صیدنایا زندان
صیدنایا زندان د سوریې پلازمیني دمشق ته نږدې یو نظامي زندان دی چي په 1987 کي جوړ او پرانستل سو. دغه زندان د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د ملکي بندیانو او د حکومت مخالفو یاغیانو په ګډون د زرګونو کسانو د ساتلو لپاره کارول کیدی. د سوریې د بشري حقونو د څار اداره اټکل کوي چې د سوریې د انقلاب له پیل راهیسي په صیدنایا زندان کي شاوخوا ۳۰ زره بندیان د شکنجې، ناوړه چلند او ډله ییزې وژنې له امله وژل سوي دي، همدارنګه د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کي اټکل کړی وو چي له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پورې بندیان په صیدنایا کي د2011 او 2015 ترمنځ پرته له محکمې په یاد زندان کي دار ته پورته سوي دي.
د «صیدنایا» زندان تر ټولو پټ او ظالمانه زندان بلل کیږي، چي د سوریې د پلازمیني دمشق شمال ته په ۳۰ کیلومترۍ کي د سیدنایا ښارګوټي ته نژدې پروت دی. دغه زندان په 2024 کال کي د بشار الاسد د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته پرانیستل سو او لوی شمېر بندیان یې ازاد کړل سوه. صیدنایا په پیل کي د پوځي پرسونل د توقیف مرکز ګڼل کیدی، خو وروسته بیا د سیاسي او ملکي توقیف ځایونو لپاره استعمال سو.