عبدالحميد محتاط

عبدالحميد محتاط (۱۳۲۳ ل. - ) (په انگرېزي: Abdul Hameed Mohtaat) د افغانستان د ډاکټر نجيب الله د کابينې يو لوړ پوړی چارواکی دی. هغه د مخابراتو پخوانی وزير، همداراز د لومړي وزير مرستيال او جاپان کې د افغانستان سفير پاتې شوی. کله چې په ۱۹۹۲ کال کې د ملگرو ملتونو او د افغانستان د حکومت تر مېنځ د يوه سياسي اېتلاف خبرې پيل شوې نو عبدالحميد محتاط خپل سياسي دريځ ۱۸۰ درجې بدل کړ او د جمعيت او شورای نظار کودتا ته يې لاره پرانيستله. هغه او د هغه گڼ شمېر ملگرو چې په ښکاره د پرچم د ډلې سره تړلي وه د صحنې تر شا د افغانستان د حکومت د مخالفينو ځواکونو سره نژدې ټينگې اړيکې درلودې او له دواړو خواوو يې خپل ځانته گټه پورته کوله. پدې وروستيو کې د آسټراليا مېشتو افغانانو لخوا د آسټراليا په حکومت نيوکه وشوه چې عبدالحميد محتاط ته يې سياسي پناه ورکړې او د هغه په بشري او اخلاقي جنايتونو يې سترگې پټې کړي چې هغه د خپلې واکمنۍ په وخت کې ترسره کړي.[۱] [۲]

عبدالحميد محتاط

مخينه

عبدالحميد محتاط په ۱۳۲۳ لمريز کال کې د پنجشېر په ولايت کې زېږېدلی. د پلار نوم يې محمد اکرم دی او هغه په خټه تاجک دی. مورنۍ ژبه يې پارسي ده او په انگرېزي، جاپاني او روسي خبرې کولی شي.

زده کړې

هغه د افغانستان په پوځ کې يو پوځي افسر و او د وخت د حکومت لخوا اوکراين ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو. هلته په اوکراين کې يې په پوځي زده کړو او په ۱۳۴۸ لمريز کال کې يې د ټيلي کميونيکېشن کې ماسټري واخيستله او بېرته افغانستان ته ور وگرځېده.

دندې

  • له ۱۳۴۸ ل - ۱۳۵۲ ل. د دفاع وزارت د هوايي ځواک افسر پاتې شوی.
  • له ۱۳۵۲ ل. - ۱۳۵۳ ل. د افغانستان د مخابراتو وزير.
  • له ۱۳۵۳ ل. - ۱۳۵۷ ل. د افغانستان د دفاع وزارت د هوايي ځواک افسر
  • له ۱۳۵۷ ل. - ۱۳۶۶ ل. په جاپان کې د افغانستان لوی سفير او جگپوړی پلاوی.
  • له ۱۳۶۶ ل. - ۱۳۶۷ ل. د افغانستان د لومړي وزير مرستيال
  • له ۱۳۶۷ ل. - ۱۳۷۰ ل. د افغانستان د ولسمشر مرستيال.

سرچينې