عبدالکبیر کاکړ

عبدالکبیر کاکړ (زوکړه ۱۳۳۰ لمريز لېږدي کال، د لغمان ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبې ليکوال او شاعر دی.

مخينه سمول

ښاغلی انجنیر عبدالکبیر کاکړ د ۱۳۳۰ لمریز کال د لغمان ولایت په ډیوې کلي کې دې نړۍ ته سترگې غړولې دي. هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې پر ۱۳۴۹ لمریز کال د لغمان ولایت د پير روښان په لېسه کې پای ته رسولې دي. تر هغه وروسته د کابل په پولیتخنیک انستیتیوت کې شامل او پر ۱۳۵۵ لمریز کال یې د نوموړي انستیتیوت د تفحص او انکشاف له څانگې د مافوق لیسانس انجنیر په توگه فارغ او بیا یې له همدغه پوهنځي خپله ماستري تر لاسه کړې ده. تر هغه رووسته کاکړ د سرتیري د مکلفیت دوره سرته رسولې او تر هغې وروسته د ۱۳۵۶ لمریز کال د تلې په میاشت کې یې د عینک د مسو په کان کې د انجنیر په توگه دنده پیل کړې ده.

انجينیر عبدالکبیر کاکړ پر ۱۳۵۷ لمریز کال د کانونو د سروې د یوه ساحوي ډلې د انجنیر په توگه وټاکل شو او پر ۱۳۵۹ لمریز کال يې په کانو او صنایعو وزارت کې د انجنیر په توگه دنده درلوده. تر دې وروسته د یوه زده کړيز (تحصیلي) بورس د ترلاسه کولو په پايله کې پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ. کله چې يې زده کړې بشپړې کړې نو بیا بېرته هېواد ته راستون شو. کاکړ له ۱۳۶۱ تر ۱۳۶۹ لمريز کاله د ښوونې او روزنې وزارت کې د دغه وزارت د چاپخونې (مطبعې) د سروال (رئیس) په توگه دنده ترسره کړه. په دغه موده کې د هغه تر لارښوونې لاندې له لومړي ټولگي تر دولسم ټولگي پورې په ملیونونو ټوکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو چاپ شوي دي.

ليکوال او شاعر عبدالکبیر کاکړ پر ۱۳۵۹ لمریز کال په خپله څانگه (مسلک) کې د ډاکټرۍ د ترلاسه کولو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ، خو په هېواد کې د گډوډیو او کورنۍ جکړې له کبله له خپلې کورنۍ سره د المان هېواد ته کډوال شو. هغه د آلمان په ماربورگ ښار کې د نورو افغانانو په مرسته د افغانانو یوه کلتوري ټولنه جوړه کړه او د خپلې مورنۍ ژبې د ودې او پرمختگ لپاره هره اونۍ د وطن رادیو - تلویزیون د (ادبي مرغلرو) په نامه خپرونه لري او له دې لارې د خپلې ژبې چوپړ کوي.

د ښاغلي کاکړ مقالې د هېواد په ورځپاڼو او مجلو کې هم خپرې شوې دي. هغه دوه شعري ټولگې لري چې یوه یې (ترخه یادونه) نومېږي چې پر ۱۳۸۴ لمریز کال چاپ شوی ده. بله شعري ټولگه یې (د تاریخ سبق) نومېږي چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې چاپ شوې ده.

د شعر بېلگې يې سمول

کورنی اکر سمول

چاپ شوی نښيرونه يې سمول

۱- ترخه یادونه (شعري ټولگه)، د ۱۳۸۴ ل کال چاپ.

۲- د تاریخ سبق (شعري ټولگه)، د ۱۳۸۹ لمریز کال چاپ.

اخځليک سمول

۱- د لیکوال ډاکتر لطيف ياد فېسبوک پاڼه.