شوروي او کمونیستي مطالعات

شوروي او کمونیستي مطالعات، یا د شوروي مطالعات د شوروي اتحاد او نورو کمونیستي دولتونو همدارنګه په شوروي اتحاد کې دننه یا بهر د موجودو یا پخوانیو موجودو کمونیستي ګوندونو لکه د متحده ایالاتو د کمونیستي ګوند اړوند تاریخي مطالعات دی. د دغو مطالعاتو د تاریخي بیوګرافي اړخونو په یو شمېر موضوعاتو باندې بحث کولو ته د تاریخ پوهانو پام اړولی چې په کې توتالیتارېزم او د سړې جګړې د جاسوسۍ موضوعات هم شاملېږي.

د شوروي او ختیځې اروپا مطالعات هم د منطقه یي مطالعاتو ډول و چې په کې د شوروي ټولنې بېلابېل اړخونه له دې ډلې کرهڼه، د وارسا په تړون کې سوداګریزې اړیکې، ملیتي پالیسي، کریملینولوژي، بشري حقونه، سترواکي او ټولیز کول شاملېږي. په پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې دغې پراخې څانګې ته ځانګړې څېړنیزې برخې لکه د پوځي او استخباراتي ملاتړ برخې هم شاملېږي. دغې موضوع ته په اړوند مهمو علمي مجلاتو کې د شوروي مطالعات (Soviet Studies؛ اوس مهال د اروپا – آسیا مطالعات)، کمونېزم (Communisme) او روسي بیاکتنه (The Russian Review) د نورو ترمنځ تر ټولو مخکښې دي. د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته دغه څانګې په تاریخي مطالعاتو تمرکز وموند چې د شوروي اتحاد له آرشیف څخه د معلوماتو په اخیستو یې له شوروي وروسته شوروي هېوادونو په پرتله کولو پیل وکړ.

پام وړ بحثونه سمول

توتالېتارېزم، رېویژنېزم او هولوډومور سمول

د لویې تصفیې د ریښې په نامه (Origins of Great Purges) د جې. ارچ ګیتي اثر چې په ۱۹۵۸ زکال کې خپور شو ښيي چې ګیتې په دې باوري و چې د شوروي اتحاد سیاسي نظام په بشپړه توګه له مرکز څخه نه اداره کېده او ستالین یوازې د هغو سیاسي پېښو اړوند غبرګون ښود چې تازه به رامنځته کېدلي؛ دغې موضوع د شوروي اتحاد د «توتالېتاري موډل» او «رېویژنېستي یا بیاکتنه کوونکي مکتب» ترمنځ په بحثونو کې د رابرت کانکوئست لیکنې و ننګولې. د دغه کتاب په ضمیمه کې ګیتي همدارنګه دغه پخوانۍ نشر شوې موندنې چې ګویا ستالین خپله د سرګئی کیروف وژنه د خپلې لویې تصفیې د عملیاتو د توجیه کولو په موخه تنظیم کړې وه؛ له پوښتنې سره مخ کړه.

د «توتالیتر موډل» مورخین د «بیاکتنه کوونکي مکتب» په مورخینو لکه په ګیتي باندې ستالین ته د چاپلوسي کولو له امله نیوکې کوي او تور پرې پورې کوي چې هغوی د دغه ترورونو په کم اهمیت ښوولو لاس پورې کوي. لنو (Lenoe) د دغه مورد اړوند په غبرګون کې څرګندوي چې «ګیتي په دغو وژنو کې د ستالین له وروستي مسئولیت څخه انکار نه کوي او همدارنګه هغه ستالین نه ستایي». شیلا فیتزپاتریک د «بیاکتنه کوونکي مکتب یا د هغو د مورخینو» د دویم نسل د مشرې په توګه د لومړي ځل لپاره هغه تاریخ پوهان چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د شوروي په تاریخ کارکوه «د مورخینو نوې ډله [بیا کتنه غوښتونکی مکتب]» وباله. د بیا کتنه غوښتونکي مکتب ډېری ځوانو مورخینو نه غوښتل چې د شوروي اتحاد ټولنیز تاریخ د سیاسي نظامونو له تحولاتو جلا کړي. فیتزپاتریک په ۱۹۸۰مه لسیزه کې دا واضحه کړه چې هغه مهال چې «توتالیتري موډل» لا هم په پراخه کچه کارول کېده، «دا ډېره ګټمنه وه چې وښیو دغه موډل یو ذاتي تعصب لري او د شوروي د ټولنې اړوند هر څه نه شي توضیح کولای. اوس مهال له دې سره چې د نوي نسل پوهان ځینې وختونه دا بدیهي بولي چې توتالیتر موډل په بشپړه توګه ناسم او مضر و، خو په دغه شوروي جوړښت کې شاید داسې مفید شیان هم شتون ولري چې هغه په سمه توګه توضېح کړي».

هانا ارنت، زبیګنیف برژینسکي، کانکوئست او کارل یواخیم فریدریش د نازیئېزم او ستالینېزم په پرتله کولو کې د توتالیتر د مفهوم له کارونې پیاوړي ملاتړي و. داسې انګېرل کېږي چې دغه اصطلاح په ۱۹۸۰مه لسیزه او د ستالینېزم له دوران وروسته منسوخه شوه او د یوې ګټورې اصطلاح په توګه ګڼل کېده، خو ۱۹۵۰مې لسیزې ته اړوند پخواني نظریات یې په بشپړ توګه د څېړونکو ترمنځ منسوخ شول. فیتزپاتریک او مایکل ګیر په دغه مفهوم نقد کوي او د نازیئېزم او ستالینېزم ترمنځ توپیرونه څرګندوي. هنري روسو د فریدریش او نور همکارانو له چارو دفاع کوي د هغوی پر باور دغه مفهوم  ته پام هم ګټمن او هم توصیفي دی نه دا چې هغه دې تحلیل کوونکی وګڼل شي؛ په دې معنا هغه رژیمونه چې توتالیتر توصیف کېږي مشترک بنسټ نه لري او په مشابه لارو چارو نه دې رامنځته شوي. فیلیپ بورین او نیکولاس ورث بیا د دغو دوه دریځونو ترمنځ منځنی دریځ نیسي چې یو یې ستالین پیاوړی واکمن بولی او بل یې هم کمزوری دیکتاتور ښيي. ایان کرشاو او موشه لېوین اوږد مهاله تاریخي لیدلوری لري دوی نازیئېزم او ستالینېزم د ټولنې نوی ډول نه بولي هغه ډول چې آرنت، بریژنسکي او فریدریش بللی؛ دوی دغه موارد د پراختیا له معمولي مسیر څخه غیرعادي انحراف یا تاریخي ګډوډي په پام کې نیسي هغه چې تمه کېده ډېری صنعتي ټولنې له هغو پیروي وکړي. د نازي جرمني او ستالیني شوروي اتحاد د یو ډول ګڼلو اړوند توتالیتر لیدلوری هېڅکله د تصور وړ نه دی او دا د دوه جلا رژیمونو څخه د اخیستونکی ناسم درک له امله و چې پر بنسټ یې دوی په خپلو کې دښمنان و. د ستالین اصلي موخه په یو هېواد کې د سوسیالېزم تر بیرغ لاندې د یو داسې سوسیالیستي دولت جوړول و چې خپل سری، صنعتي او څو قومیتي وي. د ستالین په پروګرام کې نسل وژنې شتون نه درلود بلکې موخه یې ملت پالنه او ملت جوړونه وه هغه چاره چې په یو غیر کپیټلېسټي او پراختیا نه غوښتونکي دولت کې ذاتي موضوع نه وه.

د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال په بحثونو کې له مهاجرو منابعو ګټنې او د کیروف د وژنې اړوند د ستالین طرحې د دوه غاړو د دریځ موضوع جوړوله. له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۳۳ زکال پورې د شوروي اتحاد د قحطۍ اړوند د کانکوئست په آثارو په ځانګړې توګه د غم زغملو (The Harvest of Sorrow) په نامه د هغه په اثر باندې له بیاکتنې وروسته ګیتي لیکلي چې ستالین او شوروي سیاسي دفتر مهم رول پرغاړه درلود، خو «ګڼ شمېر ملامتیاوې شتون لري چې باید پر هغې کتنه وشي. په دغو ملامتیاوو کې باید په زرګونو تنه فعالین او چارواکي چې دغه سیاستونه یې پلي کړي او همدارنګه هغه بزګران چې په خپلو اعتراضاتو کې یې حیوانات ووژل، کروندې یې وسوزولې او کرنیزې چارې یې تحریم کړې هم شامل شي». جف کاپلون په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د اوکراین د قحطۍ اړوند ویلي چې د شوروي اتحاد له خوا د نسل وژنې اړوند د «اصلي جریان د پوهانو» له دې ډلې د کانکوئست ادعاوې له تاریخي پلوه شکمنې او د اوکرایني ملت پالې ټولنې د تبلیغاتو د برخې په توګه یې سیاسي انګېزې لرلې دي. کانکوئست نورو لیکوالانو ته په دې اړوند د لیک په لېږلو سره دغه مقاله «رد او بې معنی» وګڼله. مایکل المن څرګندوي چې بالاخره ټول څه د نسل وژنې تعریف ته اړوند کېږي؛ که چېرې ستالین د هولوډومور په نسل وژنه کې پړ وي نو بیا «ټولې هغه پېښې چې د ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۵۳ زکال پورې (لکه د ټولو ملتونو تبعید او د ۱۹۳۷-۱۹۳۸ زکال پر مهال ملي عملیات یا  national operations) هم د [ډېری لویدیځو هېوادونو د چارو] په څېر د نسل وژنې په کتار کې راتلای شي» چې د نورو مواردو په خوا کې په اتلانتیک سمندر کې د غلامانو سوداګري، په هیروشیما او ناګاساکي باندې اټومي برید او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې په عراق بندیزونه یې غوره مثالونه دي. تاریخ لیکونکی هیرواکی کورومیا دغه دریځ قانع کوونکی بولی.

هماغه ډول چې ډیوېډ آر مارپلز را لنډه کړې، دا چې کانکوئست په خپل دریځ کې قحطي نسل وژنه بللې او دا چاره یې هم په عمدي بڼه کړې؛ دغه موضوع بحث پارونکې ده چې لا هم د هولوډومور د نسل وژنې د روانو بحثونو برخه جوړوي. ولادمیر ان. بروکین دغه موضوع د «بیاکتنه کوونکي مکتب» د تاریخ پوهانو پر وړاندې یوه ننګونه بولي په داسې حال کې الکساندر نوو بیا وايي: «چې ښکاري کانکوئست د اوکرایني ملت پالنې د افسانې تر اغېز لاندې دی». هیرواکی لیکي «هغه کسان چې قحطي د شوروي د ټولیز لر لید له مخې ارزوي هر اوکرایني خاص عامل کم اهمیته بولي په داسې حال کې چې اوکرایني متخصصین بیا په ټولیزه بڼه د نسل وژونکې قحطۍ له مفهوم ملاتړ کوي». په دغه برخه کې تر ټولو پام وړ آثار چې قحطي د نسل وژنې لپاره طرحه نه بولي، آر. ډبلیو. ډیوېس او سټیفن جي. ویټکروفټ ته اړوند دي چې دواړو د کانکوئست په هغه لیک باندې تمرکز لري چې څرګندوي «هغه باور نه لري چې ستالین دې په قصدي توګه د ۱۹۳۳ زکال قحطي جوړه کړې وي».

سرچينې سمول