عبدالغفران بيکس

عبدالغفران بيکس په ۱۹۲۲ کال کې په ډاگۍ محله الداد خيل تحصيل و ضلع صوابۍ کې زيږيدلی ؤ. هغه خپلې زده کړې د خپل پلار نه په ډير کم عمر کې شروع کړې چې ډيره ډيره زر يي ترقي وکړه خو افسوس چې د لسم ټولگي په دوران کې پري داسي بيمارۍ حمله اوکړه چې آخر کارد دغي بيمارۍ په وجه دارالبقا ته رخصت شؤ. ولي سره د دي غټ مرضه هم دوي خپله زده کړې سلسه پري نۀ ښوده. او MAD ئي اوکړه.

دندې

د مرحوم ټول وخت د بچو په خدمت کې د استادۍ په شکل سکلونو کې تير شوي ؤ. مرحوم خپله ډيوټي ډيره په ايماندرۍ او محنت سره کړي وه. او حلق ئي اوس هم ستاينه کوي.

د مرحوم پلرنۍ دنده بزگري وه د دوئ اکثر خلک لوستي دي. هم دغه وجه ده چې په بيکس باندې د زده کړې اثر ؤ اگر چې د زميندارۍ په کاروبار د دوی ښه گوزاره کيگي او کيده، ليکن مرحوم په قوم هم مئن ؤ. او هغوي دا غوښتله چې پښتون قام دي هم د نورو ترقي يافته قامونو سره اوږه په اوږه شي پدي وجه هغوي د بچو خدمت خپل فرض گڼلو.

د مرحوم عمر تقريبا ۴۶ کاله ؤ. د قد قامت په لحاظ برابر ؤ او د ډيري بيمارۍ په وجه د بدن نه ډېر سپک ؤ. او د جوثي رنگ ئي تور والي ته مائل شوي ؤ.

د مرحوم اکثر وخت به پخپله خاموشی کې تيريدۀ. خبري به ئي ډيري کمي کولي د ضرورت خبري به ئي هم په ډير لنډ وخت کې تر سره کؤلي. د هغوي خندا په هيڅ وخت کې په بړق بړق نۀ وه کۀ ډيره د خندا خبره وه نو مسکی به شؤ. دغه شان د هغوي په لار تتل اؤ کتل هم ډېر عجيبه ؤ، داسي به روان ؤ چې زما په خيال به تري ميږي هم نۀ وي ازار شوي ......

شعر و شاعري

د ورکوټوالي نه د مرحوم د پښتو ادب سره مينه وه. اوس هم د هغوي په زوړ ليک کې د ورکوټوالي اشعار شته. د ورکوټوالي اشعار ئي هم په ډيره اعلي پيمانه صحيح دي او داسې معلوميږي لکه چې دا هم د پوخ عمر اشعار دي. د مرحوم نظم او نثر دواړه ځان له خپل اوچت مقام لري چې الله تعالي ډير کمو حلقو ته دا اعزاز ورکړي دي .

چاپ شوي آثار

د مرحوم دوه کتابونه چاپ دي چې دواړه اوس ناياب دي

  1. سندري
  2. زړۀ چاودي [۱]

سرچېنې

"زړۀ چاودي" د سريزي نه ماخوذ شويده. (مننه)