صالح محمدوطندوست

شهید صالح محمد وطندوست د مرحوم احمد زوی د کندهار د بالاکرز د سېمي اوسېدونکی وو. نوموړی پۀ کال ۱۳۱۴ه ش کي ږېږېدلی دئ چي ۲ کاله وروسته يې پلار او ۴ کاله وروسته يې مور وفات کړیدی، وروسته يې روزنه بي بي صاحبو چي د هغوئ مينه ناكه عمه وه، پر ذمه اخيستي ده.

د ديني تعليم سره سره يې ابتدائي ليك لوست پۀ مختصره موده كي حاصل كړى دى.

شهید صالح محمد وطندوست ددې ځپلې سېمي یو تکړه ځوان او مشهوره فولکلور شاعر وو د چا په شعر کي چي نۀ یوازي اهنګ سُر او موسيقي ده بلکي د هغه د کلام پۀ محتوا کي تصوف, وعظ ,جدت, مینه ,محبت او د وحدت پیغام سته.

د نوموړي خوږ کلام د مشهوره رادیوګانو له لاري څخه کلونه وړاندي پۀ مسلسله توګه، تقریباً روزانه نشرته سپارل سوی دی.

کلام يې د ترنم پۀ څپو کي صالح محمد، اعظم، حبیب، نعمت الله، ګلالي، صالح پوپل او نورو مشهورو سندرغاړو زمزمه كری دئ.

د ۱۳۵۷ کال د انقلاب څخه را ورسته، شهید صالح محمد وطندوست  د یوې توطيئ پۀ ترڅ کي د استخباراتو لخوا په نښه او بیا پۀ عام محضر کي د خپل کور تر څنګ د روسانو پۀ توسط پۀ ډېره بې رحمانه توګه پۀ شهادت ورسول سو. 

روح دې يې ښاد وي.

د هغه پر مېنه یوه کونډه او واړه بچي یتیمان پاته سول.

د نوموړي پۀ چاپي اثارو کي ( سندریز تبسم ) د کتاب پۀ بڼه کي سته.

د شهیدصالح محمد وطندوست مفصل تعریف د کندهار مجلې پۀ ۱٣٨۴ د څلرم کال پۀ دوهمه ګڼه کي د شهید عبدالمجید بابي پۀ هڅه او قلم بشپړ او خپور سویدی.

د شعر نمونې يې:

(د سندریز تبسم د مجموعې څخه، صفحه نمبر ۲۴ )

....................................................

مناجات

....................................................

وئ الله تنها یم تنها یم پۀ ژړا یمه

عمل مي نسته ډېر مخ توره رو سیا یمه

وئ الله تنها یم تنها یم پۀ ژړا یمه

....................................................

رحم پر ما وکړې ودوده

چي نلرمه بل معبوده

ستا د رحمت پۀ امید زه پۀ التجا یمه

وئ الله تنها یم تنها یم پۀ ژړا یمه

....................................................

ستا پر دربار باندي قدیره

سوال کوي شاه دی که فقیره

نن دریدلئ سرتور سر زه پۀ رشتیا یمه

وئ الله تنها یم تنها یم پۀ ژړا یمه

...................................................


................

( د سندریز تبسم د مجموعې څخه، صفحه نمبر ٥٣ )

....................................................

غزل

....................................................

اې د څورلسم سپوږمۍ وینم دي راخېژې ته

سپین مخ بیا ځلیږي ته سپین مخ بیا ځلیږي ته

....................................................

اې د څورلسم سپوږمۍ تا ته خو عیانه ده

ته که پر پښېمانه سې ماته خو عیانه ده

زما د یار و خوا ته ځې زما تر کور تېرېږې ته

سپین مخ بیا ځلیږي ته سپین مخ بیا ځلیږي ته

....................................................

اې د څورلسم سپوږمۍ زه که نا قرار یمه

ټوله شپه د هجره سه ویښ ناست تر سهار یمه

ویړه خوله دې وینمه هره شپه تېرېږې ته

سپین مخ بیا ځلیږي ته سپین مخ بیا ځلیږي ته

....................................................

اې د څورلسم سپوږمۍ تا ته عاشقان ناست دي

یو و دوه و دري نه دي هرځای هزازان ناست دي

ته د دوئ پر حال باندي کله بیا رحمېږې ته

سپین مخ بیا ځلیږي ته سپین مخ بیا ځلیږي ته

....................................................

اې د څورلسم سپوږمۍ بیا و کوم جهان ته ځې

دا حال راته ووایه بیا و کوم ګریوان ته ځې

وایم وطندوست درته چیري وصل کیږې ته

سپین مخ بیا ځلیږي ته سپین مخ بیا ځلیږي ته

.........................................

( د سندریز تبسم د مجموعې څخه، صفحه نمبر ٦٨ )

....................................................

غزل

....................................................

پۀ مفته نه کیږي یاري یاري

یاري د یار د زړه یاري یاري

..................................................

د اشنای زړه ډیره ساتنه غواړي

فداکاري او سرښندنه غواړي

وکړه ګل پري یاري راسه پۀ یاري یاري

...................................................

لیلا د سپیني خولي ولور غواړي

مجنونه ورسه سیم و زر غواړي

سر باندي وشینده که سر غواړي

کچکول راواخله در پر در غواړي

...................................................

عاشقي غم لري غمخور نلري

اور یې د ځانه دی بل اور نلري

د مسافر پشان خپل کور نلري

نه لاس لیکنه سپین و تور نلري

...................................................

ګل د بلبل څخه داستان غواړي

عاشقي ټینګ عهد و پیمان غواړي

معشوقو خال پر زنخدان غواړي

پۀ تورو زلفو کي ګلان غواړي

....................................................

معشوقو خپل د ځان لایق غواړي

پۀ هر صفت سره عتیق غواړي

پۀ پاکه مینه کي صادق غواړي

وطندوست رنګه موافق غواړي

.................................................... نوټ: دغه پورته درې غزلي د راډيو تلويزون له لاري نشر سوې.

اواز:

صالح محمد

................

موسیقي:

د استاد نذرعلی

هارون شیدایی

بلال خان

محمد طارق

.................

ساونډ انجئنر:

جاوید

................

پروګرام:

(ستوري او سازونه)

................

امان الله ناصر

اې وي ټي خیبر سهیلي پښتونخوا، ۵ جولای ۲۰۱۷

تړلې لیکنې سمول

کندهار ولایت کندهار شاعران