زنجبار يو ټاپو ته ورته نيمه خپلواکه سيمه ده، چې په 1964ز کال کې يې له «تانګانیکا» سره په يوځای کېدو د تنزانيا متحد جمهوريت جوړ کړ. دا په هند سمندر کې يو مجمع الجزاير دی، چې د افريقا له مرکزي ساحل څخه 25-50 کيلو متره (16-31 ميله) لېرې موقعيت لري، له ډېرو کوچنيو او دوه سترو ټاپوګانو څخه جوړه ده چې هغه دا دي: انګوجا (مرکزي ټاپو، چې په غېر رسمي ډول د زنجبار په نوم پېژندل کېږي) او «پيمبا» ټاپو. پلازمېنه يې د زنجبار ښار دی، چې د «انګوجا» په ټاپو موقعيت لري. د دې سيمې تاريخي مرکز، سټون ښارګوټی د نړیوال  سيمه ده.

زنجبار
زنجباربیرغ

زنجبار

ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۵°۵۴′سویل ۳۹°۱۸′ختیځ / 5.9°سويل 39.3°ختيځ / -5.9; 39.3   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 2461 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې انګرېزي ژبه ،  سواهيلي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۲۶ اپرېل ۱۹۶۴  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
نور مالومات
Map

د زنجبار مرکزي صنعتونه د خوراک مسالې، او ګرځندوی دی. د خوراکي مسالو محصولات يې لونګ، هندي اغوز، دال چيني، او تور مرچ دي. د زنجبار مجمع الجزاير، د تنزانيا مافيا ټاپو سره يوځای کله کله په سيمه ييز ډول د مسالو د ټاپو په هم نوم يادېږي. په زنجبار کې ګرځندوی يو ترټولو وروستی فعاليت دی، چې د حکومت له خوا وده ورکول کېږي او له همدې امله په 1985ز کال کې د ګرځندويانو شمېر له 19000 څخه په 2016ز کال کې تر 376000 پورې لوړ شو. دې ټاپوګانو ته د پنځو بندرګاو او عبید اماني کرومي نړیوال هوايي ډګر له لارې تګ ممکن دی، کوم چې په يو کال کې 1.5 ميليونه مسافرو تګ راتګ ظرفيت لري.[۲][۳][۴][۵]

د زنجبار سمندري چاپېريالي سيستم د کب نيونې او جلبک پالنې (دا يو ډول بوټی دی چې په سمندر کې کېږي او په خوراکي مسالو کې کارول کېږي) لپاره د اقتصاد يوه مهمه برخه ده، او مهم سمندري چاپيريالي سيستمونه لري، چې د هند سمندر د کبانو د نفوس لپاره د کبانو د روزځای په توګه کار کوي. په هر حال، ځمکنی چاپیريالي سيستم يې د زنجبار د لرغوني سرو کولوبس (يو ډول شادي دی)، د زنجبار د سرولين جينيټ (يو ژوی دی)، او د زنجبار له منځه تللی يا کم پيدا پړانګ کور دی. د ګرځندوی صنعت او کب نيونې د فشار تر څنګ د موسمي بدلون له امله د سمندر د اوبو د کچې د لوړېدو په څېر سترو ګواښونو په ټوله سیمه کې چاپېريالي اندېښنې زیاتې کړي دي.[۶][۷][۸]

د نوم رېښې

سمول

زنجبار عربي ټکی دی، دا ټکی د فارسي له زنګبار ټکي اخيستل شوی دی، چې د زنګ (تور) او بار (ساحل) دوه ټکو مرکب دی، يعنې د زنګ سمندر. دا نوم یو له هغو ورته نومونو څخه دی چې يو ډول رېښې لري، په دې ډول يې معنا "د تورو ځمکه" يا دې ته ورته معنا لري، او دا د دې سيمې د اوسېدونکو تور پوستکي ته اشاره کوي.[۹][۱۰][۱۱]

تاریخ

سمول

له 1498 مخکې

سمول

دلته د غشو د وسپنيزو څوکو له شتون څخه معلومېږي چې زنجبار له 20000 کلونو راهيسې د انسانانو استوګنځای و، کوم چې د وروستي ډبرین عصر پيل و.[۱۲]

د لومړۍ او درېيمې پېړۍ تر منځ يو يوناني-رومي متن، چې د سره سمندر د محيط په نوم دی، د «مينوتياس» ټاپو يادونه کوي، چې شونې ده همدا «انګوجا» ټاپو وي.[۱۳]

د لومړۍ زريزې په پيل کې، په زنجبار او نږدې ساحل دواړو کې په بنټو خبرې کونکي مېشت شول. د زنجبار په شمال لوېديځ ساحل کې واقع «فوکوچاني» کې د لرغونپوهنې موندنې، په لېرې اټکل د شپږمې پېړۍ د يوې ابادې کرنيزې او کب نيونکې ټولنې ښودنه کوي. په دې سيمه کې زياته اندازه موندل شوی اخېړ د لرګيو د ودانيو ښودنه کوي، او په دې سيمه کې کونجکې، د مریو ميده کونکي او د وسپنې خيرې (د ويلې شوې وسپنې پاتې شوني) موندل شوي دي. د اوږد واټن په سوداګرۍ کې د محدودې مشغولتيا شواهد موندل شوي دي: د خاورو وارد شوي کم شمېر لوښي موندل شوي دي، چې د ټولو لوښو له 1٪ څخه هم کم دی، او ډيری يې له خليحج څخه دي چې تاريخ يې له پنځمې څخه تر اتمې پېړۍ پورې رسېږي. د «موکوکوټوني» او دار السلام په څېر عصري سيمو سره ورته والی يې د ټولنو يوې واحدې ډلې ته اشاره کوي، کومه چې د سمندري ساحلي کلتور د لومړي مرکز په توګه منځ ته راغلې ده. داسې برېښي چې ساحلي ښارګوټي يې په ابتدايي پړاو کې د هند سمندر او د افريقا په داخلي سيمو کې په سوداګرۍ بوخت وو. د سوداګرۍ اهميت او اندازه په چټکۍ سره لوړه شوه، چې د اتمې پېړۍ په منځ کې پيل او د لسمې پېړۍ تر پای پورې زنجبار د مرکزي ساحلي سوداګريزو ښارونو څخه يو و.[۱۴][۱۵]

په نږدې «پمبا» ټاپو، بلکې په ځانګړي ډول د «لامو» د مجمع الجزاير په «شانګا» کې کيندنې، د ودانيز پرمختګ روښانه انځور وړاندې کوي. په اصل کې کورونه يې له لرګي جوړ شوي وو (شا او خوا 1050) او وروسته د مرجاني ديوالونو په لرلو سره له خټو جوړ شوي وو (شا او خوا 1150). دا کورونه په پرله پسې ډول د زیاتو دايمي موادو په مرسته بيا جوړ شوي وو. تر ديارلسمې پېړۍ پورې، کورونه له ډبرو جوړ شوي دي، او په دا ډبرې خټو يو له بل سره سرېښت شوي دي، او په څوارلسمه پېړۍ کې د ډبرو د نښلولو لپاره چونه استعمال شوې ده. يوازې شتمنو خلکو به د ډبرې او چونې څخه جوړ شوي کورونه درلودل، او د موادو پياوړتيا به د اوارو بامونو په جوړولو کې مرسته کوله. د دې په عکس، ډېری خلک د يوولسمې او دولسمې پېړۍ د ودانيو په توګه په يو پوړيزو کورونو کې اوسېدل. د «جان مډلټن» او «مارک هارټڼ» په وینا، د دې ډبرينو کورونو په ودانۍ کې عربي يا فارسي عناصر نه لېدل کېږي، او بايد په بشپړ ډول د سيمه يیزې ودانۍ د يوې بشپړې لرغونې پراختيا په توګه وبلل شي. په داسې حال کې چې د عماني واکمنۍ پر مهال د زنجبار ښارګوټي ودانۍ دويم ځلي ودانې شوې وې، نږدې سيمې د پنځلسمې پېړۍ څخه مخکې د سواحلي او زنجباري ودانيز هنر عمومي پرمختګ څرګندونه کوي.[۱۶]

له نولسمې پېړۍ راهيسې، په زنجبار کې سواحلي سوداګرو له ساحل څخه لېرې او د هند سمندر په نړۍ کې د لرې واټن سوداګرو لپاره د منځګړو په توګه کار کاوه. فارسي، هندوستاني او عرب سوداګر، د سرو زرو، فيل د غاښ، او عمبر په څېر د ختيځې افريقا توکو تر لاسه کولو لپاره اکثر زنجبار ته راتلل او بيا يې دا توکي له دې سيمې څخه دباندې اسیا ته استول. په ورته توګه، د افريقا له سترو جهيلونو او «زمبيزي» سيمې څخه سوداګر په کاروانونو کې دې ساحل ته راتلل، تر څو د واردو شويو توکو سودګري وکړي، په ځانګړي ډول د هندوستاني ټوکر. د پرتګاليانو له رسېدو مخکې، د «اونګوجا اوکو» او «کيزميکزي» سويلي ښارګوټي او د «تومباتو» شمالي ښارګوټی د سوداګريزې تبادلې پیاوړي مرکزونه وو. زنجبار په ختيځ افريقايي ساحل کې د ابادو شويو يو شمير خپلواکو ښاري دولتونو له منځه يو و. د دې ښارګوټو شتمني زياته شوه، ځکه چې سواحلي خلکو د سوداګرو او تجارانو لپاره د منځګړو او اسانچارو په توګه کار کاوه. د منځنۍ افريقا او هند سمندر د کلتورونو تر منځ دې تعامل د سواحلي کلتور په وده کې ونډه درلوده، کوم چې د عربي رسم الخط ادبي دود چمتو کړ. که څه هم دا يوه «بنتو» ژبه ده، خو بيا هم په سواحلي ژبه کې اوس يو لړ پور شوي عناصر شامل شوي دی، په ځانګړي ډول له عربي څخه پور شوي الفاظ، په داسې حال کې چې دا تر ډېره بريده د نولسمې پېړۍ پېښه وه کله چې عماني تسلط زیات شو. د افريقا او اسيا ډېرو بهرنيو سوداګرو د زنجبار له شتمنو اشرافيه کورنيو سره ودونه وکړل. په ځانګړي ډول اسيايي نارينه وو د ختيځې افريقا له ښځو سره ودونه وکړل، څوک به چې د پسرلي د باراني موسم د بادونو د شتون له امله د شپږو مياشتو لپاره په ساحل کې مېشت و. له دې امله چې نږدې ټول اسيايي سوداګر مسلمانان وو، د دوی بچيانو د خپلو پلرونو نسلي پېژندګلو په ميراث يوړه، که څه هم د ختيځې افريقا مورني دودونه بيا هم مهم بلل کېدل. [۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. "Exotic Zanzibar and its seafood". 21 May 2011. Archived from the original on 15 August 2011. نه اخيستل شوی 11 June 2011.
  3. Lange, Glenn-Marie (2015-02-01). "Tourism in Zanzibar: Incentives for sustainable management of the coastal environment". Ecosystem Services. Marine Economics and Policy related to Ecosystem Services: Lessons from the World's Regional Seas (په انګليسي). 11: 5–11. Bibcode:2015EcoSv..11....5L. doi:10.1016/j.ecoser.2014.11.009. ISSN 2212-0416.
  4. Yussuf, Issa (19 April 2017). "Tanzania: Number of Tourists to Zanzibar Doubles As Tourist Hotels Improve Service Delivery". allAfrica. Archived from the original on 27 August 2017. نه اخيستل شوی June 4, 2019.
  5. "Zanzibar forms Airports Authority, modernises aviation infrastructure". Business Times (Tanzania). Archived from the original on 1 January 2016. نه اخيستل شوی 17 January 2013.
  6. Li, Joanna (2018-06-07). "Zanzibar Leopard Captured on Camera, Despite Being Declared Extinct". Inside Edition. Archived from the original on 28 August 2018. نه اخيستل شوی 2018-08-16.
  7. Seaburn, Paul (2018-06-12). "Extinct 'Evil' Zanzibar Leopard Seen Alive in Tanzania". Mysterious Universe. Archived from the original on 26 June 2019. نه اخيستل شوی 2019-06-26.
  8. Khamis, Zakaria A.; Kalliola, Risto; Käyhkö, Niina (2017-11-15). "Geographical characterization of the Zanzibar coastal zone and its management perspectives". Ocean & Coastal Management (په انګليسي). 149: 116–134. Bibcode:2017OCM...149..116K. doi:10.1016/j.ocecoaman.2017.10.003. ISSN 0964-5691. Archived from the original on 2 March 2021. نه اخيستل شوی 12 January 2021.
  9. کينډۍ:OEtymD
  10. Richard F. Burton (2010). The Lake Regions of Central Africa. New York: Cosimo, Inc. p. 38. ISBN 978-1-61640-179-5.
  11. Mehrdad Shokoohy (2013). Muslim Architecture of South India: The Sultanate of Ma'bar and the Traditions of Maritime Settlers on the Malabar and Coromandel Coasts (Tamil Nadu, Kerala and Goa). New York: Routledge. p. 137. ISBN 978-1-136-49977-7. Archived from the original on 12 January 2023. نه اخيستل شوی 10 July 2016.
  12. Hashim, Nadra O. (2009). Language and Collective Mobilization: The Story of Zanzibar. Lexington Books. p. xi. ISBN 978-0-73913708-6. Archived from the original on 12 January 2023. نه اخيستل شوی 14 November 2015.
  13. Pearce, Francis Barrow (1920). Zanzibar: The Island Metropolis of Eastern Africa. New York City: Dutton & Com. Archived from the original on 12 January 2023. نه اخيستل شوی 14 November 2015.
  14. Kusimba, Chapurukha; Walz, Jonathan (2018). "When did the Swahili become Maritime?: A Reply to Fleisher et al. (2015), and to the Resurgence in Maritime Myopia in the Archaeology of the East African Coast". American Anthropologist. 120 (3): 100–115. doi:10.1111/aman.12171. PMC 4368416. PMID 25821235.
  15. Horton, Mark; Middleton, Tom (2001). The Swahili: The Social Landscape of a Mercantile Community. Oxford: Wiley-Blackwell. ISBN 978-0-63118919-0.
  16. Horton, Mark; Middleton, Tom (2001). The Swahili: The Social Landscape of a Mercantile Community. Oxford: Wiley-Blackwell. ISBN 978-0-63118919-0.
  17. Campbell, Gwynn (2019). Africa and the Indian Ocean World from Early Times to Circa 1900. Cambridge University Press. ISBN 978-1-10857862-2.
  18. Wynne-Jones, Stephanie; LaViolette, Adria (2018). The Swahili World. Routledge. ISBN 978-1-13891346-2.
  19. Kusimba, Chapurukha (1999). The Rise and Decline of Swahili States. Walnut Creek, California: Altamira. ISBN 9780761990512.