شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس

شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس (زوکړه: د ۱۹۳۰ زکال د اګست ۲۱ مه – مړینه: د ۲۰۰۲ زکال د فبروري ۹ مه) د پاچا شپږم جورج او ملکې الیزابت کوچنۍ لور او د ملکې دویمې الیزابت یوازنۍ خور وه.

شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس
(انګلیسي: Princess Margaret د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Princess Margaret Rose of York)
(ویلش: Y Dywysoges Margaret Rose of York د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ اگسټ ۱۹۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 9 فبروري 2002 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکنیت د برتانيې شاهي کورنۍ   د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار شپږم جورج [۵][۸]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور ملکه الېزابېت، د ملکه مور [۵][۸]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارګاریت د خپل ماشومتوب ډېر مهال له خپلو والدینو او خویندې سره تېر کړ. د نوموړې ژوند له شپږ کلنۍ وروسته په ډراماتیک ډول بدلون وکړ؛ هغه مهال چې تره یې پاچا اتم اډوارډ له واکه لاس پر سر شو څو له طلاق شوې والیس سیمپسون سره واده وکړي. د مارګاریت پلار پاچا شو او خور یې د هغه احتمالي وارثه او خپله مارګاریت هم د پاچاهۍ د ځای ناستوب په کتار کې دویم ځای خپل کړ. د ځای ناستوب په کتار کې د نوموړې ځایګی په راتلونکو لسیزو کې د الیزابت د ماشومانو او لمسیانو له زېږون وروسته راکښته شو. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال دغه دواړه خویندې له دې سره چې کاناډا ته د تګ ورته ډېر وویل شول، خو په وینډوزر کلا کې پاتې شوې. د جګړې پر مهال مارګاریت د هر ډول رسمي دندې د ترسره کولو لپاره ډېره کوچنۍ بلل کېده او پر ځای یې هغې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ؛ هغه مهال چې جګړه پیل شوه ۹ کلنه وه او د جګړې له پای وروسته ۱۵ کلنۍ ته ورسېده.

له ۱۹۵۰مې لسیزې وروسته مارګاریت په ټوله نړۍ کې مخکښه ټولنیزه فعاله شوه چې د خپل مجلل ژوند او پام وړ رومانتیک اړیکو له امله یې شهرت درلود. له ټولو څخه مشهوره یې دا وه چې د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې هغه مهال چې نوې ځوانۍ ته رسېدلې وه په ډلګۍ مشر، پیټر ټاونسنډ یې زړه بایلود. په ۱۹۵۲ زکال کې د هغې پلار ومړ؛ خور یې ملکه شوه او ټاونسنډ له خپلې مېرمن روزماري څخه طلاق واخیست. نوموړي راتلونکی کال مارګاریت ته د واده وړاندیز وکړ. په دولت کې ډېری کسان په دې باوري و چې نوموړی د ملکې د ۲۲ کلنې خور لپاره مناسب مېړه نه شي کېدای او له دې سربېره د انګلستان کلیسا هم له طلاق شوي نارینه سره د هغې واده رد کړ. بالاخره مارګاریت له ټاونسنډ سره د خپل واده موضوع ته پای ټکی کېښود او په ۱۹۶۰ زکال کې یې له انځور اخیستونکي آنتوني ارمسټرانګ – جونز سره واده وکړ او ملکې هم د هغې مېړه د سنوډن ارل وټاکه. په ۱۹۷۸ زکال کې د دغې جوړې له جلا کېدو وړاندې د ډېوېډ او سارا په نومونو د دوی دوه ماشومان زېږېدلي و. مارګاریت بیا هېڅکله واده وه نه کړ. [۹]

مارګاریت د سلطنتي کورنۍ جنجالي غړې وه. د نوموړې طلاق له پراخو منفي تبلیغاتو سره مل و چې خصوصي ژوند یې د کلونو لپاره د رسنیو او سلطنتي ناظرینو د شکونو موضوع جوړوله. د ژوندانه په وروستیو دوه لسیزو کې یې روغتیايي حالت په تدریج سره مخ پر خرابېدو شو. نوموړې د خپلې ځوانۍ پر مهال پیاوړې سګرټ څکونکې وه چې په ۱۹۸۵ زکال کې یې د سږو یو عملیات، په ۱۹۹۳ زکال کې یې د سږو التهاب او له ۱۹۹۸ زکال څخه یې تر ۲۰۰۱ زکال پورې لږ تر لږه درې ځله د مغزو سکته تجربه کړې وه. نوموړې په ۲۰۰۲ زکال کې د څلورمې او وروستۍ سکتې پر مهال د ۷۱ کلونو په عمر په لندن کې مړه شوه.

عامه ژوند سمول

د مارګاریت لومړنۍ رسمي چاره د ۱۹۴۷ زکال پر مهال په بلفاسټ کې د ایډنبورک کسل (Edinburgh Castle) په نامه سمندر مزلې بېړې د کار پیلول و. له دې وروسته نوموړې ګڼ شمېر ځایونو ته په سیاحت ولاړه؛ نوموړې په ۱۹۴۷ زکال کې خپل لومړنی سیاحتي سفر له خپلو والدینو او خور سره سویلي افریقا ته وکړ. په ۱۹۵۵ زکال کې له بریتانیا څخه بهر په کارائیب کې واقعو بریتانوي مستعمرو ته د هغې سفر په ټول لویدیځ هند کې شور رامنځته کړ او کالیپس موسیقۍ ورته وړاندې شوې. هغه مهال چې د بریتانیا د ټول ګټو هېوادونو مستعمرات د ملت جوړونې په درشل کې و، شهزادګۍ مارګاریت په ۱۹۶۲ زکال د جامایکا، او په ۱۹۷۸ زکال کې د تووالو او ډومنیکا د خپلواکۍ په مراسمو کې د سلطنت د استازې په توګه ونډه لرله. تووالو ته د نوموړې سفر کېدای شي د سږو د التهاب د ویروسي ناروغۍ له امله لنډ مهاله و او د درملنې په موخه یې اسټرالیا ته سفر وکړ. د نوموړې په نور بهرنیو سفرونو کې په ۱۹۵۶ زکال کې ختیځې افریقا او موریس ته، په ۱۹۶۵ زکال کې متحده ایالاتو، په ۱۹۶۹ او ۱۹۷۹ زکال کې جاپان، په ۱۹۷۴ زکال کې متحده ایالاتو او کاناډا، په ۱۹۷۵ زکال کې اسټرالیا، په ۱۹۸۰ زکال کې فیلیپین، په ۱۹۸۱ زکال کې سوازیلنډ او په ۱۹۸۷ زکال کې چین ته سفر شاملېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۹۷۹ زکال په اګست میاشت کې د برما لومړی ارل، لوئیس مونټ باټن او د هغه د کورنۍ غړي په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول چې د ایرلنډ د لنډ مهال جمهوري غوښتونکي پوځ له خوا طرحه شوې وه. د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې چې د لندن د اوپرا تالار لپاره د مرسته راغونډونکي سفر په ترڅ کې په متحده ایالاتو کې وه د ماښامانۍ پر مهال له خبریال ابرا انډرسون او ښاروال جین برن سره یې ولیدل. مارګاریت دوی ته وویل چې سلطنتي کورنۍ د ایرلنډ له خوا د خواشینۍ د ګڼ شمېر پیغامونو تر اغېز لاندې راغلې. راتلونکې ورځ د انډرسون رقیب ایرو کوپسینت داسې یوه ادعا خپره کړه چې مارګاریت ایرلنډیان «خوګان» بللي. مارګاریت، اندرسون او برن په چټکۍ سره دغه ادعا رد کړه، خو دغې څرګندونې له وړاندې خپل کار کړی و. له دې سره د نوموړې پاتې سفر له لاریونونو سره مل شو او د فزیکي ګواښونو له امله د مارګاریت د خوندیتوب هڅې دوه چنده شوې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مرستندویه چارې سمول

د مارګاریت اصلي لیوالتیا له مرستندویه ټولنو، موسیقي او بالټ ګډا سره وه. نوموړې په ماشومانو باندې له ظلم څخه د مخنیوي د بنسټ (National Society for the Prevention of Cruelty to Children)، په ماشومانو باندې له ظلم څخه د مخنیوي د سکاټلنډي سلطنتي بنسټ (Royal Scottish Society for the Prevention of Cruelty to Children) یا (Children 1st) او همدارنګه له معیوبو ماشومانو سره د مرستې د ملي بنسټ (چې همدارنګه د «I CAN» په نوم پېژندل کېده) مشري پر غاړه لرله. سربېره پر دې نوموړې د سنټ جان امبولانس د بنسټ او د ملکې الکساندار د سلطنتي پالونکي/نرسنګ ځواک عمومي مشره وه. ورته مهال یې د ګڼ شمېر نورو بنسټونو لکه د ختیځ هند د اولمپیک ټولنې، د نجونو د لارښوونکي بنسټ (Girl Guides)، شمالي بالټ تئاتر، د برمنګهم د سلطنتي بالیټ، سکاټلنډي بالیټ، د ټینوس د سرطانو د درملنې د بنسټ، د نرسنګ د سلطنتي کالج او د لندن لایټ هاوس (د ایډز ناروغۍ په برخه کې مرستندویه بنسټ و چې هماغه مهال ترنس هېګنیز ټرسټ سره ادغام شو) مشري کوله. د سلطنتي بالټ د مشرتابه پر مهال هغې د مارګن فونټین د بند جوړولو لپاره چې له مالي ستونزو سره مخ و مرستندویه صندوق رامنځ ته کړ او همدارنګه یې د ماشومانو د نندارو د سلطنتي بنسټ پر مټ د (NSPCC) لپاره د څو کلونو بودیجه برابره کړه. له دې سره ځینې مهال هم د سلطنتي کورنۍ نورو غړو ته د ورته چارو نه ترسره کولو له امله له نیوکو سره مخ شوې. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

ناروغي او مړینه سمول

د شاهزادګۍ د ژوند وروستي کلونه له ناروغۍ او ناتوانۍ سره مل و. هغې سګرټ څکولو ته د خپلې ځوانۍ په پیل کې مخه کړې وه او له هغه مهال راهیسې یې په پریمانه کچه سګرټ وهل. په ۱۹۷۰مه لسیزه کې پر نوموړې عصبي حمله راغله چې د پریوري روغتون د ډاکټر مارک کالینز له خوا د ستړیا (افسردګۍ) تر درملنې لاندې ونیول شوه. له دې وروسته له نیم سري (مېګرن) د حنجرې له ستونزو او برونشیت ناروغۍ رنځېده. د ۱۹۸۵ زکال د جنوري په ۵ مه د هغې د چپ سږي یوه برخه ترې لرې کړای شوه، دغه عملیات دیرش کاله وړاندې د هغه د پلار له عملیاتو سره ورته والی درلود. په ۱۹۹۱ زکال کې هغې سګرټ پرېښول په داسې حال کې چې د الکولو پریمانه خوړو ته یې دوام ورکړ. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ۱۹۹۳ زکال په جنوري میاشت کې د سږو د التهاب له امله په روغتون کې بستر شوه. نوموړې په ۱۹۹۸ زکال کې د فبروري په ۲۳ مه د مغزو یوه خفیفه سکته په ماسټیکو کې په خپل تفریحي کور کې تجربه کړه. راتلونکې کال د شهزادګۍ پښې د حمام په یوه پېښه کې شدیدې وسوزېدلې چې د هغې پر تحرک یې پراخه اغېز وکړ؛ د تلو پر مهال یې مرستې ته اړتیا پیدا کړه او ځینې وختونه یې له ویلچر ګټنه کوله. د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۱۰ مه د اشتها د له لاسه ورکولو او د خوړو په تېرولو کې د ستونزو له امله د بلې مغزي سکتې له امله په روغتون کې بستر شوه. د ۲۰۰۱ زکال په مارچ میاشت کې د دریمې مغزي سکتې له امله د هغې د وجود کیڼ اړخ نسبتا فلج شو. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

شاهزادګۍ مارګاریت د ۲۰۰۲ زکال د فبروري په ۹ مه نېټه د ګرینویچ پر مهال په شپږ نیمو بجو په لندن کې د پاچا اووم اډوارډ په روغتون کې د ۷۱ کلونو په عمر د شدیدې بلې مغزي سکتې له امله چې د زړه ستونزې هم ورسره مل وې د خپل پلار د تلین له پنځوسمې کلیزې ۳ ورځې وروسته مړه شوه. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0697742/ — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6182151 — subject named as: Margaret Rose Armstrong-Jones — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Princess Margaret — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/3cb71427ecd3475487187b8235834fd3 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10070.htm#i100700 — subject named as: Margaret Rose Windsor, Princess of the United Kingdom — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ ۵٫۴ https://www.royal.uk/princess-margaret — د نشر نېټه: ۴ اپرېل ۲۰۲۰
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00000262&tree=LEO — subject named as: Princess Margaret of Great Britain and N-Ireland — دوتنه: Leo van de Pas
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002034 — subject named as: Margaret — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ https://www.royal.uk/princess-margaret — سرليک: Kindred Britain
  9. In 2002, the Church of England changed its policy on marriages of divorced persons. Under certain circumstances, it now permits a person with a former spouse still living to remarry in church.
  10. "Princess Margaret and Northern Ireland". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Payne, p. 17
  12. Heald, pp. 149–150
  13. Heald, pp. 206–207
  14. Heald, p. 207
  15. Heald, pp. 154–163, 210
  16. Heald, p. 187
  17. Heald, pp. 188–190
  18. Heald, pp. 225–226
  19. Heald, pp. 229–233
  20. Heald, pp. 245–247
  21. "1979: IRA bomb kills Lord Mountbatten", BBC On This Day, 27 August 1979
  22. Warwick, p. 267
  23. Heald, p. 217; Warwick, p. 267
  24. (په 1981 باندې). British, Uneasy Over Irish, Cancel Visit To U.S. By Princess Margaret.
  25. Warwick, pp. 267–268
  26. "The charitable princess". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Scots sorrow at death of princess". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Northern ballet theatre". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Tributes pour in from across England". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Welsh tributes flow for princess". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 9 February 2002 باندې). Margaret: Devotee of the Arts.
  32. "Princess's history of ill health". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 9 February 2002 باندې). Princess Margaret - Her failing health. CBBC.
  34. Bates, Stephen (29 March 2001). "Princess Margaret resting after stroke". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Heald, pp. 32–33
  36. (په 9 February 2002 باندې). Princess Margaret: smoking. walesonline.co.uk.
  37. Warwick, p. 276
  38. Heald, p. 256
  39. (په 9 February 2002 باندې). A lifetime dogged by ill-health.
  40. Warwick, pp. 290–291
  41. "Princess Margaret: The medical care". BBC. 11 January 2001. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Charles visits Princess Margaret". BBC. 15 January 2001. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Warwick, pp. 299–302
  44. Warwick, p. 303
  45. Warwick, p. 304
  46. "Princess's history of ill health". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Heir to the throne on death of his aunt". AP Archive. YouTube. 24 July 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  48. "Charles: My darling aunt". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Blair's condolences for Royal Family". BBC. 10 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "World tributes to Princess Margaret". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Prayers for Princess Margaret". BBC. 10 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Scots sorrow at death of princess". BBC. 9 February 2002. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)