پروفېسر زمریالی طرزي یو افغان څېړونکی او لرغونپوه او په فرانسه کې د سټراسبورگ پوهنتون استاد دی.

دی په ۱۹۳۹ز کال کابل کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې په استقلال لېسه کې پای ته رسولي. په ۱۹۶۰ز کال کې د لېسان او ماسټرۍ سندونو ترلاسه کولو لپاره فرانسی ته ولاړ. او په ۱۹۷۲ز کال یې خپله دوکتورا په لرغونپوهنه کې ترلاسه او سملاسي افغانستان ته راوگرځېد. افغانستان کې د تاریخي اثارو د خوندیتابه او لرغونپوهنې د آمریت آمر وټاکل شو. په ۱۹۷۲ز کال بېرته فرانسې ته ولاړ او خپله دویمه او درېیمه دوکتورا یې هم ترلاسه کړه.

زمریالی طرزي په ۱۹۷۹ز کال کې د منځنۍ اسیا عمومي لرغونپوهنې مضمون د سټراسبورگ په پوهنتون کې تدریساوه. دی په ۲۰۰۲ز کال راهیسې په بامیانو ولایت کې د د فرانسې لرغونپوهنې هیئت مشري په غاړه لري. افغانستان کې د اوسېدو پر مهال یې د هډې او بامیانو کې زیاتې کیندنې او پلټنې کړي. پروفېسر طرزي د لرغونپوهنې په څانگه کې تر اوسه څه باندې اتیا کتابونه او علمي او څېړنیزه مقالې پنځولي دي. په مختلفو هېوادونو کې یې د لرغونپوهنې په اړه سلگونو سېمینارونو کې گډون او ویناوې کړي، او دارنگه یې د بامیان او د هغه پېښلیک په اړه څو تاریخیي فلمونو جوړولو کې مرسته کړې.

بهرنی تړن

سرچینې