زېټور زېټ – ۲۵
Zetor Z-25
هېواد چکوسلواکيا
د موټر جوړونکي Zetor
د موټر ډول ټراکټور

زېټور زېټ – ۲۵ (په چېکي: Zetor Z-25) د زېټور برنو شرکت لمړني ټراکټور دي چی د ۱۹۴۶ کال څخه تر ۱۹۶۲ کال پورې جوړېده. دغه ټراکټور په ۱۹۴۵ کال کی طرح شو . د زېټور ۲۵ لمړني ماډلونه لمړني ځل په ۱۹۴۶ کال کی په نندارتون کی په پراگ کی لیدل شول تر ۱۹۶۲ کال پورې ۱۵۸،۵۷۰ ټراکټورونه جوړ شوی وو او تر ۱۹۶۵ کال پورې تقریبًا ۹۸،۰۰۰ ټراکټورونه خارج ته صادر شوی وو. زېټور ژېټ – ۲۵ یوه ۲ سلندره ماشین لري چی د اوبو پواسطه سړېږي. د سلندرو حجم ۲۰۷۸ سینتیمتره مکعب دي او د ماشین قدرت ۲۶ کیلو واټ دي.