سعد الله جان برق

سعدالله جان برق (زوکړه د ۱۹۴۰ زېږدي کال د مې ۱۱، خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار ولسوالۍ ) (په انگرېزي: Saadullah Jan Barq) د خيبر پښتونخوا يو طنزيه شاعر، ډرامه ليکونکی، ليکوال، کره کتونکی او کالم ليکونکی دی.

سعد الله جان برق
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ مې ۱۹۴۰
نوښار   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پاکستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مخينه

سعد الله جان برق د خېبر پښتونخوا د ولايت د نوښار ولسوالۍ د ډاگ بېسود په کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې عجب خان او د نيکه نوم يې محمود خان وو. هغه تر لسم ټولگي زده کړې کړې او وروسته بيا د اقتصادي ستونزو له امله يې نورې زده کړې نه دي کړي او په غټو وړو کارونو پسې شوی.

د برق نيکه محمود خان د باچا خان خان عبدالغفار خان د خدايي خدمت گار غورځنگ يو پرجوشه او څرگند غړی وو. انگرېزانو د خدايي خدمتگارو له تحريک سره د اړوندۍ په سزا کې پر هغه په هغه زمانه کې زر روپۍ جرمانه لگولې وه، چې ډېړ لوی رقم وو. محمود خان د دغې جرمانې د اداينې لپاره خپله پینځه ويشت جريبه زمکه جريب په ۴۰ څلوېښت روپۍ وپلورله. اوسمهال د دغې زمکې قېمت په کروړونو روپيو دی.

د برق پلار عجب خان هم د خپل پلار محمود خان غوندې باچا خان او د هغه له خدايي خدمت گار تحريک سره ډېر نزدې تړون او عقيدت لرلو. هغه يو ځل د حکومت خلاف د خدايي خدمت گارو يو احتجاج کې موجود وو، چې له همدې لامله ونيول شو او بندي کړای شو. په ژمي کې به د جېل په دننه کې د واورو په سانچو څملول کېده او سزاگانې به ورکول کېدې. د دغه تشدد او سزا په پايله کې هغه د ساه لنډي په ناروغۍ اخته شو او پر ۱۹۶۸ ز کال د ۵۸ کلونو په عمر له نمونيا څخه په حق ورسېد.

سعدالله جان برق چې دومره تعليم يې نه وو، نو هغه څنگه دومره ستر ليکوال شو؟ د شعر و شاعرۍ او ليکلو دا جراثيم هغه ته څنگه او د کوم ځای نه لگيدلي وو؟ دې باره کې برق خپله وايي:

«زما مور د کاکاخېلو د کورنۍ وه. هغې به کور کې د پښتو منظومو قيصو کتابونو وېنا کوله. بله دا چې د ماماخېلو په حجره کې به مې په ژمي کې د شپې د قيصو کتاب لوسته. په حجره کې ماشومانو ته د ناستې اجازت نه وو، خو د ماماگانو مجبوري مې دا وه چې کور ته د تلو راتلو د پاره د يو ماشوم ضرورت وو، نو ځکه ماته په دغه محفل کې د ناستې اجازت وو. د مور او ماماگانو دغه د منظومو قيصو وېناگانو زه په لاشعوري طور سره کتاب سره ډېر نزدې کړم او بيا په پبو کې به يو کس په کټ باندې څادر غوړلی وو او په هغې به يې کتابونه ايښي ول. ما به بيا د هغه نه کتابونه راوړل او هغه به مې لوستل.»

دندې

له ١٩٦٤ ز. تر ١٩٦٥ ز. پورې د کهسار په اوونيزې مجلې کې مدير پاتې شوی او د خپلو دندو تر څنگ په بېلابېلو ادبي او کلتوري غونډو او مشاعرو کې گډون کړی. بيا پېښور ته کډه شوی او هلته يې په بېلابېلو چاپي خپرونو کې د کالم ليکونکي په توگه کار کړی.

پښتو ژبې او ادب کې د نوموړي ونډه د يادولو وړ ده. دی يو وخت سنجيده ليکنو سره سره لغازونه او ټوکې هم ليکلې او په همدې هنري سبک کې د نوم خاوند هم دی چې اکثره خلک يې د طنز او مزاح د ليکوال په توگه پېژني.

د شعر بېلگې يې

هر يو گل دی پاڼې پاڼې - نشته سا يوه غوټۍ کې

په سپرلي کې هم خزان دی - وير ژړا ده په ښادۍ کې

دا زما خاورې ايرې ژوند - پکې ستا نيازبينه مينه

لکه گل وي چا ټومبلی - په ريښې ريښې پگړۍ کې

چې دې خپل زړگي ته گورم - د يارانو په محفل کې

لکه کور د چا کنډر وي - په اباده ابادۍ کې

تږى تږى يم چي نه یې - جل مې اخلي چې دې وينم

اخر سا به رانه وځي - په دې تنده لېونۍ کې

برقه ته چي شاعري کړې - په دې بې شعوره وخت کې

لکه دښته کې څوک واوري - خپل اواز په واپسۍ کې

      * * *

د برق د مزاحيه شاعرۍ شوخي:

ملگرو! مبارک مو شه! سېلاب راغلی دی - بيا وخت مو د گټلو د حساب راغلی دی

جالونه مو راواخلئ هم رسۍ لومې دامونه - بهر نه د امداد نومې سرخاب راغلی دی

           * * *

حافظ دې پس د دې نه شي الله زمونږ د کلي - د غل سره چې مل شولو ملا زمونږ د کلي

چې پل مې ووهو په رو رو پسې تلمه - د کلي څوکيدار کړې وه غلا زمونږ د کلي

          * * * 

نه چا په کوتک نه په چاړه چاقو خنجر وهلی يم - دا ځل بازاريانو دښمنانو په اختر وهلی يم

روژې ورته نيولی ومه کلک سرِ بازار - ملا ورته تړلے وم وهلم دوکاندار - د ټولو سوداگرو سره لاس وو د سرکار

د دې نه پس يې بيا زه د نرنو په خنجر وهلی يم - دا ځل بازاريانو دښمنانو په اختر وهلی يم

څوک پښتو خوړلي دي او چا پښتو خوړلې ده - دا د ړانده ښځه ده په خدای باندې سپارلې ده

څوک ترې لوپټه راکاږي څوک ترې نه برقعه گوره - څوک يې لاس نه نيسي څوک يې لاس ږدي په اوږه گوره

څوک ورله خپل کور ته ورکوي ټېله ديکه گوره - نوې نوې ناوې يې زامنو کور ته راوستې ده - مور يې د څاروو په کوټنۍ کې غورځولې ده

چاپ شوي نښيرونه يې

سعدالله جان برق يو منظم کالم ليکونکی دی چې په زرگونو ليکنې يې په بېلابېلو چاپي خپرونو کې خپرې شوې، خو د هغه يو شمېر چاپ شوي کتابونه په لاندې توگه دي:

۱- برېښنا (شعري ټولگه).

۲- اناردانه (شعري ټولگه).

۳- د کشمير غازي (د کيسو ټولگه).

۴- د پښتنو اصل نسل (څېړنيز اثر).


سرچينې

۱- https://kokchapress.com/756427/[مړه لينکونه]

۲- http://pakhtoonmagazine.com/other-writers/1212/