سیکولره وګړپالنه

سیکولره وګړپالنه (په انګلیسي: secular humanism)، چې ډېري وخت په ساده توګه ورته وګړپالنه یا بشرپالنه هم ویل کېږي، یوه فلسفه یا د ژواک دی چې د انسان عقل، سیکولر اخلاق او فلسفي طبیعت‌پالنه په‌کې نغښتي دي او مذهبي ګروهې، ماورای طبیعت‌پالنه او خرافات ردوي او هغه د اخلاقو او تصمیم‌نیونو لپاره د بنسټ په څېر نه‌مني.[۱][۲][۳][۴]

د سیکولرې وګړپالنې د انګېرنې له‌مخې، وګړي پر یوه الوهیت باندې له عقیدې پرته هم د اخلاقو او فضیلتونو خاوندان کېدلای شي. سره له‌دې، وګړپالنه داسې نه‌وایي چې انسانان په فطري توګه خیر یا شر نه‌دي، همدا راز انسانان له طبیعته لوړ نه‌ګڼي؛ بلکې، د یوه وګړپال ژواک او دریځ د بشریت پر ځانتني مسوولیت او د وګړو د پرېکړو پر اخلاقي پایلو باندې ټینګار لري. د سیکولرې وګړپالنې د مفهوم بنسټ دغه لرلید دی چې [مذهبي یا سیاسي] اېډیولوجي په بشپړه توګه د هر وګړي له‌خوا وازمایل شي، نه دا چې یوازې د ایمان له‌مخې ومنل یا رد شي. د دې ترڅنګ، د سیکولرې وګړپالنې بنسټیزه برخه، د حقیقت د موندلو لپاره یوه پرله‌پسې تل تر تله لټون دی، چې په بنیادي ډول د ساینس او فلسفې له‌لارې ترسره کېږي. ګڼ‌شمېر وګړپال خپل اخلاقي کوډونه د ګټه‌پالنې، اخلاقي طبیعت‌پالنې یا بشپړتیایي اخلاقو له فلسفې څخه مومي او ځینې بیا د اخلاقو له علم څخه دفاع کوي.

د وګړپالو نړیواله ټولنه (Humanists International)، له ۴۰ زیاتو هېوادونو کې له سلو پورته وګړپال، سولپال، بې‌دین‌پال، آتیستي، روښانده، سیکولر، اخلاقي هڅوب او ازادانده سازمانونه لري. «Happy Human – نېکمرغه انسان» د وګړپالنې نړیوال نښان په توګه پېژندل کېږي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د سیکولرې وګړپالنې اړوند بنسټونو له‌خوا کارول کېږي. د اټکل له‌مخې، په ټوله نړۍ د هغو کسانو شمېر چې ځان ته «وګړپال» وایي، کابو څلور، پنځو میلیونو ته رسېږي.

نومونپوهنه سمول

د سیکولرې وګړپالنې عبارت د وخت په تېرېدو سره بشپړ شوی دی. دغه عبارت کم تر کمه له ۱۹۳۰ ز لسیزې راهیسې د انګرېز راهبانو له‌خوا کارول کېده او په ۱۹۴۳ ز کې د کانتربېري ښار لوی اسقف «ویلیام تېمپل» ته خبرداری ورکړل شو چې، «مسیحي دود… د ‹سیکولرې وګړپالنې› له‌لورې د منځه‌تللو ګواښ سره مخ دی او داسې معلومېږي چې مسیحي ارزښتونه پرته له مسیحي ایمان څخه وساتل شي». د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو په ترڅ کې، هغو وګړپالو هم ځانونه د دغې ګړنې تر سیوري لاندې ونیول چې ځانونه یې د دین مخالفان بلل، همدا راز هغو چې د دین پر وړاندې یې نیوک‌پالې مفکورې هم نه‌درلودې، خو غیردیني تګلارې یې غوره ګڼله، ځانونه یې د دغې ګړنې په کړۍ کې راوستل. «د یوه سیکولر وګړپال اعلامیه» په ۱۹۸۰ ز کال کې د سیکولرې او دېموکراتیکې وګړپالنې لپاره نوې تاسیس شوې شورا له‌خوا خپره شوه (دغه شورا چې CODESH په توګه هم پېژندل کېږي، وروسته یې نوم ‹د سیکولرې وګړپالنې شورا› ته واړول شو؛ په ۱۹۹۱ ز کې یې له CSICOP سره په ګډه ‹د څېړنې مرکز› رامنځ‌ته کړ او په ۲۰۱۵ ز کال کې دواړو خپل فعالیتونه ودرول او د CFI پروګرامونو ته بدلون وموند). خپرې شوې اعلامیې، په متحده ایالاتو کې سیکولرې وګړپالنې ته یو سازماني پېژندګلوي وبخښله؛ خو دم‌مهال هېڅ کوم بنسټ یا ټولنه له «سیکولرې وګړپالنې» نوم څخه کار نه‌اخلي.[۵][۶][۷][۸][۹]

تاریخ سمول

د «وګړپالنې» ګړنې د کارونې (چې په ځینو اوسنیو اکاډمیکو لیکنو کې ښودل شوې ده) مخینه ترسقراط دمخه فیلسوفانو لیکنو ته ورګرځي. دغه لیکنې په اروپایي ټولنو کې ورکې شوې، تر هغو چې د رنسانس پېر څېړونکو بېرته د مسلمانانو د سرچینو له‌لارې بېرته وموندلې او له عربي څخه یې اروپایي ژبو ته وژباړلې. نو په‌دې توګه، له سیکولرې وګړپالنې څخه په توپیر سره، «وګړپالنه» د «انساني علومو څېړونکي» معنی ورکولای شي، او همدا راز کېدای شي د روښانتیا/رنسانس پېر روښاندو او هغو کسانو ته اشاره وکړي چې تر سقراط دمخه فیلسوفانو سره هم‌اندي وو.[۱۰]

سیکولریزم سمول

په ۱۸۵۱ ز کال کې، جورج هولیوک د «سیکولریزم» ګړنه وپنځوله ترڅو «د اند او باور هغه بڼه، چې یوازې رامنځ‌ته شویو پوښتنو او د ژوند د تجربې له‌لارې له ازمایل کېدونکو مسایلو سره تړاو لري» بیان کړای شي.[۱۱][۱۲]

نومهال سیکولر غورځنګ د هولیوک، چارلز برادلَو او د هغوی فکري کړۍ پر چاپېره سره یوموټی شول. لومړنۍ سیکولر بنسټ – د لېسټر سیکولره ټولنه – په کال ۱۸۵۱ ز کې تاسیس شوه. هم‌جوله سیمه‌ییزې ټولنې سره یوځای شوې او په ۱۸۶۶ ز کې یې د «ملي سیکولره ټولنه» رامنځ‌ته کړه.

اثبات‌پالنه او د بشریت کلیسا سمول

د هولیوک سیکولریزم په زغرده، د اثبات‌پالنې او نومهالې ټولنپوهنې بنسټ اېښودونکي «اګوست کونت» تر اغېزې لاندې ؤ. کنت پر دې باور ؤ چې د بشریت تاریخ به «د درې پړاوییز قانون» له‌لارې، له الهیاتي پړاو څخه «مېتافزیکي» او وروسته بیا یوې بشپړې عقلاني «اثبات‌پالې» ټولنې په لور روان وي. کنت د ژوند په وروستیو کلونو کې هڅه کړې وه ترڅو په انقلابي فرانسه کې، د مخ‌په‌ودې ضدمذهبي ننګېرنو او ټولنیز ضعف ته په پاملرنې سره، «د انسانیت دین» خلکو ته وروپېژني. دغه دین به په اړینه توګه هغه کارکړنیزې او منسجمې غوښتنې پوره کړي چې یو مهال ماورای طبیعي دین پوره کولې.

که څه هم په فرانسه کې، د کونت مذهبي غورځنګ نابریالی پاتې شو، د ساینس اثبات‌پاله فلسفه په نولسمې پېړۍ کې، په انګلستان کې د سیکولرو سازمانونو په پراختیا کې ستره ونډه واخېستله. ریچارډ کنګرېف، د فرانسې د ۱۸۴۸ ز کال له اوښتون څخه لږ څه وروسته پاریس ته ولاړ، له اګوست کونت سره یې ولېدل او په کلکه د هغه د اثبات‌پالو مفکورو سیسټم تر اغېزې لاندې راغی. هغه په ۱۸۶۷ ز کې، «د لندن اثبات‌پاله ټولنه» تاسیس کړه، چې فرېدریک هریسون، ادوارد سپنسر بیزلي، وېرنون لوشینګتون او جېمز کوتر موریسون په څېر فعالانو پام یې ځان ته راواړوه.

نوموړې ټولنې په ۱۸۷۸ ز کې، د کنګرېف له لارښوونې سره سم، د بشریت کلیسا بنسټ کېښود. هغو، هلته د بشریت د دین رکنونه او مقدسات بیان کړل او د کونت د اثبات‌پال سیاست یوه ګډه ژباړه یې خپره کړه. کله چې کنګرېف په ۱۸۷۸ ز کې له خپل هم‌دینانو څخه لاس واخېست، بیزلي، هریسون، برېجز او نورو خپله اثبات‌پاله ټولنه د بیزلي په مشرۍ رامنځ‌ته کړه او «نیوټن هال» یې، د یوه سیال مرکز په توګه، د فلیت واټ په یوه انګړ کې پرانېست.

په نیویارک ښار کې د بشریت کلیسا بنسټ، د انګلیسي کډوال «هنري اېجر» له‌خوا کېښودل شو. په امریکا کې «د بشریت کلیسا» تر ډېره بریده له انګلیسي کلیسا څخه اقتباس شوې وه. کټ‌مټ د انګلیسي کلیسا په څېر، آتیستي نه‌وه او موعظې او سپېڅلي دودونه او مناسک یې درلودل. ځیني وخت به په کې دودیز مذهبي اثرونه، لکه د اشعیا کتاب، لوستل کېدل. که څه هم د انګلستان د کلیسا په څېر اغېزمنه نه‌وه، خو په څوګونو د پوهې خاوندان په‌کې وو.[۱۳][۱۴][۱۵]

اخلاقي غورځنګ سمول

یو بل مخکښ خوځښت د نولسمې پېړۍ اخلاقي غورځنګ ؤ. په ۱۷۹۳ ز کې، «د South Place اخلاقي ټولنه»، د یوه عبادتځي په توګه، د لندن ښار پر یوې څنډه، په فینسبوري میدان کې تاسیس شوه او د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د «افراطي سیاستوالو د راغونډېدلو ځای» په توګه پېژندل کېده. د ښاره په هغې څنډه کې نوموړې کلیسا یو کوچنی اتحادپاله عبادتځی ؤ او یاد غورځنګ، کواکرانو ته ورته، د ښځو برابروالي څخه یې ملاتړ کاوه. د لوی کاهن «ویلیام جانسون فاکس» تر مشرۍ لاندې، د نوموړې کلیسا منبر د انا ویلر (لومړنۍ ښځه چې په انګلستان کې یې د عمومي غونډو له‌لارې د فېمینیزم لپاره مبارزه او په ۱۸۲۹ ز کې یې د ښځو د حقوقو په اړه وینا وړاندې کړه) په څېر فعالانو په اختیار کې کېښودل شو. تر هغو وروسته لسیزو کې، دغه کوچني عبادتځي خپل نوم «د South Place اخلاقي ټولنه» ته واړوه، چې اوس‌مهال ورته «د Conway Hall اخلاقي ټولنه» ویل کېږي. د کانوې هال ننۍ ټولنه خپل ځان، په څرګند ډول، د یوه وګړپال سازمان په توګه پېژني او زیاتره پر کنسرټونو، پېښو او د خپل وګړپال کتابتون او آرشیفونو پر ساتنې تمرکز کوي. دغه ټولنه ځان «د لندن خپلواک فکري، سیاسي او هڅوبي ژوند د عطف ټکی» ګڼي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې سمول

  1. Council for Secular Humanism. "10 Myths About Secular Humanism". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Edwords, Fred (1989). "What Is Humanism?". American Humanist Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۰۹. Secular Humanism is an outgrowth of eighteenth century enlightenment rationalism and nineteenth century freethought... A decidedly anti-theistic version of secular humanism, however, is developed by Adolf Grünbaum, 'In Defense of Secular Humanism' (1995), in his Collected Works (edited by Thomas Kupka), vol. I, New York: Oxford University Press 2013, ch. 6 (pp. 115–48) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Compact Oxford English dictionary. Oxford University Press. 2007. humanism n. 1 a rationalistic system of thought attaching prime importance to human rather than divine or supernatural matters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Definitions of humanism (subsection)". Institute for Humanist Studies. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. See "Unemployed at service: church and the world", The Guardian, 25 May 1935, p. 18: citing the comments of Rev. W.G. Peck, rector of St. John the Baptist, Hulme Manchester, concerning "The modern age of secular humanism". Guardian and Observer Digital Archive
  6. "Free Church ministers in Anglican pulpits. Dr Temple's call: the South India Scheme." The Guardian, 26 May 1943, p. 6 Guardian and Observer Digital Archive
  7. See Mouat, Kit (1972) An Introduction to Secular Humanism. Haywards Heath: Charles Clarke Ltd. Also, The Freethinker began to use the phrase "secular humanist monthly" on its front page masthead.
  8. "What Is Secular Humanism?". Council for Secular Humanism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Humanism Unmodified Archived 5 May 2008 at the Wayback Machine. By Edd Doerr. Published in the Humanist (November/December 2002)
  10. "Islamic political philosophy: Al-Farabi, Avicenna, Averroes". Fordham.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Holyoake, G. J. (1896). The Origin and Nature of Secularism. London: Watts & Co., p. 50.
  12. "Secularism 101: Defining Secularism: Origins with George Jacob Holyoake". Atheism.about.com. 2 September 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Harp, Gillis J. (2010-11-01). Positivist Republic. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0271039909. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 1881-01-16 باندې). A Positivist Festival.
  15. Harp, Gillis J. (1991). ""The Church of Humanity": New York's Worshipping Positivists". Church History. 60 (4): 508–523. doi:10.2307/3169031. JSTOR 3169031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. [۱] Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine., City of London page on Finsbury Circus Conservation Area Character Summary.
  17. The Sexual Contract, by Carole Patema. p. 160
  18. ""Women's Politics in Britain 1780–1870: Claiming Citizenship" by Jane Rendall, esp. "72. The religious backgrounds of feminist activists"". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Ethical Society history page". Ethicalsoc.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۰۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Howard B. Radest. 1969. Toward Common Ground: The Story of the Ethical Societies in the United States. New York: Fredrick Unger Publishing Co.
  21. Colin Campbell. 1971. Towards a Sociology of Irreligion. London: MacMillan Press.