ستر اقتصادي سوړبازاري

ستر اقتصادي سوړبازاري د عمومي مخ ځوړ حالت يو پړاو و، د بېلګې په ډول يو اقتصادي سوړبازاري، په نړيواله کچه په ملي اقتصادونو کې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ز کلونو تر منځ ليدل شوی دی. د اقتصادي سوړبازارۍ درجه بندي او په خپل وخت کې له يو هېواد څخه بل هېواد ته بدلون مومي (نقشه وګورئ). هغه مهال، د پيسو نړوال صندوق (IMF) دې پايلې ته رسېدلی و چې دا له ستر رکود څخه وروسته تر ټولو سخت اقتصادي او مالي سقوط و. يوه پايله يې د عادي نړيوالو اړيکو جدي ګډوډول و.[۱][۲]

د ستر اقتصادي سوړبازارۍ په لاملونو کې هغه کمزورتياوې چې په مالي نظام کې منځ ته راغلې وې، تر څنګ يې د هغو فعاليتونو لړۍ شامله وه چې په ۲۰۰۵-۲۰۱۲ز کال کې د متحده ايالاتو د ځمکو د نرخونو د لوړېدو په کمېدو سره پيل شوې وه. کله چې د کورونو (ځمکو) نرخونه ښکته شول او د کورونو څښتنانو د خپلو ګرويو په پرېښودلو پيل وکړ، په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ز کلونو کې د ګروۍ له ملاتړ څخه د برخمنو هغو ضمانتونو ازښت هم ښکته شو چې بانکونو له پانګوالو څخه تر لاسه کړي وو، د ۲۰۰۸ز کال د سپتمبر په مياشت کې د ډېريو د سقوط، يا له سقوط څخه د مالي مرستې د تر لاسه کولو لامل و ګرځېدل. د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ز کلونو دې پړاو ته د «د ځمکو د کروۍ بحران» نوم ورکړل شوی و. د بانکونو يو ځای کېدو هم ونه شول کولای سوداګريو ته پانګه برابره کړي او د کورونو څښتنانو د پورونو د اخيستلو او لګښتونو د کولو پر ځای پورونه تاديه کول چې له امله يې په رسمي ډول د ۲۰۰۷ز کال د ديسمبر په مياشت کې په متحده ايالاتو کې پيل شوی اقتصادي سوړبازاري منځ ته راغله او د ۲۰۰۹ز کال د جون تر مياشتې يې دوام پیدا کړ، په دې ډول تر نولسو مياشتو وغځېد. لکه د  ډېرو نورو اقتصادي بحرانونو په څېر، داسې برېښي چې کوم پېژندل شوی رسمي نظري يا عملي نمونه نه وه توانېدلې چې په دقيق ډول د دې اقتصادي بحران د مخکې راتګ وړاندوينه وکړي، پرته د شونتياوو د وړاندوينو له هغو کوچنيو اشارو څخه، کومې چې لا هم له ۵۰٪ څخه کمې وې. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

دا اقتصادي سوړبازاري په ټوله نړۍ کې برابره نه وه محسوس شوې: په داسې حال کې چې د نړۍ ډېر پرمختللي اقتصادونه، په ځانګړي ډول شمالي امريکا، سويلي امريکا او اروپا، په ډېرې سختۍ او دوام سره دا بحران محسوس کړ، ډيری تازه پرمختللي اقتصادونو ډېر کم اغېز محسوس کړ، په ځانګړي ډول چين، هندوستان او اندونزيا، د چا اقتصادونو چې په دې پړاو کې د پام وړ وده وکړه. په ورته توګه اقيانوسيه ډېر کم اغېزمنه شوه، تر يو بريده يې لامل دا و چې اسيايي بازارونو ته نژدې وه.

اصطلاحات سمول

د «اقتصادي سوړبازارۍ» (انګليسي ژبه کې recession) په اړه دوه اندونه شته: يو اند په پراخ ډول «د کمو شويو اقتصادي فعاليتونو يو پړاو» او روانو سختيو ته اشاره کوي؛ دويم په اقتصاد کې کارول شوی ډېر دقیق اند دی، کوم چې د عمل له نظره تعريف شوی دی، د سوداګريو د جريان راټولېدو پړاو ته اشاره کوي چې د «جي ډي پي» د راټولېدو د دوه يا ډېرو پرله پسې ربعو خصوصيت لري (د جي ډي پي منفي ودې اندازه).[۱۱]

د «ستر» تعريف هغه اندازه يا سختوالی دی، کوم چې عموماً له عادي يا منځني حالت څخه لوړ وي او د ځينو عامو باورنو په خلاف مثبت مفهوم نه څرګندوي، يواځې په اندازه کې يا دايره کې ستروالی څرګندوي (لکه ستر رکود).

د علمي تعريف تر مخې، په متحده ايالاتو کې دا سوړبازاري د ۲۰۰۹ز کال د جون يا جولای په مياشت کې پای ته ورسېده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

رابرټ کوټنر وايي «ستره اقتصادي سوړبازاري يو ناسم نوم دی. موږ نور بايد دا نوم ونه کاروو. داسې بحرانونه په سوداګريز جريان کې کوچني شیان دي، کوم چې يا خپله سميږي يا يې په معمولي مالي يا پيسو محرکاتو په مټ ژر علاج کېږي. د پړسوب د لومې د دوام له امله، دا به ډېره سمه وي چې دې ته د دې لسيزې د ولاړ اقتصاد ته کم رکود يا ستر پړسوب وويل شي».[۲۱]

ټولکتنه سمول

ستره سوړبازاري يواځې د تقويم د يو کال ۲۰۰۹ز کې د نړيوالې سوړبازارۍ لپاره د IMF له معيارونو سره برابر و. د IMF د تعريف تر مخې د نړۍ کلنی حقيقي «جي ډي پي» سړي سر کمښت بايد موجود وي. له دې حقيقت سره سره چې ربعوار معلومات د G20 ټول غړي هيوادونه د اقتصادي تعريف د معيار په توګه کاروي، کوم چې د نړيوال «جي ډي پي» د ۸۵٪ استازولي کوي، د پيسو نړيوال صندوق (IMF) پرېکړه کړې- چې د معلوماتو د بشپړې مجموعې د نه شتون په صورت کې – چې د ربعوار جي ډي پي د معلوماتو پر بنسټ به د اقتصادي بحران اعلان/اندازه نه کوي. خو بيا هم د G20 زون لپاره په موسمي ډول برابر شوي «پي پي پي» اندازې حقيقي «جي ډي پي»، د نړيوال جي ډي پي لپاره ښه څرګندونه ده او داسې اندازه شوه چې د درې ربعو په اوږدو کې، د ۲۰۰۸ز کال د درېيمې ربعې څخه د ۲۰۰۹ز کال تر لومړۍ ربعې پورې، يوې ربعې نېغ په نېغه کمښت موندلی دی، کوم چې هغه مهال زيات سم دی، کله چې په نړیواله کچه سوړ بازاري منځ ته راغلې وه.[۲۲][۲۳][۲۴]

د متحده ايالاتو د اقتصادي څېړنو ادارې (د متحده ايالاتو د اقتصادي بحران رسمي منځګړی) تر مخې دا سوړبازاري د ۲۰۰۷ز کال د ديسمبر په مياشت کې پيل او د ۲۰۰۹ز کال د جون په مياشت کې پای ته ورسېد او په همدې بنسټ تر اتلسو مياشتو وغزېد.[۲۵][۲۶]

له بحران څخه مخکې کلونو کې د شتمنيو په نرخونو کې له خورا زياتوالي سره په اقتصادي غوښتنو کې پرمختګ ملګری و. سربېره پر دې، د متحده ايالاتو د سيوري بانکدارۍ نظام (لکه هغه مالي ادارې چې نېغ په نېغه پانګه نه راټولوي، لکه پانګونکي بانکونه) د پانګې راټولولو نظام سره د سيالۍ کولو لپاره راپورته شو، خو د يو شان څارنې مقررات پرې نه پلي کېدل او په دې ډول بانک د وړاندې تګ له ګواښ سره مخ و.[۲۷][۲۸]

د متحده ايالاتو د  ګرو له ملاتړ څخه د برخمنو ضمانتونو لپاره په ټوله نړۍ کې بازارموندنه وشوه، دې ضمانتونو دا خطر درلود چې ارزول يې ستونزمن و، ځکه دې ضمانتونو د متحده ايالاتو د حکومت له بانډونو (پورپاڼه) څخه د لوړې ګټې وړانديز کاوه. د دې ضمانتونو ډيری يې د ګرو د کوچنيو پورونو له ملاتړ څخه برخمن وو، د کوم ارزښت چې هغه مهال وغورځېد، کله چې د متحده ايالاتو د کورونو قيمتونه په ۲۰۰۶ز کال کې کم شول او د ۲۰۰۷ز کال کې پيل شوي د کورونو څښتنانو په ستر شمېر کې د خپلو ګرو د تادياتو څخه سرغړونه پيل کړه.[۲۹]

په ۲۰۰۷ز کال کې د دويمې درجې پورونو د تاوانونو په راڅرګندېدو سره بحران پيل شو او د ډېر نور له خطره ډک پورونه او د شمنيو ډېر زيات لوړ نرخونه يې راڅرګند کړل. د ۲۰۰۸ز کال د سپتمبر په پنځلسمه نېټه د پورونو د تاوانونو په زياتېدو او د « Lehman Brothers» په سقوط سره، د بانکونو تر منځ د پورونو په بازار کې يوه ستره وېره خپره شوه. یو بانک و چې د سيوري بانکدارۍ نظام سره په برابرۍ کې اداره کېدو، په پايله کې يې په متحده ايالاتو او اروپا کې ډېرو سترو او ښو پاېدلو پانګوالو او سوداګريزو بانکونو ته ستر تاوانونه ورسېدل او ان له افلاس سره مخ شول چې د پايلې په توګه يې سترې دولتي مالي مرستې له ځانه سره درلودې (يعنې د حکومت مالي مرسته).[۳۰]

له دې څخه وروسته د راغلې نړيوالې سوړبازارۍ په پايله کې په نړيواله سوداګرۍ کې په چټکۍ سره کمښت راغی، بې روزګاري زیاته او د توکو نرخونه ښکته شول. ډېرو اقتصادپوهانو وړاندوينه وکړه چې شونې تر ۲۰۱۱ز کال پورې بېرته حالات سم نه شي او دا چې د ۱۹۳۰ز لسيزې له اقتصادي رکود څخه به دا سوړبازاري ډېره سخته وي. اقتصاد پوه «پال کرګمين» يو ځل په دې اړوند په خپله تبصره کې ويلي و چې دا «دويم ستر اقتصادي رکود» دی.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

دې حالت ته حکومتونو او مرکزي بانکونو د مالي تګلارو او پولي تګلارو د نوښتونو په واسطه ځواب ووايه، څو ملي اقتصادونه په حرکت راولي او د مالي نظام خطرونه کم کړي. دې سوړبازارۍ له اقتصادي بحراني حالاتو سره د مبارزې په اړوند د «کينزي» اقتصادي اندونو لپاره لېوالتيا نوې کړه. اقتصاد پوهان مشوره ورکوي چې د مقداري اسانتيا (نظام ته د پيسو استول) او د مرکزي بانک د عمده پور ورکولو (هغه پورونه چې د يوې مالي ادارې له خوا د درېيمګړي په واسطه ورکول کېږي) سود اندازې مخه نيولو په څېر تحريکونکي اقدامات هغه مهال بايد بېرته ودرول شي، کله چې اقتصاد دومره بېرته خپل ځای ته راشي چې د «دايمي ودې پر لور لاره برابره کړي».[۳۵][۳۶][۳۷]

په متحده ايالاتو کې د کورني عاید وېش له ۲۰۰۸ز کال څخه وروسته د اقتصادي بېرته رغېدو پر مهال لا زيات نا برابر حالت ته رسېدلی و. له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د ښاري سيمو څخه دوه په درې برخه د عايد نابرابرۍ په متحده ايالاتو کې وده وکړه. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ز کلونو تر منځ د کورنۍ منځنۍ شتمنۍ په متحده ايالاتو کې ۳۵٪ ښکته شوه، يعنې له ۱۰۶۵۹۱ څخه تر ۶۸۸۳۹ پورې.[۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې سمول

  1. "World Economic Situation and Prospects 2013". Development Policy and Analysis Division of the UN secretariat. د لاسرسي‌نېټه December 19, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. United Nations (January 15, 2013). World Economic Situation and Prospects 2013 (trade paperback) (الطبعة 1st). United Nations. د کتاب پاڼې 200. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9211091663. The global economy continues to struggle with post-crisis adjustments الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. backgrounds, Full Bio Follow Linkedin Follow Twitter Investopedia contributors come from a range of; Thous, Over 20+ Years There Have Been; Writers, S. of Expert; Team, editors who have contributed Learn about our editorial policies The Investopedia. "The Great Recession Definition". Investopedia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  4. Singh, Manoj. "The 2007-2008 Financial Crisis in Review". Investopedia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bernanke, Ben (September 2, 2010). "Causes of the Recent Financial and Economic Crisis". د لاسرسي‌نېټه February 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. US Business Cycle Expansions and Contractions Archived September 25, 2008, at the Wayback Machine., NBER, accessed August 9, 2012.
  7. Abadir, Karim; Talmain, Gabriel (2002). "Aggregation, Persistence and Volatility in a Macro Model" (PDF). Review of Economic Studies. 69 (4): 749–779. doi:10.1111/1467-937X.00225. S2CID 154834961. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Abadir, Karim M. (Autumn 2008). "Recession? What Recession?!". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Abadir, Karim M. (2011). "Is the Economic Crisis Over (and Out)?". Review of Economic Analysis. 3 (2): 102–108. doi:10.15353/rea.v3i2.1457. S2CID 152971185. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Park, B.U., Simar, L. & Zelenyuk, V. (2020) "Forecasting of recessions via dynamic probit for time series: replication and extension of Kauppi and Saikkonen (2008)". Empirical Economics 58, 379–392. https://doi.org/10.1007/s00181-019-01708-2
  11. Merriam-Webster, "headword "recession"", Merriam-Webster Collegiate Dictionary online. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gross, Daniel (July 13, 2009). "Daniel Gross: The Recession is Over?". Newsweek. د لاسرسي‌نېټه February 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په July 15, 2010 باندې). It's Dippy to Fret About a Double-Dip Recession. Barron's.
  14. V.I. Keilis-Borok et al., Pattern of Macroeconomic Indicators Preceding the End of an American Economic Recession. Archived July 16, 2011, at the Wayback Machine. Journal of Pattern Recognition Research, JPRR Vol.3 (1) 2008.
  15. "Consumer confidence falls to 7-month low | | The Bulletin". Bendbulletin.com. June 29, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر June 17, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په April 21, 2011 باندې). Nation's Mood at Lowest Level in Two Years, Poll Shows. The New York Times.
  17. Zuckerman, Mortimer B. (April 26, 2011). "The National Debt Crisis Is an Existential Threat". Usnews.com. د لاسرسي‌نېټه August 17, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Yoshie Furuhashi (April 26, 2011). "Dean Baker, "Further House Price Declines in the United States"". Mrzine.monthlyreview.org. د لاسرسي‌نېټه August 17, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په September 20, 2010 باندې). The End Of The Great Recession? Hardly. Forbes.
  20. (په September 20, 2010 باندې). Street Rallies Around Official Recession End. Forbes.
  21. Kuttner, Robert. Debtors’ Prison: The Politics of Austerity Versus Possibility. New York: Vintage Books, 2013, 40.
  22. (په April 22, 2009 باندې). What's a Global Recession?. The Wall Street Journal
  23. "G20 Members". G20.org. د اصلي آرشيف څخه پر February 10, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 15, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "World Economic Outlook — April 2009: Crisis and Recovery" (PDF). Box 1.1 (page 11-14). IMF. April 24, 2009. د لاسرسي‌نېټه September 17, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. US Business Cycle Expansions and Contractions Archived September 25, 2008, at the Wayback Machine., NBER, accessed August 9, 2012.
  26. (په December 1, 2008 باندې). NBER Makes It Official: Recession Started in December 2007. The Wall Street Journal.
  27. (په June 3, 2008 باندې). Oil prices: George Soros warns that speculators could trigger stock market crash. The Guardian.
  28. (په October 24, 2008 باندې). Greenspan Concedes Error on Regulation. The New York Times.
  29. Nouriel Roubini (په January 15, 2009 باندې). A Global Breakdown Of The Recession In 2009. Forbes.
  30. Krugman, Paul (July 10, 2014). "NYT-Paul Krugman-Geithner: Does He Pass The Test?". Nybooks.com. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite magazine requires |magazine= (مساعدة)
  31. (په January 4, 2009 باندې). Fighting Off Depression. The New York Times.
  32. (په January 26, 2009 باندې). Twenty-five People at the Heart of the Meltdown. The Guardian.
  33. Congressional Budget Office compares downturn to Great Depression Archived March 3, 2009, at the Wayback Machine.. By David Lightman. McClatchy Washington Bureau. January 27, 2009.
  34. (په December 1, 2008 باندې). It's official: Recession since Dec '07. CNN Money
  35. "IMF World Economic Outlook, April 2009: "Exit strategies will be needed to transition fiscal and monetary policies from extraordinary short-term support to sustainable medium-term frameworks." (p.38)" (PDF). د لاسرسي‌نېټه January 21, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په May 30, 2005 باندې). Olivier Blanchard, the chief economist of the International Monetary Fund, "is advising officials around the world to keep economic stimulus programs in place no longer than necessary to chart a path to sustainable growth.". Bloomberg.com
  37. (په August 21, 2009 باندې). U.S deficit poses potential systemic risk: Taylor. Reuters.com
  38. (په September 4, 2014 باندې). Fed Says Growth Lifts the Affluent, Leaving Behind Everyone Else. The New York Times.
  39. (په August 23, 2014 باندې). Middle class households' wealth fell 35 percent from 2005 to 2011. Vox.com.
  40. (په August 11, 2014 باندې). Income inequality seems to be rising in more than 2 in 3 metro areas.