شاهد کپور
شاهد کپور (د 1981 زېږديز کال د فبرورۍ مياشتې په 25مه زېږېدلی) د هندي فلمونو لوبغاړی دی. هغه د اداکار پنکج کپور او نیلما عظیم زوی دی. هغه خپل مسلک د سنګیت ویډیو لپاره په اعلاناتو کې کار کولو سره پیل کړ. کپور په بالیووډ کې د پلې بیک نڅاګر په توګه د سوبهاش ګهئي په تال (1999) کې په اداکارۍ پیل وکړ. له ۴ کلونو وروسته یې په عشق وشق (۲۰۰۳) کې د مرکزي لوبغاړي په توګه کار وکړ.
شاهد کپور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | 25 فبرورۍ 1981 ډېلي [۱] |
تابعیت | هند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | لوبگر [۲] ماډل فلم لوبګر [۳] |
کاروونکي ژبه(ي) | هندي |
جايزې | |
فيلمفیر جايزه |
|
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
لومړنی ژوند سمول
کپور د ۱۹۸۱ کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د اداکار پنکج کپور او اداکارې او کلاسیکې نڅاګرې نیلما عظیم په کور کې زېږېدلی و. [۴] هغه 3 کلن و، کله چې مور او پلار یې طلاق واخيست. هغه د ډیلي په پریس انکلیو کې په ساکیت کې د خپلې مور او نیکونو سره ژوند کاوه. هغه د خپل پلار او ميرې مور سوپریا پاټک سره ښې اړیکې لري. [۵]
حوالې سمول
- ↑ https://www.hindustantimes.com/entertainment/bollywood/neliima-azeem-on-her-divorce-when-son-shahid-kapoor-was-3-5-years-old-pankaj-and-i-never-had-a-home-together-101620474435861.html — د نشر نېټه: ۸ مې ۲۰۲۱ — ارزښت: Shahid was born in Delhi, while I was staying with my parents
- ↑ پیوستون : 137869312 — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 137869312
- ↑ (په 25 فروری 2013 باندې). Shahid Kapoor hooked to Oscars on birthday. Archived 2019-01-10 at the Wayback Machine.
- ↑ (په 30 نومبر 2007 باندې). Ishaan’s not a Kapur:Rajesh Khattar. Archived 2013-07-30 at the Wayback Machine.