عزيز الرحمن الفت

عزيز الرحمن الفت د پښتو ادب له پينځو ستوريو څخه د يوه ستوري استاز گل پاچا الفت زوئ دی. پ ۱۳۱۵ لمريز لېږدي کال يې د پروان ولايت د کوهستان په ولسوالۍ کښې دغې دنيا ته سترگې پرانيستي. د عزيز الرحمن پلرنی کور د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د کڅ په سيمه کې دی.

عزيز الرحمن الفت

زده کړې سمول

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې د ننگرهار او حبيبيې په ليسو کښې کړي دي. عزيز الرحمن په 1335 ل کال د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې شامل شو او په 1339 ل کال کې يې دغه پوهنځی په برياليتوب سر ته ورساوه. د پوهنتون په دوران کې د عزيز الرحمن الفت ليکنې د اصلاح او انيس په ورځپاڼو کې خپرېدې.

عزيز الرحمن په 1343 ل کال کښې د لوړو زده کړو لپاره امريکا ته لاړ او هلته يې په اداري چارو کې له بلومنگټن انډيانا پوهنتون څخه ماستري واخيسته.

امريکا ته د لوړو زده کړو لپاره له تللو مخکې يې يو کتاب له دري نه پښتو ته وژباړه او غوره داستانونه ېې ونوماوه او د همدغه کتاب د ژباړې له مخې يې د رحمن بابا دريمه درجه جايزه واخېسته.

دندې سمول

عزيز الرحمن الفت په دغو سيمو د کندهار شاوليکوټ، د پروان بگرام، د کاپيسا کوهستان، او د فرياب گرزيوان او اندخوی، د ارزگان د هراوود، او د هرات گلران کې د ولسوال په توگه دندې تر سره کړي. په کندز او کندهار کې يې د ښاروال په توگه هم دندې تر سره کړي دي.

خدای بخښلي سيد مسعود پوهنيار به ويل، د عزيز الرحمن الفت خوله به تل له خندا ډکه وه. خو له دې سره په چارو کې يو جدي او فعال سړې و. د نياو او عدالت په مقابل کې به يې د هيچا پروا نه کوله. ان کله چې دی د کندهار په شالگيوټ کې ولسوال و. والي ترې سر ټکاوه، يو ځل والي راته وويل چې ته ورته لږ نصيحت او خبرې وکړه. خو عزيز الرحمن دې خدای وبښي زما څه چې که خپل پلار يې هم په دې اړه څه ورته ويلي وای نه به يې وو منلي.

د عزيز ارحمن الفت وروستۍ دولتي دنده د کندهار ښاروالي وه، په 1354 ل کال کې يې تقاعد وغوښت چې و نه منل شو او وروسته يې پخپله کار پرېښود.

عزيز الرحمن الفت د ژوند لوړ و ژور ليدلي او د ژوند د رښتيني خوند څکه يې کړې، هغه مهال چې دی په کندز کې والي و، په يوه غونډه کې د بيانيې په ورکولو سره د شپږو مياشتو لپاره د زندان د تورو تمبو شاته وغورځول شو. په همدغه زماني واټن کې چې لا يې ماموريت نه رخصت نه و اخيستی په الفت د وژلو بريدونه هم شوي چې قسمت ترې ژغورلی دی.

عزيز الرحمن الفت د 1357 ل کال د ليندۍ پر 20مه پېښور ته مهاجر شو، په پېښور کې يې د کابل د لاسپوڅي دولت او د هغو نورو وگړيو اعمالو په ضد چې د اسلام تر پردې لاندې تر سره کول او د ملي او اسلامي مبارزينو د منزل پر لور يې د يون لوري ته تغير ورکاوه. په کلکه غندل او پر ضد يې په پراخ فعاليت لاس پورې کړ. عزيز الرحمن الفت په همدغه وخت کې تر 12 زيات کتابونه او رسالې وليکلې چې پخپل شخصي لگښت يې چاپ کړي دي.

عزيز الرحمن الفت په 1359 ل کال کې د اسلامي انتقام په نامه يو حزب جوړ کړ چې موخه يې په هيواد کې د روسي يرغلگرو پر ضد د مبارزې سمبالول او منظمول وو، د هغو وطن پلورونکو پر ضد يې هم په خلاص مټ فعاليت کاوه چې د هيواد ملي گټو ته يې زيان رساوه. عزيز الرحمن الفت د پاکستان او ځينو نورو هيوادونو دولتي مشرانو ته اوږده مکتوبونه لېږلي وو، چې په هېواد کې بهرنی مداخلت ته پکې څرگنده اشاره شوې وه او بهرني مداخلې يې خندلې وې.

عزيز الرحمن الفت دوه مياشتې د محاز ملي اسلامي او يو کال د مولوي خالص په حزب اسلامي کې د فرهنگي کمېټې د مشر په توگه دنده تر سره کړې ده.

د نثر بېلگه سمول

عزيز الرحمن الفت په سياسي لوبې کې کاږي: لويه خدايه!

نور ته دغه وطن دغه خلک او دغسې په زرگونو تنه مايوسه، بېکسه، دردېدلي، او نا اميده پاکې مېرمنې، او بوډاگان، يتيم ماشومان، معيوبه زخميان او د غرو او دښتو آوارگان د روسانو منگولو، د اميرانو له کنځلو، د دوۍ د دروازو له ودرېدلو، د روسي ايجنټانو له تسلط او د گاونډيانو له هر راز توهين، تمسخر، سپکاوي، او تحقيرولو نه د تل لپاره داسې آزاد او خلاص کړې چې د دوۍ دا آزادي بل قدرت ته د دوۍ د غلامي او بندگي په قميت تمام نه شي. او د شرقي استعمار ټکول د غربي استعمار د نفوز لپاره بيا سوړې پيدا نه کړې.

پاکه خدايه!

>که تا د څو خودغرضو او چپاولگرو قاتلو، جابرانو، او ظالمانو د بې موجبه قتلونو او آزارونو په گناه د افغانستان ټول مسلمانان نيولي او له دوۍ نه ناراضه يې، نو د دې تر څنگ خو د لکونو نورو مسلمانانو پاکې وينې ستا د رضا لپاره هم تويې شوې دي، دا خو به هم ستا په دربار کې يو څه اجر او پاداش لري، نو ته اې قهاره او جباره خدايه د دغو بيگنا تويو شويو وينو په خاطر خپل قهر او غضب په هغو جابرو ظالمانو، ستمگرو، سنگدلو قاتلانو او چپاولگرانو باندې نازل کړې چې د مسلمانانو په ځورولو او د مهاجرو په برړولو، د دوۍ د استحقاق په خوړلو، د جهاد په ودرولو او د کورونو په لوټ او تالاکولو ځانونو او اولادونو، وروڼو، بچيو، ورېرونو او نور خپلوانو ته په مېليونونو روپۍ زخيره کړې او د کال څو مياشتې په هغو او دغو بهانو په دغو پيسو باندې په خارج کې عياشي او فحاشي تېروي.

خدايه!

ته موږ د هغه تش په نامه اسلامي ټيکه دارانو له ظلم، توهين، تحقير، زلت، سپکاوي، او احتياج نه هم نور خلاص کړې...

مړينه سمول

شهيد عزيز الرحمن الفت په همدغه هڅه و هاند کې د خپل هيواد په خاطر شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه. ده د خپل ژوند په وروستيو کې غوښتل چې د مقاومت د ليکو تر منځ واټن ورک کړي. له همدې امله يې د افغانستان د رښتينو مجاهدينو او مهاجرينو په نامه شورا جوړه کړه او د افغانستان په سپېڅلي او ځلاند نامه يې يوه پينځلس ورځنې جريده خپره کړه چې دغه جريده د ده په ژوند تر اوومې گڼې خپره شوه.

عزيز الرحمن الفت د افغانستان د مقاوت له هغو مخکښانو او مېړنيو څخه دۍ چې د اسلامي مفکورې په لرلو يې د ملي گټو په خاطر ځان قربان کړۍ دي. عزيز الرحمن الفت په 1341 ل کال کې د سياسي لوبې په نامه يو کتاب وليکه چې ده د قلم سوز او زړه درد په کې انعکاس شوي دي، د همدغه سوز او درد په غبرگون کې الفت 1362 ل کال د وږي پر 29 ماښام شهيد کړ شو.

انا الله و انا اليه راجعون