدارنګه عشق هم عاشق له معنوي اړخه له کاره غورځوي.عشق په مختلفو حالاتوكي مختلفي معناوي لرلاى شي،د عشق په هکله بيلابېل تعريفونه وړاندي شوي دي،عشق د نورو په هکله د ميني ژور احساس او عاطفه ده،يا د نورو لپاره بې اندازې جذابيت ده.مطالعاتو ښودلي ده چي د عشق پر مهال بدن مختلف عکس العملونه له ځانه ښيي.عشق مختلف ډولونه لري لکه:رومانتيک عشق،عرفاني عشق،افلاطوني عشق،مذهبي عشق،کورنى عشق.