شغناني ژبه

شغناني یا شغني ژبه یوه له ختیځو ایراني ژبو څخه ده چې نن ورځ د آمو سیند په دواړو غاړو کې عام ده، په ځانګړې توګه د افغانستان د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ او د بدخشان تاجکستان ولایت د خاروغ په خودمختاره ښار، راشت قلعه، روښان او مرغاب کې عام دی. د ژبپوهانو ګوره شغني ژبه د پامیر په ژبو کې شامله ده.شغناني ژبه په سیریلیک، فارسي + پښتو او لاتیني تورو لیکل کیړی او په سیریلیک او فارسی + پښتو رسم الخط کې د شغني لیکل ډیر عام دي.شغني ژبه چې د افغانستان په بدخشان ولایت او تاجیکستان په بدخشان ولایت کې ډېره عامه ده،له دري فارسي ژبې څخه يې ډېر اثر ترلاسه کړی دی او له دري فارسي سره ډېر نږدې دی خو د شغني ژبې ځینې کلمې د پښتو ژبې له کلمو سره ورته والی لري.د تاجکی فارسي ژبې تر اغېزې سربېره د روسي کلمو هم اغېزمن شوی دی.[۱]

شغنانی
شغنی-روشانی
xuǵnönı zıv/хуг̌ну̊н зив, pomiray/помирай зив
Native toتاجیکستان، افغانستان
Native speakers
e18
گړدودونه
عربی، سیریلیک، لاتین
د ژبې کوډونه
آيسو 639-3sgh

شغني ابېڅي سمول

شغني ابېڅې، لکه د پارسي او د اردو ژبې د ابېڅو په شان د عربي ژبې نه اشتقاق شوې ابېڅې دي چې د هغو غږونو او ځليزو ښکارندويي وکړي کوم چې يوازې په شغني ژبه کې دي او په عربي ژبه کې نه موندل کېږي. دا هغه ابېڅې دي چې د ځينو تورو، ټکو او يا نښو په ځانگړي کېدو سره د څانگړو غږونو لپاره کارېږي.

په شغني ابېڅو کې د عربي ژبې ۲۸ پور شوي توري او د پارسي ژبې ۴ پور شوي توري (چ ,پ, ژ او گ) شامل دي او د پشتو ژبې ۶ پور شوي توري (ځ، ځ، ږ، ښ، ې، ئ) پاتې ۴ توري د شغنی ابېڅو خپل ځانگړي توري دي.[۲]

شغني ابېڅي
ا ب پ ت ث ج چ ح خ څ ځ د ذ ڎ ر ز ژ ږ س ش ښ
ص ض ط ظ ع غ ف ڤ ق ک گ ل م ن و ؤ ۈ ه ی ې ئ

منابع سمول