سيد حبيب الله بخاري


سيد حبيب الله بخاري (زوکړه د ۱۹۰۸ زېږدي کال د فبروري ۱۰، سوات - مړینه د ۱۹۸۱ ز کال د اکتوبر ۱۲) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی ولسي شاعر او ليکوال وو، چې په ميرزا زخمي ځيگر اوڅار وو او دی.

مخينه سمول

په پښتو، عربۍ، پارسۍ او اردو ژبو او علومو باندې پوه لوی پوهاند ارواښاد سيد حبيب الله بخاري (ميرزا زخمي ځيگر) د ۱۹۰۸ ز کال د فبرورۍ پر ۱۰ د سوات د شاميزۍ سیمې په مياميره نومي کلي کې د بخاري ساداتو په درنه کورنۍ کې د سيد مير اغاجان کره زيږيدلې وو. هغه پر ۱۹۱۶ ز کال د خپل کلي مياميره نه هجرت وکړ او د اشنغر د سرډيرو کلي سره خوا کې په وردگه کلي کې نېشا شو. نوموړی په يوه چاربيته کې وايي:

ميرزا زخمي مې نوم دی

هر چا ته معلوم دی

دفتر مې د شعرونو دې قايم په سرډهيرو

په عشق کې د خارو

بل ځای وايي:

پاره مې د بدن په هغه دم شي ناقراره

دشمن د غل شاعر يم که راپيښ شو په وردگو

د سيد حبيب الله بخاري شاعري سمول

د ميرزا زخمي ځيگر شاعري د پند و نصيحت، عشق و محبت، حسن و جمال نه ډکه په سپۍڅلې ساده او روانه ژبه کې خپل ولس ته وړاندې کړې ده. ميرزا زخمي ځيگر په شاعرۍ کې په مختلفو اصنافو طبع ازمايي کړې چې پکې حمدونه، نعتونه، مناجات، حکايات، قومي نظمونه، غزلې، رباعيانې، چاربيتې نيمکۍ، بگتۍ او لوبې شاملې دي. د هغه ډېر مشهور نعتونه او لوبې د ريډيو پاکستان پېښور مشهورو نعت ويونکيو او سندرغاړو ويلي دي.

د شاعر او ليکوال سيد حبيب الله بخاري لنډنوم (تخلص) زخمي ځيگر وو، خو د ميرزا لقب ورته د ښکلي ليک د ليکلو په وجه د خپلو دوستانو له لوري ورکړ شوی وو. هغه په خلکو کې د «ميرزا زخمي ځيگر» په نامه اورڅارتیا موندلې وه.

د ميرزا زخمي ځيگر په نزدې دوستانو کې نامتو شاعران عبدالواحد ټيکدار، علي حيدر جوشي، فدا مطهر، سيف الملوک صديقي، فضل رحمان فيضان، غالب گل سرحدي، عبدالله استاذ د نوښار سيد اکبر صابر، مير غلام صادق، عبدالوهاب، دستي شان گل، حسن الماب، فريخان شيدا، د نوښار نور محمد او داسې نور ډير شامل دي.

مړينه سمول

سيد حبيب الله بخاري (ميرزا زخمي ځيگر) د ۱۹۸۱ ز کال د اکتوبر پر ۱۲ نېټه له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. د هغه جنازه په چارسده کې د دارالعلوم اسلاميه لويې دروازې ته مخامخ خاورو ته وسپارل شوه. ميرزا زخمي ځيگر د خپل قبر د کتيبې لپاره دا شعرونه ليکلي وو:

زما د تن ارامه د هجران سره درځم - د ډيرې بې وسۍ نه د ارمان سره درځم

کړم دلته په دنيا کې د چا ياد زرې زرې - له دې فاني دنيا نه د خفگان سره درځم

د تش بوتل په مثل يم خالي د نيک عمل نه - په زړه کې اور د مينې د جانان سره درځم

پاره پاره په تيغ د عشق ميرزا زخمي جيگر يم - پاره پاره زړگي، پاره گريوان سره درځم

ميا وکيل شاه فقير خېل

ليکلي نښيرونه يې سمول

د ميرزا زخمي ځيگر پر ۳۵ ناچاپه کتابونو سربېره، تجليات حجاز، ديوان درعجم، رياض العاشقين، رموزالعاشقين، انجام صداقت، تازه زخمونه، نوي زخمونه، يو قام په تازه زخمونه کتاب باندې دا شعر ليکلی دی:

مرهم د تسلۍ پرې باندې ږدمه هر ساعت - رغيږي بې وصاله چرته دا زخمونه دوه

د پښتو ژبې شاعر، ليکوال او څېړونکي ميا وکيل شاه فقيرخېل پر خپله فېسبوکپاڼه د يوه پښتانه ورور ښاغلي گل محمد بيتاب د دې پوښتنې په ځواب کې، چې «دا ناچاپه کتابونه يې چرته دي، مياں صاحب، محفوظ دي او که نه؟» ليکلي چې «دا ناچاپه کتابونه يې د لور د طرفه نمسي فرمان الله جان زاهد سره شته.»

اخځليک سمول

۱- د شاعر، ليکوال او څېړونکي ميا وکيل شاه فقيرخېل فېسبوک پاڼه.