سجاوند ( انګليسي Sajawand) د افغانستان د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند له څو کلیو جوړه یوه سيمه ده. په تقریبي ډول شاوخوا لس زره نفوس لري. يو منځنۍ ښوونځۍ او یو د لومړنیو روغتیايي خدماتو کلنیک لري. [۱][۱]

سجاوند
سجاوند
سجاوند
Map
کورډېناټونه: ۳۳°۵۴′۱۲″شمال ۶۸°۴۸′۱۲″ختیځ / 33.90333333°شمال 68.80333333°ختيځ / 33.90333333; 68.80333333   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ
اداري وېش
هېواد  افغانستان
ولايت لوګر ولایت
ولسوالۍ برکي برک ولسوالي
پراخوالی
 • ټولټال ۳۰ کلوميټر٢ (۱۰ میله  مربع)
وروستي مالومات
وخت زون IRST (ه.ن.و+4:30)
 • د اوړي وخت IRDT (ت.ع.م +4:30)

سجاوند په سيمه ایزه لهجه کې شجاوڼ له اسلامي دورې وړاندې د ساکاوند یا ساګوند ( په پارسي : سکاوند\سگاوند) په نوم هم یاد شوی، د البیروني په لیکنو کې شکاوند (شکاوند) هم راغلی دی، د لسمې پیړۍ څخه وروسته دا نوم سجاوند ته چې په عربي اسانه لوستل کېږي اړول شوی. دا نوم ممکن د پالي ژبې ساکا څخه اخيستل شوی وي چې د ويدي مذهب د خدایانو پاچا اېندرا لپاره کارېده او وند د ملکیت ضمیمه ده. دا تعریف د چینایي ګرځندوی راهب ژوانزانګ له یادښتونو سره ښه سمون لري، چا چې په اوومه پیړۍ کې دا ځای د سوناسیرا غره په نوم تشریح کړی، [۲] سناسیرا یا سوناسیرا د اېندرا لپاره یو بل نوم دی. د منځنیو پیړیو په سرچینو کې دا ښار د بهاوند ( فارسي : بهاوند) [۳] (ارزښتمندځای) په نوم هم یاد شوی چې بها د قيمتي یا ارزښتمند او وند د ځای په مانا ورکوي.

تاریخ

سمول

د اسلام نه مخکې دوره

سمول

په تاریخي نخسو کې سجاوند د چینایي ګرځندوی راهب ژوانزانګ په یادښتونو کې چې په 644 زږديز کال کې یې د زابلستان له هېواد څخه ليدنه کړې. ددې سيمې د ديني عباداتو په اړه ليکي چې دا خلک د مهایانه بودايي مذهب پیروان دي او د ږون/وږ یا Śunā) خدای عبادت کوي.

دی وايي چې پاچاهان، وزیران، چارواکي او عام خلک له لېرې او نژدې، لوړو او ژورو د سوناسیرا غره عبادت ځای ته په بېلابېلو جامو کې درناوي او صدقو ورکولو لپاره راتلل. [۲]

"هغوی یا سره زر، سپین زر او کمیابه غمي خیراتوي، یا هم پسونه، آسونه او نور کورني څاروي خدای ته نذرانه کوي. دوی په دې کار کې یو له بل سره سیالي کوي څو خپله تقوا او اخلاص وښيي. له همدې امله سره او سپین زر په ټوله ځمکه خپاره دي، پسوو او آسونو ټوله دره ډکه کړې. څوک د شتمنیو د ساتلو طمع نه کوي، ځکه هر څوک هڅه کوي چې خدای ته نذرانې وړاندې کړي. هغه له زړه څخه زاهدو او پاکو خلکو ته جادويي دعاګانې ورزده کوي، چې دوی یې په ډېرو مواردو کې په اغېزناکه توګه کاروي. د ناروغیو د درملنې لپاره، دا دعاګانې ډېرې ګټورې دي." [۲]

- شوانزانګ ، 644 زږديز کال

د صفاریانو دوره

سمول

په نهمه پیړۍ کې کله چې صفاري وروڼو یعقوب او عمرو بن لیث د زرنج ښار  ونيو  له هغې وروسته یې د نیمروز په ختیځ کې ډیری محلي شاهي کورنۍ نسکورې کړې او واړه عبادت ځایونه یې له منځه یوړل. په 870 زږديز کال کې صفاریانو د قومندان فردغان په مشری د زابلستان حکومت ړنګ کړ او دی د زابلستان د والي په توګه وټاکل شو. د سجاوند د معبد د شتمنیو په اړه چې فردغان واورېدل خپل پوځ یې د سجاوند په لور را وغوښت. د معبد له نيولو وروسته بتان مات او ټوله شتمني یې لوټ او ماڼۍ یې ویجاړه کړه. د سجاوند له معبد څخه ترلاسه شوې شتمنۍ یوه برخه فردغان خپل ځان او د خپل لښکر تر منځ وویشله او بله برخه یې عمرو بن لیث ته واستوه چې زابلستان ختيځې پولې د كابل له هندو شاهي خوندي کړي. د سجاوند د سقوط خبر په اورېدو سره د كابل هندو شاهي كلار د معبد د بېرته نيولو لپاره يو لښكر راوغوښت خو د صفاري لښکرو په مقابل کې مات شو. . [۳]

په ۹۰۱ زږدیز کال کې چې کله عمرو بن لیث د بلخ په جګړه کې له سامانیانو ماتې وخوړه، زابلستان هم د صفاري حکومت له ولکې ووت او سجاوند یو ځل بیا د ځايي هندو بودايي واکمنو لکه د بامیان شېر او د زابلستان په لوئاک، د کابل هندو شاهي او د پروان د پاچاهانو تر واک لاندې راغئ خو معبد لوټ او وران شوی و. [۳]

د غزنویانو دوره

سمول

د بامیانو د شیر له ماتې وروسته په ۹۶۲ زږدیز کال کې د ساماني غلام قومندان الپ تیګین له خوا له غزني څخه د ابوبکر لویک په شړلو سره سجاوند د الپ تیګین تر ولکې لاندې راغی. [۴] د محمود غزنوي او د هغه د زامنو په واکمنۍ کې غزني ته ډېره پاملرنه شوه او تر څنګ یې سجاوند د مذهبي مشرانو د هستوګنې ښار په بدل شو چې د دولسمې پیړۍ یو شمیر لوی اسلامي پوهان دلته اوسېدل، چې په ځانګړي ډول د محمد بن طیفور سجاوندي، سراج الدین محمد ابن محمد ابن عبدالرشید سجاوندی یادولای شو.

د مغلو دوره

سمول

د مغلو د ګورګاني امپراتور ظهيرالدين محمد (بابر پاچا) په 1504 کې د کابل له فتحې وروسته، هغه په خپل یادښتونو کې د لوګر له لارې د سجاوند په اړه په لنډ یادونه کړې. په دې وخت کې سجاوند یو ښار و چې د خپلو زیارتونو او سپېڅلو خلکو لپاره پیژندل شوی و، د نقشبندي فرقې یو شمیر استادان او پیران دلته اوسېدل، چې تر ټولو مشهور یې د خواجه احمد سجاوندي او خواجه یونس سجاوندي دوه وروڼه وو، چې بابر یې په بابرنامه کې یادونه کوي. [۵] د جلال الدين محمد اکبر په واکمنۍ کې سجاوند بیا هم د تصوف نقشبندي ډلې [۶] په مهم مرکز بدل شو. د سجاوندیانو له ډلې څخه په مولانا بیکسي سجاوندي مشهور میرزا محمد حکیم [۷] د کابل د والي له ملاتړ څخه برخمن و، ځکه چې د کابل والي دده او د دې فرقې کلک پیروان و. [۶]

مهم سایټونه

سمول

ژون ته ځانګړی شوی معبد

سمول

د ژون د معبد پاتې شوني نن د سجاوند په لوديځه څنډه کې د پسکلات په نوم د یوې غونډۍ په سر موندل کیدی شي. په 1970 لسیزه کې د وارویک بال یوه استرالیايي لرغون پېژندونکي لخوا ترسره شويو کندنو کې څرګنده شوې چې د ژون په نوم دا معبد د هندو شاهي لخوا وروسته له هغې چې معبد په 870زږديز کال کې د فردغان لخوا له مینځه وړلو وروسته بیا رغول شوی دی، د معمارۍ، سیرامیک او مستندو شواهدو سره چې د 10مې پیړۍ د هندو شاهي کلتور نښې په کې څرګندېږي ښکاري. خو له دوباره رغونې وروسته معبد بیا په اسلامي دوره کې ویجاړ شوی دی. دا معبد د خلکو په منځ کې د تخت جمشید په نوم پیژندل کېږي. جمشید چې په اوستايي ژبه کې د یما پاچا په نوم یاد شوی. په افغانستان کې د شوري د یرغل او د مجاهدينو د کورنیو جګړو په بهير کې دلته خپل سرې کيندنې ترسره شوي او ګڼ شمېر لوښي او مجسمې ترې پاکستان ته قاچاق شوي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ۹۰مه لسیزه کې د سرو زرو دوه مجسمې له دې ځایه ترلاسه شوې وې چې په تور بازار کې پلورل شوې وې، چې لا تر اوسه نه دي ترلاسه شوې.

بېلابېلو پوهانو د سجاوند اهمیت د هندوانو د زیارتونو د لوی مرکز په توګه ثبت کړی، چیرې چې د سوریا دیوتا درناوی شوی و له همدې امله د ټول هندوستان څخه زیارت کوونکي د هغه عبادت ته په دې ځای کې راټولېدل. [۸] [۹]

د حضرت عاشقان و عارفان زیارت

سمول

په سجاوند کې د نقشبندي طريقې د مشهورو استادانو خواجه احمد سجاوندي او خواجه یونس سجاوندي مزار هم شته. ويل کېږي چې د دولسمې پېړۍ د حنفي فقهې مشهور عالم او د کتاب الفرائض السراجیه ليکوال محمد ابن محمد ابن عبدالرشید سجاوندی یا ابی طاهر محمد السجاوندي الحنفي هم دلته خارو ته سپارل شوی خو مقره یې دده په نوم نه ده څرګنده. دا ځای د دم او دعا په خاطر د زیارتونو یو مشهور ځای دی چې له شاوخوا ولایتونو څخه ورته ډېر خلک راځي.

د پام وړ خلک

سمول
  • محمد بن طيفور سجاوندي ، د دولسمې پېړۍ يو قاری او اسلامي عالم.
  • احمد بن محمد سجاوندي ، د دولسمې پېړۍ یو اسلامي عالم.
  • سراج الدین محمد بن عبدالرشید سجاوندي ، د دولسمې پیړۍ یو فقیه، ریاضي پوه او د اسلامي میراث قانون پوه.
  • شيخ عبدالهنان سجاوندي، د څوارلسمې پیړۍ یو اسلامي عالم
  • خواجه احمد سجاوندي ، د پنځلسمې پیړۍ یو صوفي شیخ او د نقشبندي خواجه ګانو غورځنګ غړی.
  • خواجه یونس سجاوندي ، د پنځلسمې پیړۍ یو صوفي شیخ او د نقشبندي خواجه ګانو غورځنګ غړی.
  • مولانا بیکسي سجاوندي ، د شپاړسمې پیړۍ نقشبندي مولانا ، شاعر او په کابل کې د میرزا محمد حکیم د مجلس غړی.
  • عبدالمالک سجاوندي ، د مهدوي غورځنګ د شپاړسمې پیړۍ مشر او د سراج الابصار لیکوال.

هم وګورئ

سمول

حوالې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Sajawand د جغرافيايي نومونو شبکې سرور د دې نښې؛ د «Advanced Search» په انتخابولو او شمېرې ليکلو«-3391067» سره په «Unique Feature Id» کې د «Search Database» په کلېک کولو سره موندل کيږي.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Li, Rongxi (1995). The Great Tang Dynasty Record of the Western Regions. Berkeley, California: Numata Center for Buddhist Translation and Research. ISBN 1-886439-02-8. Invalid <ref> tag; name ":0" defined multiple times with different content
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Elliot, H. M. (Henry Miers); Dowson, John (1867). The history of India : as told by its own historians. The Muhammadan period. Cornell University Library. London : Trübner & Co. Invalid <ref> tag; name ":1" defined multiple times with different content
  4. Bosworth, C. E. (1975). "The early Ghaznavids". In Frye, R. N. The Cambridge History of Iran, Volume 4: From the Arab Invasion to the Saljuqs. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 162–198. ISBN 0-521-20093-8.
  5. Babur, Emperor of Hindustan; Beveridge, Annette Susannah (1922). The Babur-nama in English (Memoirs of Babur). Robarts - University of Toronto. London, Luzac. pp. 217.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ C. E. Bosworth; E. Van Donzel; Bernard Lewis; Charles Pellat (eds.). The Encyclopaedia of Islam, Volume IV. Brill. p. 409.
  7. Keene, H.G. (1894). An Oriental Biographical Dictionary. London: W. H. Allen & Co.
  8. Mishra, Yogendra (1972). The Hindu Sahis of Afghanistan and the Punjab, A.D. 865-1026: a phase of Islamic advance into India. Vaishali Bhavan. pp. 42–43. When Fardaghan arrived in Zabulistan, he led his army against Sakawand, a large Hindu place of worship in that country with a temple and many idols. He took the temple, broke the idols into pieces, and overthrew the idolaters. He informed Amr ibn Lais of the conquest and asked for reinforcements. When the news of the fall of Sakawand reached Kamalu, who was Rai of Hindustan, he collected an innumerable army and marched towards Zabulistan to- take revenge.
  9. Elliot, Sir Henry Miers (1953). The History of India. Trübner and Co. p. 20. There was a large Hindu place of worship in that country, which was called Sakawand, and people used to come on pilgrimage from the most remote parts of Hindustan to the idols of that place. When Fardaghan arrived in Zabulistan he led bis army against it, took the temple, broke the idols in pieces, and overthrew the idolaters. Some of the plunder he distributed among the troops, the rest he sent to Amru Lais, informing him of the conquest, and asking for reinforcements.