سوله ییز انقلاب

سوله ییز انقلاب (په جرمني ژبه کې: Friedliche Revolution) د ټولنیز سیاسي بدلون هغه بهیر و چې د ختیځ او لویدیځ جرمني ترمنځ د پولې د پرانیستو لامل وګرځېد، چې له امله یې د جرمني په دیموکراتیک جمهوریت (GDR یا ختیځ جرمني) کې د جرمني سوسیالیستي یووالي ډله له منځه لاړه او په ۱۹۹۰ کال کې یې د پارلماني دیموکراسي پربنسټ د جرمني د یووالي شونتیا رامنځته کړه. دغه کار د تشدد پرته هڅو پر بنسټ ترسره شو. په جرمني ژبه کې دغه بدلون ته Die Wende  یا د عطف نقطه ویل کېږي.

دغو مواردو د شوري مشر میخایل ګورباچوف له پرېکړې سره نږدې اړیکه لرله چې په ختیځه اروپا کې له برترۍ غوښتلو لاس پر سر شوی و او همدارنګه په ختیځ بلاک هېوادونو کې اصلاح غوښتونکو خوځښتونونو ته اړونده وه. له دې سربېره د شوري اتحاد په بهرنۍ پالیسي کې بدلون، د نړیوال بازار له سیالۍ د ختیځ جرمني وتل چې د ملي پور کچه یې ورځ تر بلې زیاتېده د یو ګوندي حکومت د بې ثباتۍ لامل وګرځېدل.

په ختیځ جرمني کې د اصلاحاتو هڅې د یو شمېر روڼ اندو او د کلیسا د مشرانو له خوا رهبري کېدلې، چې کلونه یې په پټه د اپوزیسیون مشري کوله. دا هغه کسان وو چې هڅه یې کوله له هېواده وتښتي او هغو چې سوله ییز لاریونونه یې کول نور یې تاوتریخوالي ته د تسلیم کېدو هوډ نه درلود.

وړاندې له دې چې د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۹ مه د برلین د دیوال د له منځه وړلو اجازه ورکړل شي په "سوسیالیستي وروڼو ځمکو" کې د اصلاحاتو پر وړاندې د دوی دښمنانه چلن د SED مشرتابه پلاوی په شرقي بلاک کې په مخ پر ودې ډول منزوي کړی و. د SED په مشرتابه کې د بدلون او خبرو کولو ته په لیوالتیا ښوولو، دوی هڅه کوله چې سیاسي ابتکار په لاس کې واخلي خو تر ډېره بریده د اوضاع کنترول د لومړي وزیر هلمت کوهل تر مشرۍ لاندې لویدیځ جرمني په لاس کې و.

د ۱۹۸۹ کال له ډسمبر میاشتې وروسته د ختیځ جرمني دولت لومړی وزیر هانس مادرو د مرکزي شورا تر اغیز لاندې و، چې د سټاسي د انحلال او ازادو ټاکنو لپاره یې ګام واخیست. په ټاکنو کې له بریا وروسته په ختیځ جرمني کې هغو ایتلافي ګوندونو ته چې د جرمني د یو ځای کېدلو ملاتړ یې کاوه، سیاسي تګلوری روښانه شو.

مهالیز نوملړ سمول

مهمې پېښې:

  • د ۱۹۸۰ مې وروستۍ لسیزه – د شوروي بلاک د ازادیدو (Glasnost) او د اصلاحاتو (Perestroika) د پیل دوران[۱]
  • د ۱۹۸۹ د جون ۲۷ مه – د هنګري او اطریش ترمنځ د پولې ترمنځ د موانعو لرې کول.[۲]
  • د ۱۹۸۹ کال د اګست ۱۹ – د هنګري او اطریش په پوله پان اروپايي مېله، کله چې د ختیځ جرمني په سلګونه اوسېدونکي کوم چې هنګري ته یې د تلو اجازه درلوده نه لویدیځ ته، د اطریش له لارې لویدیځ جرمني ته وتښتېدل.[۳]
  • د ۱۹۸۹ کال د سپتمبر له ۴ مې څخه – په ختیځ جرمني کې د بشري حقونو او له لویدیځ جرمني سره د پولې پرانیستو په موخه د دوشنبې ورځې لاریون.[۴]
  • د ۱۹۸۹ کال د اکتوبر ۱۸ مه – ایریچ هونیکر د جرمنی د سوسیالیستي یووالي د اتحادیې له مشرتابه ګوښه کړای شو.[۵]
  • د ۱۹۸۹ کال د نومبر ۹ مه – د برلین د دیوال نړېدل، د ختیځ جرمني وګړو وکولای شول په ازادانه توګه لویدیځ ته سفر وکړي.[۱]
  • د ۱۹۸۹ کال د ډسمبر ۳ مه – د سوسیالیستي یووالي اتحادیه له منځه لاړه.[۶]
  • د ۱۹۸۹ کال د ډسمبر ۴ مه – عامو وګړو له ارفورت څخه په پیل په ټول هېواد کې د ستاسي (سوسیالیستي بندخونو) بنسټونو په نیولو پیل کړ. د ستاسي عمومي مرکز په برلین کې د ۱۹۹۰ کال د جنوري په ۱۵ مه ونیول شو.[۶]
  • د ۱۹۹۰ کال د جنوري ۱۳ مه – د ستاسي بندخونو منحل کېدل[۷]
  • د ۱۹۹۰ کال د مارچ ۱۸ مه – په ختیځ جرمني کې عمومي ټاکنې وشوې، چې د جرمني د یووالي په اړه ټول پوښتنې ته ورته وې، د جرمني یووالي غوښتونکو تر ټولو ډېرې رایې په کې اخیستې وې.[۸]
  • د ۱۹۹۰ کال د جولای لومړۍ – د لویدیځ او ختیځ جرمني ترمنځ سیاسي، اقتصادي او د پیسو هوکړه وشوه. ختیځ جرمني په دې ورځ د لویدیځ جرمني پولي واحد د خپل پولي واحد په توګه وټاکه.[۹]
  • د ۱۹۹۰ کال د اګست ۳۱ مه – د ختیځ او لویدیځ جرمني د یوځاې کېدو هوکړه د دیموکراتیک جرمني او فدرال جرمني ترمنځ لاسلیک شوه، وروستۍ هوکړه جرمني ته په درناوي د ۱۹۹۰ کال د سپټمبر په ۱۲ مه لاسلیک شوه.[۹]
  • د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر ۳ مه – د جرمني له فدرال جمهوریت سره د ختیځ جرمني ۵ ایالاتونه چې بېرته رغېدلي وو یوځای شول.[۱]

د برلېن دیوال ړنګېدل او د پولې پرانستل سمول

وروسته له هغه چې هنګري او چکسلواکیا ختیځ جرمنانو ته اجازه ورکړه څو لویدیځ ته د دوی د پولو له لارې واوړي، ختیځ جرمني د دوی د نه وتلو پر وړاندې هېڅ هم نشو کولای. د نومبر د ۴-۵ پورې، د اونۍ په پای کې وړاندې له هغې چې د برلېن دیوال پرانیستل شي، له ۵۰ زره کسانو زیات وتلي وو. د ګوند مشر ګونتر شبوسکي د ۱۹۸۹ کال د نومبر د ۹ مې پر ماښام د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې اعلان وکړ چې د برلین دیوال د تلاشۍ پوستونه د ختیځ جرمنانو پر مخ د تګ راتګ په موخه په ازادانه توګه خلاص دي. [۱۰][۱۱]

له لومړنیو ګډوډیو وروسته، نږدې ۲۰ زره کسان د Bornholmer Straße پولې ته د شپې تر ۱۱:۳۰ دقیقو رسېدلي وو، دوی شعار ورکاوه چې "دروازه خلاصه کړئ"، د پولې یو مسئول هارلډ جاګر اجازه ورکړه څو لویدیځ برلین ته خلک ننوزي. په راتلونکو څو ورځو کې د برلین دیوال ته څېرمه د موټرو کاروان راغونډ شو څو له پولې په اوښتو لویدیځ جرمني ته ننوزي.[۱۲]

د نومبر له ۱۰ مې وروسته، د ختیځ جرمني ګڼ شمېر وګړي د لویدیځ جرمني د بانکونو مخې ته په لیکه ولاړ وو څو د ("ښه راغلاست پیسې") ترلاسه کړي. دا هغه پیسې وې کوم چې د لویدیځ جرمني دولت د ختیځ جرمني وګړو ته په ۱۹۷۰ کال کې د ورتګ په موخه ورکولې. په ۱۹۸۹ کال کې ددغو پیسو کچه په کال کې ۱۰۰ جرمني مارکه وه. له دې امله چې د ختیځ جرمني وګړي لویدیځ ته له تلو په کلکه منع وو، د ۱۹۸۰ مې لسیزې تر نیمایي پورې ۶۰ زره کسانو د ښه راغلاست پیسې ترلاسه کړې وې. پداسې حال چې یوازې د نومبر له ۹ مې څخه ۲۲ مې پورې د ختیځ جرمني له ۱۱ میلیونه څخه زیات کسان لویدیځ جرمني ته اوښتي وو. په نومبر او ډسمبر میاشتو کې له څلور میلیارده جرمني مارکو زیات وېشل شوي وو، چې دغه چاره د ۱۹۸۹ کال د ډسمبر په ۲۹ مه ودرېده.[۱۳]

د لېږد پر مهال سیاسي وضعیت سمول

د برلېن دیوال نړېدو او د جرمني ترمنځ د پولې له منځه تلو په ختیځ جرمني کې دولت او اپوزیسیون او همدارنګه د فدرال جرمني جمهوریت مخ ته ستونزې رامنځته کړې. عمومي باور پر دې وو چې د دیموکراتیک جرمني یا ختیځ جرمني برخلیک د شوروي اتحاد له لید سره تړاو لري. د لویدیځ جرمني لومړي وزیر هلمت کوهل په خپلو خاطراتو کې لیکلي چې، هغه د ۱۹۸۹ کال په جون میاشت کې له ګورباچوف سره ددغه نظر په لرلو مخ شو چې د جرمني یووالی له بحر سره د راین د یوځای کېدو په څېر دی، چې ګورباچوف هم ورسره مخالفت و نه ښود.

د نومبر له ۹ مې وروسته نه یوازې په دیموکراتیک جرمني کې لاریونونه پیل شول، بلکې د حل لار موندلو په موخه په پراخه کچه نظریات هم رامنځته شول. ددې شعار پر ځای چې "موږ خلک یو"، دا شعار رامنځته شو"موږ یو خلک یو! " ستونزه هم ختیځ او هم لویدیځ ته دا پاتې شوه چې په زیاته کچه د ختیځ جرمني وګړي په لویدیځ کې میشت شول، کوم چې ډېر زیات بې ثباته کوونکی اغیز یې درلود ورته مهال ددغه ډول لویې کچې وګړو بیا ځای پرځای کولو د فدرال جرمني پر اوږو لوی بار کېښود.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Childs, David (2014) The Fall of the GDR. Abingdon: Routledge.
  2. On this day: 27 June – the Iron Curtain was breached. European Parliament, 26 June 2009. Retrieved 8 August 2019
  3. Walker, Shaun (18 August 2019) How a pan-European picnic brought down the iron curtain on Guardian Online. Retrieved 20 August 2019
  4. "Geschichte der Bundesrepublik". www.hdg.de (په الماني ژبه کي). Stiftung Deutsches Historisches Museum. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tomforde, Anna (19 Oct 1989) East Germans oust Honecker in The Guardian. Retrieved 4 August 2019
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ How ordinary people smashed the Stasi in The Local.de, 4 December 2014. Retrieved 25 July 2019
  7. Vilasi, Antonella Colonna (2015). The History of the Stasi. Bloomington, Indiana: AuthorHouse. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781504937054. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Illmer, Andreas (18 March 2010) [۱] on DW.com. Retrieved 8 August 1990
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Bromley, Joyce E. (2017) German Reunification: Unfinished Business. Abingdon-on-Thames:Routledge on Google Books. Retrieved 8 August 2019.
  10. Schmemann. Serge (10 November 1989) Clamor in the East; East Germany opens Frontier to the West for Migration or Travel; Thousands Cross in New York Times. Retrieved 31 August 2019
  11. Berlin Wall blunderer Guenter Schabowski dies at 86 on BBC News, 1 November 2015. Retrieved 30 August 2019
  12. Paterson, Tony (7 November 2014) Fall of the Berlin Wall: The guard who opened the gate – and made history in The Independent. Retrieved 31 August 2019
  13. East-West relationships between minimum exchange and welcome money on DDR Museum website. Retrieved 31 August 2019.